• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ايټاليا پر جرمني د کډوالو د ملاتړ خيريه سازمانونو ته د مالي مرستو ورکړې له امله نیوکه وکړه

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د ایټالیا دفاع وزیر د جرمني پر هغه پلان نیوکه کړې چې د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو د مرستې لپاره د خیریه سازمانونه ملاتړ کوي. ګویډو کرسټو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د جرمني پلان به ایټالیا ته د کډوالو د راتګ مخنیوی ستونزمن کړي.

هغه ټینګار وکړ چې هیواد به یې له دغې لارې د کډوالو د راتګ د مخنیوي په برخه کې خپلې چارې نورې هم ګړندۍ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې برلین په سمندري او ځمکنیو لارو کې د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره د مالي ملاتړ پلان پلی کوي.

نوموړي رویټرز ته وویل: «موږ د ملاتړ لپاره ډیرې غوښتنې ترلاسه کړې، د غوښتنلیکونو بیاکتنه په دوو برخو کې بشپړه شوې ده.»

د کډوالو ملاتړي خیریه بنسټ «اس‌،او‌،اس، یو،منټي» په یوه بیان کې ویلي چې، د جرمني له حکومت څخه به شاوخوا ۷۹۰ زره یورو ترلاسه کړي.

د ایټالیا دفاع وزیر همداراز وايي چې د جرمني«دا ګام "ډیر جدي" دی او "برلین داسې څرګندوي چې نه پوهیږي په دې کار سره ایټالیا ته ستونزې جوړوي.»

دغه ايټاليوي چارواکی وايي، د ايټاليا حکومت د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او له انساني قاچاق وړونکو سره بايد د "نړيوالو مجرمينو" په توګه چلند وشي.

له دې سره، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په سمندر کې د ډوبېدو څخه د کډوالو ژغورل يې «قانوني، بشري او اخلاقي دنده» ده.

د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال تر ۱۳۲ زره ډېر کډوال د کښتیو له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي.

ایټالیا چې د "ناقانونه" کډوالۍ په وړاندې سخت دریځ لري، روانه اونۍ اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو د ساتلو لپاره به د بندخونو شمېر زیات کړي او د دوی د ساتلو موده به هم وغځوي.

د ایټالیا حکومت دا حکم هم کړی چې پناه غوښتونکي بایدد پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو تر څیړلو پورې دغه هیواد ته شاوخوا پنځه زره ډالر ورکړي چې و نه نیول شي.

د ايټاليا د حکومت په دغه نوې پرېکړه د بشري حقونو ډلو سختې نيوکې وکړې.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

کمال ناصر اصولي: د نجات څلي ړنګول د سقاوي دورې د فکر ملاتړ کول دي

•
•
•

نور کیسې

فرانسه د نایجیریا د پوځ له فشارونو وروسته له دغه افریقایي هیواده خپل پوځيان باسي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۳ GMT+۱

په نایجیریا کې له پوځي کودتا شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دغه هېواده خپل ځواکونه باسي. په پام کې ده چې ۱۵۰۰ فرانسوي عسکر د روان کال تر پایه له لویدیځې افریقا څخه ووځي.

رویټرز راپور ورکړی چې د فرانسې دا ګام په نایجیریا کې د پوځي حکومت په غوښتنه او ددغه هیواد د شتون په وړاندې د څو لاریونونو وروسته کیږي.

فرانسه او لویدیځ ملګري یې اندېښمن دي چې روسیه په دغه هیواد کې د خپل اغېز د پراخولو پلان لري.

اوسمهال د واګنر جنګیالي د نایجیریا په ګاونډ، مالي کې پراته دي.

د فرانسې ولسمشر د یکشنبې په ورځ وویل، سره له دې چې د نایجیریا پوځي حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغه هیواد سره په همغږۍ کې خپل پوځیان باسي.

مکرون وویل، د فرانسې سفیر چې د نایجیریا د پوځیانو له لوري د سفارت په انګړ کې بندي و، له دغه هېواده وتلی دی.

شنوونکي له نایجیریا څخه د فرانسوي ځواکونو وتل په خپلو پخوانیو مستعمرو کې د فرانسې د سیاسي اغېز د کمولو د بهير یوه برخه بولي.

د نایجيریا له ګاونډیو هیوادونو مالي او بورکینافاسو څخه هم ددې هیواد پوځيان ایستل شوي دي.

د زمري د پنځمې نیټې له پوځي کودتا وروسته لاریون کوونکو په پرله پسې ډول د نایجیریا په پلازمینې نیامي کې د فرانسې د پوځي اډې مخې ته راغونډ شول او له فرانسوي ځواکونو یې وغوښتل چې له دغه هیواده ووځي.

په دغه لاریون کې د روسیې بیرغ هم لیدل شوی و.

د واګنر ملیشو پخوانی قوماندان یوګیني پریګوژین، چې د روسیې له حکومت سره تړلې ملېشې دي، په افریقايي هېوادونو کې یې د فرانسې د شتون پر ضد د پوځي کودتا او اعتراضونو د څپو ملاتړ کړی و.

پاپ فرانسیس: هیوادونه دې اوکراین ته د وسلو د مرستې په اړه "ملنډې" نه وهي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د نړۍ د کاتولیکانو مشر وايي، یو شمېر هېوادونو چې اوکراین ته يې وسلې ورکولې اوس غواړي له دې کار څخه لاس واخلي. نوموړی پرته له دې چې کوم مشخص حکومت ته اشاره وکړي، له دوی څخه وغوښتل چې په اوکراین "ملنډې" و نه وهي.

تر دې مخکې پاپ فرانسیس اوکراین ته د وسلو ورکړه يوه اخلاقي چاره بللې وه.

رویټرز راپور ورکړی چې پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ د فرانسې له مارسي ښار څخه د راستنېدو په حال کې خبریالانو ته وویل، دا چې د اوکراین د سولې په برخه کېیې هڅو پایله و نه لرله، خفه دی.

هغه ناڅاپه د وسلو د شرکتونو رول ته په اشارې سره وویل: «داسې ښکاري چې دا جګړه نه یوازې د روسیې او اوکراین د ګټو لپاره پرېکنده ده، بلکې د وسلو خرڅلاو او د وسلو سوداګري هم ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید د دغو کسانو له ژوند او مرګ سره لوبې ونه کړو، مونږ باید له دوی سره د دوی د ستونزو په حل کې مرسته وکړو...اوس يې ګورو چې ځینې هیوادونه په شا کیږي او نه غواړي اوکراین ته وسلې ورکړي.»

د واټیکان ویاند بیا د کاتولیکانو د مشر د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویي ویل، «دا خبرې په دې معنا نه دي چې پاپ فرانسیس د اوکراین په جګړه کې د کوم هېواد اړخ اخلي او یا له حکومتونو غواړي، چې اوکراین ته وسلې ولېږي او یا یې و نه لېږي.»

مټئو بروني وویل: «دا څرګندونې د وسلو د صنعت د پایلو په اړه وې: پاپ غوښتل ووایي چې د وسلو پلورونکي د خپلو انتخابونو لپاره پیسې نه ورکوي، خو دا چې دا د اوکراینیانو په څېر عادي خلک دي چې بیه یې ورکوي او وژل کیږي.»

یو شمېر لویدیځ حکومتونه لکه د امریکا متحده ایالات په کور دننه له سیاسي فشار سره مخ دي چې اوکراین ته د وسلو له استولو ډډه وکړي او یا یې اندازه کمه کړي.

پاپ فرانسیس سره له دې چې د وسلو نړیواله سوداګري غندي، خو تیر کال یې اوکراین ته د وسلو مرسته له اخلاقي پلوه سمه بللې وه، ځکه چې هغه مهال یې ویلي و، «دوی د روسیې د یرغل په وړاندې له ځانه دفاع کوي.»

د ایران ځینو پوهنتونونو د نارینه او ښځینه زده کړیالانو په جامو نوي بندیزونه لګولي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۲ GMT+۱

په ایران کې د تهران او امیر کبیر پوهنتونونو، په ښځینه محصلانو د ډیزاین لرونکو چپنو په اغوستو، د جګو بوټانو په پښو کولو، په "نامناسبه" حجابونو او د مصنوعي نوکانو په ایښودو بندیزونه لګولي دي. دغه بندیزونه د نارینه زده محصلانو په جامو هم لګيدلي

نارینه زده کوونکي د اوږد ویښتانو، ږیرو او بریتو، او همدارنګه د "نا دودیز" ورپورې توکو او کمربندونو څخه هم منع دي.

په ایران کې د زده کړیالانویو شمیر فعالان وايي، اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې دغه بندیزونه له بېلابېلو لارو په نورو پوهنتونونو کې هم عملي کړي.

د ایران انټرنېشنل له لوري د ترلاسه شویو راپورونو پر بنسټ، د ایران حکومت پورې تړلي اجنټان ګمارل شوي چې د زده کړیالانو تګ راتګ وڅاري.

د «قیام تا سرنګوني» په نوم یوې هیکرې ډلې چې د ایراني حکومت په مخالفې ډلې پورې اړه لري، د علومو وزارت د څه باندې ۵۰۰ ویب سایټونو او کمپیوټرونو په هک کولو سره له شلو زرو څخه زیاتو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه اسناد ښيي چې د تهران د علم او صنعت په پوهنتون کې د دغه پوهنتون د استادانو په همکارۍ ۷۴۰ کامرې فعالې او د اعتراض کوونکو محصلینو د مخ پیژندنې سافټویر يې کارولی دی.

زده کړیالانو او استادانو په بیلابیلو بیانونو کې ویلي چې د محصلانو او استادانو په غندنه، ایستلو او ځنډولو کې به د ایراني حکومتدغه ګامونهدوی شاتګ ته اړ نه کړي.

ایراني پولیسو یو افغان په تهران کې د ۹ نورو افغانانو د سوځولو په تور نیولی دی

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۴ GMT+۱

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ یو افغان د تهران په جنوب کې نهه تنه نور افغانان سوځولي، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او د نورو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د تهران پولیسو د دې کار انګیزه شخصي دښمني بللې ده.

د تهران د جنايي چارو د څارنوالۍ د څلورمې څانګې پلټونکي وويل، چې تورن په پټه يو کور ته ننوتلی او نهه تنه ځوانان يې په داسې حال کې چې ويده وو؛ سوځولي دي.

تورن د تېښتې پر مهال په لاسونو، پښو او مخ سوځېدلی او نیول شوی دی.

د پولیسو په وینا؛ تورن تر نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او د دغه عمل انګیزه یې داسې بیان کړې ده: «زه له افغانستان څخه ایران ته راغلم او کار مې پیل کړ، زه درې ورځې په یو کور کې اوسېدم، خو د کور خاوند له کوره وشړلم."

تورن له خپل کار ځای څخه د خپل ورور د شړلو خبره هم وکړه او ویې ویل: “زما ورور په یوه دوکان کې کار کاوه، چې د جنجال له امله هغه هم له کاره ګوښه شوی”.

هغه وويل چې دغه مسايل د دې لامل شوي، چې د دغو ٩ کسانو پر وړاندې کرکه یې پيدا شي او دغه ډول اقدام وکړي.

د تهران د جنايي چارو چارواکي وايي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږدول شوي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له افغانستان سره د ژمنیو مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام د سیمه ییز مشر وايي، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

جان ایلیف په کندز ولایت کې وویل، چې کاري فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې ده.

ښاغلي ایلیف د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) د کندز ښار د خلکو د ژوند د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "خلک د پیرودلو لپاره خورا لږې سرچینې لري، کاري فرصتونه خورا لږ دي، خلکو لا د مخه خپله سپما خلاصه کړې او اکثرو یې خپل ملکیتونه پلورلي دي."

هغه زیاته کړه: "هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې دي، دا د دغو فقر ځپلو خلکو لپاره د ژوند د نجات یوه لاره ده او اکثر خلک پرې متکي دي."

ایلیف همداراز د بودیجې د نشتوالي له امله له نړۍوال خوراکي پروګرام څخه د ۸۵ سلنه اړمنو کسانو د ایستلو اعلان وکړ او ویې ویل: «د خوړو نړۍوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. موږ سږني ژمي کې د 15 میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو."

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې تر شپږ میلیونو ډېر خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام سیمه ییز مشر ټینګار وکړ، چې مرستندویه هېوادونه باید د بشري دلایلو له مخې ګام پورته کړي او د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه وکړي.