• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کوهاټ کې د ګمرک پر پوستې د برید له امله یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ ټنل ته څېرمه ناپېژاندو وسله‌والو د ګمرک پر یوې پوستې برید کړی او د ګمرک سرتېرو موټر یې هم په نښه کړی دی. په برید کې د ګمرک یو سرتېری وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

د پولیسو په وینا؛ وسله‌والو لومړی د ګمرک پوستې پر سرتېرو ډزې وکړې او ورپسې یې د هغوی پر موټر هم برید وکړ، چې له امله یې په موټر کې اور ولګېده. سیمې ته تر رسېدو وروسته د ژغورنې ډلې اور مهار کړ او ټپي شوی سرتېری یې د کوهاټ ولسوالۍ مرکزي روغتون ته ولېږداوه.
امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

ټي‌ټي‌پي د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې د برید ادعا کړې

۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۷ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د پنجشنبې په شپه (د زمري لومړۍ) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په منجي‌خېلو سیمه کې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر ګډې اډې د برید ادعا کړې ده. د پاکستان پوځ او پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې د پنجشنبې په شپه (د زمري لومړۍ) د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په منځي‌خيلو سیمه کې د پاکستان د پوځ او پولیسو پر یوه ګډ نظامي مرکز برید کړی دی.

دوی په څو پرلپسې اعلامیو کې ادعا کړې، چې د یادې نظامي اډې دیوالونه یې په ماینونو او نورو درنو وسلو له‌منځه وړي او اډې ته دننه شوي او له ځايي پوځيانو او پولیسو سره په مخامخ جګړه بوخت دي.

ټي‌ټي‌پي تر اوسه د لسګونه پاکستاني عسکرو د وژنې ادعا کړې، خو د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه پوځ او پولیسو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

دغې ډلې همداراز ادعا کړې، چې تېره شپه یې د بلوچستان د کوېټې په زیارت سیمه کې د پاکستاني پولسیو یوه پوستې نیولې او د وسلو او نورو توکو له ترلاسه کولو وروسته یې پوسته د چاودېدونکو توکو په وسیله ‌له‌منځه وړې ده.

د یادونې وړ ده، د وړمې سې‌شنبې (د چنګاښ ۲۱مه) راهیسې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ناامنیو له امله د دغې ولسوالۍ پر یو شمېر مهمو لویو لارو ګرځ‌بندیز لګېدلی دی. دغه بندیز د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې اعلان شوی دی.

د ډېره اسماعیل خان مرستیال کمېشنر حکمت‌الله ویلي وو، چې د بندیز پر مهال به د مساپر وړونکو موټرو، بار وړونکو وسایطو، موټرسایکلونه او د عامو خلکو تګ‌راتګ منع وي، خو امبولانسونه، اطفایې او نور بېړني خدمتونه له دغه محدودیت څخه مستثنا دي.

منظور پشتین: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی صمد خان په زندان کې له سختې ناروغۍ سره مخ دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وایي چې د دې غورځنګ یو سپین‌ږیری مشر حاجي عبدالصمد د سیند ایالت په دادو زندان کې له سختې ناروغۍ سره مخ دی او پاکستاني چارواکو پر هغه طبي بندیزونه لګولي دي.

منظور پښتون پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه پښتون مشر ته په زندان کې د ډاکتر او درملنې اسانتیاوې نه ورکول کېږي.

د منظور پشتین په وینا، حاجي عبدالصمد یو نیم کال وړاندې په بنو کې ونیول شو او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې پرې یو په بل پسې جعلي عریضې یا ایف‌ايي‌ارونه ثبت شول. نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په لاسلیک عبدالصمد د سیند حکومت ته وسپارل شو او هلته پرې په داسې سیمو کې تورونه پورې شول چې ده یې په خپل ټول ژوند کې لیدلي هم نه وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان حکومت پر دوه‌ګوني چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د هند بندي کلبھوشن یادیو ته ښه درملنه برابروله خو د پښتنو دغه سپین‌ږیري مشر له درملنې محروموي. هغه همدارنګه د نورو پښتنو او بلوڅو مشرانو لکه علي وزیر، زبیر شاه آغا، ماه رنګ بلوڅ، بیبو بلوڅ او صبغت‌الله پر بندي کېدو او د نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید اپریدي پر جبري ورکېدو سخت اعتراض وکړ.

پشتین دغه نیونې او جبري ورکېدنې د محکومو قومونو د غږ غلي کولو لپاره یو ناکام هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول سزاګانې به د خلکو کرکه او نفرت نور هم زیات کړي. نوموړي له خپلو پلویانو او د پي‌ټي‌ایم له ډیاسپورا وغوښتل چې د بښنې نړیوالې ډلې او نورو بشري حقونو سازمانونو ته برېښنالیکونه واستوي او د دوی دفترونو ته په ورتګ سره د پاکستان د دغو اقداماتو پر وړاندې غږ پورته کړي.

شفیع جان: په بلوچستان کې رسنۍ چوپ کړل شوي او پښتونخوا ناامنه ښودل کېږي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
100%

د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفیع جان ويلي، د ناامنۍ له امله د بلوچستان «۸۰ سلنه سيمې د حکومت او امنيتي ادارو له واکه وتلې» دي، خو په رسنيو کې پرې بحث نه کېږي. د هغه په وينا، پر ځای یې تل خيبرپښتونخوا ناامنه انځورېږي او ويل کېږي چې هلته پوځي عمليات روان دي.

شفیع جان په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د بلوچستان ۸۰ سلنه سيمې داسې حالت ته رسېدلې چې څوک ورته تګ نه شي کولی. هغه وويل، په بلوچستان کې د پاکستان پيپلز ګوند ايالتي حکومت او په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) حکومت واکمن دي او ټولې دولتي ادارې په ګډه کار کوي. هغه پوښتنه وکړه: «نو بيا د دې ناکامي د چا ده؟».

هغه وويل، که دا د ايالتي او مرکزي حکومت ناکامي وي، بايد هغه ومني او استعفا ورکړي، او که نه، نو دا د هغو دولتي ادارو ناکامي ده چې د هغه په وينا، د بلوچستان ۸۰ سلنه سيمې يې له لاسه ورکړې دي.

شفیع جان زياته کړه، د پاکستان رسنۍ د بلوچستان د ناامنۍ په اړه چوپې پاتې دي، خو تل خيبرپښتونخوا د ناامنې سيمې په توګه ښيي او ادعا کوي چې هلته پوځي عمليات روان دي.

هغه وويل: «موږ د پوځي عملياتو ملاتړ نه کوو او د تړلو دروازو تر شا شوې پرېکړې نه منو. موږ باور لرو چې د خبرو اترو له لارې مو سترې موخې ترلاسه کړي دي».

نوموړي په پای کې وويل، دا د دوی لپاره د اندېښنې وړ ده چې د بلوچستان د ستونزو په اړه رسنۍ چوپې ساتل شوې دي، خو هڅه کېږي چې خيبرپښتونخوا د ناامنۍ سره برابره وښودل شي.

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې یو قومي مشر او د امن کمېټې غړی وژل شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱
100%

د خیبر پښتوخوا د هنګو ولسوالۍ پولیسو ویلي چې د امن کمیټې غړی او سیمه ییز قومي مشر ملک عزت ګل د سړک غاړي په ماین چاودنه کې وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د هنګو د پولیسو مشر طارق حبیب ویلي، چې د امن کمېټې پر غړي ملک عزت ګل د هنګو ښار په کډاپه سیمه کې د سړک غاړي ماین چاودنه شوې، نوموړی لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې د زړه د حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پولیسو ویلي، له ماین چاودنې وروسته په ډزو کې یو بل تن هم ټپي شوی دی.

پولیسو ویلي، ملک عزت ګل د کورمې ولسوالۍ د امن کمېټې مهم غړی و او په کورمه، اورکزیو او هنګو کې یې د سولې په ټینګښت کې مهم رول درلود.

تنکي لاسونه او درانه بارونه؛ په پښتونخوا کې تر ۷۰۰زره ډېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۰۹ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د کار په اړه د کارګرو ماشومانو بنسټ (چایلډ لیبر) په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په ټول ایالت کې ۷۳۴زره او ۹۶۰ هلکان او نجونې په بېلابېلو اقتصادي او کاري برخو کې پر کار بوخت دي.

د راپور له مخې؛ له دې ډلې ۵۷.۶ سلنه ماشومان د کار پرمهال يا په سختو ناروغيو اخته شوي او يا هم د بوږنوونکو پېښو قرباني شوي، چې د هغوی روغتيا، زده‌کړې او راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
راپور ښيي، چې په دغه ماشومانو کې ۲۲۱زره او ۳۹۴ نجونې هم شاملې دي؛ په دې کې ۸۹زره او ۹۳۸ نجونې د ۵ تر ۱۱ کلونو، ۴۳زره او ۶۳۵ نجونې د ۱۲ تر ۱۳ کلونو او ۸۷زره او ۸۲۱ نجونې د ۱۴ تر ۱۷ کلونو عمر لري چې په بېلابېلو کارونو بوختې دي.

راپور کاږي، په خېبر پښتونخوا کې ۵۱۳زره او ۵۵۸ هلکان هم په مزدورۍ بوخت دي. په دوی کې ۲۳۴زره او ۷۷۰ هلکان د ۵ تر ۱۱ کلونو، ۱۴۴زره او ۸۳۱ د ۱۲ تر ۱۳ کلونو او ۱۰۳زره او ۶۱۵ هلکان د ۱۴ تر ۱۷ کلونو عمر لري.

راپور زياتوي، چې د ۵ تر ۱۷ کلونو پورې عمر لرونکي سلګونه زره ماشومان د ښوونځيو پر ځای په صنعتي، کرنيزو، سوداګريزو او نورو نارسمي برخو کې کار کولو ته اړ شوي دي. د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په کم عمر کې سخت کار نه يوازې د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې ناوړه اغېز کوي؛ بلکې هغوی له زده‌کړو هم بې‌برخې کوي، چې له امله يې د بې‌وزلۍ کړۍ نوره هم پراخېږي.
د ماشومانو د مزدورۍ اصلي لاملونه بې‌وزلي، اقتصادي ستونزې، باکيفيته زده‌کړو ته محدود لاسرسی، بې‌کاري او د بنسټيزو خدمتونو کمښت دی. راپور ښیي، چې په کليوالو سيمو کې د ماشومانو د مزدورۍ کچه د ښاري سيمو پرتله لوړه ده؛ ځکه ګڼې کورنۍ د اقتصادي فشارونو له امله خپل ماشومان په کم عمر کې کار کولو ته اړ باسي.

کارپوهانو له حکومته غوښتي، چې د ماشومانو د مزدورۍ د مخنيوي لپاره دې نافذ قوانين په جدي توګه عملي کړي د بې‌وزله کورنيو لپاره دې د ټولنيز ملاتړ پروګرامونه پراخ کړي او هر ماشوم ته دې د وړيا او باکيفيته زده‌کړو، خوندي چاپېريال او روښانه راتلونکي برابرولو لپاره اغېزمنه او هر اړخيزه تګلاره خپله کړي.