
د شانګهای د ترهګرۍ ضد بنسټ: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت مخ په زیاتېدو دی
د شانګهای همکارۍ سازمان سره تړلې یوې امنیتي ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی د سیمې د هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان سره تړلې یوې امنیتي ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی د سیمې د هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

په پکتیا او خوست ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له امله د دوه مېرمنو په ګډون ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. په خوست کې ۳۰ جریبه کرنیزې ځمګې حاصلات له منځه تللې، ۶۵ کورونه او ۸۰ جریبه ځمکه وېجاړ شوې او په پکتیا کې بیا ۲۴ کورونه وېجاړ شوي او ۳۰ څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. یاد وزارت له مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد دفاعي سیستم د ایران له لوري توغول شوي سلګونه بالستیک او کروز توغندي او زرګونه ډرون په بریالیتوب سره شنډ کړي دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د راتلونکې شنبې له ورځې به په اسلاماباد کې ټول عامه ټرانسپورټي خدمات د ۳۰ ورځو لپاره د ښاریانو پر مخ وړیا وي. د چارواکو په وینا دا پرېکړه د تېلو د بیو د بېساري لوړېدو او د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه شوې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د روانو ناخوالو او کړکېچ له امله افغانستان ته د ۴۰۰ مټریک ټنه ژوند ژغورونکو خوراکي توکو د لېږد لاره تړل شوې او دوی اوس په بېړه د بدیلو لارو په لټه کې دي.

چین د جمعې په ورځ وویل، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو بهیر په دوامداره توګه روان دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «پاکستان او افغانستان دواړه د چین منځګړیتوب ته ازښت ورکوي او لېواله دي چې یو ځل بیا د خبرو اترو مېز ته کېني».

اکسیوس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې امریکا د تېر ډسمبر په میاشت کې د ملي امنیت اندېښنو له امله په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازولۍ مرستیال سعادت اقاجاني له خپلې خاورې اېستلی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ د نیمروز، هرات، ننګرهار او کندهار له لارې ۳۰۹کورنۍ له پاکستان او ایران په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مسوولانو د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې ۹۳ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر چې د سختو سېلابونو له امله په اوبو کې بند پاتې وو، را اېستلي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب ویلي، افغان نارینهوو د نجونو د زدهکړو په لاره کې قربانۍ ورکړې دي او د طالبانو تر حاکمیت لاندې د خپلو خویندو او لوڼو د حقونو لپاره له سختو فشارونو او زندانونو سره مخ دي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وایي، د افغانستان د ختیځ او لوېدیځ ولسونه د دوی اردو ده او په «جهاد» کې یې د دوی په څنګ کې لویې امپراطورۍ ماتې کړې دي. نوري پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر مهال د ولسونو د ملاتړ ستاینه وکړه.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې جګړې له امله زرګونه بېځایه شوې کورنۍ په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي او که بېړنۍ مرستې ورته ونه رسیږي له ناورین سره به مخ شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ په زیاتېدو او له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ او محدودیتونو پر دوام په بلوچستان کې له زدهکړو بېبرخې یوشمېر افغان زدهکوونکې خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي. دوی د پاکستان له حکومته د زدهکړو د دوام غوښتنه کوي.

د ننګرهار او زابل ولایتونو یو شمیر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د جاسوسۍ په پلمه د هغو کسانو د نیولو او راټولولو بهیر پیل کړی چې رواني ستونزې لري. طالبان ادعا کوي چې په ظاهره رواني ناروغ د دوی پر ضد د جاسوسی په تور نیول شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ګډ راپور ښيي، چې د پاکستان حکومت په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۱۹زره او ۳۴ افغان کډوال نیولي دي. د راپور له مخې؛ په ورته موده کې تر ۱۷۰زره ډېر کسان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې د جمعې په ورځ د چین په اورمچي ښار کې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري. د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو جزییات لا نهدي خپاره شوي. د چین بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دواړه خواوو ترمنځ به خپلې هڅې او منځګړیتوب ته دوام ورکړي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، د کابل – بامیان لویه لاره چې د میدان وردګ ولایت لومړۍ حصې بهسودو ولسوالۍ اړوند اونۍ کوتل سیمه کې د واورې ورېدو له کبله تړل شوې وه؛ بېرته خلاصه شوه.

د پاکستان د سنا مجلس اقتصادي چارو کمیټې په راپور کې راغلي، پر پاکستان ۸۱زره مېلیارده پور دی چې د پاکستان د نفوس له مخې هر پاکستانی وګړی ۳۲۵زره پوروړی دی. یادې کمیټې دغه راپور د بهرنیو او کورنیو پورونو په ګډون د نړۍوال وجهي صندوق پورونو په اړه په یوې جوړې شوې ناسته کې وړاندې کړی.

په اندونیزیا کې د طالبانو سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفیر سعدالله بلوچ د دغه هېواد پخواني مرستیال ولسمشر او د جوماتونو شورا مشر محمدیوسف کالا سره په لیدنه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د «اسلامي اصولو» خلاف یاد کړي.

د پاکستان تر ولکې لاندې د جمو او کشمیر سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې ویلي، که څه هم افغان کډوال خپل هېواد ته د بېرته ستنولو له پالیسیو سره سم له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ خو له قانوني پروسې پرته یې نیول او اېستل منعه دي.