• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جنرال عبدالرازق اڅکزی څوک و؟

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۲ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د جنرال رازق اغیزې څه وې؟ د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې وروسته، د سولې خبرو له پیله وړاندې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې ولې او په څه موخه اغېز لرونکي کسان ترور شول؟

جنرال عبدالرازق د افغانستان په سویلي ولایتونو کې له مشهورو او بانفوذه طالب ضد او پاکستان ضد کسانو څخه یو و.
له طالبانو سره د نوموړي دښمني هغه مهال پیل شوه، چې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د دغې ډلې له لورې د نوموړي د کورنۍ غړي د کندهار د هوايي ډګر مخې ته اعدام شول.
پر افغانستان د امریکايي ځواکونو د برید سره یو ځای جنرال عبدالرازق د هغه کسانو په ډله کې شامل و، چې د لومړي ځل لپاره يې د کندهار سپین بولدک، تخته پل او معروف ولسوالۍ له طالبانو ونیولې.
د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته نوموړی د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پوله ساتو ځواکونو د یو کنډک د درستیزوال په توګه وګومارل شو.
په ۲۰۰۸ کال کې چې کله پر کندهار د طالبانو بریدونه زیات شول او د ناټو ځواکونو په شتون کې طالبان د کندهار ښار تر دروازو رسېدلي وو، دغه جنرال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ملاتړ پرته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د ځپلو په موخه په خپلواک ډول عملیات تر سره کړل.
د دغو عملیاتو وروسته جنرال رازق د طالب ضد مفکورې په لرلو سره د خلکو تر منځ محبوبیت پیدا کړ او په کندهار او نږدې ولایتونو کې له پراخ نفوذه برخمن شو.
په ۲۰۱۱ کال کې په یوه ځانمرګي برید کې د جنرال خان محمد، تر وژل کېدو وروسته جنرال عبدالرازق د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شو.
نوموړی د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له نږدې او باوري کسانو ګڼل کېده.
جنرال عبدالرازق نږدې اته کاله د کندهار د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کړه او د دغې دندې پرمهال یې کندهار ته څېرمه په هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې هم د طالبانو پر ضد عملیات تر سره کول.
نوموړی د بشري حقوې د سازمانونو له لورې د بشري حقونو څخه په سرغړونې هم تورن و؛ خو هغه تل دا تورونه ردول.
جنرال رازق د اشرف غني سره چندان ښې اړیکې نه لرلې او تل یې د اشرف غني پر سیاسي او خپل سرو ېکړو نیوکې کولې.
د افغانستان په سویل کې د خلکو په منځ کې د محبوبت او د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو سره د اړیکو لرلو له امله د اشرف غني ټولې هغه هڅې بریالۍ نه شوې چې نوموړی له دندې ګوښه کړي.
جنرال رازق د طالبانو او پاکستان پر وړاندې تل کلک دریځ درلود.
د نوموړي د دندې پر مهال څو ځله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د لګولو د مخنیوي پر سر وسله‌والې نښتې هم وشوې.
نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د طالبانو د پخوانې مشر ملا محمد عمر د زوی ملا محمد یعقوب مجاهد چې دمګړۍ د یادې ډلې د دفاع وزیر دی په اړه ویلي و، «د ملا عمر زوی ملا یعقوب ته ایران او روسیه وسلې او باروت ورکوي او هغوی دغه وسلي په هلمند او ارزګان ولایتونو کې د بې ګناه کسانو په وژلو کې کاروي.»
همدارنګه نوموړي هغه مهال د طالبانو سره د سولې د نا رسمي خبرو د پیل په اړه سختې نیوکې لرلې.
جنرال رازق د یو شمېر هغه طالب قوماندانانو لپاره په کندهار کې امن سیمه جوړه کړې وه، چې د کوټې شورا څخه بېل شوي او جګړه یې پرېښې وه.
جنرال رازق د یوې مرکې پرمهال ویلي و، « د کوټې شورا ټول غړي او کورنۍ یې د پاکستان له لوري یرغمل شوي دي. هغه طالب قوماندان چې نه غواړي جګړه وکړي په کندهار کې مې ورته امن سیمه جوړه کړې ده او هغوی کولای شي دلته ارام ژوند وکړي.»


د سولې مذاکرات او د افغانستان په سویل کې د نفوذ لرونکو کسانو ترور


په ۲۰۱۸ کال کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو تر رسمي پیلېدو مخکې د افغانستان په سویل لویدیځو ولایتونو کې د جنرال رازق د ترور ترڅنګ درې نورې پېښې هم وشوې.
د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې له لومړۍ نېټې، تر ډسمبر میاشتې د افغانستان په سویل لویدیځ ولایتونو کې نفوذ لرونکي شخصیتونه ووژل شول او وروسته د زلمي خلیل‌زاد په منځګړیتوب د سولې مذاکرات پیل شول.
د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه نېټه عبدالجبار قهرمان چې په هلمند کې یو له نفوذ لرونکو کسانو څخه و، په دغه ولایت کې په خپل مېلمستون کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله ووژل شو.
د نوموړي تر وژل کېدو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کندهار ته سفر درلود او د جنرال رازق په ګدون د کندهار د سیمه‌ییزو چارواکو سره تر ناستې وروسته چې د جنرال سکاټ مېلر د تګ پر مهال برید وشو او په دغه برید کې جنرال رازق ترور شو.
د همدې میاشتې په ۳۱مه نېټه په فراه ولایت کې د ملي اردو د چورلکې د سقوط په پېښه کې د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور چې په دغه ولایت کې یو له نفوذ لرونکو کسانو څخه و، ووژل شو.
او همدارنګه د طالبانو لورې ته ملا عبدالمنان چې د دغې ډلې لپاره د هلمند والي و او د طالبانو د کوټې شورا سره یې سخت مخالفت درلود د یوه هوايي برید پر مهال ووژل شو.
د همدغه کال په سپټمبر میاشت کې زلمی خلیل‌زاد د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو.
ورپسې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شوې.
ډېرۍ کسان په دې باور دي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو یو له مهمو شرطونو څخه دا و چې د جنرال رازق په ګډون د افغانستان یو شمېر نفوذ لرونکي کسان باید له منځه یوړل شي.
له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له پیل څخه درې کاله وړاندې جنرال رازق رسنیو ته د خبرو پر مهال د افغانستان سیاسي مشرانو ته په اشاره ویلي و«زه معلومات لرم، چې یو شمېر کسان د سولې په نوم د پروژې قرباني کېږي. په طالبانو باید په پټو سترګو باور ونه شي.»
جنرال رازق د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه پر داسې مهال ترور شو، چې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ورسره و.
په همدې ورځ جنرال مېلر د کندهار د سیمه‌ییزو چارواکو سره د څو ورځو وروسته د ټاکنو د امنیت ټینګولو په اړه ناسته لرله.
له دغې ناستې وروسته د سکاټ مېلر چورلکې ته د انتظار پرمهال د کندهار د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي له لوري برید وشو، چې په هغه برید کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی او د دغه ولایت د ملي امنیت رییس ووژل شول او یو شمېر نور چارواکي ټپیان شول؛ خو په دغه برید کې د ناټو ځواکونو قوماندان ته هیڅ زیان وا نه ووښت.
واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم طالبانو د جنرال رازق قبر ته د خلکو په ورتګ بندیز ولګاوه او د نوموړي د قوم اړوند یو شمېر کسان او پوځیان یې ووژل او یا یې هم له کندهاره وتلو ته اړ اېستل.
جنرال رازق په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سپین بولدک ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
له نوموړي درې مېرمنې، پنځه لوڼې او اوه زامن پاتې دي.
نوموړی د کندهار له اڅکزیو قوم څخه و او د هېواد په تېره بیا د سوېلي حوزې یو له مشهورو او با نفوذه طالب ضد څېرو څخه ګڼل کېده.
د کندهار د امنیت په ټینګښت کې د هغه د مهم رول له امله پر نوموړي ۳۰ ځله ځانمرګي بریدونه شوي وو.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

رضاکارانه مرستې؛ یو شمېر هراتیان د خیمو د کموالي له امله اړمنو کسانو ته خیمې ګنډي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۱
رضاکارانه مرستې؛ یو شمېر هراتیان د خیمو د کموالي له امله اړمنو کسانو ته خیمې ګنډي
100%

د هرات ولایت زلزله ځپلي چې له شاوخوا لسو ورځو راهیسې بهر شپې سبا کوي وایي، چې تر هر څه مخکې باید دوی ته سرپناوې جوړې شي. د افغانستان انټرنشنل د خبریالې شرارې سروري په خبره، هرات ولایت تر اوسه عادي حالت ته نه دی راګرځیدلی او خلک لا هم له سرپناه پرته شپې او ورځې تیروي.

د نوموړې په خبره، خلک په دې سړه هوا کې د مرستندویه ادارو خیمو، خوړو او روغتیایي آسانتیاوو ته په تمه دي.

د هرات له زلزلې وروسته زرګونه کورونه زیانمن شوي چې یو شمیر زیانمنې کورنۍ اوس په خیمو کې شپې او ورځې تیروي او یو شمیر نور هم د خیمو او نورو اسانتیاوو په تمه دي.

په هرات کې د خیمو کموالي له امله اوس یو شمېر هراتیانو په خپله خوښه د خیمو ګنډل پیل کړي چې اړمنو کسانو ته یې خیمې برابرې کړې.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکي دفتر (اوچا) وايي، په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۴۳ زره کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، زلزلې د هغو خلکو پر ژوند ډیر اغېز کړی چې له بېوزلۍ سره یې مبارزه کوله.

د خوړو نړیوال پروګرام هم په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د هرات د بیوزلو زلزله ځپلو ژوند انځور کړی.

په دغې ویډیو کې یوه زلزله ځپلې میرمن زیبا وایي چې، «موږ پخوا هم بې وزله وو، خو اوس مو وضیعت نور هم خراب شوی دی.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز وایي چې، په افغانستان کې تر ۹۰ سلنې ډیر خلک کافي خواړه نه لري.

د دغه پروګرام د راپور له مخې، یو شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره له نهیلۍ سره مبارزه کوي، د کور توکي پلوري او ځیني یې آن د خوړو تر لاسه کولو لپاره خپل اولادونه هم پلوري.

اخوا، ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱۱۴زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا اداره وايي، د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر د ۲۰۲۴کال تر مارچ پورې یو پلان جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو لنډمهالو سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو ،پاکو اوبو او روغتیایي آسانتیاوو ته اړتیا لري.

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت او د خلکو شکایتونه

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۷ GMT+۱
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت او د خلکو شکایتونه
100%

لا هم د هرات ښار او ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي د مني په سړې هوا کې له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

له هرات ولایته ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه ویلي، چې ماشومان د سړې هوا له کبله په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي چې ورسره د کورنیو اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.

دغو کورنیو دا رنګه ویلي، هغه شان چې په رسنیو کې خپریږي دوی ته مرستې نه دي رسېدلي او د مرستو په وېش کې هم د ناسم مدیریت څخه ګېله من دي.


عبدالغفور چې د هرات ښار اوسېدونکی دی وایي، له هغې ورځې چې د هرات ښار او شاوخوا ولسوالۍ د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزولې هغه کار ته نه دی تللی او د ماشومانو د ګېډو مړولو لپاره هک حیران دی.

نوموړي زیاته کړه: «زه په ښار کې په لاسي کراچۍ سبزي خرڅوم نن سبا نه کار شته او نه هم خلک له ویرې بازار ته راوځي. دا لس ورځې وشوې چې کار مې نه دی کړی، کله نا کله ځیني شتمن خلک پر خوارانو پخه ډوډۍ وېشي، هغه هم ځینو ته رسیږي او ځینو ته نه رسیږي او هغه مرستې چې د نړۍوالو له‌خوا شوې تر اوسه مو په سترکو نه دي لیدلي.»


د هرات د یوه ښوونځي ښوونکی عبدالله وايي، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره پریمانه مرستې وکړې؛ خو د دغو مرستو مدیرت هغه شان چې تمه کېده په ښه شان سره نه کیږي، له همدې امله تر ډېره حق حقدار ته نه سپارل کېږي.


ګڼ هراتیان چې دا مهال د خپلو خپلوانو د غم په ټغر ناست دي، که له یوې خوا د خپلو دوستانو مرګ ژوبلې پر ملا مات کړي، له بله پلوه ویجاړو شویو مېنو او تش لاسونه هغه نور دردونه دي چې پر دوی یې خوب نارامه کړی دی.
تازه د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص قطر ته رسېدلی، چې د دغو زلزله ځپلو لپاره مرستې راتولې کړي.

د سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي به قطر کې د مرستندویو بنسټونو له چارواکو، د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د بشري مرستو د ځینو ټولنو سره کتلي او هڅه کوي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته مرستې راجلب کړي.

په هرات کې له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې وقفه‌یي زلزلو زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او لا هم خلک په بد وضعیت کې دي.

یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی؛ خو زیانمن شوي وګړي دا مرستې په نشت حسابوي او د هغو د نا سم مدیریت له امله نېوکې کوي .

د مرستو د کموالي یو دلیل له طالبانو سره د نړۍوالو په تعامل کې پیکه والی او د دوی د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کېږي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۴ GMT+۱
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان ښځو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دغه وزارت پلانونه اعلان کړل. د دغه پلان له مخې به په ۸ ولایتونو کې بې وزلو او کسب ګرو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اعلان وکړ چې د کورنیو او ښځو د پرمختګ لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې له ۱۱ مرستندویه موسسو سره د وړو سوداګریو، اقتصادي پیاوړتیااو کار زده کړې په برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

هغه زیاته کړه، د ۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژې به په کابل، هرات، بلخ، سمنګان، جوزجان، بامیان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې سږ کال یې په ۱۶ ولایتونو کې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د کوچنیو، لږکوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې او پراختیا په موخه په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱ پروژې لاسلیک کړي دي. چې۳۵۰ زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وايي، چې اوسمهال د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورسره۴۶ کورني او بهرني نادولتي بنسټونه ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: «د دغو بنسټونو همکاري کولاى شي د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا، د بې وزلو کورنيو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګې وتلو د مخنيوي، د کورني توليد د زياتوالي، د کليو د متوازن انکشاف او د کورنيو د سوکالۍ د ښه والي لپاره مناسب پلاټفورم وي.»

زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۶ GMT+۱
زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي
100%

د یوه کابل مېشتي احمد شکیب له‌خوا افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو انځورونو کې ښکاري، چې دغه بانک نوټونه نور له کاره لوېدلي دي. احمد شکیب وایي، څه بانک نوټونه زاړه دي او کله یې چې په جېب کې ږدي او راباسي یې، دغه بانک نوټونه لا لمنځه ځي.

100%

تر دې وړاندې په بېلابېلو ښارونو کې خلکو له دغې ستونزې سر ټکولی و.

که څه هم تېرکال د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې زاړه بانک نوټونه ټولوي او په روان کال کې یو ځلې بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې د افغانستان بانک له قوله راغلي و، چې په ټول هېواد کې زاړه بانک نوټونه ټولوي.


د طالبانو تر کنټرړل لاندې د افغانستان بانک ویلي و، اوسمهال یوازې له کاره لوېدلي او د نه چلېدو وړ لسګون او شلګون بانک نوټونه راټولوي، چې وروسته به دغه بهیر نور هم چټک او پراخه شي.

خو خلک وایي، چې د لسګون او شلګون ترڅنګ د پنځوسیز او سلیز نوټونه هم له کاره لوېدلي او سرپرست حکومت باید د دوی د راکړې ورکړې لپاره اسانتیا برابره کړي.

که څه هم د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي و، چې د نویو چاپ شویو افغانیو بانک نوټونو د وېشلو لړۍ یې پیل کړې؛ خو خلک وایي اوس هم په بازار کې زاړه بانک نوټونه کارول کېږي.

له بلې خوا ځینې کابل ښاریان وایي، چې خلک خپله له بانک نوټونو سره احتیاط نه کوي؛ نو ځکه بانک نوټونه ژر خرابېږي.

دوی وایي، چې باید د بانک نوټونو د کارونې لپاره یوه تګلاره جوړه شي چې له دې سره به خلک له بانک نوټونو سره له احتیاطه کار واخلي.

ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۱
ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، په هرات ولایت کې له ۱۱۴ زره زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کابو ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، چې دغه مرستې به له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو او اوږدمهاله مرستو په رسولو راټولې وي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یوه راپور کې د ژمي پر مهال د زلزله ځپلو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړنیو مرستو په اړه ټینګار وکړ.

په دغو اړتیاوو کې لنډمهاله سرپناه، ژمنۍ جامې، کمپلې او سون توکي شامل دي.

دغه راز یاده اداره وايي، چې زيانمنې شوې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

اوچا له زلزله ځپلو سره د مرستې د څرنګوالي په بيانولو سره، له زیانمنو شویو کورنیو سره په اوږدمهال کې د مرستو په وړاندې کولو کې د نړیوالو مرستندویانو پر رول ټینګار وکړ.

د اوچا د شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې ۱،۶ میلیونه وګړي اغېزمن کړي چې له دې ډلې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله کابو ۱۴۸۰ تنه وژل شوي او ۱۹۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د زیات شمیر کليو ویجاړۍ ډیرې دي.

د زنده جان او انجیل ولسوالیو ډیرو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی او یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغو زلزلو له امله د کورونو تر څنګ ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زيانمن شوي دي.