
اوکراین د نووروسیسک د تېلو پر ستر روسي ټرمینل د ډرون برید کړی
اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

اوکرایني امنیتي ځواکونه وايي چې د دې هېواد بېپیلوټه الوتکو نن شنبه د (لړم ۲۴مه) د روسیې د نووروسیسک په بندري ښار کې د تېلو پر ستر ټرمینل برید کړی چې له امله یې تاسیسات زیانمن شوي دي.

لیکوال: شاه محمود میاخېل پاکستان د غلطو او مغرضانه پالیسیو له امله افغانستان او سیمه، د ګیچتوټ سیمه ایزه ډیلما تر منځ راښکیل کړې ده. په دغه لیکنه کې د دغه ګیچتوب په یو څو بیلګو رڼا اچول شوې ده.

د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې د هغه څرګندونو له سپکاویو او درواغو پرته بل څه نهدرلودل.

رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د جمعې په ورځ (د لړم ۲۳مه) شیکاګو ته نږدې د فدرالي کډوالۍ د ادارې د یوې ودانۍ مخې ته د مذهبي مشرانو د مظاهرې پر مهال شاوخوا ۲۱ کسان نیول شوي دي.دا پېښه د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ د سختو تګلارو پر ضد د روانو مخالفتونو تازه بېلګه ده.

د افغانستان د موی ټای د ۷۵ کیلوګرام وزن کټګورۍ لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپل ترکي سیال مهمت علي میرک ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.یوه بل افغان لوبغاړي سید حمید سادات بیا د ژېړو مډال ګټلی دی.

د هندي کشمیر (جمو-کشمیر) په سرینګر کې د نوګام پولیسو پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې ۷ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. ډېری وژل شوي کسان پولیس او د عدلي څېړنو د ټیم غړي دي چې د پولیسو مرکز دننه یې د ترلاسه شویو چاودېدونکو توکو معاینه کوله.

د قطر بهرنیو چارو وزارت بیت المقدس انګړ ته د یو شمېر «یهودانو» ننوتل او د فلسطین د «کفر حارث» جومات د دروازې سوځول او پر دیوالونو یې د شعارونه لیکل غندلي دي.قطر دواړه کړنې له نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیکونو سرغړونه ګڼلې ده.

د امریکا د جګړې وزارت یوه چارواکي د طالبانو د دې ادعا په اړه چې ګواکې د امریکا بېپیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا ګرځي، د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې وویل: «په دې اړه د ویلو لپاره څه نهلرو.»

د «ارسا» په نوم د کډوالو او پناهغوښتونکو د ملاتړ یوې ټولنې، ننجمعه د لړم پر ۲۳مه د یوه نړۍوال کمپاین د پیل په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې یوه ورځ په رسمي توګه د «ورکو او مړو شویو کډوالو د یادونې» لپاره ونوموي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښایي د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره یوې هوکړې ته ورسېږي، چې له مخې به یې ریاض ته د اېف-۳۵ پټې جنګي الوتکو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې د اسراییل پوځ له لوري جوړ شوی دېوالد پولې پر ځای په لبنان خاوره کې جوړ شوی، چې دا د لبنان د حاکمیت او د ملګرو ملتونو له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي. اسراییل بیا دغه مساله یوازې یوه ادعا بللې ده.

په جینوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د بشري حقونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده وروستي پیغام ته په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د نړۍ د بشري حقونو په تړاو د «دوهمخۍ» او «دروغجنو» شعارونو څرګندونه کوي.

د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د جوزجان پوهنتون له لوحې د ازبکي ژبې د حذفېدو په غبرګون کې ویلي، پر افغانستان واکمنه ډله «د تعصب لهمخې هڅه کوي د اسلام خدمتګاره ژبې او تمدني ویاړونه لهمنځه یو سي.»

د افغانستان ښځو لپاره ولسي محکمې وویل، چې د روان کال د ډسمبر په ۱۱مه به د یادې محکمې پرېکړه اعلان کړي. له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونو د ارزونې په تړاو د هسپانیا په مادرید کې د افغانستان د ښځو ولسي محکمه د اکټوبر په ۸مه پیل او په ۱۰مه پای ته ورسیده.

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ شاوخوا ۴۰قاضیان پرته له کوم وضاحت څخه له دندو ګوښه شوي دي. له دغه قضایانو ډېری یې د کډوالو له حقونو په دفاع کې کار کاوه. ټرمپ له بیا واکمنېدو سره سم، د کډوالو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.

د ترکیې په انقره کې د طالبانو سفیر شیخ سنیع الله فرهمند د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد اکتاش سره کتلي. نوموړي په دې کتنه کې په ترکیه کې د مېشتو افغانانو پر وضعیت، ستونزو او نور موضوعاتو مفصلې خبرې کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دوی د درملو ټولنې له مسوولینو سره له پاکستان څخه د درملو وارداتو د بندېدو په اړه بحث کړی دی.طالبانو ویلي، افغانستان ته د درملو د وارداتو د بدیلو لارو موندلو لپاره به یو میکانیزم جوړ کړي.

په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان طالبانو له تحریک طالبان پاکستان سره د اړیکو او په یاد هېواد کې د بریدونو له امله فشارونه زیات شوي او اسلاماباد هڅه کوي، دا موضوع نړۍواله کړي چې ګواکې له افغانستان څخه د دوی امنیت ګواښل کېږي.

استرالیایي رسنیو راپور ورکړی چې حکومت یې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي ته خبر ورکړی چې د هغه اعتبارنامه به له فبرورۍ وروسته تمدید نه شي. له دې سره، د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ونه سپاري.

طابان وايي چې د پاکستان سره د وروستیو کړکېچونو او د ډیورنډ پر کرښه د لارو تړلو له امله یې پر پاکستان خپه سوداګریزه تکیه کمه کړې او د ایران او مرکزي اسیا له لارې یې د توکو لیږد رالېږد زیات کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا د ځانګړي استازي رېچارډ لېنډسي سره یې د سیمي د امنیت په اړه ټیلفوني خبرې کړې دي.