• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پېنسلوانیا پولیسو هغه تښتېدلی قاتل ونیوه چې په عمر بند محکوم و

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د پېنسلوانیا پولیسو له دوو اونیو پراخو پلټنو وروسته هغه تښتېدلی زنداني، چې د خپلې ملګرې په وژلو محکوم شوی و؛ نیولی او بېرته یې زندان ته استولی دی.

د وږي په نهمه د برازیلي تبعه ډانلو کاوالکانټه له تېښتې وروسته پولیسو د هغه د لټولو لپاره د سلګونو پولیسو د پلټنې وسایلو او سپيو په موجودیت کې ځمکني او هوایي عملیات پیل کړل.

د پېنسلوانیا پولیسو وویل، چې د الوتکې له لارې د کشف ټیکنالوژۍ کارول د دې لامل شو، چې نوموړی د فلاډلفیا ښار په لویدیځه څنډه کې ومومي او بالاخره یې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) ونیوه.

امریکايي رسنیو ویلي، چې د تودوخې د کشف کوونکي وسیلې په مرسته د دغه قاتل ځای وموندل شو، چې د نیولو وخت کې یې د تښتېدلو هڅه وکړه، خو د پولیسو د یوه سپي لخوا ونیول شو او تېښتې ته یې پرې نه ښود.

د دغه زنداني له تېښتې وروسته د فلاډلفیا په ښار کې د خطر زنګونه وغږول شول او د ښار په لویدیځې برخې کې وېره خپره شوه.

د چهار شنبې په ورځ د ډانلو کاوالکانټه د نیول کېدو خبر په پنسلوانیا او برازیل هېوادونو کې د ډېرو رسنیو لومړی خبر شو.

دا خبر د هغه له یوه عکس سره خپور شوی، چې ښيي هغه د پولیسو لاس ته لوېدلی او پر مخ یې وینه ښکاري.

ډانلو کاوالکانټه په ۱۴۰۰ کال کې د خپلې ملګرې د قتل په تور په عمري بند محکوم شو. هغه په برازیل کې هم د یوه بل قتل په تور تورن دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالب پلوه سیاستوال د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې له مشرۍ استعفاء وکړه

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۱

توبایس الووډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر په توګه له خپلې دندې استعفاء کوي.

هغه وروسته له هغه استعفاء وکړه چې د سرطان په میاشت کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو سره د برېتانیا د اړیکو د نورمال کولو په اړه له سختو نیوکو سره مخ او حتا له دندې څخه د ګوښه کېدو له ګواښ سره مخ شو.

د برېتانیا د محافظه کار ګوند دغه جګپوړي غړي د سرطان په ۲۶مه افغانستان ته د خپل سفر یوه ویډیو خپره کړه، چې په هغه کې یې په افغانستان کې د "پراخه امنیت د برابرولو، د فساد د کمولو او د تریاکو د تجارت د ختمولو" په خاطر د طالبانو ستاینه کړې وه.

نوموړي په کابل کې د برېتانیې د سفارت د بیا پرانستلو او له طالبانو سره د همکارۍ غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې د افغان ښځو حقونه له لېرې په چیغو وهلو نه خوندي کېږي.

ښاغلي الووډ په خپل استعفاء لیک کې لیکلي، چې له طالبانو سره د خبرو په اړه د ده ملاتړ غلط بیان شوی او د پارلمان پر دفاعي کمېټې یې منفي اغېز کړی دی.

نوموړي تر دې مخکې د عامه افکارو تر فشار وروسته د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې وه.

د دفاعي کمېټې څلورو غړو د نوموړي د لرې کولو وړاندیز کړی و او ټاکل شوې وه، چې نن رایه اچونه وشي.

یوې سرچینې سکای نیوز ته وویل، چې هغه د کمېټې د باور رایې د مخه استعفاء ورکړه.

ښاغلي الووډ ویلي دي چې هغه د "کمېټي د اکثریت غړو ملاتړ" سره - سره استعفاء کوي.

د طالبانو په اړه د هغه څرګندونو د ولسي جرګې د محافظه کارو استازو سختې نیوکې هم راپارولې وې او امکان یې دا و، چې دوی به هم د هغه د لرې کولو له پلان سره موافقه وکړي.

هغه مهال طالبانو د ښاغلي الووډ د څرګندونو هرکلی وکړ. خو دې کار د برېتانیې د پارلمان د دفاعي کمېټې غړی کوين جونز دې ته اړ کړ، چې ووايي:” د ښاغلي الووډ ویډیو "د طالبانو لپاره ساده او پراخه پروپاګند" دی. د هغه څرګندونې زما او شاید د دې کمیټې د نورو غړو نظر نه منعکسوي.”

په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د ولسمشرانو دوه ورځینۍ غونډه جوړیږي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د تاجکستان ملي تلویزون خبر ورکړی، چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې به سبا پنجشنبه او جمعه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو مشورتي غونډه دایره شي.

راپور زیاتوي، چې په دې غونډه کې به د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان ولسمشران ګډون کوي او دا به د دغو هېوادونو تر منځ پنځمه مشورتي ناسته وي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د دغو پنځو هېوادونو مشران د اقتصادي مسایلو سربېره د دغو هېوادونو تر منځ پر مشترکو همکاریو او د همکاریو په پیاوړتیا بحث وکړي.

د تاجکستان د ملي تلویزون د خبر پر بنسټ؛ د غونډې په اجنډا کې پر مشترکو مهمو امنیتي مسایلو او ورپېښو ګواښونو هم بحث هم موجود دی.

د یادونې وړ ده، چې د منځنۍ اسیا د ولسمشرانو تر منځ دا ډول مشورتي ناستې له دې وړاندې هم شوي دي.

د لیبیا په سیلابونو کې ۵۳۰۰ کسان مړه ۱۰ زره ورک او ۳۰ زره بې کوره شوي دي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د ختیځې لیبیاچارواکي وايي، چې په لیبیا کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې تر اوسه پکې ۵۳۰۰ کسان مړه شوي او له ۱۰۰۰۰ زیات ورک شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د ختیځې لیبیا هوا پېژندنې د ادارې د مشر هیچیم ابو شکیوات په حواله ویلي، چې د د دانیل په نوم د مدیتراني طوفان او سختونو بارانونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې سیلابونه راوتلي دي.

راپور زیاتوي، چې په جبل الاحضر، المارج او درنا کې تر دې مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون۵۳۰۰ تنه مړه شوي دي، په راپور کې راغلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د یو شمېر خلکو په ژغورلو بوختې دي.

تر اوسه لا هم د دقیقې مرګ ژوبلې کره راپور نه شته؛ خو چارواکي وايي، چې ښايي د مړو شمېره له دې هم زیاته شي.

د دغو سیلابونو له امله ګڼو ودانیو ته هم زیان اوښتی، ځینې یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ځینې یې نیمه ویجاړې شوي دي.

وړمه ورځ د لیبیا لومړي وزیر اسامه حماد هم د پېښې ځای ته سفر کړی او د قربانیانو له یو شمېر کورنیو سره یې هم لیدلي دي.

نوموړي پر نړۍوالو مرستندویه سازمانونو غږ کړی، چې په دغه سخت حالت کې دې د لیبیا د خلکو مرسته وکړي.

بل خوا د کډوالۍ د نړۍوال سازمان خبر ورکړی، چې په لیبیا کې د سیلابونو له امله د دغه هېواد د ختیځ نېږدې ۳۰ زره خلک بې کوره شوي دي.

یاد سیلابونه په لیبیا کې په وروستیو دېرشو کلونو کې بې ساري ګڼل شوي او ویل کیږي، چې د اوبو اندازه تر څوارلس فوټو پورې رسېدلي دي.

ملګري ملتونه: په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به ۲۴ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ شي

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي، چې د خوراکي توکو په یو سلنه کموالي له امله به نېږدې ۴۰۰ زره انسانان له لوږې سره مخ شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان، کانګو، اردن، فلسطین، هایتي، جنوبي سوډان، بنګله دېش،سوریه، سومالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د خوړو له سختې قطحۍ سره مخ دي.

هغه وویل:” په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به شاوخوا ۲۴ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ شي”.

بل خوا د خوړو نړۍوال پروګرام په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا مهال په ټولې نړۍ کې نېږدې ۳۴۵ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د یاد شمېر وګړو څخه یې نېږدې ۴۰ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

دغه اداره زیاتوي، چې دوی دا مهال له ۶۰ سلنې بودیجې له کمښت سره شوي دي، چې دا په تېرو کلونو کې بې ساری کمښت ګڼل کیږي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوږې د زیاتېدو خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو، چې که له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي.

په کراچۍ ښار کې د یوې دیني مدرسې مشر، ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژلی

۲۲ وږی ۱۴۰۲ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې بېګاه شپه د (سېپټمبر په ۱۲مه) د جامعه اسلاميه ابوبکر په نوم د یوې دیني مدرسې مشر مولانا ضیاء الرحمن نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژلی دی.

د سیمې د پولیسو مشر عرفان بهادر وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې.

د نوموړي په وینا، د مولانا ضیاالرحمان په وژلو کې دوه ښکېل کسان په موټرسایکل سپاره وو.

تر دې دمه کومې وسله‌والې ډلې د دغې وژنې پړه نه ده منلې.

په دې وروستیو کې د پاکستان په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ښارونو کې د ناامنیو د ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو تر څنګ هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.