
په خوست کې د خوراکي توکو ۱۳ لویې هټۍ د بیو د لوړوالي له امله وتړل شوې
په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ولایت د نرخونو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي کمېسیون مسوولینو د هټیو د څار او ارزونې په لړ کې، د خوست ښار د تڼیو لین ته څېرمه ساحه کې ۱۳ هټۍ د خوراکي توکو د وزن د کموالي او د بیو د لوړوالي له امله وتړلې.



















