• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهې په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغې جبهې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو مدیر محب الله مشهور په «حنظله»په ګډون د طالبانو څلور غړي وژل شوي دي.

د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو دوه نور غړي هم ټپیان شوي دي.

د آزادۍ جبهې یوه ویدیو هم خپره کړې، چې په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو د مرکزي دفتر په دروازه کې د چاودنې شېبې ښيي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځایي سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړ.

ځایي اوسیدونکي وایي، چاودنه په ځايي وخت د ماښام شپږ بجې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دروازې ته څېرمه شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو په ارزینجان ښار کې ۲۵ افغان کډوال نیولي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) په ارزینجان ښار کې د ۲۵ افغان کډوالو د نیولو اعلان وکړ. نیول شوي پناه غوښتونکي د ارزینجان د کډوالو ادارې ته سپارل شوي دي.

د ارزینجان امنیه قوماندانۍ پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغه ښار په سرحدي دروازه کې له یوې لارۍ موټر څخه ۲۵ تنه افغان کډوال نیول شوي او دوه نور کسان یې د انساني قاچاق په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارل دي.

د ترکیې حکومت په وار - وار ویلي، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره کار کوي.

د ترکیې پولیسو په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال نیولي او بېرته یې شړلي دي.

متقي: د پاکستان له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپي وهل کیږي او لوټل کیږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي، نغدي شتمنۍ یې په زور اخیستل کیږي او د منقولو شتمنیو، ټرانسپورټي وسایلو او ان څارویو وړلو ته اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ( نومبر په دویمه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره په لیدنه کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را ايستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند د افغانستان د حکومت او نړۍوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه کتنه کې متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ته وویل: «په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غير موجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ کيږي».

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتا د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

ښاغلي متقي له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د کډوالو د ستونزو په برخه کې دې باید خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا وویل، چې دوی وضعیت له نېږدي څاري؛ اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړۍوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت د پوره کېدو نن دویمه ورځ ده. په زرګونه افغان کډوال د پولې غاړې ته راغلي دي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده.

د پاکستان حکومت وايي؛ د پروسې چټکولو لپاره د ښځو او ماشومانو بایومټریک نه کوي او خپل پرسونل زیاتوي.

امریکا یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د "کډوالو نه ويستلو اصل" ته درناوی وکړي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان وغوښتل، چې د"کډوالو نه ایستلو اصل" ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر اړوند ژمنو ودريږي. د دې وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري غونډه کې د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د کډوالو او پناه غوښتونکو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې نه کړي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ، چې افغان کډوالو ته د بشرپالو مرستو په برابولو کې له نړۍوالو ادارو سره همغږي وکړي.

د امریکايي چارواکو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې پاکستان د اکټوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړ.

خو هممهاله په دغه هېواد کې د قانوني کډوالو نیول هم زیات شول او پرون د دې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې د کډوالو نیولو خبرونه خپریږي.

باوري سرچینو پرون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا او اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو کېسونه لري.

د پاکستان پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ګاونډ ته د پنډۍ ښار په صادق اباد کې هم څلور داسې کسان نیولي، چې غرب ته د تللو کېسونه لري.

د سرچینو په خبره؛ دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ویزې هم لري؛ خو بیا هم زندان ته ولېږدول شول.

کرن ډېکر: د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوم څوک چې د حقیقتونو په لټه دي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سرپرسته کرن ډېکر د افغان خبریالانو هڅې ستايي او وايي، چې افغان خبریالان او معلوماتو ته لاسرسی باید سرکوب نه شي.

نوموړې نن پنجشنبه ( د لړم ۱۱مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمولو د نړۍواله ورځ په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هغو افغان خبریالانو د زړورتیا درناوی کوي، څوک چې د حقیقتونو په لټه کې دي.

د ډېکر په خبره، چې معلوماتو ته لاسرسی ټولنه پیاوړې کوي.

هغې زیاته کړې، چې معلوماتو ته له لاسرسي څخه باید ویره ونه شي او نه هم باید سرکوب شي.

نوموړې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یو ځانګړي یادښت له خپرېدا دا پیغام خپور کړی، په یادښت کې ویل شوي، چې په وروستیو ۳۱ کلونو کې په افغانستان کې ۷۹ خبریالان وژل شوي دي.

د کډوالو د راستنېدو تصویري راپور

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۴ GMT+۰

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت له پوره کېدو سره افغانستان ته د کډوالو ستنېدل لا زیات شوي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده. د پاکستان حکومت وايي، د پروسې چټکولو لپاره د ښځو او ماشومانو بایومټریک نه کوي او خپل پرسونل زیاتوي.

زرګونه کډوال په تورخم او چمن کې اوښتو ته منتظر دي
100%
زرګونه کډوال په تورخم او چمن کې اوښتو ته منتظر دي

پاکستان د اکتوبر لومړیو کې د نومبر تر لومړۍ نېټې کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ور کړ. د دې نېټې په رارسېدو سره افغانستان ته د کډوالو بهیر هم زیات شو.

د ثبت پروسې ته منتظرې مېرمنې
100%
د ثبت پروسې ته منتظرې مېرمنې

خو کډوال وايي؛ د دوی د شمېر له زیاتېدو سره پاکستان د دوی د ثبت لپاره خپل کارکوونکي زیات نه کړل او په بایو مټریک هم ډېر وخت تېروي.

ځینې خلک څو شپې پر لار تېروي
100%
ځینې خلک څو شپې پر لار تېروي

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي؛ د پاکستان حکومت ور سره ژمنه کړې، چې ښځې او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومان نور نه بایومټریک کوي.

بایو مټریک ته منتظر کډوال
100%
بایو مټریک ته منتظر کډوال

په تورخم او چمن کې چې افغانستان ته د اوښتو بوختې لارې دې ځینې کډوال څو ورځې منتظر پاتې شوي دی.

د مېرمنو لپاره لاریو ته ختل او کوزېدل لا سخت دي
100%
د مېرمنو لپاره لاریو ته ختل او کوزېدل لا سخت دي

د لارې په اوږدو کې د خوراک څښاک او نورو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره هم کوم سهولت نه شته.

ځینې کډوال د سړک پر سر شپې سبا کوي
100%
ځینې کډوال د سړک پر سر شپې سبا کوي

پاکستان کې له پرون راهیسې د کډوالو نیول هم زیات شوي او طالبان وايي، چې قانوني کډوال هم نیول کېږي.

پولیسو د کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده
100%
پولیسو د کډوالو نیولو لړۍ چټکه کړې ده

طالبان وايي؛ د پاکستان حکومت ژمنه ور سره کړې چې قانوني کډوال به نه نیسي.