• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رضاکارانه مرستې؛ یو شمېر هراتیان د خیمو د کموالي له امله اړمنو کسانو ته خیمې ګنډي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د هرات ولایت زلزله ځپلي چې له شاوخوا لسو ورځو راهیسې بهر شپې سبا کوي وایي، چې تر هر څه مخکې باید دوی ته سرپناوې جوړې شي. د افغانستان انټرنشنل د خبریالې شرارې سروري په خبره، هرات ولایت تر اوسه عادي حالت ته نه دی راګرځیدلی او خلک لا هم له سرپناه پرته شپې او ورځې تیروي.

د نوموړې په خبره، خلک په دې سړه هوا کې د مرستندویه ادارو خیمو، خوړو او روغتیایي آسانتیاوو ته په تمه دي.

د هرات له زلزلې وروسته زرګونه کورونه زیانمن شوي چې یو شمیر زیانمنې کورنۍ اوس په خیمو کې شپې او ورځې تیروي او یو شمیر نور هم د خیمو او نورو اسانتیاوو په تمه دي.

په هرات کې د خیمو کموالي له امله اوس یو شمېر هراتیانو په خپله خوښه د خیمو ګنډل پیل کړي چې اړمنو کسانو ته یې خیمې برابرې کړې.

له دې سره، د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکي دفتر (اوچا) وايي، په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۴۳ زره کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

د دغه دفتر د مالوماتو له مخې، زلزلې د هغو خلکو پر ژوند ډیر اغېز کړی چې له بېوزلۍ سره یې مبارزه کوله.

د خوړو نړیوال پروګرام هم په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د هرات د بیوزلو زلزله ځپلو ژوند انځور کړی.

په دغې ویډیو کې یوه زلزله ځپلې میرمن زیبا وایي چې، «موږ پخوا هم بې وزله وو، خو اوس مو وضیعت نور هم خراب شوی دی.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز وایي چې، په افغانستان کې تر ۹۰ سلنې ډیر خلک کافي خواړه نه لري.

د دغه پروګرام د راپور له مخې، یو شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره له نهیلۍ سره مبارزه کوي، د کور توکي پلوري او ځیني یې آن د خوړو تر لاسه کولو لپاره خپل اولادونه هم پلوري.

اخوا، ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په لوېدیځ کې له ۱۱۴زرو زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره څه باندې ۹۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا اداره وايي، د زیانمنو کسانو د لاسنیوي لپاره یې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر د ۲۰۲۴کال تر مارچ پورې یو پلان جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې د هرات زلزله ځپلي بېړنیو لنډمهالو سرپناوو، خوړو، نغدي مرستو ،پاکو اوبو او روغتیایي آسانتیاوو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۴

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت او د خلکو شکایتونه

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۷ GMT+۱
د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په وېش کې ناسم مدیریت او د خلکو شکایتونه
100%

لا هم د هرات ښار او ګڼو ولسوالیو اوسېدونکي د مني په سړې هوا کې له کورونو بهر تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کوي.

له هرات ولایته ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه ویلي، چې ماشومان د سړې هوا له کبله په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي چې ورسره د کورنیو اندېښنې لا پسې زیاتې شوې دي.

دغو کورنیو دا رنګه ویلي، هغه شان چې په رسنیو کې خپریږي دوی ته مرستې نه دي رسېدلي او د مرستو په وېش کې هم د ناسم مدیریت څخه ګېله من دي.


عبدالغفور چې د هرات ښار اوسېدونکی دی وایي، له هغې ورځې چې د هرات ښار او شاوخوا ولسوالۍ د زورورې زلزلې ټکانونو ولړزولې هغه کار ته نه دی تللی او د ماشومانو د ګېډو مړولو لپاره هک حیران دی.

نوموړي زیاته کړه: «زه په ښار کې په لاسي کراچۍ سبزي خرڅوم نن سبا نه کار شته او نه هم خلک له ویرې بازار ته راوځي. دا لس ورځې وشوې چې کار مې نه دی کړی، کله نا کله ځیني شتمن خلک پر خوارانو پخه ډوډۍ وېشي، هغه هم ځینو ته رسیږي او ځینو ته نه رسیږي او هغه مرستې چې د نړۍوالو له‌خوا شوې تر اوسه مو په سترکو نه دي لیدلي.»


د هرات د یوه ښوونځي ښوونکی عبدالله وايي، سره له دې چې نړۍوالې ټولنې د هرات له زلزله ځپلو سره پریمانه مرستې وکړې؛ خو د دغو مرستو مدیرت هغه شان چې تمه کېده په ښه شان سره نه کیږي، له همدې امله تر ډېره حق حقدار ته نه سپارل کېږي.


ګڼ هراتیان چې دا مهال د خپلو خپلوانو د غم په ټغر ناست دي، که له یوې خوا د خپلو دوستانو مرګ ژوبلې پر ملا مات کړي، له بله پلوه ویجاړو شویو مېنو او تش لاسونه هغه نور دردونه دي چې پر دوی یې خوب نارامه کړی دی.
تازه د طالبانو تر واک لاندې د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص قطر ته رسېدلی، چې د دغو زلزله ځپلو لپاره مرستې راتولې کړي.

د سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر ویلي، چې نوموړي به قطر کې د مرستندویو بنسټونو له چارواکو، د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د بشري مرستو د ځینو ټولنو سره کتلي او هڅه کوي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته مرستې راجلب کړي.

په هرات کې له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې وقفه‌یي زلزلو زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او لا هم خلک په بد وضعیت کې دي.

یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی؛ خو زیانمن شوي وګړي دا مرستې په نشت حسابوي او د هغو د نا سم مدیریت له امله نېوکې کوي .

د مرستو د کموالي یو دلیل له طالبانو سره د نړۍوالو په تعامل کې پیکه والی او د دوی د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کېږي.

د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۵:۰۴ GMT+۱
د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان ښځو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دغه وزارت پلانونه اعلان کړل. د دغه پلان له مخې به په ۸ ولایتونو کې بې وزلو او کسب ګرو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اعلان وکړ چې د کورنیو او ښځو د پرمختګ لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې له ۱۱ مرستندویه موسسو سره د وړو سوداګریو، اقتصادي پیاوړتیااو کار زده کړې په برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

هغه زیاته کړه، د ۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژې به په کابل، هرات، بلخ، سمنګان، جوزجان، بامیان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې سږ کال یې په ۱۶ ولایتونو کې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د کوچنیو، لږکوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې او پراختیا په موخه په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱ پروژې لاسلیک کړي دي. چې۳۵۰ زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وايي، چې اوسمهال د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورسره۴۶ کورني او بهرني نادولتي بنسټونه ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: «د دغو بنسټونو همکاري کولاى شي د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا، د بې وزلو کورنيو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګې وتلو د مخنيوي، د کورني توليد د زياتوالي، د کليو د متوازن انکشاف او د کورنيو د سوکالۍ د ښه والي لپاره مناسب پلاټفورم وي.»

زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۵۶ GMT+۱
زاړه بانک نوټونه؛ کابل مېشتي وايي، د نوټونو د زړښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي
100%

د یوه کابل مېشتي احمد شکیب له‌خوا افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو انځورونو کې ښکاري، چې دغه بانک نوټونه نور له کاره لوېدلي دي. احمد شکیب وایي، څه بانک نوټونه زاړه دي او کله یې چې په جېب کې ږدي او راباسي یې، دغه بانک نوټونه لا لمنځه ځي.

100%

تر دې وړاندې په بېلابېلو ښارونو کې خلکو له دغې ستونزې سر ټکولی و.

که څه هم تېرکال د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک اعلان وکړ، چې زاړه بانک نوټونه ټولوي او په روان کال کې یو ځلې بیا د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس په راپور کې د افغانستان بانک له قوله راغلي و، چې په ټول هېواد کې زاړه بانک نوټونه ټولوي.


د طالبانو تر کنټرړل لاندې د افغانستان بانک ویلي و، اوسمهال یوازې له کاره لوېدلي او د نه چلېدو وړ لسګون او شلګون بانک نوټونه راټولوي، چې وروسته به دغه بهیر نور هم چټک او پراخه شي.

خو خلک وایي، چې د لسګون او شلګون ترڅنګ د پنځوسیز او سلیز نوټونه هم له کاره لوېدلي او سرپرست حکومت باید د دوی د راکړې ورکړې لپاره اسانتیا برابره کړي.

که څه هم د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي و، چې د نویو چاپ شویو افغانیو بانک نوټونو د وېشلو لړۍ یې پیل کړې؛ خو خلک وایي اوس هم په بازار کې زاړه بانک نوټونه کارول کېږي.

له بلې خوا ځینې کابل ښاریان وایي، چې خلک خپله له بانک نوټونو سره احتیاط نه کوي؛ نو ځکه بانک نوټونه ژر خرابېږي.

دوی وایي، چې باید د بانک نوټونو د کارونې لپاره یوه تګلاره جوړه شي چې له دې سره به خلک له بانک نوټونو سره له احتیاطه کار واخلي.

ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

۲۵ تله ۱۴۰۲ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۶ GMT+۱
ملګري ملتونه:هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره څه باندې ۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، په هرات ولایت کې له ۱۱۴ زره زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کابو ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. اوچا وايي، چې دغه مرستې به له زيانمنو کورنيو سره د بېړنيو او اوږدمهاله مرستو په رسولو راټولې وي.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۴مه) په یوه راپور کې د ژمي پر مهال د زلزله ځپلو د مهمو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بیړنیو مرستو په اړه ټینګار وکړ.

په دغو اړتیاوو کې لنډمهاله سرپناه، ژمنۍ جامې، کمپلې او سون توکي شامل دي.

دغه راز یاده اداره وايي، چې زيانمنې شوې کورنۍ لنډمهاله سرپناه، خوراکي توکو، نغدي مرستو، پاکو اوبو، روغتيايي خدمتونو او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

اوچا له زلزله ځپلو سره د مرستې د څرنګوالي په بيانولو سره، له زیانمنو شویو کورنیو سره په اوږدمهال کې د مرستو په وړاندې کولو کې د نړیوالو مرستندویانو پر رول ټینګار وکړ.

د اوچا د شمېرو له مخې، په هرات ولایت کې زورورې زلزلې څه باندې ۱،۶ میلیونه وګړي اغېزمن کړي چې له دې ډلې ۱۱۴ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې، په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله کابو ۱۴۸۰ تنه وژل شوي او ۱۹۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز ۲۸۹ کلي زیانمن شوي او د زیات شمیر کليو ویجاړۍ ډیرې دي.

د زنده جان او انجیل ولسوالیو ډیرو کلیو ته تر ټولو زیات زیان رسیدلی دی او یوازې په زنده جان ولسوالۍ کې څه باندې ۳۳۳۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغو زلزلو له امله د کورونو تر څنګ ښوونځي، روغتيايي مرکزونه او نور بنسټونه هم زيانمن شوي دي.

امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي

۲۴ تله ۱۴۰۲ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۶ GMT+۱
امریکايي سناتور: پر داسې قانون کار کوو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته مرستې ودروي
100%

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور وايي، چې د یوې لایحې وړاندیز یې کړی، چې له مخې به یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته ټولې مالي مرستې بندې شي. رن پال د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه ) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي دي، دا اونۍ به په دې لایحه بیا ځلې کار پیلوي.

دغه امریکايي سیاستوال د خپل لنډ یادښت ترڅنګ د اېکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه د خونړیو ډالرو انځور خپور کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د میلیونونو ډالرو بشري مرستو لېږل ډېر پلویان او مخالفین لري.

ملګري ملتونه چې د پيسو د ټولولو او وېشلو مسووليت لري وايي؛ په افغانستان کې ميليونونه خلک له سختې لوږې سره مخ دي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتيا لري.

مخالفین بیا وايي، چې دا مرستې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له دوام سره مرسته کوي او دا ډله د بشري مرستو په وېش او مصرف کې لاسوهنه کوي.