• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تر خپل واک لاندې په ټولو دولتي ادارو کې د کورنیو محصولاتو د کارونې امر کړی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۲ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوې غونډې پر مهال امر کړی چې د دغې ډلې ټولې ادارې دې د کورنيو محصولاتو او تولید د ملاتړ په موخه، خپل اړتيا وړ او خوراکي توکو اخیستلو کې کورنیو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال که څه هم د کورنیو محصولاتو او تولید څرنګوالی د بهرنیو توکو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ بولي، خو بیا هم ټینګار کوي چې له کورني تولید باید ملاتړ وشي.

دغه غونډه چې په مرمرین ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، د مالیې، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد وزارت، د استخباراتو ریاست او خصوصي سکټور غړو پکې برخه اخیستې وه.

په دغه غونډه کې همداراز پرېکړه شوې چې د افغانستان د صنعت او کانونو خونه به کورني تولیدات د رسمي لیک له لارې د تعرفې کمېټې ته ور پیژني، چې د څرنګوالي او څومره والي او قیمت له معلومولو وروسته د ځان بسیاینې په اندازه پر دغو وارداتي توکو تعرفه لوړه کړي.

له دې سره، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د صنعتکارانو او پانګوالو پر وړاندې امنیتي حالت لویه ننګونه ده.

اړوند مسوولانو په دغه غونډه کې یو ځل بیا د صنعتکارانو او پانګوالو امنیتي ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې پر جدي پاملرنې ټینګار وکړ.

ترویج لرونکی

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه
۱

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۲

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۴
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

۵

هند د افغان کډوالو په ګډون د پاکستان او بنګله‌دېش وګړو لپاره د تابعیت قانون سخت کړی

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره: په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۳،۵ میلیونه ته رسېدلی

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (یو این ایچ سي آر) وايي، په پاکستان کې ۳،۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یوازې ۱،۳ میلیون يې په قانوني ډول ثبت شوي. په افغانستان د طالبانو تر راتګ وروسته، تر ۶۰۰ زرو ډیر افغانان پاکستان ته کډه شوي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دغه سازمان د دفتر په حواله لیکلي، چې په پاکستان کې تر ۷۷۵ زرو ډېر "ناقانونه" افغان کډوال ژوند کوي. د دغه کډوالو له جملي شاوخوا ۵۲،۶ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۲۴،۱ سلنه په بلوچستان، ۱۴،۳ سلنه په پنجاب او ۰،۳ سلنه په جمو او کشمیر کې ژوند کوي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدی وايي، په تېرو دوو کلونو کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د (په خپله خوښه ستنېدو) پروګرام له لارې څه باندې ۱۶ زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

اپریدي هیله څرګنده کړه چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ثبت کارت د نوي کولو په اړه خبرې رواني دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انور حق کاکړ تېره اوونۍ په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د افغان کډوالو په اړه د دغه هېواد نوې تګلاره اعلان کړه.

هغه وويل: «هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري بېرته یې خپل هېواد ته ستنوي.»

ښاغلي کاکړ وویل چې پاکستان ته د افغانانو "نا قانونه" ورتګ د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوي دي.

ازادۍ جبهه: د بلخ پر مرکزي زندان او د بغلان اندراب بریدونو کې یې طالبانو ته مرګژوبله اړولې

۳ تله ۱۴۰۲ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د ازادۍ جبهې د یکشنبې په ماښام د یوې ویډیو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په مزارشریف کې يې د بلخ د مرکزي زندان په دروازه برید کړی دی. دغې جبهې په ایکس پاڼه ادعا کړې، چې په دې برید کې یو وسله وال طالب وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په دې ویډیو کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي، چې د ازادۍ جبهې په وینا، د بلخ پر زندان د برید سره تړاو لري.

تر اوسه خپلواکو سرچینو د دغه برید او مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

همدا راز ازادۍ جبهې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) يې د اندراب ولسوالۍ په ده صلاح سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې يې دوه تنه طالب وسله وال وژل شوي او دري تنه نور ټپیان شوي دي.

طالب ضد دغې وسله والې ډلې په روانه اوونې په کابل، بغلان او پروان ولایتونو کې درې نور بریدونه هم پر طالبانو کړي.

ندا محمد ندیم: له هېواده بهر مو څو پلاوي لېږلي چې د پوهنتونونو استادان بېرته راستانه کړي

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې لسګونه استادان د طالبانو له خوا په زور منفک شوي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر وايي، چې افغانستان ته د پوهنتونونو د استادانو د بیا راګرځولو لپاره یې بېلابېل پلاوي بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي، تر څو د پوهنتون استادان بېرته افغانستان ته راستانه کړي.

ندا محمد ندیم دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې له یو شمېر پوهنتونونو څخه ځینې استادانو استعفاوې کړي او بهرنیو هېوادونو ته تللي، ځینې یې په زور منفک شوي او یا هم ګواښل شوي دي.

طالبانو هغه استادان چې د علمي کادر په حفظ سره یې په حکومتي ادارو کې د اړتیا له مخې دندې سرته رسولې، منفک کړي او بېرته د پوهنتون له استادۍ څخه منع کړي دي.

ندا محمد ندیم په بلخ ولايت کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي، چې پوهنتونونو ته د بهرنيو هېوادونو د استادانو د ګومارلو هڅې هم روانې دي.

نديم وويل: "موږ بېلابېلو هېوادونو ته بېلابېل پلاوي لېږلي، تر څو بهر مېشتي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي."

نوموړي د طالبانو د ګومارنو په اړه ویلي، چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله په ګومارنو کې ژبې، قوم او سمت ته پام نه کوي، بلکې ټولې ګومارنې د تقوا او اهلیت پر اساس کوي.

خو په طالبانو نیوکه ده، چې د افغانستان په ټولو اداراتو کې یې ملایان او د دغې ډلې غړي مقرر کړي دي، مسلکي او په کارپوه خلک یې له دندو لرې کړي او اکثرو یې هېواد پرېښی دی.

نړۍوالې ټولنې هم د طالبانو حکومت د یوې ډلې حکومت ګڼلی او بار – بار یې د یوه ټولګډونه حکومت وړاندیز کړی دی؛ خو طالبان بیا خپل حکومت یو ټولګډونه حکومت ګڼي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له افغانستان سره د ژمنیو مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام د سیمه ییز مشر وايي، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

جان ایلیف په کندز ولایت کې وویل، چې کاري فرصتونه محدود دي او بهرنۍ مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي سرچینه ګرځیدلې ده.

ښاغلي ایلیف د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) د کندز ښار د خلکو د ژوند د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د خلکو د ژوند د سخت وضعیت په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "خلک د پیرودلو لپاره خورا لږې سرچینې لري، کاري فرصتونه خورا لږ دي، خلکو لا د مخه خپله سپما خلاصه کړې او اکثرو یې خپل ملکیتونه پلورلي دي."

هغه زیاته کړه: "هغه نغدې پیسې چې موږ یې ویشلې دي، دا د دغو فقر ځپلو خلکو لپاره د ژوند د نجات یوه لاره ده او اکثر خلک پرې متکي دي."

ایلیف همداراز د بودیجې د نشتوالي له امله له نړۍوال خوراکي پروګرام څخه د ۸۵ سلنه اړمنو کسانو د ایستلو اعلان وکړ او ویې ویل: «د خوړو نړۍوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخامخ دی. موږ سږني ژمي کې د 15 میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو."

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې تر شپږ میلیونو ډېر خلک له بېړنۍ لوږې سره مخ دي.

د اسیا لپاره د نړۍوال خوراکي پروګرام سیمه ییز مشر ټینګار وکړ، چې مرستندویه هېوادونه باید د بشري دلایلو له مخې ګام پورته کړي او د افغانستان په راتلونکي کې پانګونه وکړي.

د ووشو افغان لوبغاړي خالد هوتک خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړه

۲ تله ۱۴۰۲ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د چین په روانو اسيايي سیالیو کې د افغانستان د ووشو مخکښ لوبغاړي محمدخالد هوتک نن یکشنبه (د تلې دویمه) خپل قزاقستاني سیال ته ماتې ورکړې ده.

خالد هوتک چې د افغانستان په نماینده ګۍ لوبیږي، اویا کیلو ګرامه وزن لري، نن یې په خپل وزن کې له قزاقستاني سیال سره سیالي وکړه او لومړني دواړه پړاونه یې وګټل.

هغه د دغې لوبې په ګټلو سره د سیالیو منځني پړاو ته ور داخل شو او بله سیالي به یې له هندي سیال سره وي.

محمد خالد هوتک یوازیني افغان لوبغاړی دی، چې په ۲۰۱۳ کال د ووشو (Wushu) په سیالیو کې یې خپل «پاکستاني» او «لاوسي» سیالانو ته ماتې ورکړه او د برونز مډال یې وګاټه.

له دې وروسته یې د سرو زرو مډال لپاره له چینایي سیال سره سیالي وکړه خو بریالی نه شو.