• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي، ۱۲ ټپیان او شپږ نور تښتول شوي دي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي، ۱۲ ټپیان او شپږ نور د وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي. د راپورونو له مخې؛ په لورلايي ولسوالۍ کې د دوو ډلو ترمنځ د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په کوټه کې هم د ډزو په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي. په حب ولسوالۍ کې بیا د یوه کس مړی موندل شوی، چې پولیسو روغتون ته لېږدولی او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
بل لور ته د کچي ولسوالۍ د مچ په سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي ټپیان شوي دي. همداراز په خضدار ولسوالۍ کې وسله‌والو د یوې خصوصي کمپنۍ څلور کارکوونکي له موټر سره یو ځای تښتولي دي.
په یوه بله پېښه کې په مستونګ ولسوالۍ کې وسله‌والو د یوې کمپنۍ دوه کارکوونکي تښتولي، چې دواړه د کوټې د هزاره ټولنې غړي دي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

له کورنیو پرته؛ په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر لاهم په چټکۍ سره روان دی؛ خو د یادې پروسې تر ټولو حساس اړخ هغه پېښې دي، چې ماشومان هم په‌کې شامل دي. تېره ورځ له کورنیو پرته په پنجاب کې دوه نیول شوي افغان ماشومان افغانستان ته ستانه کړل شول.

دغه دوه ماشومان په پنجاب کې نیول شوي وو او د قانوني پړاوونو تر بشپړولو وروسته افغانستان ته ولېږدول شول او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شول.

۱۶کلن فرحان چې د پنجاب له ساهيوال نه نیول شوی و، افغانستان ته د بېرته تګ پرمهال د خوښۍ پر ځای یې په څېره وېره، بې‌وسي او له خپلې کورنۍ د بېلتون درد له ورایه ښکارېده+.

فرحان وايي، د اړتیا وړ توکو د پېرلو لپاره له کوره بهر وتلی و. هغه خبر نه و چې په بازار کې د پولیسو عملیات روان دي. کله چې بازار ته ورسېده، پولیسو ودراوه او پوښتنې یې ترې پیل کړې.

فرحان وايي:« پولیسو له ما وپوښتل، چې ته د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل، چې زه د افغانستان د کابل یم. له دې وروسته یې له ما نورې پوښتنې ونه کړې او نېغ یې موټر ته پورته کړم او تاڼې ته یې انتقال کړم».

فرحان د پولیسو د حضور له امله په ازاده توګه له خبرو کولو وېره لرله. کله چې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ترې د نوموړي د وضعیت پوښتنه وکړه؛ نو په ژړغوني غږ یې یوازې دومره وویل: «زما کور او کورنۍ په پاکستان کې پاتې شول او زه یوازې افغانستان ته ځم. زه نه پوهېږم هلته به څوک ولرم او له چا سره به ژوند کوم».

د فرحان په سترګو کې اوښکې ډنډ وې. هغه څو ځلې د خپلې کورنۍ یادونه وکړه او د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن ښکاره شو. په دغه کسانو کې یو بل افغان ماشوم هم شامل دی، چې له پنجاب نه نیول شوی او د تورخم له لارې افغانستان ته واېستل شو.

دغه ماشوم وايي، په پنجاب کې یې په یوې هټۍ کې کار کاوه. د هغه په خبره؛ هغه د معمول په څېر په هټۍ کې په کار اخته و، چې پولیس راغلل او له هغه ځایه یې ونیوه.

نوموړی وايي، له نیول کېدو وروسته ورته له خپلې کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورنه‌کړل شوه او ونه توانېد چې خپله کورنۍ خبره کړي او اوس چې افغانستان ته استول کېږي، ډېر اندېښمن دی؛ ځکه هغه په پاکستان کې زېږېدلی، د ژوند ډېره برخه یې همدلته تېره کړې او په افغانستان کې نږدې خپلوان نه‌لري.
تر دې وړاندې د پنجاب په ګډون په خیبرپښتونخوا کې هم د ګڼو افغان ماشومانو د نېولو او جبري ستنولو راپورونه ورکړل شوي وو.

یو بل افغان کډوال امین‌الله چې په سترګو کې یې د کلونو یادونه او د بېلتون درد ښکاره کېده وايي، چې لمسی او لور یې تېره ورځ پولیسو ونیول او وروسته افغانستان ته واستول شول. امین‌الله وايي: «زما لور او لمسی روغتون ته تللي وو؛ خو د بېرته راتګ پرمهال پولیسو ودرول او ویې نیول. موږ ته له هغوی سره د مخې ښې فرصت هم رانه کړل شو او نه مو د مناسبې تیارۍ وخت لاره».

اوس امین‌الله هم له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته د تګ لپاره اړ شوی؛ خو د هغه لپاره دغه سفر یوازې ستنېدل نه‌دي؛ بلکې د ټول عمر له خاطرو او تېر ژوند څخه جلا کېدل دي. هغه وايي: «زموږ ټول ژوند په پاکستان کې تېر شوی. زموږ ماشومان همدلته زېږېدلي او همدلته لوی شوي دي. اوس په ناڅاپي ډول هر څه پرېږدو او داسې هېواد ته ځو، چې هلته زموږ لپاره ژوند اسانه نه‌دی».

امین الله د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د کومې کورنۍ پر ماشومانو یا ښځو اقدام کېږي؛ نو هغوی ته دې لږ وخت ورکړل شي، څو د اړتیا وړ سامان له ځان سره واخلي او له خپلو کورنیو سره یوځای ستانه شي.

هغه وویل، ماشومان او ښځې دې په ناڅاپي ډول نه نیول کېږي او نه دې بېرته استول کېږي؛هغوی ته دې دومره وخت ورکړل شي، چې له خپلو عزیزانو سره وویني او له خپلې کورنۍ سره یو ځای سفر وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د هغو افغان وګړو د ستنولو بهیر روان دی چې قانوني اسناد نه‌لري یا د پاتې کېدو اجازه یې پای ته رسېدلې ده. بلخوا د بشري حقونو فعالان وايي، چې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې باید د ماشومانو، ښځو او نورو زیان منونکو کسانو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دوی ټینګار کوي، چې د کم عمره کسانو په اړه باید د هغوی کورنۍ اړیکې، زده‌کړې، استوګنه او راتلونکی په پام کې ونیول شي؛ څو د ستنولو پروسه له بشري اصولو او نړۍوالو معیارونو سره برابره ترسره شي.

سهیل اپریدی: د عمران‌خان د خلاصون لپاره د ازادۍ غورځنګ جوړول یوه سوله‌ییزه سیاسي مبارزه ده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۵۸ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر د اساسي قانون محکمې ته په یوه لېږلي لیک کې ویلي، چې «د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ غورځنګ هېڅ ډول وسله‌واله ډله یا نیمه پوځي جوړښت نه‌دی؛ بلکې یوه سوله‌ییزه، بې‌وسلې او سیاسي مبارزه ده.

د سهیل اپریدي له‌خوا محکمې ته په سپارل شوي لیکلي ځواب کې ویل شوي، چې د عمران خان د خلاصون لپاره د ازادۍ ځواک په نوم نه کومه اداره جوړه شوې او نه هم په دې اړه کومه رسمي اعلامیه خپره شوې.
هغه دغه ادعاوې هم رد کړې، چې ګواکې صوبایي ادارې د کوم وسله‌وال یا نیمه پوځي جوړښت د جوړولو په اړه غور کړی. سهیل اپریدي ویلي، که په تېرو وختونو کې د «ځواک» اصطلاح کارول شوې وي؛ نو هغه په ناسم ډول وړاندې شوې ده.
د هغه په وینا؛ اصلي اقدام «د عمران خان د خلاصون لپاره د «ازادۍ غورځنګ» دی، چې یو قانوني، ولسواکه او سوله‌ییز سیاسي فعالیت دی او له هر ډول وسله‌وال فعالیت، زور زیاتي یا تاوتریخوالي سره تړاو نه‌لري.

سهیل اپریدي زیاته کړې، چې د دغه غورځنګ موخه د خلکو ترمنځ د قانون له مخې د اقداماتو، عادلانه عدالتي پروسې او د دولت د اساسي قانون مسوولیتونو په اړه د پوهاوی رامنځته کول دي. هغه وایي، دا یوه سیاسي مبارزه ده چې د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.

هغه پرځان د شوي شکایت په اړه ویلي، چې دغه عریضه پر اټکلونو، رسنیزو راپورونو او قیاسونو ولاړه ده او قانوني زیان یا د عملي دعوې بنسټ نه‌شي ثابتولی. د دغه قضیې اورېدنه به سبا وشي.

نظرپوښتنه؛ یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایي وګړي له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۵ GMT+۱
100%

د رویټرز او اېپسوس د ګډې وروستۍ نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې یوازې یو پر درېیمه برخه امریکایي وګړي له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي او ډېری یې په دې باور دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه جګړه کې د امریکا موخې په روښانه توګه نه‌دي بیان کړې.

دغه شمېرې ښيي، چې د امریکايي وګړو ترمنځ له ایران سره د امریکا د جګړې ملاتړ په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. دغه نظرپوښتنه چې د جولای له ۲۵مې تر ۲۷مې ترسره شوې، ۶۹ سلنه ګډونوالو چې له هر لسو جمهوري‌پالو په‌کې څلور تنو ګډون کړی و ویلي، ټرمپ نه‌دی توانېدلی چې په ایران کې د امریکا د پوځي ګډون موخې په روښانه توګه بیان کړي.

سره له دې د ټرمپ د محبوبیت کچه د تېرې میاشتې پرتله لوړه شوې او له ۳۴ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته رسېدلې ده. دغه نظرپوښتنه دا هم ښيي، چې د فبرورۍ له ۲۸مې یعنې د امریکا او اسراییل له‌خوا پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې د جګړې ملاتړ تل له ۴۰ سلنې کم پاتې شوی دی. دغه کچه د عراق او افغانستان د جګړو پرتله چې د امریکا عامه افکارو په‌کې ډېر ملاتړ ښودلی و، د پام وړ ټیټه بلل کېږي.

په دغه نظرپوښتنه ۱۲۴۶ بالغو امریکايي وګړو په انلاین بڼه ګډون کړی و. سپینې ماڼۍ بیا ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلې پرېکړې د نظرپوښتنو پر بنسټ نه‌کوي او لاهم ټینګار لري چې ایران باید د اټومي وسلې ترلاسه کولو ته پرېنښودل شي.

اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د زده‌کړو ویزو د بندیز په اړه محکمې ته شکایت کړی

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان، سوډان او کامرون اووه ښځینه محصلانو د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پر ضد د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی او ویلي یې دي چې د دوی د هېوادونو د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو د صادرېدو درول، د لوړو زده‌کړو هیلې له منځه وړي دي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د روان کال په مارچ میاشت کې د افغانستان، سوډان، کامرون او میانمار د وګړو لپاره د زده‌کړو د ویزو صادرول ودرول. د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي وو، ځینې کسان د زده‌کړو په ویزه بریتانیا ته ننوځي، خو وروسته د پناه غوښتنه کوي.

خو د شکایت کوونکو وکیلانو د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۵مه، د سترې محکمې په غونډه کې استدلال وکړ چې دا بندیز ګڼ هغه کسان هم اغېزمن کړي چې هېڅکله یې د زده‌کړو له ویزې ناوړه ګټه نه ده اخیستې.

د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزیرې خپله پرېکړه د هغو شمېرو پر بنسټ کړې چې د زده‌کړو ویزه لرونکو له خوا د پناه غوښتنې حقیقي کچه نه څرګندوي.

د شکایت کوونکو وکیلانو وویل، وزارت د یوه کال په اوږدو کې د صادر شویو زده‌کړیزو ویزو شمېر د هماغه کال د پناه غوښتونکو له شمېر سره پرتله کړی، حال دا چې ځینې محصلان بریتانیا ته له ننوتلو څو کاله وروسته د پناه غوښتنه کوي، نه د خپلو زده‌کړو په لومړي کال کې.

د شکایت کوونکو په ډله کې دوه افغانې محصلانې هم شاملې دي. یوې افغانې محصلې د مصنوعي ځیرکتیاد ماسټرۍ لپاره د ساسکس او برادفورډ پوهنتونونو څخه وروستی منل شوی وړاندیز ترلاسه کړی، او بله افغانه محصله غواړي د مانچسټر په پوهنتون کې د ملکي انجینرۍ زده‌کړې وکړي.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر میلادي کال په بریتانیا کې شاوخوا ۴۱زره ویزه لرونکو د پناه غوښتنه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې ډلې ۴۷سلنه پناه غوښتونکي محصلان وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې ویلي، د پناه غوښتنې لپاره د قانوني ویزو کارول د دغه هېواد د کډوالۍ پر نظام د خلکو باور کمزوری کولای شي.

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د پناه غوښتنې د ارزونې په بهیر کې نوی بدلون راوستی او د لنډمهالي مقرراتو له مخې به د ځینو پناه غوښتونکو دوسیې د مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته سپارل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اټکل کوي چې دا بدلون به د شاوخوا ۴۴۴ زره پناه غوښتنې دوسیې تر پوښښ لاندې راولي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ د لنډمهالي وروستي مقرراتو اعلان وکړ چې له مخې یې د پناه غوښتنې افسران کولای شي د ځینو هغو بهرنیو وګړو د پناه غوښتنې دوسیې، چې په خپله خوښه یې د پناه غوښتنه کړې، د لومړنۍ مرکې له ترسره کېدو پرته د عدلیې وزارت د کډوالۍ محکمو قاضیانو ته ولېږي. دغه مقررات د رسمي خپرېدو له ورځې سمدستي نافذېږي.

د نوو مقرراتو له مخې، له اوسنیو قوانینو څخه هغه ماده هم لرې شوې چې د پناه غوښتونکو لپاره یې د پناه غوښتنې له افسر سره د مرکې «حق» یاداوه.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر، جوزف اېډلو، ویلي، دا بدلون به د پناه غوښتنې د سیستم د اعتبار په ساتنه او د زرګونو ځنډېدلو دوسیو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه ویلي: «د امریکا د پناه غوښتنې سیستم د هغو کسانو د ساتنې لپاره رامنځته شوی چې په رښتیا د ځورونې وېره لري، او دا مقررات به ډاډمن کړي چې سرچینې د همدغو مشروع غوښتنو ارزونې ته ځانګړې شي، نه د هغو کسانو لپاره چې له دې بهیر څخه د ځنډ او د کار د اجازې د ترلاسه کولو په توګه ګټه اخلي.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اټکل له مخې، له نږدې یو اعشاریه څلور میلیونه ځنډېدلو پناه غوښتنې دوسیو څخه شاوخوا ۴۴۴ زره یې د دغو مقرراتو تر اغېز لاندې راتلای شي.

خو د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونه او د مهاجرت د قانون وکیلان پر دې پرېکړه نیوکه کوي. د امریکا د کډوالۍ وکیلانو ټولنې لوړپوړي چارواکي ګرېګ چین ویلي، د پناه غوښتنې د افسرانو له مرکو پرته د دوسیو محکمو ته لېږدول به نه یوازې د قضیو د چټک حل لامل نه شي، بلکې د کډوالۍ پر محکمو به لا زیات فشار واچوي، ځکه دا محکمې لا هم د میلیونونو دوسیو له ځنډ سره مخ دي.

بلخوا، د کډوالۍ قاضیانو د ملي ټولنې مرستیال جېرمایا جانسن ویلي، د پناه غوښتنې مرکې عموما په غیرتقابلي فضا کې ترسره کېږي او د شکنجې او ځورونې قربانیانو ته فرصت ورکوي چې خپله کیسه په بشپړه توګه بیان کړي. د هغه په وینا، نوی مقررات د ټرمپ ادارې د پراخې ایستلو پالیسۍ برخه ښکاري او ښايي د پناه غوښتونکو د قانوني حقونو په اړه حقوقي ننګونې رامنځته کړي.

دا بدلون داسې مهال عملي کېږي چې د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د امریکا د کډوالۍ محکمو په جوړښت کې هم پراخ بدلونونه راوستي، لسګونه قاضیان یې ګوښه کړي او پر ځای یې سلګونه نوي قاضیان، چې ډېری یې پخواني پوځي حقوقپوهان او د کډوالۍ د تطبیق ادارې وکیلان دي، ګومارلي دي.