• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان او سیمه کې د شیشې قاچاق ډېر شوی

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۴ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي، د طالبانو له خوا پر نشيه یي توکو له بندیز وروسته د هیرویینو قاچاق کم خو په افغانستان او سیمه کې د شیشې یا میتامفتامین قاچاق او تجارت ډېر شوی دی. د ملګرو ملتونو د جرمونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې دفتر دا خبره د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې کړې ده.

د دې ادارې مشر غاده ویلي وايي: په افغانستان او سیمه کې د شیشې د قاچاق زیاتوالی د بې قانونه نشه يي توکو په بازار کې پام وړ بدلون ښيي او زموږ سملاسي پاملرنه غواړي.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ترلاسه کړ، د ۲۰۲۲ اپریلکې یې په افغانستان کې چې د نړۍ د تریاکو يي توکو اصلي تولیدوونکی دی، د نشه يي توکو پر تولید بندیز ولګاوه.

طالب چارواکي وايي امنیتي ځواکونه یې د کوکنارو د کر مخه نیسي او حاصلات یې له منځه وړي.

تر ۲۰۲۱ کال په پنځو کلونو کې په افغانستان کې د شیشې نیول ۱۲ برابره شوی دی.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۲ کال په اوږدو کې د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو کې هم دا نشه يي مواد ډېر ضبط شوي دي.

د فرانسې او اسټرالیا په څېر خورا لرې هېوادونو هم ویلي داسې شیشه یې نیولې چې ښايي سرچینه یې افغانستان وي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ډېری شیشه د زوکام او والګي په څېر دارو درملو له لومړنیو توکو جوړ شوي دي.

په افغانستان د داسې بوټي کور دی چې د شیشې یا میتامفتامین جوړولو کې کارېدلی شي، خو ملګري ملتونه وايي، چې د دې نشه يي توکي تولید یوازې پر دې بوټي هم ولاړ نه دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

له جګړې وروسته د تورخم دروازې تړل؛ طالبانو له پاکستان سره د ډیپلوماټیکو خبرو غوښتنه وکړه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۵ GMT+۱

څلور ورځې وروسته له هغې چې له پاکستاني پوله ساتو سره د طالبانو له نښتې وروسته د تورخم دروازه وتړل شوه، دغې ډلې د دروازې تړل او پر طالبانو د پاکستاني پوځیانو ډزې د «ښه ګاونډیتوب خلاف» کړنه بللی. طالبانو، پاکستان ته د خبرو اترو وړانديز کړی

د دې ستونزې د حل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره د ډیپلوماټیکو خبرو غوښتنه وکړه.

د تورخم دروازه د چهارشنبې په ورځ (د وږي۱۵ مه) د وسلوالو طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې د لامل په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او پکې لیکلي یې دي: «پاکستاني ځواکونو پر افغان پوله ساتوځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې (دوی) د یوې پخوانۍ جوړې شوې امنیتي پوستې په بیا رغاونه بوخت شول.»

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ډزې هغه مهال پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني عسکرو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

دغه وزارت د وارداتو په برخه کې د پاکستان اقتصادي اړتیا ته په اشارې سره ویلي چې د تورخم بندر تړل به د دواړو هېوادونو او سیمې پر سوداګرۍ ناوړه اغېز وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان د کراچۍ په بندر کې د ستونزو په رامنځته کولو تورن کړی او ویلي يې دي چې، «هغه مهال چې د افغانستان کرنیز محصولات او تازه میوې را واردیږي، نو په ناحقه راپورته شي او دروازې را باندې وتړي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان دغه کړنې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ واټن زیاتوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د مالونو او تجهیزاتو د سلګونو کانټینرونو درول، د واګه بندر په لاره کې د افغان انځرو د ډکې لارۍ سوځول او د تورخم لارې بندول د نړیوالو قوانینو له مخې د ټولو پخوانیو شويو ژمنو خلاف کړنه بولي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې د تفاهم او ډیپلوماټیکو خبرو اترو لاره خپله کړي.

دغه وزارت وايي:«مه پرېږدئ! چې سیاسي او نورې مسلې د خلکو اقتصاد، سوداګرۍ او ازاد تګ راتګ ته زیان ورسوي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر له طالبانو وغوښتل چې «ټي ټي پي» دې وځپي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالی وزیر وايي، طالبان د دې مسوول دي چې په پاکستان کې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستاني طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي. هغه ويلي اسلام اباد تمه لري چې طالبان به په افغانستان کې یاغي ډلې وځپي.

جلیل عباس جیلاني د شنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، اسلام اباد تمه لري چې طالبان به د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ګډون ټولې یاغي ډلې وځپي.

د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵ مه)، د پاکستاني طالبانو غورځنګ اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې یې د پوځ دوه پوستې نیولې او د پوځ نهه سرتېري یې وژلي دي.

له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ وویل چې په دغه جګړه کې ښکېل وسلوال د افغانستان د نورستان او کونړ ولایتونو له نږدې سیمو را اوښتي و.

له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی ور وغوښت، د چترال او تورخم فرضي کرښې په اوږدو کې د رامنځته شوې جګړې په اړه يې احتجاج ورته وکړ.

په دې خبري غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر په اسلام اباد کې د طالبانو د چارواکي احضارولو پخلی وکړ او ويې ويل چې پاکستان په دې پېښه خپل کلک اعتراض څرګند کړى او دغه طالب چارواکي ته يې يو احتجاجي ليک هم سپارلى دى.

جيلاني د چترال پېښه خواشینونکي وبلله او زياته يې کړه چې پاکستان په دې ورستیو کې د ترهګریزو فعالیتونو ډیروالی په جدي توګه اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر ټینګار وکړ چې دغه هیواد له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي.

جيلاني زياته کړه چې اسلام اباد له طالبانو غواړي چې ډاډه شي دا ډول پېښې به بيا نه رامنځته کيږي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې هېواد او نړۍ له افغان طالب چارواکو تمه لري چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي او پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

ټي ټي پي له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري. طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته د پاکستان د پوځ او ټي ټي پي ترمنځ د سولې څو پړاوه خبرې اترې وکړې. خو دغه خبرې بې پایلې شوې.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د پاکستاني طالبانو غورځنګ د دغه هېواد د پوځ پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. په وروستیو میاشتو کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو په پټنځای بدل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت استازې او د جرمني د پارلمان مرستیاله د تمنا پریاني لېدو ته ورغلې دي

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت استازې او د دغه هيواد د ایالتي پارلمان مرستياله د تمنا زرياب پريانې د نه خوړو اعتصاب په نهمه ورځ په کولون ښار کې د هغې د پرلت ځای ته ورغلې. ورغلو جرمني چارواکو هغې ته بلنه ورکړې چې پارلمان ته دې د وينا لپاره ورشي.

د تمنا پریاني خور افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دوی ترې د اعتصاب پای ته رسولو غوښتنه کړې او اغلې پریاني ته یې بلنه ورکړې چې همدلته دې ایالتي پارلمان ته وینا وکړي.

جرمني چارواکو د اغلې پریاني د پرلت ځای ته په داسې حال کې ورغلي، چې نوموړې او نظام جلالي د شنبې په ورځ د وږي په ۱۸ مه د روغتیايي حالت د خرابوالي له امله روغتون ته وړل شوي وو.

تمنا زریاب پریانۍ او نظام جلالي نهه ورځې وړاندې د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو د ښځو ضد سیاستونو او په افغانستان کې د جنسیتي توپير د رسمیت پېژندلو په اعتراض کې د نه خوړلو اعتصاب وکړ. ښاغلی جلالي ایرانی دی.

د تمنا زرياب پريانې خور زرمينې پریاني افغانستان انټرنېشنل ته وويل چې د نوردراین- وستفالن ایالت د پارلمان مرستيالې تمنا پریاني ته بلنه ورکړې چې د دغه ايالت په پارلمان کې دې وينا وکړي.

تمنا زریاب پریاني یوه له هغو افغان ښځينه لاریون کوونکو څخه ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په کابل کې له یو شمېر نورو نجونو سره د دغې ډلې پر ضد لاریون وکړ. طالبانو هغه ونیوله، اغلې پریاني د دغې ډلې له بند تر خلاصیدو وروسته له افغانستانه ووتله او په جرمني کې کډواله شوه.

په ورته وخت کې په ناورې او پاکستان کې یو شمېر نورو افغان ښځینه فعالانو هم له ورته غوښتنو سره د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

طالبان: د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د طالبانو له لوري د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر تیره ورځ رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د شنبې ورځ له شمال څخه د سالنګ له لارې د موټرو د تیرېدو وروستۍ ورځ ده. هغه دا و نه ويل چې دغه لاره به تر کله تړلې وي

د طالبانو له لوري د سالنګونو ساتنې ادارې مشر عبدالحلیم اغا وايي: د یکشنبې ورځې څخه به دغه لویه لاره تر ناڅرګند وخته پورې د ټولو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

تردې وړاندې به دغه لاره د شپې له لوري د موترو د تګ راتګ پر مخ تړل کېده، خو اوس د طالب چارواکو په وینا دغه لویه لاره د کار د چټکتیا له امله په بشپړه توګه وتړل شوه.

د سالنګ لویه لاره په افغانستان کې یوازینۍ لویه لاره ده چې د هیواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.

د یادولو وړ ده چې تېر ژمی د سالنګ په تونل کې د تیلو د ټانکرونو د اور اخیستې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

سراج الدین حقاني: له نړۍ سره د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې خبرو ته چمتو یو

۱۹ وږی ۱۴۰۲ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزیر وردګو ولایت ته په خپل سفر کې ویلي چې د دوی حکومت د اسلامي اصولو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره له نړۍ سره خبرو ته چمتو دی. حقاني پرون وردګو ولايت ته تللی و او د دغه ولايت له بیلابېلو قشرونه سره یې لېده کاته کړي.

د راپور ونو له مخې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د وردګو ولایت ته د خپل سفر پر مهال څرګنده کړه: «د نړیوالو قوانینو پر بنسټ او اسلامي- ملی ارزښتونو او اصولو په نظر کې نیولو سره، زموږ دروازې د نړۍ سره د جوړجاړي لپاره خلاصې دي.»

حقاني د دغه ولايت له چارواکو او ولس له بیلابیلو پرګنو سره په کتنه کې ټينګار وکړ: «د هېواد ابادي خو زموږ خپل مسووليت دى او بايد له انتظار پرته يې په ګډه ترسره کړو.»

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې یو شمېر قومي مشرانو د دغه ولایت د خلکو ستونزې مطرح کړې او دغه ولایت ته یې د طالب چارواکو د پاملرنې غوښتنه وکړه، خو د دغو غوښتنو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړل شوي.

تر دې وړاندې هم سراج الدين حقاني د افغانستان نورو ولايتونو ته سفرونه کړي و چې ظاهرآ له قومونو سره د اړیکو او یووالي په جوړو شويو غونډو کې ګډون وي، خو شنوونکي وايي چې دغه طالب چارواکی پر کابل تر واکمنۍ مخکې د طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستیال و، او اوس د مشرۍ په لټه کې دی.