ملتپاله شاعر او سیاستوال شمس بونیری مړ شو

د پښتونخوا ملتپاله سیاستوال، شاعر او د پښتونخوا عوامي نشنل ګوند مشر غړی شمس بونیری د اګسټ په لومړۍ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د پښتونخوا ملتپاله سیاستوال، شاعر او د پښتونخوا عوامي نشنل ګوند مشر غړی شمس بونیری د اګسټ په لومړۍ نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د شمس بونیري زوی رشید جان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته تایید کړه چې پلار یې تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د اوه اویا کلونو په عمر مړ شو.
لیکوال او شاعر طایر ځلاند وايي چې شمس بونیری په پښتونخوا کې د عدم تشدد د لارې یو لاروی او د عوامي نشنل ګوند له مخکښو مشرانو څخه و.
د نوموړي په خبره چې په نویمو کلونو کې د پاکستان د حکومت له خوا د ده پر کتابونو بندیز لګېدلی و او له پښتونخوا څخه کابل ته تبعید شوی و.
ځلاند زیاتوي چې بونیری د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ تر سقوط پورې په کابل کې پاتې شو او په ۲۰۰۱ ز کال کې د پاکستان حکومت د هغه له کتابونو بندیزونه لېرې کړل.
بونیري لس چاپ او نا چاپ اثار لري چې ډېر مشهور یې (سور سحر) او (دا کتاب د زندان رڼا) دي. ټاکل شوې ده چې د نوموړي جنازه به د اکسټ په دویمه نېټه په بونیر کې ادا شي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په باجوړ کې تر برید وروسته ویلي :«اوس پاکستان له هغې بلا سره مخ دی چې پوځ او مدرسو یې د افغانستان لپاره روزلې وه».
د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې دوه ورځې وړاندې د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې ځانمرګی برید شوی و چې له امله يې ۵۶ کسان وژل شوي و او تر یونیم سل زیات ټپیان دي.
صالح زیاتوي، کله چې د ملي امنیت رییس و، په پاکستان کې د طالبانو د استخباراتو د اوسني مرستیال ملا تاجمیر د ترهګریزو مرکزونو او بم جوړولو د ورکشاپونو په اړه معلومات یې د دغه هېواد له استخباراتي مشرانو جنرال کیاني او بیا جنرال شجاع پاشا سره شریکول.
نوموړی وايي، دا معلومات یې د امریکا او ناټو په منځګړتوب تر پاکستان رسول چې اسلام اباد قانع او په خپله خاوره کې د افغان حکومت د وسلوالو مخالفانو پرضد فعال کار وکړي.
نوموړی دا د ناټو او امریکا ساده یا ناسمه محاسبه بولي چې فکر یې کاوه پاکستان به د حقاني شبکې پرضد عملیات وکړي، چې پخپله امریکايي جنرال مایک مولن «د ای اېس ای مټ» بللې و.
هغه زیاتوي امریکايي چارواکي د زړه له تله پوهېدل چې افغان حکومت دا خبره سمه ده چې «پاکستان د ترهګرۍ پالونکی دی، نه ځپونکی.»
هغه وایي: «هر وار به مو چې د پاکستان استخباراتو ته د ملا تاجمیر دقیق ځای ور په نښه او ترې وغوښتل چې په دې برخه کې عمل وکړي، نو ملا تاجمیر به د ای اېس ای د مرکزي دفتر په لارښوونه د اړیکې شمېره او ځای بدل کړل.»
امرالله صالح زیاتوي چې په دې هکله مفصله لیکنه یې د پي بي اېس رسنۍ په ۲۰۱۱ کال سیریز کې خپره شوې وه.
صالح زیاتوي هیڅکله هم ونه پوهېد چې د پاکستان اسټیبلشمنټ ولې دا باور لري چې ترهګر یوازې افغانان یا په افغانستان کې دننه نورو ته زیان رسوي: «نن چې ما په باجوړ کې چاودنې غږ واورېد نو سملاسي مې ذهن ته د کیاني، پاشا، تاجمیر، فیض حمید، د جمعیت علمای اسلام مولانا فضل الرحمن او په لسګونو نور نومونه راغلل چې د افغانانو د قتل عام لپاره یې جشنونه کول.»
د نوموړي په خبره، د طالبانو په بریالیتوب د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف مبارکي د افغانانو د وژلو او بربریت ته د هغو د سپارلو په معنا وه.
تر اوسه د پاکستان له لوري په حکومتي کچه غبرګون نه دی ښودل شوی خو د تېر حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په خپله ټويټر پاڼه امرالله صالح ته لیکلي دي: «خلک به په کابل کې ستاسو وحشتناکه واکمني هېره نه کړي، تاسو د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم په میلیونونو ډالر لوټ کړل. لوېدیځ ته مو دوکه ور کړه چې افغانستان باثباته ملي اردو لري.»
ښايي د نوموړي هدف دا وي چې د امریکا وتلو سره ملي اردو هم له منځه لاړه او طالبان واکمن شول.
خو پخواني افغان چارواکي وايي، چې امریکا له طالبانو سره تر دوحې تړون وروسته په جګړه کې د افغان ځواکونو ملاتړ کم او بیا هم بند کړ.
فواد چوهدري، امرالله صالح ته په ځواب کې د نورو پاکستانیو چاروکو په څېر یو وار بیا تور لګولی چې پخواني افغان حکومت د هند په کارنده مرسته د پاکستاني طالبانو غورځنګ ته ترهګریز مرکزونه برابر کړل.
نوموړی ښاغلي صالح ته په خطاب کې زیاتوي: «نړۍ د افغان حکومت د بې کفایتۍ بیه پرې کوي او تاسو پاکستان تورنوئ؟»
پاکستاني چارواکي اوس پر طالبانو تور پورې کوي چې د دغه هېواد ضد وسلوالو په تېره پاکستاني طالبانو ته یې پناه ور کړې ده، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.

د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي؛ د افغانانو او د بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله یې له طالبانو سره د «مستقیم تعامل لپاره» د قطر پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې له پلاوي سره ولیدل.
اما مېرمن امیري په خپل ټوېټ کې لیکلي: «د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای طالبانو سره خبرو ته کښېناستم».
مېرمن امیري زیاتوی، چې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې امریکايي پلاوي بیا - بیا په افغانستان کې د انساني حقونو د حالت د سمون پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی دی.
نوموړې وايي، امریکايی پلاوي له طالبانو وغوښتل چې د زدکړو او کار په ګډون پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې او بندیان خوشي شي. همدارنګه جسمي سزا او د رسنیو او بیان ازادۍ ځپلو ته هم پای ټکی کېښودل شي.
د هغې په خبره؛ د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات ترلاسه کولو او د بشري پانګې د ساتلو او له نړۍوالې ټولنې سره د دریځ د ښه کولو لپاره بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري.
خو طالبانو او امریکا تر دې دوه ورځنۍ ناستې او د رینا امیري له ټوېټ وروسته هم د خواله رسنیو ځینې افغان کارونکو پر دغه غونډه نیوکې کړې دي.
د نجونو د زکړو اکاډمۍ بنسټګره سودابه بیاني له رینا امیري څخه په خپل ټوېټ کې پوښتنه کړې ده: طالبان ان ښځو ته د انسان په سترګه نه ګوري نو څنګه موږ له دې ډلې سره تعامل وغواړو.
هغې زیاته کړې ده چې نږدې نیمايي ښځې او سړي بې کاره او له ژور خپګان سره مخ دي، نو څنګه به له داسې ډلې سره تعامل وغواړي چې له همدې مصیبت سره یې مخ کړي دي.
خو د دې غونډې تر پیل مخکې هم د ښځو ملاتړو ډلو له امریکايي چارواکو غوښتي وو چې له طالبانو سره خبرو ته جرګه نه شي.
د ښځو اعتراضي ډلو ایتلاف له طالب چارواکو سره د امریکايي پلاوي ناسته ناروا(نامشروع) او د طالبانو د «سپین ښودلو» هڅه بللې وه.
دغه ایتلاف چې د معترضو ښځو له شپږو ډلو جوړ دی په یوه اعلامیه کې ویلي؛ د ښځو، معترضانو او د قرباني کورنیو له ګډون پرته دا ډول ناستې «ناروا» دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې ناسته کې به د ټولګډونه حکومت موضوع د اجنډا په سر کې ځای ولري . ضمیر کابلوف له تاس خبري اژانس سره خبرو کې زیاتوي، تراوسه د طالبانو حکومت د ټولګډونه کېدو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
د هغه په خبره، دغه ناسته به د روسیې کازان ښار کې د سیپټمبر میاشتې په وروستیو کې جوړه شي .
د افغانستان په اړه د مسکو تېره غونډه د تېر کال د نوامبر په میاشت کې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شوې وه .
په دغه غونډه کې د روسیې ، هند ، ایران ، قزاقستان ، قرغزستان ، چین ، پاکستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او ازبکستان استازو کډون کړی وه .
روسیې تېر کال دغې غونډې ته طالبان نه وه وربللي.
خو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ( ۷ اسد ) ویل چې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ددې ډلې له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال نوموړي ته د مسکو راتلونکې غونډه کې د کډون بلنه ور کړې ده .

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوليو ضد واکسیناتورانو باندې نننی برید غندلی چې پکې د واکسیناتورانو دوه ساتونکي وژل شوي دي. بلاول بوټو زرداري له چارواکو غوښتي، چې د واکسیناټورانو امنیت ټینګ کړي او د پېښې د عاملینو پلټنه وکړي.
دغه پېښه نن سهار د کوټې په نوي کلي کې هغه مهال شوې، کله چې د دې ښار په ګډون د بلوچستان په ۳۵ ولسوالیو یا ضلعو کې د پولیو ضد کمپاین روان و.
دغه کمپاین به اوه ورځې دوام کوي، چې پکې به دوه نیم میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې له پنځو کالو کم وي.
د دغو دوو تنو وژل شويو ساتونکو مړي دا مهال د کوټې مرکزي روغتون ته وروړل شوي او ځایي پولیس وایي چې د پېښې د عاملینو لټه یې پيل کړې ده.
د نوي کلي د زرغون اباد دتاڼې د اېس،اېچ،او اصف مروت په خبره اوس د کوټې په نورو برخو کې د پولیو ضد کمپاین روان دی او د دغه کمپاین د بریالي ترسره کولو لپاره د صوبایي حکومت له لوري سخت امنیتي ګامونه پورته شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د پولیو ضد واکسین پر کارکوونکو او ساتونکو خونړی برید کېږي، تر دې وړاندې هم د خېبر پښتونخوا په ځينو سیمو کې د پولیو واکسیناتوران او د هغوی امنیتي ساتونکي په نښه شوي او مرګ ژوبله وراوښتې وه.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، په دغه ښار کې د معاصر افغانستان د بنسټګر او امپراتور احمدشاه بابا د کور رغولو تخنیکي او مسلکي سروې پیل شوې ده.
د باختر اژانس د رپوټ له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي ټیم د احمد شاه بابا د کور لومړنۍ سروې پیل کړې او له سروې وروسته به یې د رغونې چارې هم پیل کړي.
د افغان امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې په سدوزو سیمه کې دی، چې درې سوه کلن تاریخ لري او په بخارایي بڼه جوړ شوی، خو اوس يې ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دغه کور د استملاک چارې د تېر حکومت پرمهال بشپړې شوې او تمه وه چې د بیارغېدو چارې یې هم پیل شي خو تر اوسه پر ځای پاتې دي.
د تېر حکومت پر مهال ولسمشر غني کندهار ته د تلو ژمنه کړې وه او تمه کېده، چې دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي.
د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکي د احمدشاه بابا د دغه تاریخي کور رغولو ته خوښ دي.
دوی له اطلاعات او کلتور وزارت غواړي، چې د دغه کور د رغېدو لپاره بودیجه ځانګړې او هم دي ملي سوداګر د دغه لرغوني ځای د ساتلو او بیارغونې په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.
