• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

راپور؛ د طالبانو ارزانه ډرونونو پاکستان ته نوی سرخوږی جوړ کړی

د فرانس۲۴ په یوه راپور کې راغلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له پیل راهیسې ډرونونه د دواړو خواوو د تقابل یوه نوې وسیله ګرځېدلې او اسلام‌اباد ادعا کوي چې یوازې د ۲۰۲۶کال په سپټمبر میاشت کې یې له افغانستان نه توغول شوي ۲۳ ځانمرګي ډرونونه شنډ کړي دي.

اصف درانی: پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي

اصف درانی: پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، پاکستان د افغانستان په اړه ګڼې تېروتنې کړې دي او باید خپل تېر چلند له سره وارزوي او خپلې تېروتنې اصلاح کړي. هغه زیاته کړه، که افغانان متحد وای، طالبانو به واک ته د رسېدو توان نه درلود.

د خيبر پښتونخوا ۱۲ ولسوالۍ به د ترهګرۍ تر پای ته رسېدو د شهباز شریف تر واک لاندې وي

د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره، چې بېړنی حالت پکې لګول شوی، د «سیمې استازې او پرمختیا» شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغو سیمو کې بېړنی حالت نافذ شوی او دا سیمې نېغ په نېغه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر څارنې لاندې راغلې دي.

پاکستان او روسیې د سایبري جرمونو او امنیتي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

پاکستان او روسیې د سایبري جرمونو پر ضد د مبارزې، د پولیسو د روزنې او د امنیتي همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده. دغه هوکړه د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ترمنځ په یوې غونډه کې شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني؛ لاریونونه کوټې او د بلوچستان نورو ښارونو ته هم وغځېدل

په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني؛ لاریونونه کوټې او د بلوچستان نورو ښارونو ته هم وغځېدل

نن په کوټه او د بلوچستان په نورو ښارونو کې د محمودخان اڅکزي په لارښوونه، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د اپوزېسیون ګوندونو د اېتلاف له‌خوا په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د والي واکمنۍ پرضد لاریونونه ترسره کېږي.

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې شپږ افغان کډوال نیول شوي دي

د بلوچستان په کیچ ولسوالۍ کې شپږ افغان کډوال نیول شوي دي

د پاکستان سرحدي ځواکونو د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ د نودز په سیمه کې شپږ افغان کډوال نیولي او د نصیراباد سیمې پولیسو ته یې سپارلي دي. نیول شوي افغانان د قانوني پړاوونو بشپړولو لپاره پولیسو ته سپارل شوي دي.

په بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

په بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي

د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د هدفي وژنو، د مړو د موندلو او کورنیو شخړو په جلا، جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. یوازې په پنجګور ولسوالۍ کې د پنځو کسانو مړي موندل شوي دي.

په سوات کې شپږ افغان ډاکټران له عملي طبي دورې منع شوي او د پاکستان پرېښودو امر ورته شوی

په سوات کې شپږ افغان ډاکټران له عملي طبي دورې منع شوي او د پاکستان پرېښودو امر ورته شوی

د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ د سیدو شریف روغتون ادارې شپږ افغان ډاکټران له عملي طبي دورې منع کړي او هغوی ته یې امر کړی، چې سملاسي خپلې لیلیې خالي کړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه ډله هڅه کوي چې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د دروازو د تړل کېدو له امله رامنځته شوي سوداګریز زیانونه د بدیلو لارو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا له لارې جبران کړي.

پاکستان ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر سفر؛ زرداري د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

پاکستان ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر سفر؛ زرداري د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

د پاکستان ولسمشر اصف زرداري، دغه هېواد ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال، ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه دې د جیوپولیټکي مسایلو په پام کې نیولو پرته، د همکارۍ پراختیا ته دوام ورکړي. روسي وزیر، د پاکستاني پولیسو او متخصصانو روزنې ته چمتووالی ښودلی.

د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید؛ ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وسله‌وال برید؛ ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په ګومل پوهنتون سیمه کې د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه برید د پخوانۍ دښمنۍ پایله ښکاري.

په کراچۍ کې د یوې کورنۍ د پنځو غړو مړي موندل شوي

په کراچۍ کې د یوې کورنۍ د پنځو غړو مړي موندل شوي

د پاکستان پولیسو ویلي چې د سې شنبې په ورځ د کراچۍ ښار د ګلشن حديد په بن قاسم سیمه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي په یوه اپارتمان کې مړه موندل شوي دي.

د پاکستان په ملتان کې له پټلۍ د اورګاډي د اوښتو پېښه کې شپږ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي

د پاکستان په ملتان کې له پټلۍ د اورګاډي د اوښتو پېښه کې شپږ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي

د پاکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې خبر ورکړی، چې په ملتان کې له پټلۍ د یوه مساپر وړونکي اورګاډي د اوښتو او چپه کېدو پېښه کې لږترلږه شپږ کسان مړه او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي. د یادې ادارې په وینا، د «رحمان بابا اېکسپرېس» مساپر وړونکی اورګاډی له کراچۍ نه د پېښور په لور روان و.

بلوچستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۳ کسان مړه شوي

بلوچستان کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۱۳ کسان مړه شوي

د بلوچستان د کچي ولسوالۍ په اېن-۶۵ ملي لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۱۳ کسان مړه او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، لومړۍ پېښه د مچ په سیمه کې د دوو لاریو او یوه مساپر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

کوېټه کې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه؛ دوه پاکستاني پیلوټان وژل شوي

کوېټه کې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه؛ دوه پاکستاني پیلوټان وژل شوي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي چې د تلې په ۲۰مه نېټه، غرمه مهال د کوېټې ښار نوېن کلي ته نږدې د پوځ یوه روزنیزه الوتکه د تخنیکي خرابۍ له امله راغورځېدلې چې په کې سپاره دواړه پیلوټان وژل شوي دي.

د پاکستان د جزايي اجراآتو قانون ۱۴۴ ماده؛ پېښور کې پر هر ډول اعتراضي فعالیتونو بندیز ولګېد

د پاکستان د جزايي اجراآتو قانون ۱۴۴ ماده؛ پېښور کې پر هر ډول اعتراضي فعالیتونو بندیز ولګېد

د پېښور مرستیال کمېشنر د پاکستان د جزايي اجراآتو قانون د ۱۴۴ مادې له مخې په ښار کې پر غونډو، لاریونونو او هر ډول اعتراضي فعالیتونو بندیز لګولی دی.

پاکستان: طالبان دې د خبرو پر ځای د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو پر ضد عملي اقدامات وکړي

پاکستان: طالبان دې د خبرو پر ځای د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو پر ضد عملي اقدامات وکړي

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د شاوخوا شپږ زره جنګیالیو شتون او له دې ډلې سره د طالبانو د ملاتړ یادونه شوې ده. دغه وزارت له افغان طالبانو غوښتي چې دخبرو پر ځای ددغه ډلې پر ضد عملي اقدامات وکړي.

ملک ستېز: پاکستان له خپلې «جعلي ډیموکراسۍ» سره افغانستان ته حل لارې ورښیي

ملک ستېز: پاکستان له خپلې «جعلي ډیموکراسۍ» سره افغانستان ته حل لارې ورښیي

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه ملک ستېز ، د پاکستان ډیموکراسي «جعلي» او دغه هېواد یې له سیاسي ناورین سره مخ بللی. د هغه په وینا، پاکستاني چارواکي له دې سره بیا هم، ځانته حق ورکوي چې افغانستان ته د حل لارو په نوم نسخې وړاندې کړي.

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدو یو کال؛ دواړه خواوو ته د ۲.۳ مېلیارد ډالرو سوداګريز زیان

د انارو د حاصلاتو موسم رارسېدلی، خو د یوه افغان بڼوال اصلي اندېښنه د انارو راټولول نه؛ بلکې د پېرودونکو موندل دي. هغه افغانستان انټرنشنل ته په یوه لېږلې ویډیو کې خپل د انارو بڼ ښيي او وايي، ان د محصولاتو د بیې پوښتنې لپاره هم څوک نه ورځي.

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځي کړۍ په کابل او اسلام‌اباد کې د ناامنۍ لامل شوې دي

ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان پوځي کړۍ په کابل او اسلام‌اباد کې د ناامنۍ لامل شوې دي

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د پاکستان پوځي کړۍ په کابل او اسلام‌اباد کې د ناامنۍ لامل شوې. د هغه په وینا، دغه پوځي کړیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د خبرو او مذاکراتو مخه نیولې ده.

اسحاق ډار طالبانو ته د وسله‌والو ډلو پرضد د اقدام نه کولو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی

اسحاق ډار طالبانو ته د وسله‌والو ډلو پرضد د اقدام نه کولو پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې د وسله‌والو ډلو پر ضد د اقدام نه کولو له پایلو سره به مخ شي. نوموړي ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې تر ۹۰زره ډېر کسان له لاسه ورکړي او اقتصاد یې نږدې ۵۰ مېلیارده ډالر زیان لیدلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت سیاسي کړکېچ ژورولی شي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون: خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت سیاسي کړکېچ ژورولی شي

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون خبرداری ورکړی چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلانول ښايي سیاسي کړکېچ ژور کړي او له فدرالي حکومت او تحریک انصاف څخه یې د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.