• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا حسن اخوند: پاکستان دې د افغان کډوالو له ځورولو او بې عزتۍ لاس واخلي

۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۲ - ۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د طالبانو رییس الوزار له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې وايي، افغان دې په بې غزتۍ سره نه راباسي او له ځورولو دې یې لاس دې واخلي. نوموړی پاکستاني چارواکي او ادارې د افغان کډوالو په لوټلو او د پانګې په ضبطولو تورنوي او وايي، دا ډول چلن په یو ډول قانون کې هم نشته.

ملا حسن اخوند یوه ویډیويي پیغام کې د پاکستان له سرپرست حکومت او امنیتی ادارو غواړي چې په خپل چلن کې بدلون راولي: د بې ګنا کډوالو نیول، د هغوی کورونو ته ور ننوتل او د هغوی کورونه ورانول، مالي زیان ورته رسول او سرمایه ضبطول او په ستنېدو کې مختلف اذار او اذیت ور ته جوړولو او تورخم او چمن کې تر شنه اسمان لاندې په یخ کې په ورځو ورځو انتظارول هغه کارونه دي چې اسلامي او بشري قوانینو او ګاونډیتوتوب قوانین دی هیڅ دا اجازه نه ور کوي.

نوموړی وايي، که پاکستان بې قانونه کډوال باسي، نو وخت دې ور کړي چې په عزت سره ستانه شي.

ملا حسن اخوند زیاتوي چې دغو افغانانو د پاکستان لپاره له ۴۰ تر ۴۵ کلونو په کرنه، سوداګرۍ او نورو برخو کې خدمت کاوه او «دا ملک پرې اباد و.»

نوموړی نن په یوه ویډیويي پیغام کې، چې له ملي رادیو تلوېزون نشر شوی، پر ستنېدونکو غږ کوي چې ناهیلي کېږي دې نه او د دوی حکومت او ولس یې په خدمت کې دی.

پاکستان افغان کډوال د دغه هېواد په تاوتریخوالي کې په لاس لرلو تورنوي او د اکتوبر میاشتې لومړیو کې د بې قانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه.

خو د نورو طالب چارواکو په ګډون ملا حسن اخوند هم د دې تور ردولو سره زیاتوي چې دې مسلمانانو له ۴۰ تر ۴۵ کلونو هلته په امن ژوند درلود او هیڅ نوعه خطر یې نه و پېښ کړی، خو اوس له داسې مشکل سره مخ شول.

نوموړی پر افغان ولس هم غږ کوي چې د خپل وس سره سم دې له ستنېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي.
تر ده ملا حسن اخوند مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هم په خپلو څر ګندونو کې پر پاکستان سختې نېوکې وکړې او په څنګ زنه ژبه یې ګوت څنډنه کړې وه.

هغه ویلي و:« پاکستان دې دومره څه وکري، چې بیا یې د رېبلو وس ولري.»
پر طالبانو تر ډېره د افغان کډوالو نیوکې دا دي، چې تر اوسه یې له پاکستان سره د کډوالو د ستونزو په اړه له ډیپلوماټیکو لارو ګټه نه ده اخیستې او نه یې هم لوړپوړي چارواکي تر اسلام اباده راغلي، چې د دغه هېواد له چارواکو سره په ډیپلوماټیکه ژبه د کډوالو ستونزه هواره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهې په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو پر مرکز د برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

دغې جبهې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو مدیر محب الله مشهور په «حنظله»په ګډون د طالبانو څلور غړي وژل شوي دي.

د دغې جبهې د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو دوه نور غړي هم ټپیان شوي دي.

د آزادۍ جبهې یوه ویدیو هم خپره کړې، چې په پلخمري ښار کې د طالبانو د استخباراتو د مرکزي دفتر په دروازه کې د چاودنې شېبې ښيي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځایي سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړ.

ځایي اوسیدونکي وایي، چاودنه په ځايي وخت د ماښام شپږ بجې د طالبانو د استخباراتو د ریاست دروازې ته څېرمه شوې ده.

د ترکیې پولیسو په ارزینجان ښار کې ۲۵ افغان کډوال نیولي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۰

د ترکیې پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د لړم په ۱۱مه) په ارزینجان ښار کې د ۲۵ افغان کډوالو د نیولو اعلان وکړ. نیول شوي پناه غوښتونکي د ارزینجان د کډوالو ادارې ته سپارل شوي دي.

د ارزینجان امنیه قوماندانۍ پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دغه ښار په سرحدي دروازه کې له یوې لارۍ موټر څخه ۲۵ تنه افغان کډوال نیول شوي او دوه نور کسان یې د انساني قاچاق په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارل دي.

د ترکیې حکومت په وار - وار ویلي، چې په ټول هېواد کې د کډوالو د ناقانونه ننوتلو او وتلو د مخنیوي لپاره کار کوي.

د ترکیې پولیسو په وروستیو میاشتو کې سلګونه افغان کډوال نیولي او بېرته یې شړلي دي.

د پاکستان ټولټاکنې د راتلونکې فبرورۍ په اتمه کېږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسیون وايي، چې په دغه هېواد کې ټولټاکنې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د دویمې میاشتې په اتمه نېټه کېږي. د کمېسیون د پنجشنبې ورځې د اعلامیې له مخې؛ د دې ادارې د مشر او د ولسمشر عارف علوي خپلمنځي ناسته کې نن پر همدې نېټه اتفاق شوی دی.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې؛ د سرپرست حکومت په جوړېدو سره په نوي ورځو کې انتخابات کېږي.

د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان ټاکلی حکومت د اګسټ پر نهه نېټه ړنګ شو او ځای یې سرپرست حکومت ونیو.

د قانون له مخې پکاره وه چې دا ټاکنې په روانه میلادي میاشت یا نومبر کې شوې وی؛ خو د سرپرست حکومت له جوړېدو سره پر نورو سربېره د پاکستان ولسمشر عارف علوي بیا - بیا ویلي چې په ټاکلې نېټه ټاکنې ناشونې دي.

متقي: د پاکستان له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپي وهل کیږي او لوټل کیږي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي، نغدي شتمنۍ یې په زور اخیستل کیږي او د منقولو شتمنیو، ټرانسپورټي وسایلو او ان څارویو وړلو ته اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړي دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ( نومبر په دویمه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا سره په لیدنه کې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د پاکستان له خوا له جبري را ايستل کېدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي دستګاه د ناسم چلند د افغانستان د حکومت او نړۍوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهالو او اوږدمهالو مرستو په اړه خبرې شوې دي.

په دغه کتنه کې متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ته وویل: «په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غير موجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کي تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ کيږي».

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتا د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

ښاغلي متقي له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د کډوالو د ستونزو په برخه کې دې باید خپل مکلفیتونه ادا کړي.

د یوناما مشرې مېرمن روزا اتونبایوا وویل، چې دوی وضعیت له نېږدي څاري؛ اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي او په دې اړه به د نړۍوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.

پاکستان کې افغان کډوالو ته د ټاکلي وخت د پوره کېدو نن دویمه ورځ ده. په زرګونه افغان کډوال د پولې غاړې ته راغلي دي؛ خو په تورخم او چمن کې د اوښتلو پروسه ورو ده.

د پاکستان حکومت وايي؛ د پروسې چټکولو لپاره د ښځو او ماشومانو بایومټریک نه کوي او خپل پرسونل زیاتوي.

امریکا یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل چې د "کډوالو نه ويستلو اصل" ته درناوی وکړي

۱۱ لړم ۱۴۰۲ - ۲ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت بیا له پاکستان وغوښتل، چې د"کډوالو نه ایستلو اصل" ته درناوی وکړي او په دې برخه کې پر اړوند ژمنو ودريږي. د دې وزارت ویاند متیو مېلر په یوې خبري غونډه کې د افغانستان له ګاونډیانو وغوښتل چې د کډوالو او پناه غوښتونکو افغانانو پرمخ خپلې دروازې بندې نه کړي.

نوموړي د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ، چې افغان کډوالو ته د بشرپالو مرستو په برابولو کې له نړۍوالو ادارو سره همغږي وکړي.

د امریکايي چارواکو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې پاکستان د اکټوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د وتلو وخت ورکړ.

خو هممهاله په دغه هېواد کې د قانوني کډوالو نیول هم زیات شول او پرون د دې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته د پاکستان مختلفو ښارونو کې د کډوالو نیولو خبرونه خپریږي.

باوري سرچینو پرون افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا او اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو کېسونه لري.

د پاکستان پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد ګاونډ ته د پنډۍ ښار په صادق اباد کې هم څلور داسې کسان نیولي، چې غرب ته د تللو کېسونه لري.

د سرچینو په خبره؛ دا کسان په پاکستان کې د اوسېدو لپاره ویزې هم لري؛ خو بیا هم زندان ته ولېږدول شول.