په پاکستان کې د افغان کډوالو د کډې لارۍ د چپه کېدو له امله ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې د پنځو افغان کډوالو د کډو لېږدونکې لارۍ د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي، چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې د پنځو افغان کډوالو د کډو لېږدونکې لارۍ د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د پنجاب د پولیسو له قوله راپور ورکړی، چې د کډوالو لارۍ د ټایرونو له چاودېدو وروسته چپه شوې ده.
د پنجاب د پولیسو ویاند نعیم د یکشنبې په ورځ ډان ته وویل، چې پنځه افغانې کورنۍ له سنګجاني څخه افغانستان ته پر لاره وې چې دا پېښه وشوه.
دپوليسو د څرګندونو له مخې؛ په مړو شويو کسانو کې یو سړی او یوه مېرمن شامل دي، مړي او ټپيان د هيرو ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى او پوليسو د راولپنډۍ روغتون ته لېږدولي دي.
د پاکستان د حکومت له خوا د بې اسنادو افغان مهاجرینو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته یو شمېر کورنۍ مجبوره شوي، چې بېرته افغانستان ته ستنې شي.
د رسمي شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغانان د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې لسګونو افغان مېرمنو د یکشنبې په ورځ په یوه اعتراض کې بیا د دغه هېواد له حکومت وغوښتل چې په زور د کډوالو له اېستلو ډډه وکړي. دغو ښځو ویل، چې په افغانستان کې نه د زدکړو او نه د کار حق لري، ځکه دلته راغلې دي.
دوی له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې پر پاکستان فشار واچوي او له دې پرېکړې یې وګرځوي.
دوی دا هم ویل چې بې قانونه کډوالو ته د وتلو لپاره د وروستۍ نېټې له ور کولو وروسته له کرايي کورونو هم اېستل کېږي.
پاکستان د روانې میاشتې لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی، خو په ورته مهال د دغه هېواد ځواکونو د کډوالو نیول او له هغوی سره ناوړه چلن هم ډېر کړی دی.
د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان په ګډون مختلفو ادارو بیا بیا پر پاکستان غږ کړی چې په دې برخه کې له خپلې پرېکړې تېر شي، خو پاکستان کوم شاتګ نه دی کړی.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د سیبۍ او هرنایي ترمنځ له نږدې اتلسو کلونو ځنډ وروسته نن بیا د اورګاډي پرانیسته وشوه. د پاکستان د پټلۍ سرپرست وزیر شاهد اشرف تارړ او د صوبې سرپرست سروزیر میر علي مردان خان ډومکي په دې مراسمو کې ګډون درلود.
میرعلي مردان خان ډومکي په سیبۍ کې دغو مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د اورګاډي بیا پیلېدو سره به کار روزګان برابر او ځايي خلکو ته د ټرانسپورټ اسانتیا لا ښه شي.
هغه دا هم وویل، چې د ۲۰۰۶ کال فرورۍ کې د اورګاډي بندېدو سره خلک له ستونزو سره مخ و او اوس دوی ویاړي چې دا مشکل یې حل کړ.
نوموړي زیاته کړه چې د ډیسمبر پر ۲۵ به د بولان لپاره هم د نواب اکبر بګټي ایکسپرېس په نوم اورګاډی بیا چالو شي.
په دغه سیمه کې د وسلواو د بریدونو په زیاتېدو سره اورګاډي بند شوي وو.
د اورګاډي د پیلېدو دا ګام په داسې مهال دی چې د پاکستان ملي هوايي شرکت په څېر د دغه هېواد پټلۍ اداره هم له مالي کړکېچ سره مخ ده.
د دې ادارې کارمنانو پرون اعتراض کړی و چې له امله یې د لاهور او کراچۍ ترمنځ نن هم اورګاډي وځنډېدل.

د پاکستان رسنۍ وايي، له تېرو شپږو ورځو راهسې د پښتونخوا په کورمه کې د ځايي اوسیدونکو ترمنځه په فرقه يي نښتو کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي. د کورمې د پاړاچنار، صده، بوشره،علیزی، پېواړ، تري منګل او بالشخېلو سیمې د سني او شیعه مذهبو اوسیدونکو ترمنځ دا جګړه پیل شوې ده.
د پاکستان جیو ټلویزیون نن یکشنبه د خپلو سرچینو په حواله وايي، په روانه جګړه کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي.
د جیو ټلویزیون د راپور پر بنسټ په دغه جګړه کې دواړه غاړې له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.
د جګړو له امله کورمې ته غځیدلې لارې تړل شوې او ټلفوني او انټرنیټي شبکې بندې دي.
د جګړو له ویرې سوداګریز مرکزونه ، دوکانونه او ټول تعلمي مرکزونه تړل شوي دي.
د کورمې د کمیشنر مرستیال رسنیو ته ویلي هڅې روانې دي ترڅو په لومړي ګام کې ډز بندي ته ورسیږي او په دوهم ګام کې په مورچلو کې پاکستاني پوځیان ځای پر ځای شي.
په دغه سیمه کې کله ناکله پر سني او کله هم پر شعیه مذهبو خونړي بریدونه کیږي.
د سني او شعیه مذهبو ترمنځه زیاتره جګړې د ځمکو پر سر او مذهبي مراسمو کې پر یو بل د نیوکو له امله هم رامنځته کیږي، چې دواړه غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

د اکتوبر میاشتې له ۲۱ نه په چمن کې ځايي خلکو یو غټ پرلت پیل کړی دی، چې پکې په زرګونو خلک ګډون لري.
د اکتوبر په ۲۶ د دغه پرلت په فیصله لسګونه زره پښتانه په چمن کې راټول شول او د پرلت د غوښتنو په تایید یې د چمن د معلوم تاریخ تر ټوله ستره احتجاجی مظاهره هم وکړه چې د دغې سیمې په تاریخ کې ساری نه لري.
دغه پرلت او احتجاج دوه عمده غوښتنې لري: وړومبۍ غوښتنه یې د ډیورنډ کرښې د پاسه پرتو قبیلو پر غړو د پاکستان د حکومت له خواد تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو د نوې پابندۍ د ختمولو ده.
د پرلت دویم هدف د پاکستان د حکومت له خوا د اکتوبر د میاشتې په ختمیدو د افغان مهاجرینو په زور ایستلو د تصمیم مخالفت دی.
د مهاجرو په زور ایستل کیدو د فیصلې په مخالفت کې وینا ګانې، مصاحبې او لیکنې کیږي نو ولسونه د مهاجرو په مسله پوهیدلي دي، خو د ډیورنډ کرښې د پاسه د پرتو قبیلو د خلکو په تګ راتګ د پاکستان له خوا د ویزې او پاسپورټ د قیوداتو په مسله ډیر بحث نه دی شوی او دا مسله لږ څه تاریخي پس منظر او حقوقي اړخونه هم لري نو ولسونه د دغې مسلې په باب ډیره خبرتیا نه لري ، ځکه مونږ غواړو دلته په دې مسله لږ رڼا واچوو.
د ډیورنډ کرښې د پاسه پرتو قبیلو د غړو په تګ راتګ باندې د نویو بندیزونو د لګولو په باره کې د پاکستان دریځ یو اساسي تضاد لري، له یوې خوا هغه د دغې کرغیړنې استعماري معاهدې په قانونیت ټینګار کوي او له بلې خوا د ۱۹۲۱ د کابل د معاهدې هغه ماده تر پښو لاندې کوي په کومه کې چې په کرښه د پاسه پرتو خلکو ته د کرښې دواړو خواو ته د خپلې قبیلې په جغرافیايي حدودو کې بغیر د پاسپورټ او ویزې نه د تګ راتګ د لارې حق «The Easement Right» منل شوی دی.
د افغانستان دولت او د سیمې ولس چې د ډیورنډ استعماري معاهده رد کړه نو هغوی ته خو دغه تګ او راتګ یو طبیعي او دایمي حق دی، خو پاکستان هم په کال۱۹۴۷ کې د خپل تاسیس نه وروستو تر اوسه په ۷۶ کلونو کې دغه حق منلی وو خو اوس پاکستان د یوه سرپرست حکومت په دوره کې، چې د هغه صلاحیت یوازې په خپل هیواد کې د انتخاباتو دایرولو پورې محدود دی، څنګه او په کومو دلایلو دغه حق رد کړو ؟
د پاکستان حکومت د دغه تصمیم سره ځینې مهم او اساسي سوالونه را پورته کیږي چې دلته یې تذکر ته اړتیا شته.
وړومبۍ پو ښتنه دا ده چې ایا پاکستان هم د ډیورنډ استعماري معاهده او د هغې په تعقیب شوې معاهدې نه مني ؟ ایا پاکستان د ډیورنډ کرښې په باره کې خپل عنعنوي دریځ پریښود ؟ که د دې ځواب هو وي نو بیا پاکستان په کومه خوله د افغانستان نه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو غوښتنه کوي؟
دویمه پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان د کرښې د پاسه پرتو قومونو باندې د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او د ویزې پابندي لګولو نه وړاندې د دغو میلیونو پښتنو یا د هغوی د نمایندګانو نه پوښتنه یا د هغوی سره مشوره کړی ده ؟ ځکه چې دا خلک د دغې معاهدې اصل فریق دي.
د دغو کروړونو خلکو کورونه، کلي، پټي ،جایدادونه ، حجرې، جوماتونه، مقبرې، تړې، تیګې او څلي د کرښې دواړو خواوو ته پراته دي، دوی کې ډیر داسې خلک شته چې د دوی کور د کرښې یوې خوا ته دی او د دوی نیم کلی، پټی، جومات یا قبرستان بلې خوا ته دی، نو په دغو خلکو باندې د نویو قیوداتو وضع کولو نه وړاندې چا د هغوی په ژوند د دغې قیوداتو د اغیز اندازه لګولې ده ؟
بلکې که وګورو نو دا مسله د دې خلکو د انفرادي ملکیت، ژوتد او ژواک پورې محدوده نه ده، د دې مسلې یو بل ډیر مهم اړخ د دوی مجموعي اقتصادي ژوند هم دی.
په تیرو شپږو اوو لسیزو کې په شمال شرق کې د چترال نه تر جنوب غرب کې د بلوچستان د بلوڅو سیمو پورې د کروړونو خلکو اقتصاد د کرښې د پاسه کیدونکي تجارت باندې اتکاء پیدا کړې ده.
دغه نوي قیودات د سترګو په رپ کې د دغو ملیونونو خلکو د اقتصادي ژوند مرۍ خپه کوي. د هغوی اقتصادي قتل عام کوي، په دې وجه چې د چمن خلک بیداره او باشعوره دي او د پاکستان د حکومت د بندیزونو په ضد یې په لویه کچه احتجاج او پرلت پیل کړی دی، خو دا مسله تر چمن پورې محدوده نه ده، بلکې د ۲۶۰۰ کلومتره اوږدې کرښې د ټولو اوسیدونکو ده او په وزیرستان او په نورو ځایونو کې هم د پاکستان د حکومت د دغه تصمیم په ضد احتجاجونه شوي دي.
په داسې عصر کې چې د نړۍ نور هیوادونه د تجارت او اقتصادي ورکړې راکړې د پراخولو او زیاتولو لپاره زمینه مساعدوي، په دې لارو کې موجود قیودات له منځه وړي، پاکستاني جنرالان په دغې ماجرا جویۍ او قیوداتو سره د موجوده اقتصادي مناسباتو مرۍ خپه کوي او د افغانستان او پاکستان دواړو هیوادونو خلکو اقتصاد ته زیان رسوي، ځکه خو د پاکستان اقتصاد د ورشکست سره مخ دی.
پاکستاني جنرالان دغه ګام داسې وخت پورته کوي چې په پاکستان کې د دوی یو لاس پوڅی موقت حکومت ناست دی چې د دوی امر ته‘ نه ‘ نه شي ویلی او بلې غاړې ته په افغانستان کې همد کوم مشروع دولتي نظام د نشتوالي نه یوه تشه زیږیدلې ده چېپاکستاني جنرالان ترې استفاده کوي.
پاتې شو د تالبانو امارت، هغه خو هسې هم د خپلو پاکستاني مربیونو د فیصلو د ننګولو جرات نه لری، نو په دې مسله یې هم خاموشي خپله کړې ده.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان وکړ، چې له نورو هېوادونو څخه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو لپاره يې ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
دغه دفتر ویلي چې دوی غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې راستنېدونکي افغانان ملاتړ ته لاسرسی ولري چې دوی اړتیا ورته لري او د خوندیتوب احساس کوي.
د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۷مه) په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نمایندګۍ په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د کډوالو نړیوال سازمان په همکارۍ له راستنېدونکو افغان کډوالو سره وشي.
د دغو مرستو ژمنه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت له ۱.۴ میلیونو څخه د زیاتو افغان کډوالو د جبري اېستلو لپاره د ضرب الاجل ټاکلی دی.
د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري، خبرداری ورکړی چې د اکتوبر تر ۳۱مې له دغه هېواده ووځي، که نه نو له هېواده به شړل کېږي.
په وروستیو میاشتو کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې ده.
د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ساتونکو قوماندان رضا شجاعي د لړم میاشتې په ۶مه نیټه اعلان وکړ چې په تېره یوه میاشت کې ۴۰ زره ۵۰۹ تنه کډوال چې د اوسېدو رسمي اسناد یې نه درلودل له پاکستان او افغانستان سره د ایران په پولو کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د پنجاب صوبې د اطلاعاتو وزیر د جمعې په ورځ د لړم په پنځمه اعلان وکړ چې څه د پاسه ۹۹ زره کډوالیې بندیان کړي دي.
عامر میر وویل، ۳۳ زره کسان د اوسېدو اسناد نه لري او له هېواده ایستل کېږي.
