
د سپاه پاسداران د استخباراتو مشر مجید خادمي ووژل شو
د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان وکړ، چې د دغه بنسټ د استخباراتو مشر مجید خادمي د دوشنبې د ورځې بریدونو کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې ایران انټرنشنل د هغه پر استوګنځي د برید خبر ورکړی و.

د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان وکړ، چې د دغه بنسټ د استخباراتو مشر مجید خادمي د دوشنبې د ورځې بریدونو کې وژل شوی دی. تر دې وړاندې ایران انټرنشنل د هغه پر استوګنځي د برید خبر ورکړی و.

د خیبر پښتونخوا امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ایالت د تیرا وادي اکاخېل سیمه کې یې د لشکر اسلام په نوم وسلهوالې ډلې باندې د کاپټر ډرون برید کړی، چې په پایله کې د یادې ډلې ۳ وسلهوال وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي د دوشنبې په ورځ وویل: «د برېښناکوټونو او پلونو پر ضد د برید ګواښ جنګي جنایت بلل کېږي او ایران به د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر بنسټ هر ډول تېري یا نږدې ګواښ ته پرېکنده، ژر او پښېمانوونکی ځواب ورکړي».

د اسراییل د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې اوه زره او ۳۵ کسان روغتونونو ته انتقال شوي او ۱۳۰ تنه لاهم په روغتونونو کې بستري دي.

په فراه کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ننګیال فراهي وايي، چې د فراهرود ولسوالۍ اړوند د اب خرما په سیمه کې د یو ایلکس موټر او ټېلر ترمنځ د تکر له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي. نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي یاده کړې.

د افغان کډوالو د جبري اېستلو د لړۍ پر دوام، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې ځايي چارواکو په «غومګول» کمپ کې مېشتو افغانانو ته خبرداری ورکړی، چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو خپل کورونه ړنګ او سیمه پرېږدي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، د دغه ولایت په پچیراګام، خوږیاڼو او سپین غر ولسوالیو کې د بارانونو او سېلابونو له امله د کورونو د چتونو نړېدو پېښو کې ۶ تنه مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي. د دوی په خبره، په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمهییزو رسنیو د راپور لهمخې، د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زردسنګ سیمه کې د دوو بار وړونکو (ټېلر) موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې له امله یې ترافیکي پېښه او ورسره اورلګېدنه رامنځته شوې ده او پنځه تنه پهکې مړه شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايی، چې په زابل، سمنګان، کندوز او سرپل ولایتونو کې یې ۱۴۳۰ راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره ځمکې ورکړې دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې مهال یې ۸۲۶۵ راستنو شویو کورنیو ته د استوکنې لپاره ځمکې ورکړې دي.

د خیبر پښتونخوا ولایتي حکومت په یوه خبرپاڼه کې امر کړی، چې په ولایتي کچه دې مرکزي بازارونه، سوداګریزې پلازې او د شپې لهخوا کېدونکي تجارتي فعالیتونه له اتو تر لسو بجو پورې محدود او وتړل شي. د دې اقدام موخه د برېښنا سپما او په ښاري نظم کې د ښه والي راوستل ښودل شوي دي.

د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې مېشتو افغانانو د افغانستان په خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې دغه پېښې وڅېړي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د وري ۱۶مه) ۴۲۹ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲۲۴۱ کسان کېږي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د ههنګاو د بشري حقونو سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي، د امریکا ـ اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د عراق د کردستان اقلیم کې د ایران د کردستان د ګوندونو مرکزونه او کمپونه لږ تر لږه ۱۶۰ ځله د سپاه پاسداران او د هغوی د نیابتي ډلو لهخوا هدف ګرځېدلي دي.

د بلوچستان ځايي ادارو عامو خلکو ته امر کړی، چې د خپلو کرایهدارانو هویت وڅېړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی افغان کډوال نه دي.

په میدان وردګ کې د طالبانو ځایي مسوولانو ویلي، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه او دوه ماشومان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د یادو مسوولانو په خبره، دغه پېښه د جغتو ولسوالۍ په 'کوزه علانه' سیمه کې شوې ده.

اورشلیم پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل او امریکا له پرلهپسې خبرو اترو وروسته په ایران کې د ستراتیژیکو موخو یو نوملړ وروستی کړی دی. د راپور لهمخې، که تهران د ډونالډ ټرمپ له ټاکلي ضربالاجل سره مخالفت وکړي، دغه موخې به د درنو بریدونو لاندې راشي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په لغمان کې یوې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونو او د طالبانو له لوري هغه هېواد ته ځوابي بریدونو ته په اشارې وویل، هېچا، ان خپله پاکستان هم دا تصور نه کاوه چې طالبان به د دوی د بریدونو ځواب ورکړي.

د طالبانو د هرات او بادغیس رسنیز دفترونه وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هرات-کندهار، هرات-اسلامکلا، هرات - تورغونډۍ او هرات-بادغیس لویې لارې تړل شوې دي. دوی زیاتوي، چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر، ضیا لانګو یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغان طالبانو او ټي ټي پي ترمنځ همکاري شتون لري او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارېږي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر د کابل په قرغې کې د ۲ زره نیالګیو کېنولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان چاپېریال د تپل شویو جګړو او اقلیمي بدلون له امله ډیر زیانمن شوی او په وینا یې، د ځمکې د ابادۍ لپاره تر ټولو اسانه لار د نیالګیو کېنول او د ځنګلونو بیا احیاء کول دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.