په عراق کې د ترافیکي پېښې له امله څلور افغان زیارت کوونکي وژل شوي دي

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په عراق کې د ترافیکي پېښې له امله څلور افغان، ۱۲ ایراني او درې عراقي زیارت کوونکي وژل شوي دي. دا پېښه د عراق د کاظمین – سامرا د لارې په اوږدو کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې او ۱۱ کسان پکې ټپیان دي.