• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ننګرهار کې د جوماتونو له امامانو غوښتي د سقوط ورځې لپاره د دوی په ګټه تبلیغ وکړي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱

په ننګرهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو په دغه ولایت کې د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو غوښتي چې د اګسټ ۱۵مې لپاره چمتووالی ونیسي، د یادې ډلې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړي او د طالبانو په ګټه تبلیغ وکړي.

ورته مهال په جلال‌اباد ښار کې د یوه جومات ملا د نوم نه ښودلو په شرط له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي: «د طالبانو د فرمانونو او فرمایشونو له لاسه نور تر پوزې رسېدلي یو؛ هره ورځ د یوې نوې موضوع فرمایش راکوي».
طالبانو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د جوماتونو له امامانو او قومي مشرانو غوښتي وو، چې د هغوی د تګلارو او په ځانګړې توګه د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د پلي کولو لپاره تبلیغ وکړي او له سرغړونکو سره د حساب کتاب خبرداری یې هم ورکړی و.
طالبانو تر دې وړاندې په ننګرهار کې له خبریالانو او رسنیو هم غوښتي و، چې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ او د ناټو ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت داسې راپورونه چمتو او خپاره کړي چې په‌کې د طالبانو د حکومت او لاسته راوړنو ستاینه شوې وي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې تېره اوونۍ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون، د طالبانو د والي ویاند احسان عثماني او یوشمېر نورو سیمه‌ییزو طالب چارواکو د خبریالانو او رسنیو له استازو سره په یوه ناسته کې دغه غوښتنه کړې ده.
طالبانو وړاندې هم د اګست ۱۵مې په مناسبت چې طالبان یې د «فتحې ورځ» یادوي؛ له رسنیو او د جوماتونو له امامانو دغه ډول غوښتنې کړې وې.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

زاړه څرخونه، نوې هیلې؛ د افغانستان په دولتي فابریکو د زرګونو کورنیو ژوند پرمخ ځي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
100%

د ډبرو سکرو لوګي او د درندو ماشینونو دروند غږ، چې له نیمې پېړۍ زیات وخت راهیسې روان دي، د بغلان د پلخمري ښار پر فضا خپرېږي. د غوري سیمنټو تاریخي دولتي فابریکه لا هم د افغانستان ځانګړې ډبرې او خام منرالونه په لوړ کیفیت سیمنټو بدلوي او د هېواد ۷ سلنه سمنټ چمتو کوي.

انجنیر نظر محمد ماموزی، چې له دریو لسیزو څخه زیات یې د غوري سیمنټو فابریکې د تخنیکي مدیر په توګه کار کړی، په ۱۹۶۳ کال کې هغه ورځ ور یادوي، چې د فابریکې لومړني ماشینونه فعال شول. له هغې ورځې راهیسې دې فابریکې په دوامداره توګه په لوړ کیفیت سیمنټ تولید کړی دی.

ماموزي وویل: «اوس مهال موږ هره ورځ ۸۰۰ ټنه سیمنټ تولیدوو، چې نږدې ۱۶ زره بورۍ کېږي او بازار ته یې وړاندې کوو. زموږ تولید د افغانستان د ټولو مصرفېدونکو سیمنټو شاوخوا ۷ سلنه جوړوي».

د هغه په وینا، دې فابریکې سلګونو مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده او « په ټولیز ډول، دلته ۱۰۰۰ کسان کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره روزي پیدا کوي».

د ډبرو د ماتېدو د پرله‌پسې غږونو او سپینې دوړې ترمنځ، حکیم شینواری، چې پیاوړې مټې لري، له ۲۷ کلونو راهیسې د غوري د سیمنټو په فابریکه کې کار کوي. هغه خپل کار د افغان کارګرې طبقې د ارامې خو باعزته هڅې په څېر په وقار کوي.

شینواري د چین شینهوا اژانس ته وویل: « زه د سهار له ۷ بجو تر ماښام ۴ بجو پورې کار کوم. زموږ کار ښه دی، معاشونه مو پر وخت راکول کېږي او زه ترې راضي یم».

شینواری د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ګټونکی دی او ماشومان یې زده کړې کوي. هغه د کار له دې فرصت څخه خوښ دی او هیله لري چې په ټول هېواد کې نورې همداسې فابریکې جوړې شي.

هغه وویل: « باید په نورو ولایتونو کې هم فابریکې جوړې شي، څو کارونه پیل شي او خلک د دندو لپاره له هېواده وتلو ته اړ نه شي».

د صنعتي ظرفیت د پراخولو لپاره، د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د غوري سیمنټو فابریکې ترڅنګ د سیمنټو درېیمې فابریکې د جوړولو چارې پیل کړې دي. د دې پروژې ارزښت شاوخوا ۸۷ میلیونه امریکايي ډالره دی. تمه ده چې له بشپړېدو وروسته به د فابریکې د ورځني تولید ظرفیت له ۵۰۰۰ ټنو څخه زیات شي او زرګونه نورې دندې به رامنځته کړي.

طالب چارواکو درې اونۍ مخکې په ختیځ پروان ولایت کې هم د سیمنټو د یوې بلې فابریکې د جوړولو چارې پیل کړې وې. د دې پروژې ارزښت شاوخوا ۹۰ میلیونه ډالره اټکل شوی او هدف یې د ورځې ۵۰۰۰ ټنه تولید او تر ۵۰۰۰ کسانو ته مستقیم کار برابرول دي.

شاوخوا ۹۰ کیلومتره لرې، په ګاونډي کندز ولایت کې دولتي سپین زر شرکت د سیمه‌ییز صنعت یو بل پخوانی سمبول دی.

100%

دا شرکت چې له ۹۰ کلونو څخه زیات تاریخ لري، ۱۴ ډوله محصولات تولیدوي، چې د پنبې تخم، خوراکي غوړي، صابون، کاغذي لاسپاک او نور روغتیايي توکي پکې شامل دي. دا چارې افغانستان د اړینو توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې کوي.

د سپین زر شرکت تخنیکي او تولیدي مدیر محمد هارون محمدي وویل چې د شرکت اساسي فعالیتونه د پنبې د تخم پروسس، د غوړیو تصفیه او د صابون تولید دي.

هغه وویل: « د فعالیت په موسم کې فابریکه هره ورځ ۱۲۰ ټنه پنبه پروسس کوي، ۳۰ ټنه غوړي تصفیه کوي او په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ زره د کالیو مینځلو صابونونه تولیدوي».

محمدي وویل چې دلته په مستقیم ډول ۱۵۰۰ کسان د تولید په بهیر کې شپه او ورځ کار کوي او له ۵۰۰۰ څخه زیات نور کسان په غیرمستقیم ډول له شرکت سره تړلي دي.

ټول خام مواد له کندز او شاوخوا ولایتونو څخه برابرېږي.

احمد هلال احمدي، چې د کاغذي دستمال د تولید څانګې مشر دی، خپل کار په مسلکي ډول کوي او له ثابت عاید څخه خوښ دی.

هغه وویل: « هغه معاش چې موږ یې اخلو، د کورنۍ د لګښتونو لپاره کارول کېږي. زه ډېر خوشحاله یم. مخکې بېکاره وم، سره له دې چې یو مسلکي تخنیکر یم».

احمدي له چارواکو وغوښتل چې دا ډول هڅې پراخې کړي او په هر ولایت کې په همدې کچې فابریکې جوړې کړي، څو د هېواد ځوانان په ګټورو چارو بوخت شي او له هېواده بهر د کډوالۍ مخه ونیول شي.

په داسې هېواد کې چې له جګړو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو، لوړې بېکارۍ، نړیوالو بندیزونو، پراخې بېوزلۍ او د راستنېدونکو کډوالو له زیاتوالي سره مخ دی، پخوانۍ دولتي صنعتي تصدۍ د ثبات او هیلې نادرې سرچینې بلل کېږي.

د طالبي پالیسیو قرباني؛ د کندهار انګور د صادراتو درېدو له امله په باغونو کې خوسا کېږي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
100%

په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي، د طالبانو د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو، د پاکستان له لارې د صادراتو درېدو او د بدیلو لارو نه موندلو له امله د دوی د یو کال زحمت په اوبو لاهو شوی، انګور یې په باغونو او بازارونو کې خوسا کېږي او ان په نیمه بیه یې هم څوک نه پېري.

کندهار چې د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي، په تېرو کلونو کې به یې لسګونه زره ټنه انګور پاکستان، هند او نورو هېوادونو ته صادرېدل؛ خو سږ کال د سوداګرو په خبره تراوسه د دغه ولایت یو کیلو انګور هم بهرنیو بازارونو ته نه‌دي رسېدلي او ټول تولیدات د هېواد په محدودو کورنیو بازارونو کې بند پاتې دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم تاییدوي، چې د لارو د ستونزو او د صادراتو د بندښت له امله تراوسه د کندهار انګور بهر ته نه‌دي صادر شوي. د یادې خونې مسوولین وایي، انګور د هغو مېوو له ډلې دي چې د ساتنې موده یې ډېره لنډه ده او د اوږدو ترانزیټي لارو د زغملو توان نه‌لري.

د دوی په وینا؛ پخوا به ډېری انګور د پاکستان له لارې بهرنیو بازارونو ته رسېدل، خو اوس چې دغه لاره تړل شوې او بدیل مسیر هم نه‌شته، سوداګر له صادراتو لاس په سر شوي دي.

100%

سره له دې چې د کال په لومړیو کې د دامان، ژړۍ او ځینو نورو سیمو بڼونه د ږلۍ له امله زیانمن شوي وو، د طالبانو تر واک لاندې کرنې ریاست بیا وایي، چې سږکال د انګورو حاصلات لس سلنه زیات شوي او شاوخوا ۲۲۵زره او ۵۰۰ ټنه انګور به ترلاسه شي. خو بڼوال وایي، د بازار له نشتوالي سره د حاصلاتو زیاتوالی د نعمت پر ځای په مصیبت بدل شوی دی.

د کندهار د دامان ولسوالۍ یو بڼوال محمد اکرم وایي، د صادراتو له درېدو وروسته د انګورو بیې دومره رالوېدلې چې د دوی د یو کال ټول زحمت یې په اوبو لاهو کړی دی. هغه وایي: «پخوا به مې باغ په څلور لکه افغانۍ خرڅاوه؛ خو سږکال چا په دوه لکه افغانۍ هم وانخیست اوس مجبور یم خپله انګور بازار ته یوسم او په نیمه بیه یې خرڅ کړم. د طالبانو د غلطو پالیسیو له امله زموږ د یو کال ټول زحمت له‌منځه تللی او له سخت اقتصادي زیان سره مخ شوي یو».

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ بڼوال او د انګورو سوداګر داوود شاه وایي، که حکومت د صادراتو لپاره عملي حل پیدا نه‌کړي یوازې انګور نه؛ بلکې د افغانستان نورې تازه مېوې به هم ورته برخلیک ولري.

هغه وایي: «صادرات سږکال صفر دي، انګور مو هره ورځ خرابېږي، نه یې د ساتنې سړې خونې شته، نه د جوس او پروسس فابریکې شته او نه هم د صادراتو لاره؛ نو موږ څه وکړو دا انګور پر کومه خوا یوسو».

کندهار د افغانستان د انګورو د تولید تر ټولو مهم ولایت ګڼل کېږي او لسګونه ډولونه انګور تولیدوي؛ خو بڼوال او سوداګر خبرداری ورکوي که د صادراتو اوسنی ناورین دوام وکړي، نو د انګورو ترڅنګ به د انارو، انځرو او نورو مېوو بازارونه هم له ورته اقتصادي سقوط سره مخ شي او زرګونه کورنۍ به د خپل عاید اصلي سرچینه له لاسه ورکړي.

100%

د نیمروز په دښتو کې د یوشمېر لادرکه شویو افغانانو مړي موندل شوي

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۳ GMT+۱
100%

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ «ګرد لالو» سیمه کې د یوشمېر هغه افغانانو مړي موندل شوي، چې ایران ته د ناقانونه تګ پرمهال لادرکه شوي وو. د تازه موندل شویو مړو کره شمېر لاروښانه نه‌دی؛ خو په هغه ویډیوګانو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، نږدې لس مړي لیدل کېږي.

تر دې وړاندې هم د نیمروز په دښتو کې د پنځو نورو کسانو مړي موندل شوي وو. په وروستیو اوونیو کې د ۱۹ افغانانو یوه ډله چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته ولاړه شي، د نیمروز په دښتو کې لادرکه شوې وه. طالبانو ویلي وو، چې له یادې ډلې ۱۴ کسان لاهم لادرکه دي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات روان دي.

د راپورونو له مخې؛ د مړو پر جسدونو د شګو او دوړو له امله لانه ده روښانه چې ایا دا هماغه ۱۴ لادرکه شوي کسان دي او که نه. رسېدلې ویډیوګانې ښيي، چې د ځینو مړو جسدونه د شګو او دوړو لاندې پټ شوي دي.

د مړو د موندلو ځای د نیمروز د چهار برجک ولسوالۍ د «ګرد لالو» په دښته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د مېلک له سرحدي پولې شاوخوا ۶۳ کیلومتره لرې موقعیت لري. ځايي سرچینې وایي، دغه کسانو د سختې ګرمۍ، تندې او د لارې د سختو شرایطو له امله ساه ورکړې ده.

په نیمروز کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل‌محمد قدرت وړاندې ویلي و، چې دغه کسان د سختې هوا او د دښتې له ستونزمنو شرایطو سره مخ شوي او د تندې او ستړیا له امله مړه شوي دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې د چورلکو په مرسته د نیمروز په دښتو کې د نورو لادرکه شویو کسانو د موندلو لټون ته دوام ورکوي. تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یونسیار) د لومړیو پنځو مړو له موندلو وروسته ویلي و، چې دغه پېښه د ناقانونه او خطرناکه سفرونو درنه بیه ښيي. دغه ادارې زیاته کړې وه، چې له خپلو همکارو بنسټونو سره یو ځای د زیانمنو کورنیو ملاتړ کوي.

د سليمان خېلو قومي مشرانو د افغانانو په نوم د پاکستاني وګړو د نیولو پرضد د احتجاج ګواښ وکړ

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۱
100%

د سویلي وزيرستان په پرېس کلب کې د سليمان خېلو قومي مشرانو په یوې خبري ناسته کې ویلي، د افغان کډوالو پرضد د روانو عملياتو په نوم ځينې پاکستاني وګړي هم بې‌دليله نيول کېږي او ځورول کېږي. دوی خبرداری ورکړی، که دغه لړۍ ونه درېږي نو احتجاجي غورځنګ به پيل کړي.

په دغه خبري ناسته کې ملک اعظم سليمان خېل، سردار ملک متين، ملک حق‌داد او ملک کالاخان ويلي، پوليس د افغان کډوالو پرضد د عملياتو پرمهال د سليمان خېلو ځينې پاکستاني وګړي هم نيسي.
د دوی په وينا؛ که د کومې کورنۍ له غړي سره په هماغه وخت کې د پېژندنې کارت (شناختي کارت) نه وي، نو له پلټنې او تصديق پرته افغان ګڼل کېږي او افغانستان ته د لېږلو هڅه يې کېږي.

دغه قومي مشرانو ويلي، د دغه چلند له امله ګڼې کورنۍ له وېرې او ذهني فشار سره مخ دي. هغوی زياته کړه، د سليمان خېلو زرګونه کسان په پنجاب، بلوچستان او د پاکستان په نورو سيمو کې ژوند کوي؛ نو دغه ډول کړنې د پاکستاني وګړو لپاره هم ستونزې جوړوي.

دوی غوښتنه وکړه، که د کوم وګړي سره په هغه وخت کې شناختي کارت يا نور اسناد نه‌وي؛ نو د سليمان خېلو د پنځو معتبرو قومي مشرانو تصديق دې د لنډمهال لپاره د باور وړ وبلل شي، څو بې‌ګناه پاکستاني وګړي له نيولو او قانوني ستونزو وژغورل شي.

یادو قومي مشرانو له فدرالي او صوبايي حکومت، ځایي ادارې او د پوليسو له لوړپوړو چارواکو غوښتي، چې د دغه موضوع سملاسي جاج واخلي او د پاکستاني وګړو قانوني او بنسټیز حقونه خوندي کړي.

دوی خبرداری ورکړی، که د پاکستاني وګړو د بې‌ځايه نيولو او ځورولو لړۍ ونه درېږي؛ نو د سليمان خېلو قوم به پراخ احتجاجي غورځنګ پيل کړي، چې بشپړ مسووليت به يې د اړوندو ادارو پر غاړه وي.

په بدخشان کې د طالبانو د لوی درستیز پر کور وسله‌وال برید شوی

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پنجشنبې ورځې په ماښام د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ په «استرپ» کلي کې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت پر کور وسله‌وال برید شوی دی.

د سرچینو په وینا؛ ناپېژاندو وسله‌والو له غره څخه د فصیح‌الدین د کور پر لور د پیکا په ګډون د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي. سرچینې زیاتوي، چې د فصیح‌الدین د کور ساتونکو هم پر برید کوونکو ځوابي ډزې کړې او د دواړه خواوو ترمنځ نښته شوې ده.
د دوی په وینا؛ بریدګرو له ډزو وروسته سیمه پرېښې او تښتېدلي دي. لاتراوسه د دغه برید د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا مالي زیان په اړه څه نه‌دي ویل شوي او هېڅ ډلې یې تراوسه مسوولیت نه‌دی منلی.

د راپور له مخې؛ فصیح‌الدین فطرت د بدخشان د وروستیو ناامنيو له امله دغه ولایت ته تللی، خو دا لا څرګنده نه‌ده چې د برید پرمهال په خپل کور کې و که نه. دغه برید داسې مهال شوی، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د طالبانو مخالفو جبهو «سپاهيان مېهن» او «ازادۍ» د بدخشان په یوشمېر ولسوالیو کې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او د دواړه خواوو ترمنځ نښتې له هغه مهاله روانې دي.

همدارنګه په وروستیو ورځو کې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس هم په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوی. ځايي سرچینې وایي، په بدخشان کې امنیتي وضعیت ترینګلی دی او طالبانو سیمې ته نور پوځي ځواکونه هم لېږلي دي.