د باجوړ تر برید وروسته د امرالله صالح او فواد چوهدري ناندرۍ

د افغانستان د ملي امنيت پخواني مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح په باجوړ کې تر برید وروسته ویلي :«اوس پاکستان له هغې بلا سره مخ دی چې پوځ او مدرسو یې د افغانستان لپاره روزلې وه».