له ۳۰۰ ډېر افغان کډوال له پاکستانه کاناډا ته ولېږل شول

د کاناډا کډوالۍ اداره واييو له پاکستان یې ۳۳۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي. ټاکلې ده چې دا کډوال د اېډمونټن، اوتاوا او ټورنټو په ګډون په ۳۳ ښارونو کې مېشت کړل شي.

د کاناډا کډوالۍ اداره واييو له پاکستان یې ۳۳۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي. ټاکلې ده چې دا کډوال د اېډمونټن، اوتاوا او ټورنټو په ګډون په ۳۳ ښارونو کې مېشت کړل شي.
د کاناډا کډوالۍ ادارې پرون په خپل اېکس کې لیکلي، چې دا کډوال اوس په وینیپګ ښار کې دي.
کاناډا وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې تر ۴۰ زرو افغانان خپل هېواد ته لېږدولي دي.


د ښاغلي افغان په خبره، د دغو څاګانو تولید د ورځې شاوخوا پنځه زره بوشکو ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دغه نفت په افغانستان کې چاڼ شي. د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بلومبرګ ته ویلي چې، افغانستان اوس مهال خپل نږدې ټول تېل له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او ازبکستانه واردوي.
افغانستان هره ورځ شاوخوا ۵۰ زره بوشکو تېلو ته اړتیا لري.
د نفتو د نویو څاګانو کیندلو کار د طالبانو له خوا د لومړي نړیوال تړون له لاسلیک یو کال وروسته پیل شو.
په شمال کې د امو سیند حوزې څخه د تېلو او ګازو د استخراج لپاره د چینایي شرکت سره تړون به د دې ډلې عاید زیات کړي.
د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي چې د نویو څاګانو کیندل به طالبانو ته شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید وکړي.
د تړون د شرایطو له مخې، چینایي کمپنۍ به په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالره د افغانستان په شمال کې د ۴۵۰۰ کیلومتره مربع په ساحه کې د نفتو او ګازو د پنځو بلوکونو د استخراج لپاره پانګونه وکړي.

د برتانیا د مشهور لومړي وزیر وینسټن چرچل خبره ده چې: "دا زړورتیا ده چې ودرېږې او خبرې وکړې، دا هم زړورتیا ده چې کښینې او خبرې واورې."
موږ چې حتا په معاصر تاریخ کې هم ډېر کله جګړه تر جرګې غوره بللې ده، ښايي ګومان وکړو چې ټولنیز بحثونه مو چېرته نه رسوي نو د خپلو اجتماعي بحثونو پر کیفیت چندانې غور نه کوو. حال دا چې جګړه ځپلی هېواد ټولنیزو بحثونو او ډیالوک ته داسې اړتیا لري لکه وچکالي ځپلې ځمکه چې یې باران ته لري.
زموږ د اکثرو سیاسي اجتماعي بحثونو له اورېدو وروسته ممکن ګڼ خلک ناامیده شي او داسې وګڼي چې اکثره بحثونه د دې پر ځای چې موږ حل لارو ته ورسوي، لارې رانه ورکوي او د دې په ځای چې خلک سره نژدې کړي، لا یې سره بېلوي.
دلته یوه اصلي خبره ګومان کوم د نیت ده. موږ ولې خبرې کوو؟ خبرې د دې لپاره کوو چې یوازې ځان او خپل لیدلوری بیان کړو؟ خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری غلط ثابت کړو؟ یا خبرې په دې نیت کوو چې مقابل لوری قانع کړو، په نظر کې یې تغییر راولو؟ په بحثونو کې زموږ نیت دا دی چې دوې موازي کرښې سره نژدې کړو او که دا را ته مهمه نه ده چې زموږ د خبرو په نتیجه کې په ټولنه کې فاصلې ډېرېږي یا کمېږي.
که له ټولنیزو بحثونو زموږ نیت دا وي چې په ټولنه کې فاصلې کمې کړو بیا نو پکار ده چې د بېلابېلو فکرونو او تمایلاتو د اورېدلو هنر زده کړو.
یوناني فیلسوف اپکتیتیس ته منسوبه خبره ده،وايی: "موږ دوه غوږونه او یوه خوله ځکه لرو چې د خپلو خبرو دوه چنده باید غوږ ونیسو."
زموږ په اجتماعي سیاسي بحثونو کې معمولا خبرې ډېرې وي خو اورېدل کم وي. حال دا چې پرته له اورېدلو ګټورې خبرې ممکنه نه دي. موږ په بحثونو کې ډېر کله مسایلو ته یوازې له خپل لیدلوري ګورو او په خپلو باورونو کې دومره ډوب یو چې پر بېل لیدلوري غور کول یا د بل فکر اورېدل او زغمل راته سختشي.
هغوی چې د مباحثې په وخت کې مقابل لوری نه اوري، لږ تر لږه دوه تاوانه کوي:
یو دا چې پر هغه چا یې خبرې اثر نه کوي چې متفاوت فکر لري. ځکه که بل وانه ورو په دې به هیڅوخت پوه نه شو چې د هغه ذهن ته څنګه لاره کولی شو.
بله دا چې که نور نه اورو د خپل فکر د غني کېدو او تصحیح مخه نیسو. د اپارتاید په خلاف د مبارزي مشهور مبارز نلسن مندیلا وایي:«هغه ملګري مې خوښ دي چې له ما یې فکر بدل دی،ځکه دغه ډول ملګري دې پام کوي چې ستونزې ته له هر اړخه وګورې.»
که موږ د بحث په وخت کې میم زر ما ټوله زما یو، ګومان نه کوم داسې خبره دې وکړای شو چې واقعا دې د ټولنې کوم درد دوا کړي. خبرې او فکرونه په زمان او مکان کې معنا پیدا کوي. موږ که په خپل ژوند کې غواړو په خپله ټولنهکې یو څه بدل کړو، د ټولنې د بېلو اوازونو اورېدل باید زده کړو.
د هر چا توقع دا وي چې نور یې خبرې واوري خو که موږ پخپله ښه اورېدنکې نه یو ښايي په دې چل هم پوهه نه شو چې په نورو خپلې خبرې څرنګه واورو.
فرض کړئ یو کس ته ظاهر شاه لوی پاچا ښکاري او یو بل څوک د ظاهر شاه مخالف دی. دا دوهم کس که یوازې په اعلیحضرت انتقادونه کوي اول کس که حتا وهم غواړي د ده خبرې نه شي اورېدلی خو که دوهم کس وايي چې د ظاهر شاه د ډیموکراسي لسیزه او اساسي قانون زموږ د معاصر تاریخ لویه لاسته راوړنه وه او۴۰ کاله با ثباته مدیریت پخپله لوی خدمت دی مګر د ده په وخت کې د وطن اقتصادي او ټولنیزه وده ډېره ورو وه. په دې مورد کې که اول کس د دویم کس انتقاد وهم نه مني، خو اوري یې او غور پرې کوي.
نېغ مخالفت یوازې تیزه ژبه غواړي خو عاقلانه مخالفت د مقابل لوري اورېدل او استدالال غواړي.
هغوی چې د خبرواترو پر وخت له مقابل لوري سره د مشترکو ټکو پر موندلو تاکید کوي، که حتا زموږ د نظر خلاف خبرې هم وکړي اورېدل يې راته اسان وي او بد راباندې نه لګېږي.
هغوی چې د خبرو طرز او د منطق د بیان بڼهداسې خوښوي چې له مقابل لوري سره پل جوړ کړي تر هغو کسانو یې خبرې ډېر اثر کوي چې د ژبې او منطق تیز تبر یې تل په اوږه وي او شته پلونه هم پرې ورانوي.
خبره که د ګز او میدان شي بیا خو رښتیا دا ده چې د مخالفانو ډېرول ډېر اسان کار دی خو بدلول او خپلول یې بیا پر مشترکاتو تاکید، حوصله او کار غواړي.
یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنټ وایي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان حکومت اوسني چلند او په جبري توکه یې افغانستان ته د استولو اړوند ګواښونو دوی اندېښمن کړي دي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له پاکستانه غواړي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د افغان کډوالو د ساتلو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ښاغلي بېنټ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په یوې غونډه کې زیاته کړه چې، په جبري توګه یو شمیر اېستل شوي کډوال به په افغانستان کې له کواښونو سره مخ شي.
د پاکستاني چارواکو په خبره، د اکټوبر له پیله تراوسه پورې نږدې څلور نیم لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې ټول بې اسناده افغان کډوال دې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده ووځي، ګنې په زور به یې وباسي.
د یادونې ده چې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په ګډون ځینو چارواکو ویلي چې په بل پړاو کې به هغه کډوال هم له دغه هیواده وباسي چې قانوني اسناد لري.

د چمن پرلت وهونکي وایي، له تېرو ۴۸ ورځو پرلت راهیسې یې په چمن، کوټه او اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره شپږ ځلې خبرې اترې کړې، خو د پاسپورټ د نه جبرې کیدو په اړه هغه ژمنې چې د پاکستاني چارواکو له لوري ورسره شوې نه عملي کیږي.
د چمن پرلت سرلاری او د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) پرلت ته د وینا پر مهال وویل: «د پاکستان حکومت موږ تېرباسي، هغه ژمنې چې دوی د مذاکراتو پر مهال کوي هغه نه عملي کوي. موږ شپږ ځلې مذاکراتو ته ورسره کیناستلو خو تر اوسه پورې مذاکراتو زموږ د غوښتنې سره سمه پایله نه ده لرلې.»
د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د چمن پرلت نن ۴۸ ورځې پوره شوې او هره ورځ په دغه پرلت کې د سوېلي پښتونخوا زرګونه اوسېدونکي ګډون کوي.
بل خوا په چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین تر نیول کیدو وروسته ځايي پولیسو د پرلت د ۴۵ غړو پر ضد د ترهګرۍ قضیې ثبتې کړې دي.
د پولیسو له لوري په اعلان شوي لیست کې د پښتون ژغورنې غړي،د چمن پرلت غړي او پر ټولنیزو رسنیو فعال کسان شامل دي.
پولیسو پر ۴۵ پرلت وهونکو تور پورې کړی چې د منظور پښتین د نیولو پر مهال د پرلت غړو پر پولیسو برید کړی.
خو پرلت وهونکي وايې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د خپلسرې پرېکړې پر ضد یې سوله ییز اعتراض پیل کړی او د پرلت پر مهال یې هیڅ داسې حرکت نه دی کړی چې د پاکستاني قانون خلاف وي.
د چمن پرلت غړي شاکر سنګري افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «ورور مې فدا محمد قبایل چې د پښتون ژغورنې د چمن ضلعې مسول دی او زه چې هره ورځ د پرلت د ویناوو خپرولو مسولیت لرم، یوه شپه وړاندې پولیسو زموږ پر کور چاپه ووهله، خو موږ په کور کې نه وو. زما او د ورور په شمول د ۴۵ کسانو پر ضد قضیې ثبتې شوې دي، دا د بلوچستان د پولیسو او د پاکستان حکومت له لوري پر موږ ښکاره ظلم او غیرې انساني کړنه ده.»
د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ جبري کیدلو سره پر دغه سوداګریزه لاره سوداګري او د زرګونو کسانو کاروبار په ټپه درېدلای او د چمن عامو خلکو د پاکستان د دغې پرېکړې په غبرګون ۴۸ ورځې وړاندې پرلت وواهه، او په یوه خوله وایي د سپین بولدک - چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو.

د آزادۍ جبهې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د والي پر دفتر د بريد مسووليت پر غاړه واخيست. د ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د چهارشنبې په شپه د لیندۍ په ۱۵مه د طالبانو د پنجشیر والي پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
خبرځاى زياته کړې چې په دغه بريد کې د طالبانو د والي د دوو تنو ساتونکو په ګډون څلور تنه وژل شوي او تر اوسه د پنجشیر لپاره د طالبانو د والي برخلیک او د ټپیانو د شمېر په اړه کره معلومات نه شته.
د ازادۍ جبهې زیاته کړې، چې د پنجشنبې په ورځ په پنجشېر کې د طالبانو د والي په دفتر کې رسمي چارې ګډوډې شوې او تر اوسه پورې هېڅ کارکوونکي ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د چهارشنبې په شپه په پنجشیر کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړ چې د دغه ولایت د مقام په دفتر کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د سرچینو په خبره، له چاودنې وروسته طالبانو سيمه کلابنده کړه.
د یادونې ده چې، طالبانو تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.