
ماریا زاخارووا: مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که طالبان او پاکستان غوښتنه وکړي، مسکو به د دواړیو لوریو ترمنځ د سولې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، که طالبان او پاکستان غوښتنه وکړي، مسکو به د دواړیو لوریو ترمنځ د سولې په برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

د طالبانو له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پرې کولو له پریکړې وروسته، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ایران ته سفر کړې. عزیزي په هیرمند کې د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډه اقتصادي غونډه کې ګډون وکړ، او له چابهار بندر څخه به هم لیدنه وکړي.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ او لوجستیک نړوال فورم په څنډه کې یې د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې پټلۍ له مسولینو سره د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ رغولو، چین ته د توکولو د لېږد رالېږد او د افغان ـ ټرانس پروژې د تخنییکي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کندهار کې یې د تېرې جګړې اړوند ځینو پېښو د عیني شاهدانو خبرې مستند کړي ترڅو یې راتلونکو نسلونو ته وسپاري. وزارت په اعلامیه کې لیکلی، چې د کندهار د زندان هغه تونل یې هم مستند کړ، چې ورڅخه ددې ډلې ۵۴۱ تنه نظامي بندیان ژوندي وتلي وو.

د امریکا لوړپوړو پوځي او حکومتي چارواکو په تېرو څو ورځو کې درې ځله په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدلي، څو پر ونزویلا د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه سلا مشوره وکړي. سرچینې وايي که څه هم د ټرمپ وروستۍ پرېکړه لا نده معلومه، خو د برید په اړه جدي بحثونه روان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایراني رسنۍ «صدا او سیما» سره په مرکه کې ویلي، چې فارسي «دري» او پښتو ژبې د طالبانو لپاره مساوي ارزښت لري او ترمنځ یې توپیر نه کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، چې د خوست والي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ کرښې څخه لیدنه کړې. عبدالله مختیار ویلي:«د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده او باید د دندې د ترسره کولو په وخت کې له صداقت او هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.»

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت رییس رحمتالله نبیل د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه د افغانانو کلک دریځ د خپل ملاتړ په توګه تعبیر نه کړي. نوموړی وایي، افغانان هممهاله د پاکستان تېری غندي او طالبان یو «نامشروع او ویجاړوونکی جوړښت» بولي.

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي، د پاکستان امنیتي او سیاسي جوړښت له لسګونو کلونو راهیسې زرګونه افغان کډوال ماشومان روزلي، خو اوس په ناڅاپي ډول هماغه خپلې روزل شوې ملېشې «د هند د استخباراتو ډلې» ګڼي. هغه وايي، دا روایت له واقعيیت سره تړاو نه لري.

د طالبانو د پاسپورټ ریاست مشر عبدالکریم حسیب ویلي چې د پاسپورټونو وېش په ټول هېواد کې عادي شوی او اوس هره ورځ تر دوه نیم زرو پورې پاسپورټونه خلکو ته ورکول کېږي. هغه وایي، د بېړنیو ناروغانو او د ډېر عمر لرونکو لپاره ځانګړې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د کیډیټ کالج له برید وروسته ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو تر شا له ډيورنډ کرښې هغې غاړې ډلې ولاړې دي او ځایي خلک په دې پېښو کې ښکېل نهدي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر لومړي امرالله صالح د طالبانو پر حکومت د ښځو د حقونو د سرغړونې په اړه سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو تحریف شوي شریعت د ښځو اصلي رول په خیرات اخیستو پورې محدود کړی دی.

د تاجکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن کابل ته تللی، څو له طالبانو سره د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د پراختیا او سیمهییزو تعاملاتو په اړه بحثونه وکړي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې دغه پلاوی له طالبانو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت په اړه هم خبرې وکړي.

چین خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په نږدې وخت کې جاپان ته سفر ونکړي. دا ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د جاپان نوې لومړۍ وزیرې سنا ټاکایچي د تایوان په اړه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو اړیکو په کړکېچ بدلې شوې.

د منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو ترمنځ ۷مه مشورتي نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي. د دې ناستې د اجنډا اصلي موضوع د منځنۍ اسیا په کچه د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا او د ګډو پروژو عملي کول دي او د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلوبه هم پهکې نظرونه تبادله شي.

د ایران د لوړو زده کړو وزارت پخواني مرستیال ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې له ۱۲ زرو زیات د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو ایران پرېښی او له دې ډلې نږدې ۶۰ سلنه یوازې په تېرو څلورو کلونو کې کډوال شوي دي.

د طالبانو اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد د اوبو د خوندیتوب او اغېزمن مدیریت لپاره پراخې هڅې روانې دي. طالب چارواکي وایي چې د چیک ډیمونو پروژې به د سیلابي اوبو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او د ښاري او کرنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمه مرسته وکړي.

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

لیکوال: شاه محمود میاخېل پاکستان د غلطو او مغرضانه پالیسیو له امله افغانستان او سیمه، د ګیچتوټ سیمه ایزه ډیلما تر منځ راښکیل کړې ده. په دغه لیکنه کې د دغه ګیچتوب په یو څو بیلګو رڼا اچول شوې ده.

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونو له سپکاویو او درواغو پرته بل څه نهدرلودل.

رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) شیکاګو ته نږدې د فدرالي کډوالۍ د ادارې د یوې ودانۍ مخې ته د مذهبي مشرانو د مظاهرې پر مهال شاوخوا ۲۱ کسان نیول شوي دي.دا پېښه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د سختو تګلارو پر ضد د روانو مخالفتونو تازه بېلګه ده.