• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پوځ: په کویټ کې مو د امریکا د عریفجان پوځي اډه په توغندیو ویشتلې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د ایران پوځ ویلي چې د سې‌شنبې په سهار یې له ځمکې پر ځمکه توغندیو په وسیله د کویټ په عریفجان پوځي اډه کې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه په نښه کړي دي.

د ایران د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه برید له ځمکې پر ځمکې توغندیو په وسیله ترسره شوی او موخه یې د امریکا د پوځ د هیمارس توغندیز سیسټمونه وو.

تر اوسه د امریکا او کویټ حکومتونو د ایران د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د برید د څرنګوالي یا احتمالي زیانونو په اړه هم کوم معلومات نه دي خپاره شوي.

دا ادعا داسې مهال مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې امنیتي وضعیت له زیاتېدونکو اندېښنو سره مخ دی.

•
•
•

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۳
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

نور کیسې

امریکا خپلو وګړو ته: ایران پرېږدئ او منځني ختیځ ته له سفره ډډه وکړئ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د سختو ترینګلتیاوو او د وضعیت د ناڅاپي لا خرابېدو له احتماله په خبرداري سره، له خپلو وګړو غوښتي چې که په ایران کې وي، «هرڅومره ژر چې امکان لري» له دغه هېواده ووځي او له منځني ختیځ څخه د سفر یا تېرېدو په اړه دې له سره غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي وضعیت په اړه په یوه تازه خبرداري کې ویلي، په سیمه کې امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او د ترینګلتیاوو د ناڅاپي زیاتېدو احتمال شته. دغه وزارت په سیمه کې له مېشتو امریکايي اتباعو غوښتي چې احتیاط ته دوام ورکړي او د وروستیو بدلونونو لپاره خبرونه په دوامداره توګه تعقیب کړي.

د امریکا حکومت هغو امریکايي وګړو ته چې منځني ختیځ ته سفر کوي یا له دې سیمې تېرېږي، سپارښتنه کړې چې له خپلو هوايي شرکتونو سره اړیکه ونیسي او د الوتنو د دوام په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «امریکايي وګړي باید ایران ته سفر ونه کړي او منځني ختیځ ته د سفر یا له دې سیمې څخه د تېرېدو په اړه له سره غور وکړي.»

دغه وزارت له هغو امریکايي اتباعو چې لا هم په ایران کې دي، غوښتي چې «هرڅومره ژر چې امکان لري» له دغه هېواده ووځي او د احتمالي شخړې په صورت کې د نږدې پناه‌ځای له موقعیت څخه ځان خبر کړي.

قطر پر کویټ او بحرین د ایران پرله‌پسې بریدونه په کلکه غندلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۱
100%

قطر پر کویټ او بحرېن د ايران پرله پسې بریدونه په کلکه غندلي او دغه بریدونه یې د دواړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه او د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د ښه ګاونډیتوب د اصولو ښکاره نقض بللي دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار وکړ چې د دغو بریدونو دوام یو جدي تاوتریخوالی دی چې د تاوتریخوالي د قابو کولو هڅې پېچلې کوي او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې کمزورې کوي.

وزارت پر ټولو هغو نظامي اقداماتو او بریدونو چې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي، د سمدستي او بشپړ بندولو ترڅنګ، له هر هغه څه څخه چې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کېږي د ډډه کولو، د خبرو اترو او مذاکراتو جدي بهیر ته د راستنېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو له لارې پر ترلاسه شویو هوکړو د عمل کولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې دوحې له کوېت او بحرین سره د قطر هېواد بشپړ پیوستون او د خپل حاکمیت او امنیت د ساتلو لپاره د هغوی د هر ډول اقداماتو ملاتړهم څرګند کړی دی.

پنټاګون په اردن کې د ایراني بریدونو له امله د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت اعلان کړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۳ GMT+۱
100%

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د اردن په خاوره کې د ایراني بریدونو له امله د وژل شویو دوو امریکايي سرتېرو هویت اعلان کړی دی.

امریکایي رسنۍ «فوکس نیوز» د پنټاګون له قوله ویلي، په وژل شویو سرتېرو کې ۱۹کلنه سرتېرې ایزابیلا ګونزالس او ۲۵کلن لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهن شامل دي.

د معلوماتو له مخې، لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهن د امریکا د پوځ د هوايي دفاع د توپخانې د ۵۵م غنډ د دویم کنډک غړی و او د شمالي کارولینا ایالت په فورټ براګ کې یې دنده ترسره کوله.

همدارنګه، سرتېرې ایزابیلا ګونزالس د هوايي دفاع د توپخانې د ۵۷م غنډ د لومړي کنډک غړې وه او د جرمني په انسباخ ښار کې د امریکا د پوځ د هوايي دفاع له قطعې سره یې دنده ترسره کوله.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په منځني ختیځ کې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي. د راپورونو له مخې، امریکا او ایران د هرمز تنګي او د ایران د اټومي پروګرام پر سر له زیاتېدونکو تاوتریخوالو سره مخ دي، چې د سیمې امنیتي وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

د امریکا او ایران کړکېچ یو وار بیا د تېلو نړۍوالې بیې لوړې کړې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران ترمنځ د پوځي کړکېچ له پراخېدو سره د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنېټ خامو تېلو بیه د یوې میاشتې په موده کې د لومړي ځل لپاره په هر بېرل کې له ۹۰ ډالرو واوښته.

 بلخوا اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه نوره هم پراخه شي د انرژۍ نړۍوال بازارونه به له لا ډېرو فشارونو سره مخ شي. رویټرز د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې د امریکا له‌خوا پر ایران د پرله‌پسې نهمې ورځې بریدونو او د ایران له غبرګون وروسته د خلیج په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او ورسره په نړۍوالو مالي بازارونو کې هم اندېښنې ډېرې شوې دي.

د راپور له مخې؛ د برېنټ خامو تېلو بیه ۲.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۰.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۲.۱ سلنه لوړه شوې او ۸۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده.

رویټرز د پانګونې د ستراتېژۍ شنونکی شېن اولیور په حواله لیکلي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او جګړه پراخه شي؛ د تېلو بیه ښايي په هر بېرل کې تر ۱۵۰ ډالرو لوړه شي.

بلخوا اقتصادي کارپوهان وایي، د انرژۍ د بیو لوړېدو د انفلاسیون د بیا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. د دوی په باور؛ که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، د امریکا مرکزي بانک ښايي د سود کچه لوړه کړي څو بیې کنټرول کړي.

د امریکا سفارت په بحرین کې د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړ

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱
100%

په بحرین کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې ښايي ایران د پلازمېنې منامې په مرکزي سیمو کې پر نامعلومو هدفونو برید وکړي.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د احتمالي ګواښ په اړه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي، خو د دغه ګواښ د څرنګوالي، د احتمالي برید د وخت او یا هم د نښه کېدونکو سیمو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې امنیتي سپارښتنې په پام کې ونیسي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.

دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ په سیمه کې پوځي او امنیتي ترینګلتیا زیاته شوې ده.

په وروستیو ورځو کې امریکا او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو خپل امنیتي تدابیر سخت کړي او تر دې وړاندې هم د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د امریکا د ګټو او پوځي اډو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړل شوی و.

تر اوسه ایراني چارواکو د امریکا د سفارت د دې خبرداري په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.