د سعودي په مشرۍ ګډو ځواکونو د جمعې په ورځ ویلي، په حدیده ولایت کې یې د حوثیانو پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي. د ایتلاف په وینا، دغه مرکزونه د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو لپاره کارول کېدل.
د حوثیانو اړوند «المسیره» ټلوېزیون بیا ویلي چې سعودي بریدونو په حدیده ښار کې د دولتي مخابراتي شرکت تاسیسات په نښه کړي او سعودي ځواکونو د یمن د لوېدیځې ساحل په څنډه کې د کامران ټاپو هم هدف ګرځولی دی.
د سعودي په مشرۍ د ګدو ځواکونو ویاند ترکي المالکي د شنبې په ورځ ویلي چې د حدیده بندر نه دی په نښه شوی او د یمن ټول بندرونه، په ګډون د حدیده، راس عیسی او الصلیف، د سمندري تګ راتګ پر مخ پرانیستي دي او سوداګریزې بېړۍ پکې تګ راتګ کوي.
المالکي ویلي، ګډ ځواکونه به د خپلو بېړیو او د سعودي عربستان د ګټو د ساتنې لپاره اړین اقداماتو ته دوام ورکړي او که حوثیان هغه څه ته دوام ورکړي چې ریاض یې «دښمنانه اقدامات» بولي، نو ګډ ځواکونه به «پرته له جوړجاړي» ځواب ورکړي.
په همدې حال کې، د حوثیانو تر کنټرول لاندې د یمن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بریدونه د «د زیاتوالي پر وړاندې د زیاتوالي» د پړاو پیل دی او د هر ډول راتلونکو پېښو مسوولیت یې پر سعودي عربستان اچولی دی.
د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د تاوتریخوالي کچه په داسې حال کې لوړېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې اوربند د جګړې ډېری لویې نښتې درولې وې. دغه جګړه په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د ایران ملاتړي حوثیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله او په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت واک یې کمزوری کړ.
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د حوثیانو له لوري د سعودي پر یوه هوايي ډګر د جولای په ۱۳مه برید او د سعودي پر وړاندې د سمندري محاصرې اعلان، چې د سعودي پر تېلو وړونکو بېړیو د بریدونو له لارې عملي کېږي، د ۲۰۲۲ کال اوربند لا کمزوری کړی دی.
د سعودي دولتي خبري اژانس «واس» د یوه چارواکي په حواله ویلي، د «اېنسيسي ماسا» په نوم یوې سعودي بېړۍ د جمعې په ورځ په سره سمندرګي کې د یوه برید له امله د بېړۍ په بدنه کې لږ زیان لیدلی؛ خو د بېړۍ او عملې د خوندیتوب له تایید وروسته یې خپل سفر ته دوام ورکړی دی.