
شان وانډيور: په امریکا کې نیول شویو افغانانو ته د نومبر په پیل کې د شړلو ګواښ شوی
د افغان ایواک مشر شان وانډيور وايي، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په یوه توقیف ځای کې شاوخوا ۳۰ افغانانو ته ویل شوي چې لویزیانا ایالت ته لېږدول کېږي او د نومبر په پیل کې به له امریکا وشړل شي. نوموړی وايي، له هغې وروسته یې له شپږو ایالتونو څخه ورته راپورونه ترلاسه کړي دي.


















