• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ملي احصایې اداره: د تېر کال پر تله د غنمو د اوړو بیه نږدې ۱۴ سلنه لوړه شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د پاکستان د ملي احصایې ادارې ویلي، دغه هېواد کې د اوړو بیه د تېر کال پر تله ۱۳،۷۴ سلنه لوړه شوې، چې د روان کال د انفلاسیون د زیاتوالي یو مهم لامل بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د خیبرپښتونخوا حکومت او اوسېدونکي پر پنجاب تور لګوي، چې پښتونخوا ته د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کوي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د اوړو د بیې لوړېدو د روان کال د انفلاسیون په کچه کې ۹،۶۶ سلنه زیاتوالی راوستی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم راپور ورکړی. چې د برېښنا، ګاز، سون توکو او خوراکي موادو د بیو لوړوالی د ژوند د لګښتونو د زیاتېدو او پر خلکو د اقتصادي فشار د ډېرېدو اصلي عوامل دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یو شمېر اوسېدونکو د بیو پر لوړېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د لګښتونو زیاتوالي د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

پاکستان په دې وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو، لکه د انفلاسیون له زیاتوالي، د ملي اسعارو د ارزښت له کمېدو، د انرژۍ د لګښتونو له لوړېدو او د خلکو د پېرلو ځواک له کمښت سره مخ دی.

شنونکي وايي، د ژوند د لګښتونو پرله‌پسې لوړوالی او د خلکو د پېرلو د وړتیا کمېدل ټولنیزې نارضایتۍ زیاتې کړي او حکومت یې اړ کړی، چې د بازار د کنټرول او د خلکو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقتصادي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه پنجاب ایالت خیبرپښتونخوا ته د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کړی او د یاد ایالت اوسېدونکو پر مرکزي حکومت له نیوکو سربېره ویلي، چې د پنجاب ټولې کارخونې د خیبرپښتونخوا پر ګازو او برق چلېږي، خو په بدل کې یې د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کوي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۵

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

•
•
•

نور کیسې

په کراچۍ کې د افغانستان د دوو جایدادونو د مالکیت قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګري وايي، افغانستان دولت په کراچۍ ښار کې دوه جایدادونه (ودانۍ) لري، خو دا ودانۍ د افغانستان د کونسلګرۍ په واک کې نه دي، بلکې نږدې دوه لسیزې کېږي چې د نورو خلکو په ولکه کې دي او د مالکیت په اړه یې قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې روانه ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل، عبدالجبار تخاري، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په میاشت کې له خپلو همکارانو سره دغو دوو ودانیو ته ورغلی او په یوه ویډیويي پیغام کې یې ويلي، چې دا ودانۍ د افغانستان د دولت شتمني ده.

هغه ويلي، مخکې په دې ودانیو کې څو محصلین اوسېدل، څو ځله ترې غوښتنه شوې وه چې ځایونه خوشې کړي، خو هغوی هر ځل د وخت غوښتنه کوله. د هغه په وینا، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه دغه ودانۍ خالي شوې او کونسلګرۍ یې بېرته په واک کې واخیستې.

100%

خو په دغو ودانیو کې مېشتو محصلینو د طالبانو د کونسل له ډلې سره همغه وخت شخړه شوې او ادعا یې کړې وه چې طالبان غواړي پر دغو ودانیو قبضه واچوي. له هغې پېښې وروسته هم ودانۍ د محصلینو په واک کې پاتې شوې او تر اوسه پکې اوسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته محکمې ته عریضه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې یاد کورونه دې ور وسپارل شي، خو تر اوسه محکمه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

محکمې ته عریضه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د کراچۍ د ختیځې ولسوالۍ د ۱۳م اضافي سیشن قاضي محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړي، ښيي چې د افغانستان دولت د دغو دوو ودانیو د مالکیت رسمي اسناد محکمې ته سپارلي او ادعا یې کړې چې دغه ملکیتونه د افغانستان د دولت دي او په پاکستان کې یې د افغانستان جنرال کونسلګري استازیتوب کوي.

د اسنادو له مخې، په «پرانا نمایش» سیمه کې د میرزا خلیق بېګ اړوند ۲۸ نمبر کور او د جمشېد سړک په عامیل کالونۍ کې ۸۲ نمبر کور شامل دي».

ویل شوي چې دغه دواړه ودانۍ په «۱۹۴۹م کال کې د افغان ملي بانک له خوا په قانوني ډول پېرل شوې او تر اوسه د افغانستان د دولت ملکیت ګڼل کېږي».

د رسمي اسنادو له مخې، «لومړۍ ودانۍ د ۱۹۴۹م کال د سپټمبر پر ۲۹مه او دویمه د همدې کال د سپټمبر پر ۱۵مه ثبت او پېرل شوې ده. همداراز د ملکیت د لېږد رسمي سند د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر ۲۹مه ترتیب شوی و».

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو ته لیکونه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د کراچۍ ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو ته لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې وه چې یادې ودانۍ دې خالي او کونسلګرۍ ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې راغلي: «په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګري له پاکستانه غواړي چې د افغان ملي بانک اړوند دوه بنګلې ژر تر ژره خالي او د افغانستان کونسلګرۍ ته وسپاري».

په لیک کې ویل شوي، دغه ودانۍ له کلونو راهیسې د ځینو ساتونکو په واک کې دي، خو اوس ورته د طالبانو حکومت اړتیا لري.

ورته لیکونه د کراچۍ ښاروالۍ، د سند ایالت د پولیسو مشر او د ودانیو اړوندو ادارو ته هم استول شوي دي.

100%

د طالبانو د کونسل دریځ

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسل، سید عبدالجبار تخاري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې یادې ودانۍ بېرته نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «په دغو دوو بنګلو کې د عوامي نشنل ګوند اړوند محصلین اوسېږي. موږ یو ځل ودانۍ بېرته ونیولې، خو هغوی بیا راغلل او پر ودانیو یې ولکه وکړه. وروسته مو محکمې ته مراجعه وکړه، خو تر اوسه محکمه د دوی پر ضد پرېکړه نه ده کړې، سره له دې چې اړوندې ادارې او د پاکستان حکومت په موضوع خبر دي او موږ ټول اسناد هم لرو».

تخاري زیاته کړه چې دغه ودانۍ اشغال شوې دي، خو د پاکستان حکومت د بېرته سپارلو په برخه کې له دوی سره همکاري نه کوي.

هغه د قضیې په اړه له نورو څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل: «پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ کوي، نو موږ ترې څه تمه ولرو؟».

محصلین: له نږدې شلو کلونو راهیسې دلته اوسېږو

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ په خپله عریضه کې د عوامي نشنل ګوند د محصيلينو د اتحادیې پخوانی مشر اصف خان د دغو کورنو د نیولو مسوول بللی دی.

خو اصف خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دغه ودانۍ له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو محصلینو له خوا په کرایه کارېدلې، خو وروسته هغه کس چې کرایه یې اخیسته، ورک شو.

هغه وویل، په ۲۰۱۶م او بیا په ۲۰۱۹م کال کې ځینو کسانو د کونسلګرۍ په نوم د دغو ودانیو د مالکیت ادعا وکړه، خو کله چې ترې د ملکیت اسناد وغوښتل شول، هېڅ اسناد یې نه لرل.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۴م کال کې هم د طالبانو کونسل له خپلو ملګرو سره دغلته ورغلی، خو اسناد یې نه لرل. «موږ ورته وویل که د مالکیت اسناد لرئ، محکمې ته یې وړاندې کړئ او دوی بيا محکمې ته عریضه کړې ده».

اصف خان ادعا وکړه چې کونسلګرۍ جعلي اسناد جوړ کړي او محکمې ته یې سپارلي دي.

100%

د مدافع وکیل دریځ

د اصف خان مدافع وکیل قادر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د کونسلګرۍ له خوا په قضیه کې محکمې ته بشپړ اسناد نه دي وړاندې شوي او دا نه ده روښانه شوې چې له ۱۹۴۸م کال وروسته دغه ودانۍ د چا په واک کې وې او د مالکیت لړۍ یې څنګه روانه وه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان د قانون له مخې د کونسلګرۍ په عريضه کې قانوني پېچلتیاوې شتون لري.

د هغه په وینا: «کونسلګرۍ د غیرقانوني اشغال د ختمولو عریضه کړې، خو د پاکستان د نافذ قانون له مخې که پر یوه ملکیت له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی وي، نو دا ډول عریضه نه شي منل کېدای».

افغانستان انټرنشنل - پښتو له کونسلګرۍ څخه دا هم پوښتلي چې له ۲۰۰۷م کال څخه مخکې دغه ودانۍ د چا په واک کې وې، څوک پکې اوسېدل او د څه لپاره کارېدې، خو دغو پوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان پوځ وايي، بلوچستان کې یې ۱۶ وسلوال وژلي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۰۵ GMT+۱
100%

د پاکستان امنیتي ځواکونو ویلي، په بلوچستان کې د «العزم» په نوم د روانو عملیاتو پر مهال یې تر اوسه ۱۶ وسلوال وژلي، څو پټنځایونه یې له منځه وړي او وسلې او چاودېدونکي توکي یې ترې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان دولتي ټلوېزیون د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، دا استخباراتي عملیات د هغو وسله‌والو پر ضد روان دي چې اسلام‌اباد یې «فتنه الهندستان» بولي. پاکستان دغه اصطلاح د بلوچستان د بېلتون‌پالو ډلو لپاره کاروي او ادعا کوي چې هند یې ملاتړ کوي.

د «العزم» عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د جولای په ۲۳مه د کوټې څخه کراچۍ ته پر تلونکي مسافر وړونکي بس برید کې درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

دا عملیات داسې مهال روان دي چې په بلوچستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی. د پاکستان پوځ تر دې مخکې هم ویلي وو چې د مستونګ او سوراب په عملیاتو کې یې لس وسلوال وژلي او دوه ځانمرګي بریدګر یې له خپل همکار سره نیولي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ د جون میاشتې په راپور کې ویلي، د مې په میاشت کې یوازې په بلوچستان کې ۷۱ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل میاشتې په پرتله ۱۰۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، د مې میاشتې له ۵۴ تښتونو څخه ۵۲ یې یوازې په بلوچستان کې شوي، چې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پراخوالی څرګندوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تر دې مخکې ویلي وو چې د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه په ګډه پرېکړه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد به عملیات نور هم پراخ کړي.

همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په کوټه کې په یوې ګډې غونډې کې ټینګار کړی چې په بلوچستان کې به د وسله‌والو لپاره هېڅ ځای نه وي او د امنیتي ادارو د ظرفیت لوړولو لپاره به اصلاحات چټک شي.

پنجاب کې د بارانونو له امله ۷ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه اووه کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د پنجاب د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د راپور له مخې، په دغه موده کې په ایالت کې ۱۴ د باران اړوند پېښې ثبت شوې دي.

راپور وايي، د کورونو د چتونو لوېدو، د اوبو ډوبېدو او برېښنا نیولو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې او د اوو کورونو چتونه هم نړېدلي دي. سربېره پر دې، پنځه غواګانې هم مړې شوې دي.

په لاهور کې د کورونو د چتونو لوېدو په څلورو بېلابېلو پېښو کې یو سړی، یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي، او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.

د قصور په سیمه کې د یوه کور د چت لوېدو له امله یو سړی او یو ماشوم مړه شوي، درې نور کسان ټپیان شوي دي. په فیصل اباد کې هم د باران له امله د کور چت نړېدو یوه ښځه وژلې ده، او په ګوجرانواله کې یو ماشوم د باراني اوبو په ډنډ کې ډوب شوی دی.

په بهاولنګر، نارووال، سیالکوټ، ننکانه صاحب، شیخوپوره او اوکاړه کې هم د چتونو لوېدو او نورو پېښو له امله ګڼ کسان ټپیان شوي دي.

د پنجاب د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې مشر عمر عباس ویلي، سره له دوامدارو بارانونو پنجاب تر ډېره د سېلابونو له خطره خوندي پاتې شوی او د راوي او ستلج په ګډون د لویو سیندونو د اوبو کچه عادي ده.

د هغه په وینا، تر ټولو زیات بارانونه د ګوجرانواله او راولپنډۍ په څانګو، په ځانګړې توګه نارووال، جهلم او ګجرات ولسوالیو کې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د نارووال د ډېک نالې او د شیخوپورې د بند ماتېدل ژر تر ژره کنټرول شوي او له لوی زیان څخه مخنیوی شوی دی.

د چارواکو په وینا، د روان مون‌سون له پیل راهیسې په پنجاب کې د بارانونو اړوندو پېښو کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۸۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ناامنۍ د چین او پاکستان سترې اقتصادي پروژې له خنډ سره مخ کړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د بلوچستان ایالت پر چینایي پروژو او چینایي وګړو د وسله‌والو بریدونو زیاتېدو، د چین او پاکستان نږدې اړیکې او د دواړو هېوادونو سترې اقتصادي پروژې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

چین په ۲۰۱۵ کال کې د «چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز» پروژه پیل کړه او تر اوسه یې شاوخوا ۶۵ میلیارده ډالر په سړکونو، انرژۍ، بندرونو، کانونو او نورو بنسټیزو پروژو کې پانګونه کړې ده. د دې پروژې مهمه برخه د بلوچستان ایالت له لارې پلې کېږي.

خو په وروستیو کلونو کې د بلوچستان د بېلتون غوښتونکو وسله‌والو بریدونه زیات شوي او چینایي پروژې او کارکوونکي یې په پرله‌پسې ډول په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له سلو ډېر بریدونه کړي، چې امنیتي ځواکونه، بهرني پانګوال او چینایي پروژې یې هدف ګرځولي دي.

په همدې موده کې لږ تر لږه ۴۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي دي. وسله‌والو د مارچ په میاشت کې د جعفر اکسپریس اورګاډی هم تښتولی و او سلګونه مسافر یې یرغمل کړي وو.

د چینایي وګړو پر ضد هم په تېرو کلونو کې څو خونړي بریدونه شوي دي. په ۲۰۲۱ کال کې د داسو بند د کارکوونکو پر بس ځانمرګي برید کې ۹ چینایان ووژل شول، په ۲۰۲۲ کال کې د کراچۍ د کنفوسیوس انسټیټیوټ درې چینایي ښوونکي ووژل شول، او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم د چینایي پروژو پر کارکوونکو او کاروانونو بریدونه شوي دي.

د دغو بریدونو له زیاتېدو وروسته، پاکستان د چینایي وګړو او پروژو امنیتي تدابیر سخت کړي او دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو د پراخولو پرېکړه کړې ده.

د راپور له مخې، د چین او پاکستان چارواکو د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د ترهګرۍ ضد امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا هم هوکړه کړې ده.

سره له دې، شنونکي وايي، دوامداره ناامني، سیاسي بې‌ثباتي او اقتصادي ستونزې د چین د پانګونو پرمختګ ورو کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، بیجینګ به د نویو پانګونو په اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
100%

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بې‌برخلیکه دي.

هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نه‌کېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».

هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».

نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نه‌ده».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.