• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د یوناما خپور شوی راپور ناسم دی، په نړۍ کې زموږ د زندانونو مثال نشته

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر وايي، د یوناما راپور د دوی په اړه ناسم دی، په زندانونو کې له بندیانو سره سم چلند کيږي. تېره اونۍ یوناما راپور خپور کړی و چې د طالبانو په زندانونو کې د ربړونې پیښې تر حد اوښتې دي.

خو دې تېرې چهارشنبې په ورځ یوناما د افغانستان د زندانونو په اړه په یوه راپور کې ویلي وه، چې طالبان بندیان د بریښنا شارټونو، د ساه بندلو او وهلو ربړوي.

د طالبانو مسولان وايي، په افغانستان کې يې په زندانونو کې د بندیانو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړې دي.

د طالبانو د زندانو چارو د سمون ادارې له ادرسه رسنیو ته په لیږل شویو ویډیويي پیغامونو کې یادې ادارې د یوناما د تیرې اونۍ راپور ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست مشر محمد یوسف مستري ویلي: « د یوناما راپور په کلکه ردوم، زموږ په زندانونو کې له بندیانو سره هیڅ ظلم نه دی شوی، موږ هیڅ بندي ته وهل او شکنجه نه ده ورکړي.»

نوموړی وايي د افغانستان په ټولو زندانونو کې يي د بندیانو لپاره اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

همدارنګه د طالبانو د زندانو د چارو سمون د مشر له پیغام سره د یو شمېر بندیانو پیغام مو رسنیو ته لیږل شوي چې د شنوونکو په خبره هغوی اړ شوي بیا ترې مرکه اخیستل شوې.

په دغه پیغامونو کې د بندیانو له نوم پرته د هغوی نور معلومات نه دې ورکړل شوي، خو بندیان په خپلو پیغامونو کې د څرخې پله په زندان کې د اسانتیاوو په اړه ژغیږي.

تیره اونۍ د چهارشنبې په ورځ د (وږي ۲۹مه) یوناما د افغانستان د زندانونو په اړه یو راپور خپرو کړ، او په یاد راپور کې يې ویلي، طالبانو د اعتراف اخیستلو لپاره له بندیانو سره د «برقی شارټونو، ساه بندولو، فشار او ګواښونو، په زور د اوبو څښلو، فزیکي وهلو او سختو دردونکو ربړونو» څخه کار اخیستی.

یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د یوه ځواکمن قانوني چوکاټ د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د "له اغېزمنې قضايي څارنې پرته د خپلسرو نیونو" د زیاتوالي مخه دې ونیسي.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د نیږدې ۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو چارې پیلوي

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۵ GMT+۱

دغه پروژې د یکشنبې په ورځ (تلې- دویمه) د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې تر بحث او خبرو اترو وروسته و منل شوې.

د طالبانو د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې.

یاد کمیسیون دغې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې وې خو له یاد شمېر څخه د ۲۵ پروژو هوکړه لیکونه ومنل شول.

د یادولو وړ ده چې دغه پروژې د طالبانو د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زدهکړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولییز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي.

طالبانو تر خپل واک لاندې په ټولو دولتي ادارو کې د کورنیو محصولاتو د کارونې امر کړی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوې غونډې پر مهال امر کړی چې د دغې ډلې ټولې ادارې دې د کورنيو محصولاتو او تولید د ملاتړ په موخه، خپل اړتيا وړ او خوراکي توکو اخیستلو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال که څه هم د کورنیو محصولاتو او تولید څرنګوالی د بهرنیو توکو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ بولي، خو بیا هم ټینګار کوي چې له کورني تولید باید ملاتړ وشي.

دغه غونډه چې په مرمرین ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد وزارت، د استخباراتو ریاست او خصوصي سکټور غړو پکې برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې همداراز پرېکړه شوې چې د افغانستان د صنعت او کانونو خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور پیژني، چې د څرنګوالي او څومره والي او قیمت له معلومولو وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي توکو تعرفه لوړه کړي.

له دې سره، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د صنعتکارانو او پانګوالو پر وړاندې امنیتي حالت لویه ننګونه ده.

اړوند مسوولانو په دغه غونډه کې یو ځل بیا د صنعتکارانو او پانګوالو امنیتي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳،۵ میلیونه ته رسېدلی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي آر) وايي، په پاکستان کې ۳،۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یوازې ۱،۳ میلیون يې په قانوني ډول ثبت شوي. په افغانستان د طالبانو تر راتګ وروسته، تر ۶۰۰ زرو ډیر افغانان پاکستان ته کډه شوي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د دفتر په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې تر ۷۷۵ زرو ډېر "ناقانونه" افغان کډوال ژوند کوي. د دغه کډوالو له جملي شاوخوا ۵۲،۶ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۲۴،۱ سلنه په بلوچستان، ۱۴،۳ سلنه په پنجاب او ۰،۳ سلنه په جمو او کشمیر کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د (په خپله خوښه ستنېدو) پروګرام له لارې څه باندې ۱۶ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

اپریدي هیله څرګنده کړه چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ثبت کارت د نوي کولو په اړه خبرې رواني دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انور حق کاکړ تېره اوونۍ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد نوې تګلاره اعلان کړه.

هغه وويل: «هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري بېرته یې خپل هېواد ته ستنوي.»

ښاغلي کاکړ وویل چې پاکستان ته د افغانانو "نا قانونه" ورتګ د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوي دي.

ازادۍ جبهه: د بلخ پر مرکزي زندان او د بغلان اندراب بریدونو کې یې طالبانو ته مرګژوبله اړولې

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ماښام د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په مزارشریف کې يې د بلخ د مرکزي زندان په دروازه برید کړی دی. دغې جبهې په ایکس پاڼه ادعا کړې، چې په دې برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په دې ویډیو کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي، چې د ازادۍ جبهې په وینا، د بلخ پر زندان د برید سره تړاو لري.

تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغه برید او مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

همدا راز ازادۍ جبهې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) يې د اندراب ولسوالۍ په ده صلاح سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې يې دوه تنه طالب وسله وال وژل شوي او دري تنه نور ټپیان شوي دي.

طالب ضد دغې وسله والې ډلې په روانه اوونې په کابل، بغلان او پروان ولایتونو کې درې نور بریدونه هم پر طالبانو کړي.

ندا محمد ندیم: له هېواده بهر مو څو پلاوي لېږلي چې د پوهنتونونو استادان بېرته راستانه کړي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې لسګونه استادان د طالبانو له خوا په زور منفک شوي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر وايي، چې افغانستان ته د پوهنتونونو د استادانو د بیا راګرځولو لپاره یې بېلابېل پلاوي بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي، تر څو د پوهنتون استادان بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

ندا محمد ندیم دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر پوهنتونونو څخه ځینې استادانو استعفاوې کړي او بهرنیو هېوادونو ته تللي، ځینې یې په زور منفک شوي او یا هم ګواښل شوي دي.

طالبانو هغه استادان چې د علمي کادر په حفظ سره یې په حکومتي ادارو کې د اړتیا له مخې دندې سرته رسولې، منفک کړي او بېرته د پوهنتون له استادۍ څخه منع کړي دي.

ندا محمد ندیم په بلخ ولايت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي، چې پوهنتونونو ته د بهرنيو هېوادونو د استادانو د ګومارلو هڅې هم روانې دي.

نديم وويل: "موږ بېلابېلو هېوادونو ته بېلابېل پلاوي لېږلي، تر څو بهر مېشتي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي."

نوموړي د طالبانو د ګومارنو په اړه ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په ګومارنو کې ژبې، قوم او سمت ته پام نه کوي، بلکې ټولې ګومارنې د تقوا او اهلیت پر اساس کوي.

خو په طالبانو نیوکه ده، چې د افغانستان په ټولو اداراتو کې یې ملایان او د دغې ډلې غړي مقرر کړي دي، مسلکي او په کارپوه خلک یې له دندو لرې کړي او اکثرو یې هېواد پرېښی دی.

نړۍوالې ټولنې هم د طالبانو حکومت د یوې ډلې حکومت ګڼلی او بار – بار یې د یوه ټولګډونه حکومت وړاندیز کړی دی؛ خو طالبان بیا خپل حکومت یو ټولګډونه حکومت ګڼي.