• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایمل ولي خان د پاکستان اوسنۍ افغان تګلاره د دواړو هېوادونو د تباهۍ لامل وبلله

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړي ايمل ولي خان افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل، چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اوسنیو شخړو یوازینۍ حل لاره خبرې اترې دي.

ايمل ولي خان زیاته کړه، چې افغانستان تل له پاکستان سره د دوستۍ پاللو هڅه کړې او اسلام‌اباد باید د افغانانو د ملامتولو او دښمن بللو پر ځای، لومړی د خپل کور چارې سمې کړي.

هغه د پاکستان اوسنۍ افغان تګلاره د دواړو هېوادونو د تباهۍ لامل وبلله او زیاته یې کړه، چې تر هغې چې د پاکستان تګلارې بدلې نه شي، په سیمه کې ترهګري نه شي ختمېدای.

نوموړي وویل، چې امریکایانو ته یې هم دغه خبره په ډاګه کړې ده چې د «ښه او بد ترهګر» د توپیر فکر باید بدل شي او د امریکا او پاکستان د تېرو ۴۰ کلونو تګلارې او د هغوی ښه او بد اړخونه باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.

د عوامي نشنل ګوند مشر د خيبرپښتونخوا د طبیعي زېرمو په اړه وویل، چې پر دغو طبیعي زېرمو لومړی حق د پښتنو دی او زیاته یې کړه چې د امریکا نظر نه یوازې د پښتونخوا، بلکې د افغانستان پر زېرمو هم دی. هغه ادعا وکړه، چې د ده په اند «پاکستان دا زېرمې پلوري».

نوموړي له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خپلو سیاسي اختلافونو په اړه وویل، چې دغه غورځنګ خپل سیاسي سیال ګڼي.

100%

همداراز هغه زیاته کړه، چې عوامي نشنل ګوند نه غواړي څوک د دوی ولس له فعالې سیاسي مبارزې څخه لرې وساتي او هڅه کوي چې د خلکو حقونه له سیاسي لارو چارو خوندي کړي.

ايمل ولي خان د پاکستان او هند ترمنځ جګړه مصنوعي وبلله او ویې ویل، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو خبرو لویه جګړه جوړه کړه او د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر ترې ډېره ګټه واخیسته.

•
•
•

ډېر لیدل شوي

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی
۱

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۲

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۳

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۴

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای

۵

په تېرو دوو کلونو کې په ترکیه کې ۲۵ افغان کارګر مړه شوي

نور خبرونه

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

د کندهار منډیګک ته څېرمه او په عینو مېنه کې، چې په مجللو او عصري کورونو مشهور ښارګوټی دی، ښځې او ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د سړکونو پر غاړو سوال کوي. د کندهار د اوسېدونکو په وینا، د سوالګرو مېرمنو او ماشومانو شمېر په دې وروستیو کې ډېر شوی.

ځینې ښځې خپلې مخې ته ارزانه توکي ږدي، څو د پلور په پلمه د سوالګرۍ له شرمه ځان وژغوري.

دغه ښځې او ماشومان او کله ناکله د یوې کورنۍ څو غړي هره ورځ د سړکونو پر غاړه ناست وي، د ورځې په اوږدو کې د هغو خلکو تګ راتګ څاري چې ښايي د دوی د کورنۍ د یوه وخت د ډوډۍ په برابرولو کې مرسته وکړي.

په دې وروستیو کې د ښار د اوسېدونکو پام هم د خیرات غوښتونکو دې حضور ته اوښتی دی.

د کندهار ځینې اوسېدونکي وايي چې په ښار او د عینو مېنې په ښارګوټي کې دا صحنې تر پخوا ډېرې تر سترګو کېږي.

100%

د چارواکو د تړلو دروازو تر شا

په عینو مېنه کې، چې د کندهار له عصري او پراخو ښارګوټو څخه ګڼل کېږي، د خیرات غوښتونکو ښځو حضور د ښار د دوو بېلابېلو واقعیتونو ترمنځ واټن څرګندوي.

په یوه خوا کې پراخ سړکونه، لوی کورونه او عصري ودانۍ دي. په بله خوا کې هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرستې په تمه د همدې سیمې پر واټونو ناستې وي.

د عینو مېنې په ښارګوټي کې د طالبانو د کابینې د یو شمېر غړو، وزیرانو او مهمو قوماندانانو کورونه او ودانۍ دي.

یوې بېوزلې ښځې، چې په همدې واټونو کې خیرات ټولوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کله ناکله د مرستې د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو یا نورو کسانو کورونو ته ورځي، خو د ساتونکو له امله نه شي ورننوتلی.

هغې وویل: « د طالبانو او یا هم د نورو کسانو کورونو ته د ننوتلو اجازه نه راکول کېږي، ځکه هلته ساتونکي او نور کسان ولاړ وي. موږ همداسې نهیلې بېرته د سړک پر سر کښېنو. ټول خلک وږي دي، خو یوازې د مشرانو اولادونه په نس ماړه دي».

100%

د کندهار شار پر سړکونو د خیرات راټولولو لپاره ماشومان هم تر سترګو کېږي او دغه ماشومان ډیری وخت د شپې تر ناوخته پر پلي لارو ناست وي. د ځینو ماشومانو پلرونه او میندې هم د خیرات لپاره پر همدې سړکونو ناست وي خو ځینې یې یوازې له کوره د څه پیدا کولو په موخه راوتلي وي.

هغه ساعتونه چې یو ماشوم یې د ښوونځي، لوبو یا د کور په خوندي چاپېریال کې تېرولی شي، ښايي د خیرات غوښتلو په تمه پر سړک تېر شي. په ګڼو واټونو کې تګ راتګ او د شپې تر ناوخته له کوره بهر پاتې کېدل هم د هغوی لپاره خطرونه زیاتولای شي.

100%

د مرستو اعلانونه او د سوالګرو راټولول

طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې په کابل او نورو ولایتونو کې یې د خیرات غوښتونکو د پېژندلو او راټولولو بهیر پیل کړی او د مستحقو بېوزلو لپاره یې ځانګړې بودجه بېله کړې ده.

د طالبانو د پخوانیو څرګندونو له مخې، هره میاشت زرګونو خیرات غوښتونکو ته د بانکي سیستم له لارې میلیونونه افغانۍ ورکول کېږي.

خو د دې پروګرام د اغیزناکتیا د معلومولو لپاره د اعلان شویو مرستو ترڅنګ د عملي پایلو معلومات نه دي خپاره شوي.

تر اوسه دا روښانه نه ده، چې څو کورنۍ په دې پروګرام کې شاملې شوې دي او هرې کورنۍ ته څومره پیسې ورکول کېږي او د مستحقو کسانو د پېژندلو لپاره کوم معیارونه کارول کېږي.

100%

د شنونکو په باور، لنډمهاله مرستې د یوې کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کولی شي، خو د اوږدمهاله ستونزو د کمولو لپاره د عاید د دوامدارو سرچینو، د کاري فرصتونو، زده‌کړو ته لاسرسي او د ټولنیز ملاتړ د اغیزناکو پروګرامونو شته والي ته اړتیا ده.

افغانستان له څو کلونو راهیسې د بشري ناورین، بېوزلۍ او خوړو د ناامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو په وروستیو رپوټونو کې په سوېلي ولایتونو، په ځانګړي ډول هلمند او کندهار کې د زیانمنو کورنیو او له خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو تر کرکېلې لاندې ځمکه په ۲۰۲۶ کال کې د تېر کال په پرتله ۳۳۰ سلنه زیاته شوې او له ۴۳ زره هکټارو اوښتې ده؛ د تریاکو اټکلي تولید هم له شاوخوا ۳۰۰ ټنو نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا د طالبانو له خوا په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته د تولید لومړنی پام‌وړ زیاتوالی دی. که څه هم د کرکېلې او تولید کچه لا هم د بندیز تر مخه له ثبت شویو شمېرو ټیټه ده، خو د ملګرو ملتونو اداره وايي، بزګران د بندیز د پلي کېدو د مخنیوي لپاره نوې لارې کاروي.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر موندلې چې ځینې بزګران د غلو دانو په کروندو او دېوال‌لرونکو انګړونو کې د کوکنارو کوچنۍ برخې پټوي. ځینې نور بیا د کوکنارو کرکېله او حاصلات په بېلابېلو وختونو کې ترسره کوي، څو د څارونکو له نظره پټ پاتې شي.

د دې ادارې اجراییوي مشرې مونیکا جوما ویلي: «د کوکنارو د کرکېلې څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د ناقانونه تریاکو د تولید د کمښت ساتل څومره ستونزمن دي، کله چې بېوزله بزګران د خپلو کورنیو د مړولو لپاره بله لار ونه لري.»

هغې د طالبانو له چارواکو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کروندګرو د ژوند د ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړي او د معیشت، کرنیزو بنسټونو او بازارونو ته د لاسرسي په برخو کې پانګونه وکړي.

د کوکنارو کرکېله شمال ختیځ ته پراخه شوې

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶ ولایتونو سره د کوکنارو کرکېله ثبت شوې چې د تېر کال په پرتله پنځه ولایتونه زیات دي. د کوکنارو شاوخوا درې پر څلورمه برخه کرکېله په شمال ختیځو ولایتونو کې شوې ده؛ دا سیمه اوس د هېواد د کوکنارو د کرکېلې اصلي مرکز بلل کېږي. تر بندیز مخکې د کوکنارو ډېره کرکېله په سوېل لوېدیځ کې وه.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د تریاکو بیه هم له تېر کال په هر کیلوګرام کې له ۵۷۰ ډالرو ۵۰۰ ډالرو ته راکمه شوې، خو لا هم د بندیز تر مخه له ۱۰۰ ډالرو کمه بیه څو برابره لوړه ده. د تریاکو بیو سیمه‌ییز توپیرونه ښايي د شمال ختیځ او سوېل لوېدیځ ترمنځ قاچاق ته انګېزه ورکړي.

د تریاکو زېرمو د کمېدو نښې

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، د کوکنارو د کرکېلې له بندیز وروسته قاچاقبرانو د تریاکو له پخوانیو زېرمو څخه د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار اخیستی؛ خو د مخدره توکو د نیولو وروستي معلومات ښيي چې دغه زېرمې د کمېدو په حال کې دي.

د ادارې په وینا، د اروپا په بازارونو کې هم د هیرویینو د عرضې د کمېدو لومړنۍ نښې لیدل شوې دي. که تقاضا لوړه پاتې شي او زېرمې کمې شي، ښايي په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله نوره هم زیاته شي.

مونیکا جوما ټینګار کړی چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د نشه‌يي توکو د نړیوالو قاچاقي شبکو د څېړلو او له منځه وړلو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

یاده دې وي چې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کوکنارو کرکېله او د نشه‌يي توکو تولید منع کړل. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر دې بندیز مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو تر کرکېلې لاندې وه او دغه هېواد د نړۍ د ناقانونه تریاکو د عرضې شاوخوا ۸۰ سلنه برابروله.

د طالبانو چارواکو ویلي چې سږ کال یې ۲۲ زره هکټاره د کوکنارو کروندې له منځه وړې دي. د ملګرو ملتونو اداره وايي، روانه څارنه به څرګنده کړي چې د کوکنارو د کرکېلې دا زیاتوالی لنډمهالی دی او که په افغانستان کې د تریاکو او هیرویینو د تولید د بیا پراخېدو پیل دی.

شوکت‌الله خان: د پاکستان ضد وسله‌والو سره خبرې یوازې د وسلو اېښودو په شرط ممکن دي

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا د سیمه‌ییز استازیتوب او پراختیا شورا مشر شوکت‌الله خان وايي، د پاکستان د اوسنۍ پالیسۍ له مخې له پاکستان ضد وسله‌والو ډلو سره خبرې اترې یوازې هغه مهال ممکنې دي چې وسله‌والې ډلې خپلې وسلې کېږدي او د دغه هېواد اساسي قانون په بشپړ ډول ومني.

شوکت‌الله خان، د خیبر پښتونخوا پخوانی والي و، نوموړي دا څرګندونې له افغانستان انټرنېشنل-پښتو سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي. هغه ویلي، د سیمه‌ییز استازیتوب او پراختیا شورا د دولت له خوا جوړه شوې اداره ده او د فعالیتونو تګلاره به یې د دولت له پالیسۍ سره سم ټاکل کېږي.

د نوموړي په وینا، شورا د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره دولت ته مشورې ورکولی شي، خو د عملي اقداماتو پرېکړه د دولت په واک کې ده او شورا به د هماغې پرېکړې له مخې عمل کوي.

د پخوانیو خبرو اترو په اړه، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) له استازو سره د پخوانیو حکومتونو پر مهال شوې وې، شوکت‌الله خان ویلي، دا خبرې اترې واقعا ترسره شوې وې، خو د وسله‌والو غوښتنې دومره سختې وې چې ښايي د دولت لپاره یې منل ممکن نه وو.

شوکت‌الله خان ویلي، سیمه‌ییزه استازیتوب او پراختیا شورا د خیبر پښتونخوا د هغو ۱۲ ولسوالیو لپاره جوړه شوې چې د ترهګرۍ او تندلارۍ له امله اغېزمنې شوې دي. د هغه په وینا، شورا لا بشپړه شوې نه ده او په راتلونکي پړاو کې به د دغو ولسوالیو له ټولو تحصیلونو څخه استازي ورزیات شي؛ وروسته به یې رسمي فعالیتونه پیل شي.

هغه منلې چې په اوسني جوړښت کې د ښځو استازیتوب نشته او دا یوه جدي نیمګړتیا ده. نوموړي ویلي، هڅه کوي د قبایلي ولسوالیو فعالې ښځې د شورا غړې کړي، څو د ښځو ستونزو ته هم پام وشي. هغه همداراز ویلي، غواړي په شورا کې د مذهبي لږکیو استازیتوب هم تضمین شي.

د شوکت‌الله خان په وینا، د شورا درې اساسي موخې د سولې ټینګښت، د سیمې پراختیا او د خلکو د محرومیتونو له منځه وړل دي.

نوموړي د قبایلي سیمو د اوږدمهاله پرمختیايي محرومیتونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې دغو سیمو ته د پام وړ پراختیايي کارونه نه دي شوي. هغه زیاته کړې چې د خیبر پښتونخوا څلور جنوبي ولسوالۍ هم له سخت وروسته‌والي سره مخ دي او فدرالي حکومت هڅه کوي په دغو سیمو کې بنسټیزې پراختیايي پروژې پلې کړي.

د هغه په باور، د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کېدل او د سیمې اقتصادي پرمختګ به د وسله‌والو ډلو نفوذ کم کړي او د امنیت په ټینګښت کې به مرسته وکړي.

شوکت‌الله خان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ۱۲ ولسوالیو د ادارې د فدرالي حکومت تر مستقیم کنټرول لاندې راتلو خیبر پښتونخوا په دوو برخو وېشلی او د پخوانیو قبایلي سیمو د جلا کېدو لاره یې هواره کړې ده.

هغه ویلي، د قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا سره ادغام د پاکستان د اساسي قانون د ۲۵م تعدیل له مخې شوی او بېرته بدلول یې هم یوازې د اساسي قانون د تعدیل له لارې ممکن دي.

نوموړي د اضطراري حالت د نافذولو په اړه ویلي چې دا اقدام د اساسي قانون له مخې شوی او د هغه په وینا، غیرقانوني نه دی. هغه زیاته کړې چې د اضطراري حالت د دوام پرېکړه د فدرالي حکومت په واک کې ده.

شوکت‌الله خان ویلي، په تېرو وختونو کې په قبایلي ولسوالیو کې د فساد بېلابېل ریکارډونه ثبت شوي وو، خو د هغه په وینا، اوسنی حکومت د فساد پر وړاندې د صفر زغم پالیسي لري.

هغه ټینګار کړی چې د پراختیايي پروژو په وېش او پلي کولو کې به شخصي خوښې او ناخوښې په پام کې نه نیول کېږي، بلکې ټولې پروژې به د وړتیا او ټاکلو معیارونو له مخې عملي کېږي.

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۶ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د یاد سازمان د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې په افغانستان کې انساني او بشري حقونو د بحرانونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د ښځو، نجونو او اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکي اقدامات او قوانین د دیني لارښوونو او د افغانستان د خلکو له دودونو سره په ټکر کې دي او باید سمدستي لغوه شي.

نوموړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د راپور هرکلی کړی او د هېواد اوسنی وضعیت یې «د یوه بشپړ نسل لپاره د فرصتونو له منځه وړل» بللی دی. هغه له زده کړو څخه د څو مېلیونه نجونو پاتې کېدو ته په اشارې ویلي، چې له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو څخه د ښځو او نجونو محرومول نه یوازې د هغوی ژوند، بلکې د ټول هېواد راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.

فایق همدارنګه د هلکانو لپاره د اساسي زده‌کړو پر ځای د ایډیالوژیکو او جهادي مدرسو د پراختیا، د ماشومانو د کار د زیاتوالي او په وسله‌والو ډلو کې د ماشومانو د جذب او استخدام لپاره د زمینه برابرېدو په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د انلاین او د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.

هغه د مدني فعالانو او خبریالانو ځپل او خپل‌سرې نیونې هم د طالبانو د چلند یوه برخه بللې ده.

فایق د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر راهیسي له ګاونډیو هېوادونو څخه د څه باندې پنځو مېلیونه کډوالو بېرته راستنېدو ته هم اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د دغو راستنېدونکو ډېری کسان تر فشار لاندې او له کافي ملاتړ پرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي له کوربه هېوادونو غوښتي چې د «په زور د بېرته نه ستنولو» اصل رعایت کړي.

له کړکېچ څخه د وتلو لارې او د نړیوالې ټولنې دریځ

فایق د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل د بشري حقونو له مشخصو معیارونو سره مشروط کړي او اجازه ورنه کړي چې دغه تعامل د جنسیتي اپارتاید د سیاستونو د عادي کېدو لامل شي.

هغه زیاته کړې چې د زده‌کړو، روغتیا او معیشت په برخو کې بشري مرستې باید له ځنډ پرته دوام وکړي او د حساب ورکولو او عدالت د تامین لپاره باید خپلواک نړیوال میکانیزمونه او د جرمونو نړیواله محکمه فعاله شي.

د نوموړي په وینا، د دغو ستونزو بنسټیز حل یوازې د داسې سولې د بهیر له لارې شونی دی چې د افغانستان خلک یې په مرکز کې وي او پایله یې د یوه ټول‌شموله، ځواب‌ویونکي او د خلکو د ارادې پر بنسټ د حکومت جوړېدل وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: طالبان د خپلو ځپونکو پالیسیو د بدلولو اراده نلري

۷ لړم ۱۴۰۵ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۱ GMT+۰
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ ویلي، طالبان د خپلو «ځپوونکو او تبعیض‌کوونکو» سیاستونو د اصلاح یا بدلون لپاره هېڅ لېوالتیا نه ښيي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۶مه) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې، چې د بشري حقونو د ودې او ملاتړ په اړه جوړه شوې وه، وویل چې طالبانو د ګڼو فرمانونو او لارښوونو په صادرولو سره د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او ځپنه زیاته کړې ده.

د بېنېټ په وینا، د طالبانو د بیا واکمنېدو له پنځو کلونو تېرېدو سره سره په افغانستان کې د ځپنې او تبعیض بهیر نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې د څه باندې ۲۰۰ فرمانونو او لارښوونو په صادرولو سره لا سخت شوی دی. نوموړي وویل، دغو اقداماتو د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ویجاړوونکي اغېز کړی دی.

بېنېټ همدارنګه وویل، چې د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه له ۲۵ کلونو کم عمر لري. هغه خبرداری ورکړ چې له زده‌کړو څخه د څه باندې ۲،۶ میلیون نجونو محرومول، د جهادي مدرسو پراختیا، د ماشومانو د کار زیاتوالی، د اړمنو کورنیو له خوا د ماشومانو پلورل او د نجونو ترمنځ د ځان‌وژنې د پېښو زیاتوالی د افغانستان راتلونکی او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله او د راستنېدونکو کډوالو کړکېچ

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملکي وګړو درنو مرګ‌ژوبلو ته هم اشاره کړې ده. د یوناما د راپور له مخې، تېر کال له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښې په نښتو کې تر ۵۱۲ ډېر کسان وژل شوي او ۱۲۰۰ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو.

همدارنګه، په مارچ میاشت کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز هوايي برید ۲۶۹ کسان وژلي دي، خو په اړه یې هېڅ ډول څېړنیز راپور نه دی وړاندې شوی.

له بلې خوا، له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو بېرته راستنېدو او ایستل کېدو پر بشري مرستو او خدماتو فشار لا زیات کړی دی.

د ریچارد بېنېټ په وینا، د راستنېدونکو ۶۰ سلنه ماشومان او ځوانان دي. د نوموړي په خبره، ځینې راستنېدونکي د پخواني حکومت سره د خپلو پخوانیو اړیکو، د بشري حقونو په فعالیتونو کې د ګډون، یا د خپل قومي او مذهبي هویت له امله، په ځانګړې توګه هزاره‌ګان، هندوان او سیکان، له خپل‌سرو نیونو، د ملکیتونو له غصب او د سختو مجازاتو له خطر سره مخ دي.

له نړیوالې ټولنې غوښتنه

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له نړیوالې ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې تر هغو له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او دغه ډلې ته د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي، څو چې طالبان په خپلو ځپوونکو سیاستونو کې د پام وړ او عملي بدلونونه نه وي راوستي.

نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره تعامل باید د بشري حقونو د له پامه غورځولو او «جنسیتي اپارتاید» ته د رسمیت ورکولو په بیه تمام نه شي.

هغه همدارنګه له نړیوالو مرسته‌کوونکو غوښتي چې د زده‌کړو، رواني روغتیا، ماین‌پاکۍ او تغذیې په برخو کې بشري مرستې روانې وساتي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.