• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان حالت له هغه څه سره توپیر لري چې په رسنیو کې خپريږي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۷ GMT+۱

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو سره، افغانان له بیوزلۍ، وزګارتیا، ناسم امنیتي وضعیت او ورځ تر بلې د بې کوره کېدو له زیاتېدو سرټکوي، خو طالبان او ځیني هیوادونه هڅه کوي د افغانستان دغه ناوړه تصویر پټ وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه څه چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې خپریږي له حقیقته لرې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خانه متقي د اتریش د ازادۍ ګوند له غړو سره په لېدنه کې زیاته کړه چې، په افغانستان کې اوسنی حالت«کوم څه چې په رسنیو کې خپریږي له اوسني حالت سره توپير لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې متقي خوښي څرګنده کړه چې د اتریش د ازادۍ ګوند غړي «د افغانستان وضعیت له نېږدې ګوري.»

د ضياء احمد په وينا، متقي د اتريش د ازادۍ ګوند له غړو سره په ويانا کې د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره د کونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د اتریش د ازادۍ ګوند غړو «د افغانستان حالت تر هغه څه ښه لوستلی چې کابل ته یې تر سفر مخکې له رسنیو اوریدلي و.»

د ضيا احمد په وينا، د اتريش د ازادۍ ګوند غړي یوهانس وويل: «زه خواشينی يم چې د افغانستان مرکزي حکومت (طالبانو) چې هر اړخيز امنيت يې ټینګ کړی او په افغانستان کې يې د څلورو لسيزو ګډوډي ته د پای ټکی کېښود. تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی.»

د اتريش د ازادۍ ګوند د غړو دغه خبرې په خواله رسنیو کې د یو شمېر هیوادوالو له پراخ غبرګون سره مخ شوې او دوی وایي چې افغانستان د افغانانو پر ځای، بهرنیانو ته په امن ځای بدل شوی دی.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو ټاکل شوی پلاوی سویس هیواد ته تللی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو مشر مطیع الحق خالص په شپږ ورځني سفر سویس ته تللی. طالبان وايي چې مولوي مطیع الحق خالص په جنیوا کې د سرې میاشتې د نړیوال سازمان د غړو په غونډه کې ګډون کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د دوشنې په ورځ د (د تلې ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «په راتلونکې غونډه کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران پر ستونزو او د هغې د حل په اړه بحث او خبرې وشي.»

ویل کیږي چې د افغانستان د سرې میاشتې په مشرۍ د طالبانو ټاکل شوی پلاوی په جینوا ښار کې د یادو هېوادونو د خیریه موسسو له استازو سره لېدنه کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه، چې د طالبانو تر واک لاندې ده، په وار وار له نړیوالې ټولنې د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

مطیع الحق خالص تېره میاشت د چهار شنبې په ورځ (وږي ۱۵مه) اعلان وکړ چې دوی د ناروغانو په ځانګړې توګه په زړه سوريو ماشومانو لپاره کافي بودیجه نه لري.

دغه طالب چارواکي ومنله چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوازې د ناروغانو لپاره اړین خدمات نه شي وړاندې کولای.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او بیا یې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، افغانستان د کاري ځواک، طبي وسایلو او پرمختللې ټکنالوژۍ له کمښت سره مخ دي.

د سرې میاشتې ټولنې، چې د طالبانو تر واک لاندې ده، د وږي په میاشت کې خبر ورکړ، چې څه باندې ۱۲ زره په زړه سوري ماشومان درملنې ته په تمه دي.

طالبان: د یوناما خپور شوی راپور ناسم دی، په نړۍ کې زموږ د زندانونو مثال نشته

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر وايي، د یوناما راپور د دوی په اړه ناسم دی، په زندانونو کې له بندیانو سره سم چلند کيږي. تېره اونۍ یوناما راپور خپور کړی و چې د طالبانو په زندانونو کې د ربړونې پیښې تر حد اوښتې دي.

خو دې تېرې چهارشنبې په ورځ یوناما د افغانستان د زندانونو په اړه په یوه راپور کې ویلي وه، چې طالبان بندیان د بریښنا شارټونو، د ساه بندلو او وهلو ربړوي.

د طالبانو مسولان وايي، په افغانستان کې يې په زندانونو کې د بندیانو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړې دي.

د طالبانو د زندانو چارو د سمون ادارې له ادرسه رسنیو ته په لیږل شویو ویډیويي پیغامونو کې یادې ادارې د یوناما د تیرې اونۍ راپور ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مشر محمد یوسف مستري ویلي: « د یوناما راپور په کلکه ردوم، زموږ په زندانونو کې له بندیانو سره هیڅ ظلم نه دی شوی، موږ هیڅ بندي ته وهل او شکنجه نه ده ورکړي.»

نوموړی وايي د افغانستان په ټولو زندانونو کې يي د بندیانو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

همدارنګه د طالبانو د زندانو د چارو سمون د مشر له پیغام سره د یو شمېر بندیانو پیغام مو رسنیو ته لیږل شوي چې د شنوونکو په خبره هغوی اړ شوي بیا ترې مرکه اخیستل شوې.

په دغه پیغامونو کې د بندیانو له نوم پرته د هغوی نور معلومات نه دې ورکړل شوي، خو بندیان په خپلو پیغامونو کې د څرخې پله په زندان کې د اسانتیاوو په اړه ژغیږي.

تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) یوناما د افغانستان د زندانونو په اړه یو راپور خپرو کړ، او په یاد راپور کې يې ویلي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شارټونو، ساه بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د یوه ځواکمن قانوني چوکاټ د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د "له اغېزمنې قضايي څارنې پرته د خپلسرو نیونو" د زیاتوالي مخه دې ونیسي.

طالبان وايي د نیږدې ۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو چارې پیلوي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۵ GMT+۱

دغه پروژې د یکشنبې په ورځ (تلې- دویمه) د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې تر بحث او خبرو اترو وروسته و منل شوې.

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

یاد کمیسیون دغې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې وې خو له یاد شمېر څخه د ۲۵ پروژو هوکړه لیکونه ومنل شول.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژې د طالبانو د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زدهکړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولییز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي.

طالبانو تر خپل واک لاندې په ټولو دولتي ادارو کې د کورنیو محصولاتو د کارونې امر کړی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوې غونډې پر مهال امر کړی چې د دغې ډلې ټولې ادارې دې د کورنيو محصولاتو او تولید د ملاتړ په موخه، خپل اړتيا وړ او خوراکي توکو اخیستلو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال که څه هم د کورنیو محصولاتو او تولید څرنګوالی د بهرنیو توکو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ بولي، خو بیا هم ټینګار کوي چې له کورني تولید باید ملاتړ وشي.

دغه غونډه چې په مرمرین ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد وزارت، د استخباراتو ریاست او خصوصي سکټور غړو پکې برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې همداراز پرېکړه شوې چې د افغانستان د صنعت او کانونو خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور پیژني، چې د څرنګوالي او څومره والي او قیمت له معلومولو وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي توکو تعرفه لوړه کړي.

له دې سره، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د صنعتکارانو او پانګوالو پر وړاندې امنیتي حالت لویه ننګونه ده.

اړوند مسوولانو په دغه غونډه کې یو ځل بیا د صنعتکارانو او پانګوالو امنیتي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳،۵ میلیونه ته رسېدلی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي آر) وايي، په پاکستان کې ۳،۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یوازې ۱،۳ میلیون يې په قانوني ډول ثبت شوي. په افغانستان د طالبانو تر راتګ وروسته، تر ۶۰۰ زرو ډیر افغانان پاکستان ته کډه شوي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د دفتر په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې تر ۷۷۵ زرو ډېر "ناقانونه" افغان کډوال ژوند کوي. د دغه کډوالو له جملي شاوخوا ۵۲،۶ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۲۴،۱ سلنه په بلوچستان، ۱۴،۳ سلنه په پنجاب او ۰،۳ سلنه په جمو او کشمیر کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د (په خپله خوښه ستنېدو) پروګرام له لارې څه باندې ۱۶ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

اپریدي هیله څرګنده کړه چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ثبت کارت د نوي کولو په اړه خبرې رواني دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انور حق کاکړ تېره اوونۍ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد نوې تګلاره اعلان کړه.

هغه وويل: «هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري بېرته یې خپل هېواد ته ستنوي.»

ښاغلي کاکړ وویل چې پاکستان ته د افغانانو "نا قانونه" ورتګ د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوي دي.