عبدالباري عمر تېره ورځ ولیکل چې «هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته مې سفرونه کړي او اوس هم اروپا کې یم او له ګڼو افغانانو په شمول افغان ډېپلوماټانو او سفیرانو سره مې لیدلي دي. »
په بېلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي ته نژدې سرچېنې وویل چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر څو ځله پېغامونه استولي چې دی غواړي ورسره ناسته وکړي خو نظیف الله سالارزي د دغه طالب چارواکي غوښتنه رد کړې او ورسره یې نه دي لیدلي.
په هالند کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي چې له دې وړاندې هم ویلي و چې له طالبانو سره تعامل لري، له دغه طالب چارواکي سره په څو ځایونو کې لیدل شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښه يي چې اصف رحیمي له ګڼو افغان ډیپلوماټونو او افغانانو سره تماسونه نیولي او هڅه یې کړې چې له دغه طالب چارواکي لپاره د ناستو زمینه برابره کړي.
سرچینې زیاتوي چک جمهوریت، اسپانیا او هالند کې د افغانستان سفارت ځینو ډیپلوماټو له دغه طالب چارواکي سره له نژدې ناستې کړې دي.
د ملا هبت الله پیغام
په اروپايي هیوادونو کې دغه طالب چارواکي یو شمیر افغان ټولنو ته په خپله داسې پېغامونه استولي چې ګواکې د طالبانو د رهبر ملا هبت الله پیغام یې له ځان سره راوړی دی او غواړي چې دغه پېغام ور سره شریک کړي.
په هالند کې یو افغان چې له دغه طالب چارواکي سره ناسته کړې او ادعا کوي چې د عبدالباري عمر پاسپورټ یې په خپلو سترګو لیدلی وویل، چې ښاغلی عمر افغان پاسپورټ او د اروپا شینګین ویزه لري.
ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو وویل چې د عبدالباري عمر د سفر جنجالي کېدو وروسته د اروپايي هیوادونو بهرنیو چارو وزارتونه په حرکت راغلي دي.
دوی د افغانستان د سفارتونو مسوولینو ته ویلي چې له دې وروسته دوی نشي کولی طالب چارواکو سره په دغو هیوادونو کې ناستې وکړي او یا هم غونډې ته یې دعوت کړي هغه په دې دلیل چې دغه هیوادونه تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني.
د ښځو د کار او زدکړو پلویتوب
عبدالباري عمر د نجونو د زدکړو او کار ملاتړ کړی
عبدالباري عمر په یو شمیر ناستو او لیدونکو کې داسې څرګندونې کړي چې د اروپا مېشتو یو شمیر کسانو توجو یې ځانته اړولې ده.
یو شمیر کسانو چې له غه طالب چارواکي سره لیدلي افغانستان انټرنشنل ـ پشتو ته وویل چې عبدالباري عمر په ځینو شخصي او عمومي غونډو کې د نجونو د تعلیم او کار ملاتړ کړی او په خپلو څرګندونو کې یې ټینکار کړی چې دا بندیز لنډمهاله دی.
د دغه طالب چارواکي بله نیوکه دا وه چې د طالبانو په دولتي ادارو کې باید وړ او مسکلي کسان وګومارل شي.
د جرمني په کولن ښار کې د کونړر کلتوري ټولنې په نوښت غونډه کې د نوموړي تر څرګندونو وروسته دا سفر خواله رسنیو کې لاس په لاس شو او د اروپايي چارواکو غبرګون یې وپاراوه.
د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د هالند روغتیا وزارت ددغه طالب چارواکي سفر ته غبرګون ښودلی او دا یې غندلی دی او ویلي دي چې دوي به ددغه طالب چارواکي سفر وڅیړي.
افغانستان د سیمې په کچه تر ټولو هیوادو د اوبو لویی سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنه اوبه یې وړیا ګاونډیانو ته بهیږي.
تر اوسه یوازې د هلمند سیند په هکله معاهده شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندو اړوند له پاکستان او مرکزي اسیا سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.
د نړیوالو قوانینو پر اساس، کومې اوبه چې د هیوادونو د سرحداتو نه تیریږي، لازمه ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر ویش مذاکرات او خبرې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.
د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې حدود ۲۱ میلیارد متر مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارد متر مکعب یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او چترال غرونو نه سرچینه اخلي. د سروې له مخی د ۱۲ بندونو د جوړولو ظرفیت او امکانات لري.
د بیلګې په توګه، پر کونړ سیند د شالي او ساګي بندونو د اعمار په هکله څیړنې او مطالعات پخوا شوي او دا دوه بندونه په مجموعي توګه د زر میګاواټه بریښنا د تولید او هم د پراخو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.
دغه بند چې د کابل او اندوس سیندونو د تقاطع په نقطه کې د پاکستان لخوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نژدې جوړیږي، کار ورباندې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به پای ته ورسیږي.
داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، ظرفیت لري.
که څه هم د داسو بریښنا بند جوړولو موضوع نړیوال بانک له افغان لوري سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر اساس، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغانستان سره په دې اړوند په مستقیمه ډول مکاتبه او د افغان لوري موافقه تر لاسه کړې وای، حال دا چې په دې هکله افغانستان تر اوسه کومه رسمي موافقه نه ده کړې.
د افغانستان له لوري د موافقې ضرورت په دې سبب ده چې کله زمونږ هیواد د خپلو اوبو له منابعو ګټه اخلي او پر کابل او کونړ سیندونو د شالي او ساګي په شان بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې پر داسو بند به اغیز اچوي.
له همدې کبله افغانستان له نړیوال بانک غوښتنه کړې چې پاکستاني لوري ته خبر ورکړي چې په راتلونکي کې افغانستان کې پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو د جوړولو په هکله به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي.
دا ځکه چې پاکستان پخوا د داسو بند جوړولو اړوند، افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یی په خپل سر پیل کړی دی.
د۲۰۱۴ کال په مارچ کې د افغانستان ملي امنیت شورا د داسو بند جوړولو باندې بحث وکړ او پریکړه وشوه چې نړیوال بانک پاکستان ته خبر ورکړي تر څو د بند د جوړولو کار، د افغان دولت د رسمي موافقی تر لاسه کولو پورې معطل کړي.
پاکستان هر کال د نفوس د ډیریدو له کبله ورځ تر بلې د اوبو له کمبود سره مخامخ کیږي. د نفوس زیاتوالي سره به یې د څښلو اوبو او هم د کرنې او بریښنا د تولید لپاره اړتیا په جدي توګه زیاته شي.
اخري خبره:
افغانستان باید د یو جګړه ځپلي هیواد په توګه، د خپلو اوبو له منابعو اعظمي ګټه واخلي او ګاونډيو هیوادو ته د وړیا او له حساب او کتاب پرته د اوبو بهیدل مدیریت کړي.
یو متحد افغانستان او د ټولو لپاره ګډ کور چې هر افغان پکې د مالکیت احساس وکړي، د هیواد په ملي شتمنیو د مالکانه تصرف او ګټې پورته کولو او هم له ګاونډیو سره د یو متساوي الحقوق هیواد په توګه دیپلوماسي او د اړیکو پاللو یوازنې لار ده.
افغانستان لویه دارایي او پانګه، د اوبو منابع، کانونه او هم جغرافیایی موقعیت ده، خو چې په هیواد کې د ملي تفکر له لارې، ملي انسجام او دایمي ثبات را منځ ته نشي، دا ټولې شتمنۍ به خاص ارزښت ونه لري.
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.