د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو لپاره سوداګریزه خونه جوړه شوې

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونه پرانیستل شوې، چې موخه یې د ښځینه سوداګرو ملاتړ او د هغوی د تولیداتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو برابرول دي.

د خیبر پښتونخوا په پاړه چنار کې د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونه پرانیستل شوې، چې موخه یې د ښځینه سوداګرو ملاتړ او د هغوی د تولیداتو لپاره د بازارموندنې د فرصتونو برابرول دي.
د کرمې ولسوالۍ د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې مرستیاله مشره ډاکټر معصومه یاسمین افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د دې بنسټ په جوړېدو کې د مشرې ډاکټر حمیرا هڅې مهمې وې.
د هغې په وینا، دغه خونه به ښځو ته د خپلو ستونزو د شریکولو، د تجربو د تبادلې او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره ګډه زمینه برابره کړي.
ډاکټر معصومه یاسمین وايي، د کرمې ښځې په بېلابېلو برخو کې وړتیاوې او مهارتونه لري، خو د مناسب ملاتړ، مسلکي لارښوونې او بازار ته د لاسرسي د نشتوالي له امله یې ډېرې وړتیاوې نه دي غوړېدلې.
نوموړې زیاتوي چې د دې بنسټ غړي به په ګډه کار کوي څو ښځو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل، د خپلو تولیداتو د بازارموندنې او د نوو مهارتونو د زدهکړې فرصتونه برابر کړي. په کرمه کې ګڼې ښځې د کورونو دننه لاسي صنایع، ګنډل، خامکدوزي، خوراکي توکي او نور تولیدات جوړوي. خو د دوی د هڅو او تولیداتو پر وړاندې د پانګې کمښت، د بازارونو محدود لاسرسی او د مسلکي روزنې نشتوالی جدي خنډونه دي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې تمه لري چې د روزنیزو پروګرامونو، د تولیداتو د معرفي کولو، د نوې ټکنالوژۍ د کارولو او له مالي ادارو سره د اړیکو په جوړولو کې به له ښځو سره مرسته وکړي.
د سیمې اوسېدونکې شګفته پروین او نورو ښځو د دې خونې جوړېدل د ښځو د اقتصادي ونډې د پیاوړتیا لپاره یو مهم فرصت بللی دی.
شګفته پروین افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې د کرمې ولسوالۍ ګڼې ښځې د لاسي صنایعو، ګنډلو او خامکدوزۍ په برخه کې ځانګړي مهارتونه لري خو د خپلو تولیداتو د پلورلو لپاره مناسب بازارونه او مالي ملاتړ نه لري.
د هغې په وینا، که نوی بنسټ د ښځو ستونزې په اغېزمن ډول اړوندو ادارو ته ورسوي او د حل لپاره یې عملي هڅې وکړي نو ښځې به وکولی شي پر خپلو پښو ودرېږي د کورنیو په عاید کې ونډه واخلي او خپل کاروبارونه پراخ کړي.
د پاکستان په لاهور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو کمپاین د افغانانو او پښتنو پر وړاندې د قومي توپیرپالنې، د پولیسو د ځورونې او خپلسرو نیونو د زیاتېدو لامل شوی، چې له امله یې ان هغه کورنۍ هم له ستونزو سره مخ دي چې څو لسیزې یې په دغه ښار کې ژوند کړی دی.
د پاکستانۍ خپرونې «فرایډی ټایمز» د نومبر پر ۱۳مه په یوه راپور کې لیکلي، چې د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د اسنادو پرلهپسې پلټنې، د کورونو چاپې او ډلهییزې شړنې د لاهور په بېلابېلو سیمو کې د افغانانو ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، محمد یوسف، چې په لاهور کې زېږېدلی افغان دی، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۷مه د راوي سیند ته څېرمه د ساجیان پله په سیمه کې د خیبر رستورانت مخې ته د پولیسو له خوا ونیول شو. د هغه ورور سیفالله سلیمانخېل وايي، یوسف د وینې د لوړ فشار له امله هغه ورځ کار ته نه و تللی او سیمې ته د یوه ملګري لیدو لپاره ورغلی و.
د سیفالله په وینا، د یوسف ویزه پای ته رسېدلې وه او پولیسو تر نیولو وروسته د کوټ لکپت زندان ته ولېږداوه.
هغه سیمې ته په اشارې چې پخوا پکې ګڼې افغانې کورنۍ اوسېدې، سیفالله وايي: «اوس په دې کوڅه کې یوه کورنۍ هم نه ده پاتې؛ ټولې کورنۍ تللې دي.»
د راپور له مخې، د سیفالله کورنۍ په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان له خوا افغانستان ته تر ستنېدو اړ شوې وه، خو هغه د خپلې کورنۍ له وتلو وروسته بېرته پاکستان ته ستون شوی، ځکه د کباړ او بیاکارونې په سوداګرۍ کې یې لا هم د پام وړ پیسې له خلکو غوښتې.
راپور لیکلي، د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې له هېواده د بېاسناده افغانانو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه، خو شاوخوا شپږ میاشتې وروسته دغه بهیر د افغان تابعیت کارت لرونکي هم رانغاړل. د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې د کډوالو د ثبت کارت (پياوار) لرونکي هم د ایستلو په لړۍ کې شامل شول.
د پنجاب حکومت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې د همدې کال تر اکتوبر پورې شاوخوا ۴۲ زره او ۹۱۳ افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.
راپور زیاتوي، چې د پنجاب پولیسو د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې ویلي وو، له لاهور او نورو ولسوالیو څخه یې د افغانانو په ګډون ۳۴ زره او ۵۷۶ بهرني وګړي، چې ناقانونه یې بللي، ایستلي او ۲۰۳ نور یې د ایستلو لپاره په لنډمهالو مرکزونو کې ساتلي وو.
راپور د پاکستان د اساسي قانون څلورمې مادې ته په اشارې لیکي، چې د دغه هېواد په خاوره کې هر انسان، پرته له دې چې تابعیت ولري که نه، د قانون له ملاتړ څخه د برخمنېدو حق لري. که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون لاسلیککوونکی نه دی، خو د نړیوال عرفي قانون له مخې د «نهجبري ستنولو» اصل ته ژمن دی؛ دا اصل هغه کسان هغو سیمو ته له ستنولو منع کوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له ګواښ سره مخ وي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د ۲۰۲۵ کال په اګست کې خبرداری ورکړی و، چې د ثبت کارتونو لرونکو افغان کډوالو په زور بېرته ستنول د نهجبري ستنولو له نړیوال اصل څخه سرغړونه ده.
سیفالله وايي، د ساجیان سیمې په شاوخوا کې افغانې کورنۍ له ۳۵ تر ۴۵ کلونو پورې اوسېدلې دي. د دغو کورنیو ګڼ غړي په همدې سیمه کې زېږېدلي او د کورنیو مشران یې هم هلته خاورو ته سپارل شوي دي.
د هغه په وینا، کورنۍ یې لومړی د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د شینګان پنډغالي ته تللې وه او شاوخوا یو کال وروسته د کار موندلو لپاره لاهور ته کډه شوې وه.
د راپور له مخې، افغان کډوال به تر ایستلو مخکې په توکر، سبزي منډۍ، د داتا صاحب زیارت ته څېرمه او د اورګاډي په تمځای کې په جوړو شویو لنډمهالو مرکزونو کې ساتل کېدل. سیفالله وايي، ان هغه خپلوان چې د خپلو نیول شویو کورنیو د غړو د پوښتنې لپاره به له ماشومانو سره دغو مرکزونو ته ورتلل، هغوی هم نیول کېدل او افغانستان ته لېږل کېدل.
د افغان کورنیو د اقتصادي وضعیت په اړه راپور لیکي، چې د ساجیان سیمې ډېری اوسېدونکو د کاغذ، کارتن، بوتلونو او کباړ په راټولولو او پلورلو ژوند تېراوه. د کورنیو له وتلو سره یې نه یوازې کورونه، بلکې د کار وسایل، پوروړي، پېرودونکي، دوکانداران او له نورو سره پاتې مالي حسابونه هم شاته پرېښودل.
سیفالله ادعا کوي، چې په لاهور کې یې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې له خلکو غوښتې دي او ځینې نور افغانان هم له یو میلیون څخه تر درېیو میلیونو کلدارو پورې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو په تمه پاتې دي. د هغه په وینا، که افغان کارګر د خپلو پورونو د اخیستو لپاره بېرته پاکستان ته ورشي، ښايي د پولیسو له ورته چلند سره مخ شي او ان پوروړي یې د پیسو د ورکولو پر ځای پولیسو ته زنګ ووهي.
هغه همداراز وايي، ورور یې یوسف د ویزې په لرلو بېرته پاکستان ته تللی و، خو لږ وروسته ډيورنډ کرښه وتړل شوه. د کرښې د تړل کېدو له امله د تورخم له لارې تلونکو افغانانو ته په پاسپورټونو کې د تګ راتګ د ټاپې لګولو امکان نه و، او هغوی ته د هوايي سفر سپارښتنه کېده، چې ټکټونه یې له ۷۰ زرو تر ۷۷ زرو پاکستانۍ کلدارو پورې بیه لرله.
د سیفالله په وینا، د پولې تړل کېدو د پاسپورټونو د اعتبار د ساتلو بهیر هم له ستونزو سره مخ کړ او د همدې وضعیت له امله د یوسف د ویزې ستونزه پیدا شوه، چې وروسته د هغه د نیولو لامل وګرځېده.
سیفالله د پولیسو له خوا د افغانانو د سپکاوي او ځورونې په اړه وايي: «پولیس کله ناکله موږ ته سپکاوی کوي او وايي: تاسو ټول عمر د پاکستان په لګښت ژوند کړی دی.»
هغه زیاتوي، پولیس د سیمې اوسېدونکو ته د «افغانانو» خطاب کوي او په وینا یې، دا ډول چلند تر ډېره له پښتنو سره کېږي.
سیفالله وايي، هغه کسان چې افغان یا پښتنی هویت ولري، د ترهګرو په سترګه ورته کتل کېږي. نوموړي د هغو کورنیو د اوږدمهاله استوګنې یادونه کړې چې څو لسیزې یې په لاهور کې ژوند کړی، خو اوس د پولیسو له خوا نیول کېږي، پوښتنې ترې کېږي، سپکاوی ورته کېږي او اړ کېږي چې د خپل ژوند او هویت د ثابتولو لپاره اسناد وړاندې کړي.
د پېښور د جرګې غړو د شخصي جرګو د جوړولو پر بندیز مخالفت کړی او له چارواکو یې غوښتي چې د دودیزو جرګو د مخنیوي پر ځای دې د هغو د اصلاح او قانوني تنظیم لپاره چوکاټ جوړ کړي. د جرګې د یوه غړي په وینا، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې د جرګو له لارې تر ۲۰۰ ډېرې شخړې هوارې کړې دي.
د پېښور پولیس وايي، دا پرېکړه د هغو شکایتونو له ترلاسه کېدو وروسته شوې چې په ځینو شخصي جرګو کې د خلکو ترمنځ شخړې او وسلهوالې نښتې رامنځته شوې او د پرېکړو په بدل کې د پیسو اخیستو تورونه هم لګېدلي دي.
د پولیسو په وینا، ځینې کسان د کورنیو، سوداګریزو او ځمکو اړوند شخړو د هواري لپاره شخصي جرګې جوړوي، خو د دغو جرګو د پرېکړو او د عملي کولو د لارو چارو په اړه قانوني اندېښنې موجودې دي.
د پېښور د پولیسو مشر ډاکټر میا سعید احمد وايي، د شخړو د هواري لپاره د پولیسو تر څارنې لاندې د شخړو د حل کمېټې فعالیت کوي.
د هغه په وینا، د دغو کمېټو غړي خلکو ته معلوم دي، د پولیسو تر څارنې لاندې کار کوي او د شخړو د هواري په بدل کې پیسې نه اخلي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د شخصي جرګو د جوړوونکو ترڅنګ به د هغو هوټلونو، د ودونو تالارونو او نورو ځایونو مسولین هم له قانوني اقدام سره مخ شي چې دغو جرګو ته د غونډو لپاره ځایونه برابروي.
خو د پېښور د جرګې ځینو غړو د پولیسو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او دا یې د پښتنو د یوه پخواني ټولنیز دود پر وړاندې ناعادلانه اقدام بللی دی.
د جرګې غړی ارشاد شاه افغانستان انټرنیشنل-پښتو ته ویلي چې جرګه د پښتنو د ټولنیز ژوند یوه مهمه برخه ده چې له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ د شخړو د هواري د سولې د ټینګښت او د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي.
د هغه په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دودیزو جرګو له لارې له ۲۰۰ څخه ډېرې شخړې هوارې کړې دي خو په همدې موده کې د حکومت له لوري جوړو شویو جرګو شاوخوا ۲۵ ستونزې حل کړې دي. دا شمېرې د ارشاد شاه خپلې ادعاوې دي.
نوموړی وايي، دودیزې جرګې د سیمې د مشرانو او مخورو په منځګړیتوب جوړېږي او موخه یې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو هواری او د لویو شخړو مخنیوی دی.
هغه ټینګار کوي چې د جرګې غړي د مالي ګټې پرته د خلکو ستونزې اوري او د حل لپاره یې هڅې کوي.
د ارشاد شاه په وینا، دودیزې جرګې په ځانګړي ډول د بېوزلو او منځنۍ کچې کورنیو لپاره د شخړو د هواري اسانه او بېلګښته لاره ده ځکه ډېری دغه کورنۍ د وکیلانو د لوړو فیسونو او د محکمو د اوږدو قانوني بهیرونو د لګښتونو د ورکولو توان نه لري.
د جرګې غړي وايي، د دوی فعالیتونه یوازې د شخړو تر هواري محدود نه دي، بلکې د ورورولۍ، زغم، متقابل درناوي او ټولنیز تفاهم د پیاوړتیا لپاره هم هڅې کوي.
دوی له چارواکو غواړي چې د دودیزو جرګو د بشپړ بندولو پر ځای د هغو د اصلاح او تنظیم لپاره قانوني چوکاټ رامنځته کړي.
دوی ټینګار کوي چې د جرګهییز نظام د فعالیتونو د بندولو پرېکړه ورته د منلو نه ده او له پېښور پولیسو غواړي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
په خېبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول پېښور او شاوخوا سیمو کې جرګې له اوږدې مودې راهیسې د کورنیو، ځمکو او سوداګریزو شخړو د هواري دودیزه لاره پاتې شوې ده.
خو د دودیزو جرګو او هغو شخصي غونډو ترمنځ توپیر شته چې د قانوني صلاحیت پرته د خلکو پر وړاندې پرېکړې کوي یا د پرېکړو په بدل کې د پیسو اخیستو تورونه پرې لګېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پېښور پولیس د شخصي جرګو د مخنیوي خبره کوي. د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې هم د پېښور د پولیسو مشر د پولیسو له رسمي ګډون پرته پر شخصي جرګو د بندیز اعلان کړی و او د پولیسو د تاڼو مسولینو ته یې د دغو جرګو د مخنیوي لارښوونه کړې وه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په تازه ویډیويي پیغام کې د ټولینزو فعالان پام د هغه شلیدلي ګرېوان ته اوښتی او د جامو همدې څېرې شوې برخې د پام وړ سمبولیکه معنا پېدا کړې. د پاکستان له حکومته د پټ شوي دغه سیاسي فعال شلېدلی ګرېوان په بېلابېلو معناو تعبیر شوی دی.
که څه هم دا نه ده څرګنده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر ګرېوان څنګه شلېدلی دی، ایا د هغه پام ورته شته او که نه؟ خو د دې انځور د اغېز د درک لپاره ښايي د پېښې د علت معلومول یوازینی شرط نه وي. کله ناکله یو کوچنی انځور د یوې لویې ټولنیزې تجربې د بیان ژبه ګرځي.
د پښتونخوا د پښتونمېشتو سیمو د خلکو لپاره د محرومیت، جګړو، بېځایه کېدو او ناامنۍ کیسې د ژوند له ورځنیو واقعیتونو سره تړلې دي. د تېرو څو لسیزو جګړو د زرګونو کورنیو ژوند بدل کړی، د ماشومانو راتلونکی یې اغېزمن کړی او د ګڼو خلکو لپاره یې د عادي او خوندي ژوند تصور ستونزمن کړی دی.
د منظور پښتین شلېدلی ګرېوان په همدې پراخ شالید کې د خلکو پام ځان ته اړوي. دا یوازې د یوه کس د جامو څېرې کېدل نه دي؛ لږ تر لږه د هغو کسانو لپاره چې په دې انځور کې د خپل ولس د وضعیت انعکاس ویني، د یوې اوږدې او ناتمامې کیسې د یادونې وسیله ده.
د یوه انځور پر وړاندې د ملاتړ غږونه
په ټولنیزو رسنیو کې د دې انځور په اړه د مثبتو غبرګونونو مهمه موضوع د پښتنو د حقونو، د مدني مبارزې او د ولسي یووالي غوښتنه ده. د منظور پښتین ملاتړي د هغه د غږ پورته کولو او د پښتنو د ستونزو د مطرح کولو پر دوام ټینګار کوي.
د دې ملاتړ تر شا یوازې د یوه سیاسي شخصیت په اړه احساسات نه دي؛ د پښتنو د هغو ټولنیزو او سیاسي غوښتنو یادونه هم ده چې د امنیت، عدالت، بشري حقونو او باعزته ژوند په څېر موضوعات رانغاړي. د ملاتړو له نظره، د یوه فعال د جامو ظاهري حالت د هغه د پیغام ارزښت نه ټاکي؛ مهمه دا ده چې د هغه خبرې کومې ستونزې راپورته کوي او د هغو ستونزو په اړه عامه بحث څومره پراخوي.
البته د ټولنیزو رسنیو غبرګونونه د ټول ولس د نظر استازیتوب نه شي کولای. خو د دې انځور په اړه د ملاتړ ژبه ښيي چې د پښتون ولس د دردونو او غوښتنو موضوع لا هم د خلکو د پام وړ ده.
د منظور پښتین شلېدلی ګرېوان د سایل د هغه بیت یاد تازه کوي چې د یوه وطن د اوږده درد تصویر په څو کرښو کې وړاندې کوي:
تار تار پروت دی چا راټول نه کړ سایله!
د پښتون وطــن ګرېــوان د لیـونـي دی
په دې شعر کې ګرېوان یوازې د جامو یوه برخه نه ده. دا د یوه داسې وطن استعاره ده چې د وخت، جګړو، سیاسي شخړو او ټولنیزو محرومیتونو په منځ کې یې ګڼې برخې څېرې شوې دي. د شعر پوښتنه هم یوازې دا نه ده چې ګرېوان چا شلولی؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ولې یې د راټولولو او رغولو لپاره څه نه دي شوي؟
د پښتون وطن د ستونزو په اړه خبرې ډېرې شوې دي، خو د حل لپاره یې لا هم د سیاسي ارادې، ټولنیز تفاهم او عملي اقداماتو اړتیا شته. د خلکو غوښتنې یوازې په شعارونو نه پوره کېږي؛ امنیت، عدالت، د حقونو خوندیتوب او د ژوند د ښه کېدو واقعي فرصتونه غواړي.
د منظور پښتین د ویډیو په اړه د خلکو پام ښايي د یوې شېبې احساساتي غبرګون وي، خو هغه پوښتنې چې دا انځور یې راژوندۍ کوي، تر یوې ویډیو او یوې ورځې ډېر عمر لري.
د یوه انسان ګرېوان ښايي بېرته وګنډل شي. خو د یوه ولس د باور، امنیت او هیلو د رغولو لپاره تر ستنې او تار ډېر څه پکار دي. د پښتون وطن د ګرېوان د راټولولو لپاره باید هغه لاسونه سره یو شي چې د عدالت، سولې او انساني کرامت د تأمین مسوولیت لري.
ځکه د دې کیسې اصلي موضوع د یوه کس شلېدلی ګرېوان نه دی؛ اصلي موضوع هغه ولس دی چې لا هم د خپل درد د اورېدو، د خپلو حقونو د پېژندلو او د یوه خوندي راتلونکي په تمه دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو له ګډون او مشورې پرته پر بهرنیو کانکېندونکو شرکتونو پلوري. هغه ټینګار کړی، دغه طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلاماباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.
پښتین د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) د پښتونخوا د کانونو د پلور په اړه په یوې نیم ساعته ویډیويي وینا کې ویلي، چې د نومبر په ۱۲مه او ۱۳ په اسلاماباد کې د نړۍ د کانکېندنې شرکتونو په ګډون یو پروګرام جوړېږي، څو د پښتونخوا د کانونو د استخراج او پلورلو په اړه پرېکړې وشي؛ خو د نوموړي په وینا، په دې پروګرام کې د پښتنو استازي ګډون نه لري.
هغه ټینګار وکړ چې د پښتونخوا طبیعي زېرمې د سیمې د خلکو حق دی او اسلاماباد د دې حق په اړه د هغوی له رضایت پرته د پرېکړې واک نه لري.
منظور پښتین له پښتنو وغوښتل چې د کانونو د پلورلو او استخراج په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د بهرنیو شرکتونو د مشرانو او اړوندو نړیوالو ادارو پام دې موضوع ته واړوي.
نوموړي وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ به په واشنګټن کې د نړیوال بانک مخې ته اعتراض وکړي او د پښتنو غږ به نړیوالو ته ورسوي. هغه همداراز د کانکېندنې په سیمو کې له خلکو وغوښتل چې د اعتراضونو، لاریونونو او لارو تړلو له لارې د کانونو د استخراج پر ضد خپل مخالفت څرګند کړي.
پښتین زیاته کړه چې د کانکېندنې له شرکتونو سره باید اړیکه ونیول شي او د پښتنو له رضایت پرته د طبیعي زېرمو د استخراج د پایلو په اړه خبرداری ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړې: «د کانونو د پلور او ترهګرۍ په وړاندې چپ پاتې کېدل پنجابی استعمار لا ځواکمن کوي».
نوموړي له ټولو پښتنو وغوښتل، چې هر یو تر خپله وسه غږ پورته کړي. هغه ویلي: «موږ د دغه کمپنیو او شرکتونو ایمیل ادرسونه او د مشرانو ادرسونه پيدا کړي، خپل د احتیجاج لیک ورته استوو چې دا کار په زور او ظلم کېږي او باید قراردادونه تر سره نه کړي». هغه له ټولو غوښتنه کړې، چې د دغه شرکتونو ایمیلونو ته د دوی لیکل شوی پیغام په فردي توګه ولیږي او په انلاین احتیجاج کې ټول برخه واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا امنیتي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په میرانشاه، بنو، اورکزیو، باجوړ او د بلوچستان په ځینو سیمو کې خلک د ناامنۍ، پوځي عملیاتو او وېرې له وضعیت سره مخ دي.
هغه ویلي، چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د پښتنو په سیمو کې د خلکو ژوند اغېزمن شوی، جبري نیونې او زنداني کول دوام لري او د ولسي خلکو د غوښتنو غږ نه اورېدل کېږي.
پښتین د تېر کال په تېرا کې پوځي عملیاتو ته په اشارې وویل، د پښتنو د مشرانو او ولس له مخالفت سره سره د پاکستان حکومت د عملیاتو پرېکړه وکړه او د خلکو غوښتنې یې له پامه وغورځولې.
هغه خبرداری ورکړ چې د پښتونخوا د طبیعي زېرمو استخراج، که د سیمې د خلکو له رضایت پرته پیل شي، د فساد، ناامنۍ او هدفي وژنو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د تیراه شاوخوا ۶۰۰ بېځایه شوي اوسېدونکي به په څو پړاوونو کې خپلو سیمو ته ستانه کړي. خو د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپرېدی وايي، د حکومت په نوي پلان کې له هرې کورنۍ یوازې یوه کس ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.
د یادې ادارې لهخوا په خپره شوې خبرتیا کې ویل شوي، چې د ولسوالۍ اداره به د تیراه د قومي مشرانو له ۲۴ کسیزې کمېټې سره په همغږۍ د شاوخوا ۶۰۰ بېځایه شویو کسانو د ستنېدو بهیر تنظیم کړي.
د خبرتیا له مخې، له هرې بېځایه شوې کورنۍ څخه یوازې یوه کس ته په ټاکلې ورځ تیراه ته د تګ اجازه ورکول کېږي. د ستنېدونکو کسانو نوملړ به د ولسوالۍ اداره خپروي؛ خو د سفر لپاره د موټرو برابرول به د خلکو خپله دنده وي.
په خبرتیا کې راغلي، یوازې هغه کسان کولای شي د باړې له نوې کمر سیمې څخه تیراه ته ولاړ شي چې نومونه یې په منظور شوي نوملړ کې شامل وي. نورو کسانو ته سپارښتنه شوې، چې د خپل وار تر رسېدو پورې انتظار وکړي او له رسمي اجازې پرته نوې کمر ته ولاړ نهشي.
خو د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند صحبت خان اپرېدي د حکومت پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له هرې کورنۍ څخه یوازې یوه کس ته د ستنېدو اجازه ورکول له بېځایه شویو خلکو سره ناعادلانه چلند دی.
د هغه په وینا، په تیراه کې د ژوند لومړني امکانات نهشته، د خلکو کورونه ویجاړ شوي او د ژمي په رانږدې کېدو سره د بېځایه شویو کورنیو ستونزې لا زیاتېږي.
صحبت خان اپرېدي ویلي، د یوې کورنۍ یو غړی د حکومتي مرستو له ترلاسه کولو پرته نهشي کولای خپل ویجاړ شوی کور بېرته جوړ کړي او نه هم د خپلې کورنۍ د ستنېدو لپاره اړین چمتووالی ونیسي.
نوموړي شکایت کړی، چې حکومت له بېرته ستنېدونکو کورنیو سره نه مالي مرسته کوي، نه خوراکي توکي ورکوي او نه هم د کورونو د بیارغونې لپاره اړین مواد برابروي.
د هغه په وینا، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو تالاشي او د وسلهوالو د بریدونو وېره د خلکو تګ راتګ ستونزمن کړی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د تیراه ډېری بېځایه شوې کورنۍ اوس په باړه او شاوخوا سیمو کې مېشتې دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
صحبت خان اپرېدی وايي، د ډېرو کورنیو سپما شوې پیسې ختمې شوې دي او اوس ان د خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو د سفر لګښت هم نه شي پوره کولای.
د تیراه د اغېزمنو خلکو د غورځنګ ویاند د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ټولو بېځایه شویو کورنیو د خوندي او باعزته ستنېدو زمینه برابره کړي، مالي او خوراکي مرستې ورسره وکړي او د ویجاړو شویو کورونو د بیا جوړولو امکانات ورته برابر کړي؛ څو وکولای شي بېرته عادي ژوند پیل کړي.
د خیبر ولسوالۍ ادارې تر دې وړاندې د سپټمبر په میاشت کې اعلان کړی و، چې د تیراه د بېځایه شویو خلکو د ستنېدو بهیر به د اکتوبر له لسمې پیل شي؛ خو وروسته دغه پلان لغوه شو. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادې پرېکړې د لغوه کېدو لامل نه و روښانه شوی.
د دغه پلان له لغوه کېدو وروسته زرګونه بېځایه شوي کسان خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه پاتې شول. د اغېزمنو خلکو استازي ټینګار کوي، چې حکومت باید یوازې د ستنېدو بهیر اعلان نهکړي؛ بلکې د خلکو د امنیت، استوګنې، خوراک او د ویجاړو شویو کورونو د بیارغونې لپاره هم عملي ګامونه پورته کړي.