د اسلامي همکاریو سازمان وایي، له طالبانو سره یې په "اسلام کې د اعتدال" په اړه خبرې کړې دي

د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړی، چې د دغه سازمان یوه پلاوي له طالب چارواکو سره پر مهمو موضوعګانو لکه زغم، په اسلام کې اعتدال، د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار په اړه خبرې کړې دي.






