
متقي: د داعش ګواښونه او د نشهیي توکو قاچاق د افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اندېښنې دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، د داعش ګواښونه، د نشهیي توکو قاچاق او ناقانونه کډوالي د افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اندېښنې دي.



















