
په زابل کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی
په زابل کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی. د یاد ریاست په وینا؛ د دغه سېلابونو له امله ۸۲ کورونه او ۵۷ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.



















