رسنیو د غزې د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې نېږدې زر جسدونه د غزې د یو شمېر ړنګو شویو ودانیو لاندې پراته دي او دوی نه شي کولی، چې دغه جسدونه له ړنګو شویو ودانیو څخه راوباسي.
مصري رسنیو د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي، چې تر اوسه ۲۷۶۳ فلسطینیان وژل شوي او نېږدې ۱۰ زره یې ټپیان شوي دي، چې په ټپیانو کې د ځینو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
د غزې د روغتیا چارواکو په غزه کې د بشري بحران خبرداری هم ورکړی او ویلي یې دي، چې دوی لازمو روغتيايي توکو او درملو ته لاسرسی نه لري.
په ورته وخت کې د سوریې دولتي رسنیو د غزې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې نن په لسمه ورځ هم د اسراییلي ځواکونو بریدونه روان دي او د غزې ګڼې برخې یې په نښه کړې دي.
د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاجر بیا رسنیو ته ویلي، چې تر دا مهاله یې ۲۹۱ سرتېري وژل شوي او ۱۹۹ کسان د حماس له خوا یرغمل نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره؛ د دوی پوځ د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوستلو لپاره خپلې جګړې ته دوام ورکوي او وروستۍ موخه یې په غزه کې د حماس له منځه وړل دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په یوې مرکې کې ویلي، چې که اسراییل غواړي غزه ونیسي، نو دا به د دوی لپاره تر ټولو ستره تېروتنه وي.
نوموړي له سي بي اېس سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي، چې دی د اسراییل او غزې مساله له نېږدې څاري او زیاتوي، چې حماس او د حماس توندلاري پلویان د غزې د اوسېدونکو استازیتوب نه کوي.
بایډن ویلي، چې په غزه کې د توندلارو پر وړاندې عملیات مهم اقدام دی، خو دی تمه لري، چې اسراییل به د جګړې ټول قوانین په نظر کې نیسي.
ملګرو ملتونو، برېتانیې، فرانسې، ایران، روسیې، چین او یو شمېر نورو هېوادونو له اسراییلو غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د ورتلو اجازه ورکړي او په دغه تړانګه کې دې له ټولیزې سزا مخنیوی وکړي.
خو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې دوی به تر هغه وخته جګړې او بندیزونو ته دوام ورکوي، تر څو یې چې حماس په بشپړ ډول له منځه نه وي وړی.