د بلوچستان سترې محکمې د ماهرنګ بلوڅ د عمري بند سزا پرضد عریضه ومنله

د بلوچستان سترې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ هغه عریضه د منظمې اورېدنې لپاره منلې، چې پهکې یې د ترهګرۍ ضد محکمې لهخوا د ورکړل شوې عمري بند سزا ننګولې ده.

د بلوچستان سترې محکمې د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د مشرې ماهرنګ بلوڅ هغه عریضه د منظمې اورېدنې لپاره منلې، چې پهکې یې د ترهګرۍ ضد محکمې لهخوا د ورکړل شوې عمري بند سزا ننګولې ده.
د بلوچستان سترې محکمې دوه کسیزه جرګه چې قاضیان ګل حسن ترین او نجم الدین مینګل پهکې شامل وو، د عریضې تر لومړنۍ اورېدنې وروسته اړوندو ادارو ته د ځواب ويلو امر صادر کړ.
د اورېدنې پرمهال د بلوچستان د حکومت په استازیتوب اضافي لوی څارنوال اکبر شاه او د ډاکټر ماهرنګ په استازیتوب وکیلانو جدین دشتي او نادیه بلوڅ ګډون کړی و.
ماهرنګ بلوڅ د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې هغه پرېکړه ننګولې، چې د یوه امنیتي سرتېري د وژنې په تړاو یې هغې ته د عمري بند سزا ورکړې ده. د سترې محکمې لهخوا د عریضې له منلو سره به اوس قضیه پر خپل اصلي ماهیت واورېدل شي؛ خو تر هغې چې محکمه بله پرېکړه ونه کړي، د عمري بند سزا پر خپل ځای پاتې ده.
په ورته وخت کې د پاکستان سترې محکمې هم د ډاکټر ماهرنګ د ضمانت نه منلو پرضد د هغې د عریضې اورېدنه کړې او اړوندو لورو ته یې د ځواب ویلو امر صادر کړی دی. د سترې محکمې درې کسیزې جرګې چې مشري یې قاضي محمد علي مظهر کوله، د ډاکټر ماهرنګ او د بلوڅانو د یووالي غورځنګ د نورو غړو، بیبو بلوڅ او بیبرګ بلوڅ اړوندې عریضې هم واورېدې.
د ماهرنګ بلوڅ وکیل جبران ناصر محکمې ته وویل، چې د نوموړې او نورو دوو فعالانو پرضد جلا جلا مقدمې ثبتې شوې دي او په دوسیو کې شامل ډېری قانوني مادې د ضمانت وړ دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون چهارشنبه (د چنګاښ ۲۴مه) له پاکستان او ایران نه ۸۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴زره او ۳۶۹ کېږي؛ هېواد ته ستنې شوې دي.
د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پله او د اسلامکلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاتوي، چې په همدې ورځ ۷۵۹ کورنۍ په خوندي ډول خپلو مېنو ته لېږدول شوې دي.
هممهاله په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات (د چنګاښ له ۱۹مې) پراخ شوي او په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې نور نه غواړي په خپل هېواد کې افغان کډوال پرېږدي او که څوک په خپله خوښه لاړ نهشي؛ نو دوی به یې په زور وباسي.
په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي؛ څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت د بشارالاسد د رانسکور شوي حکومت د کیمیاوي وسلو متخصص ډګروال احمد حبیب علي له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت زیاته کړې، دغه کس د بشارالاسد د حکومت پر مهال د سارین ګازو د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.
د سوریې کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کیمیاوي وسلو دغه متخصص په لاذقیه ولایت کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، احمد حبیب علي د قرداحې ولسوالۍ د «حرف المسیتره» د کلي اوسېدونکی دی، چې د علمي څېړنو او مطالعاتو د مرکز د مشر په توګه یې دنده ترسره کوله او په ۴۱۷ قطعه کې د سارین ګاز د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.
وزارت زیاته کړې، د لومړنیو تحقیقاتو د پایلو پر بنسټ، تورن شخص یو له هغو افسرانو څخه ګڼل کیږي، چې په سارین ګاز د بار شاوخوا شلو بمونو د جوړولو نظارت یې کاوه، چې د هر یوه وزن ۲۵۰ کیلوګرامه وو او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې پر سوري ښارونو او ښارګوټو په بریدونو کې کارول شوي وو.
وزارت په ډاګه کړې، چې له نیول شوي کس څخه لا هم پوښتنې روانې دي او د پوښتنو او ګروېږنو له بشپړېدو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان لهخوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.
فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.
دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.
راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.
اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.
خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.
دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربهتوب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.
نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.
د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».
هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل پهکې شامل وو.
د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.
۸۳ کلن بایډن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکسپاڼه د خپل کتاب په تړاو په یوه تبلیغاتي ویډيويي پیغام کې ویلي: «له هغه وخته چې ما ولسمشري پرېښې، ډېرو خلکو له ما څخه پوښتنه کړې، جو، څه کوې»؟
هغه له خپلو مینهوالو او هغو کسانو څخه مننه کړې، چې د ده د ښې روغتیا هیله یې کړې او زیاته یې کړه: «ما خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی. زه د سرطان له تشخیص سره لاس او ګرېوان یم او درملنه مې روانه ده، چې ډېره ښه پر مخ روانه ده».
جوبایډن په دې ویډيويي پیغام کې څرګنده کړې، د خپلې ولسمشرۍ (۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵) پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ډونالډ ټرمپ د پلویانو لهخوا د امریکا پر کانګرس د برید، د اوکراین جګړه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو څو مهمې شېبې یادې کړي دي.
بایډن زیاته کړه، چې په دې کتاب کې به دا هم راشي چې «ما ولې پرېکړه وکړه چې بیا ځلي ځان نوماند کړم او ولې مې پرېکړه وکړه چې له نوماندۍ تېر شم».
د کتاب په اړه د هغه په دې تبلیغاتي ویډیو کې د محاصره شویو فلسطینیانو او پهکې د امریکا د رول په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.
د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر په توګه د هغه د روغتیا په اړه له پرله پسې پوښتنو سره سره، ۸۱ کلن بایډن پرېکړه وکړه، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.
خو د ۲۰۲۴ کال په جون کې د ټرمپ پر وړاندې په یوه ناکامه او کمزورې ټاکنیزه مناظره کې تر راڅرګندېدو او د ډیموکراتانو د بېساري فشارونو له امله، بایډن له ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو اعلان وکړ.
ورپسې ټرمپ د بایډن پر ځای د معرفي شوې کاندیدېد هغه د وخت مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس ته ماتې ورکړه. ټرمپ، چې د جون په میاشت کې ۸۰ کلن شو، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۹ کال کې خپله کاري دوره پای ته رسوي، د بایډن د عمر ریکارډ به مات کړي.
د بایډن د خاطراتو دا کتاب د روان زیږیز کال د نومبر په ۱۷مه خپرېږي، چې د منځمهاله حساسو ټاکنو څخه یوازې څو اونۍ وروسته وخت دی.
کاملا هرېس هم تېر کال خپل د خاطراتو کتاب خپور کړی وو. دغه کتاب چې «۱۰۷ ورځې» نومېږي، د هغې د هغو لنډو ټاکنیزو هڅو او کمپاین په اړه دی چې د بایډن له وتلو وروسته یې د ټرمپ پر وړاندې ترسره کړې وې.
د تېرې فبرورۍ په میاشت کې، د امریکا جګپوړو ډیموکراټ چارواکو چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند د ماتې ارزونه کوله، دې پایلې ته ورسېدل چې د غزې په اړه د بایډن د ادارې دریځ د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس لپاره یو «بشپړ منفي» او زیانمنونکی فکتور وو.
د روسیې د دولتي اټومي شرکت روساتوم د معلوماتو له مخې، د اوکراین په یو ډرون برید کې د زاپوریژیا اټومي برېښناکوټ ارشد انجنیر الکساندر یاکوفلیف او د هغه موټر چلوونکی وژل شوي دي.
د روساتوم مشر الکسي لیخاچیف وویل چې دغه برید د چهارشنبې په ورځ د یاد اټومي سټېشن د ساحې او د انرخودار ښار ترمنځ پر یو خدماتي موټر شوی دی.
روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په لومړیو اونیو کې پر اوکراین د برید پر مهال د زاپوریژیا اټومي برېښناکوټ چې په اروپا کې تر ټولو لوی دی، تر خپل کنټرول لاندې راوست. د روساتوم مشر الکسي لیخاچیف پر لوېدیځو هېوادونو نیوکه وکړه چې د دغه سټېشن پر وړاندې د بریدونو په اړه غلي پاتې دي او په وینا یې، دا چاره د اوکراین د حکومت لخوا د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي لامل کېږي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې په دې سیمه کې په بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان شوي دي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي دا برید په کلکه وغانده او دا یې پر اټومي سټېشن او د هغې پر مدیریت یو د نه منلو وړ برید وباله چې د اټومي خوندیتوب لپاره جدي ګواښ دی. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ټیلیګرام ولیکل چې دا د کییف د رژیم یو جنایت دی او له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس څخه یې وغوښتل چې دغه وژنه په ښکاره توګه وغندي.
د کرملین ماڼۍ تېره جمعه هم پر اوکراین تور پورې کړی و چې د اټومي برېښناکوټ پر وړاندې یې ترهګریز بریدونه زیات کړي دي. د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف اوکراین تورن کړ چې پر ملکي تاسیساتو او هغو زېربناوو بریدونه کوي چې مستقیم له اټومي سټېشن سره تړاو لري. اوکراین تر اوسه د دغه نوي برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.