۲۷ جولای، ۱۸۸۰ کال د کندهار د میوند په دښتو کې د توپونو غږ پورته کېږي، د اسونو منډې روانې دي او د زرګونو سرتېرو چیغې د جګړې فضا ډکوي.
یوه خوا د برېتانوي امپراتورۍ منظم او مجهز پوځ ولاړ دی؛ هغه امپراتوري چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ له سترو قدرتونو څخه وه او پراخې سیمې یې تر واک لاندې وې.
بله خوا افغان ځواکونه دي، چې د خپلې خاورې، سیاسي راتلونکي او د بهرني نفوذ پر وړاندې د مقاومت لپاره جګړه کوي.
خو د دې جګړې په منځ کې یو داسې نوم هم راڅرګندېږي چې نه د یوه جنرال و او نه د یوه پاچا او نه هم د یو سرتېري؛ بلکې د یوې ځوانې افغانې پېغلې نوم و: د میوند ملاله.
خو میوند ولې دومره مهمه جګړه وه؟ ایوب خان څوک و؟ او د ملالۍ کیسه تر کومه ځایه تاریخي حقیقت او تر کومه ځایه ولسي روایت دی؟
د دوو امپراتوریو سیالي
د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې افغانستان د نړۍ د دوو سترو قدرتونو؛ بریتانیا او روسیې، ترمنځ د سیالۍ په مرکز کې و.
دې جیوپولیټیکې سیالۍ ته تاریخ کې د «سترې لوبې» نوم ورکړل شوی دی.
بریتانیا اندېښنه لرله چې د روسیې نفوذ به د افغانستان له لارې د هند پر لور پراخ شي؛ هغه سیمه چې د بریتانوي امپراتورۍ تر ټولو مهمه مستعمره ګڼل کېده.
له همدې امله، بریتانیا هڅه کوله چې د افغانستان پر بهرني سیاست خپل نفوذ زیات کړي. د کابل او لندن ترمنځ اختلافات بالاخره د دویمې انګلیس ـ افغان جګړې سبب شول، چې له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ کال پورې یې دوام وکړ.
دا جګړه یوازې د دوو پوځونو ترمنځ جګړه نه وه؛ بلکې د سیمې د راتلونکي نفوذ او سیاسي توازن لپاره یوه لویه سیالي وه.
ایوب خان؛ د میوند جګړې قوماندان څوک و؟
د میوند جګړې په تاریخ کې د افغان ځواکونو مهم قوماندان ایوب خان و.
ایوب خان د افغانستان د امیر شیر علي خان زوی و او د یوه پوځي مشر په توګه پېژندل کېده. هغه په داسې وخت کې د جګړې مشري پر غاړه واخیسته چې افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ او بهرني فشار سره مخ و.
کله چې بریتانوي ځواکونه د کندهار پر لور د حرکت په حال کې وو، ایوب خان خپل ځواکونه راټول کړل او هڅه یې وکړه چې د هغوی د پرمختګ مخه ونیسي.
د هغه هدف دا و، چې د افغانستان په خاوره کې د بریتانوي پوځي حضور پر وړاندې مقاومت وکړي.
د میوند خونړۍ جګړه او ملاله
د ۱۸۸۰ کال د جولای په ۲۷مه، د کندهار د میوند په سیمه کې افغان او بریتانوي ځواکونه سره مخامخ شول.
د بریتانوي ځواکونو مشري جنرال جورج برروز کوله. د هغوی پوځ منظم جوړښت، عصري وسلې او توپونه لرل.
خو افغان ځواکونو د سیمې له پېژندنې، د جګړې له تجربې او قوي مقاومت څخه استفاده وکړه.
جګړه سخته او خونړۍ وه. دواړو لورو ته درانه تلفات واوښتل، خو د ورځې په پای کې افغان ځواکونو د بریتانوي پوځ پر وړاندې بریا خپله کړه او بریتانوي ځواکونه د شاتګ لپاره اړ شول.
که څه هم میوند د جنرالانو او پوځونو جګړه وه، خو د دې جګړې تر ټولو مشهوره کیسه د یوې ځوانې پېغلې ده.
د تاریخي روایتونو له مخې، ملالۍ د میوند یوه ځوانه افغانه پېغله وه چې د جګړې په سیمه کې موجوده وه.
کله چې افغان جنګیالي له سخت حالت سره مخ شول او د جګړې روحیه کمزورې کېدله، ملالۍ د هغوی د هڅونې لپاره یوه لنډۍ وویله:
که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه د روایتونو له مخې، هغې د افغان بیرغ د لوېدو پر مهال پورته کړ او د سرتېرو روحیه یې بېرته پیاوړې کړه.
ویل کېږي چې ملالۍ په همدې جګړه کې ووژل شوه، خو نوم یې د افغان ولس په حافظه کې د زړورتیا او قربانۍ د سمبول په توګه پاتې شو.
د ملالۍ کیسه؛ تاریخ که ولسي روایت؟
د ملالۍ د رول په اړه ټول جزییات په معاصرو تاریخي اسنادو کې په یوه کچه نه دي ثبت شوي.
ځینې تاریخپوهان د هغې کیسه د شفاهي روایتونو برخه بولي، خو دا خبره روښانه ده چې ملالۍ د افغانستان په تاریخي او فرهنګي حافظه کې د میوند جګړې یوه مهمه نښه ګرځېدلې ده.
د هغې نوم د دې لپاره ژوندی پاتې دی چې د جګړې په یوه حساس وخت کې د مقاومت او قربانۍ یوه بېلګه ګڼل کېږي.
د میوند جګړه نږدې یو نیمه پېړۍ وړاندې وشوه، خو د هغې پوښتنې لا هم ژوندۍ دي:
ایا تاریخ یوازې د هغو کسانو نومونه ساتي چې تاجونه یې پر سر وو؟ که د هغو کسانو هم چې په یوه مهمه شېبه کې یې د بدلون لپاره غږ پورته کړ؟
ایوب خان د یوه پوځ قوماندان و؛ خو ملالۍ د یوې داسې ارادې سمبول شوه چې نه یې پوځي رتبه لرله او نه یې وسله. هغې یوازې یو بیرغ پورته کړ، خو د یوه پوځ مورال یې بدل کړ.
نو پس میوند یوازې د یوې جګړې نوم نه دی؛ میوند د هغې شېبې نوم دی چې یو غږ، یوه اراده او یوه قرباني د تاریخ په حافظه کې ځای پېدا کوي.