• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل شاهین او د چین د سفارت شارژدافیر په افغانستان کې د بیجینګ پر پانګونه خبرې وکړې

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۰ GMT+۰

په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین خبر ورکړی، چې په قطر کې يې د چین د سفارت له شارژدافیر چن یو سره کتلي دي. نوموړي په خپل اېکس کې ليکلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، د چين د سرمايه ګذاری او له نشه یي توکو سره پر مبارزې خبرې وشوې.

دغه طالب چارواکي د دې خبرو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

چین له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او دواړو لورو په بیجینګ او کابل کې خپل سفیران معرفي کړي دي.

خو د نورو هېوادونو په څېر چين هم طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي و، ددې لپاره، چې بیجینګ د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني، دغه ډله بايد په حکومت او حکومتولی کې اساسي بدلون راولي.

وانګ ونبين د سې شنبې په ورځ (ليندۍ ۱۴ مه) وويل، چې د طالبانو د حکومت ډيپلوماټيک رسمیت د «سياسي اصلاحاتو» پلي کولو ته اړتيا لري.

هغه زیاته کړه مخکې له دې، چې د طالبانو حکومت په دیپلوماتیکه توګه په رسمیت وپېژندل شي، باید داخلي امنیت او له ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له افغانستانه د شوري ځواکونو د وتلو کليزه کې به سن پترزبورګ د لسګونو پروګرامونو کوربه وي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۳ GMT+۰

د ۲۰۲۴ کال په فبروري مياشت کې به سن پترزبورګ له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۵ مې کليزې په مناسبت د ۸۷ بېلا ـ بېلو پروګرامونو کوربه وي. په دې مناسبت د توپونو ډزې، د جګړې د قربانيانو په ياد د ګلونو ايښودل او د موسيقي پروګرمونه جوړيږي.

روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د سن پترزبورګ والي الکساندر باګلوف په مشرۍ د پخوانيو سرتيرو د چارو د همږغۍ شورا د دې پروګرامونو پلان تصويب کړی دی.

شوروي ځواکونه د ۱۹۷۹ کال د ډ یسمبر پر ۲۷ افغانستان ته داخل شول او له ۹ کلونو، یوه میاشت او ۱۸ ورځو وروسته د ۱۹۸۹ کال کال د فبرورۍ په ۱۵ یې وروستی سرتېری له افغانستانه ووت.

د روسي رسنيو د راپورونو له مخي، اوس مهال په سن پترزبورګ کې د شوري پوځ له ۳۲ زره ډېر پخواني پوځيان ژوند کوي.

د طالبانو پوهنې وزارت غواړي په خوست کې د دولتي ښوونځیو له استادانو بیا ازموینه واخلي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د خوست د پوهنې ریاست یوه چارواکي په غږیز پېغام کې چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو هم ته هم رسېدلی، د دولتي ښوونځیو مسوولانو ته ویلي چې له مدیرانو او استادانو بیا ازموینه اخلي. د خوست ځینې ښوونکي وايي طالبان په دې بهانه غواړي له مدرسو فارغ کسان وګماري او دی ګوښه کړي.

د خوست لپاره د طالبانو د پوهنې ریاست د مرکز امر سیف الدین په یوه غږیز پېغام وايي، دغه ازموینه له ټولو نارینه او ښځینه مدیرانو او استادانو په جدي میاشت کې اخیستل کیږي.

همدراز دی په ټینکار سره وايي چې له استادانو په خپلو مضمونونو کې ازموینه واخلي.

د بي بي حلیمې لېسې یوې ښوونکې مستعار نومي نجما نن افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې طالبان د ازموینې په پلمنه له دوی په دیني موضوعاتو کې مرکې اخلي او په دې ډول د جمهوریت پر مهال ګمارل شوې ښوونکې له دندو ګوښه او پر ځای یې له مدرسو ښوونځیو ته ښوونکې وګماری.

د هغې په خبره دا مهال یې ښوونځي کې ټولې ښوونکې مسلکي دی او د استادۍ اوږده سابقه لري.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د څړبن لېسې ښوونکي مستعار نومي خان بادشاه افغانستان انټرنشنل ته وویل، دغه کار یوازې د دې لپاره کیږي چې اوسني ښوونکي په یوه بهانه له دندو ګوښه او د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د خپل فکر ښوونکي په مرکزي او اطرافي ښوونځیو کې په دندو وګماري.

نوموړي وویل، سخته به وي چې نوي ګمارل کیدونکي ښوونکي دې د مسلکی ښوونکو تشه ډکه کړي.

د معلوماتو له مخې د تېر حکومت پرمهال د خوست دولتي ښوونځيو کې شاوخوا درې لکه زدکوونکي په زدکړو بوخت وو چې شاوخوا ۵۰۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکي پکې تدریس کاوه.

طالبانو د بیاځلي واک ته رسېدو سره له شپږمه پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړلي دي.

تر اوسه د طالبانو پوهنې وزارت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو له دې وړاندې هم شکایتونه دا ول، چې د پوهنې په بهیر کې ګڼ شمیر طالبانو ډلې غړي په دندو ګمارل شوي دي.

د طالبانو په واکمنېدو سره دې ډلې په لومړیو کې هم ځینې ښوونکي په یوه بله پلمه له دندو لرې کړل.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې هم په کندهار کې د ازموینې په پلمه تر درې زرو ملایان د ښوونکو پر ځای وګومارل او مسلکي ښوونکي یې له دندو ګوشه کړل.

دې ډلې کابل کې هم په مختلفو وزارتونو کې د ازموینې په نوم له پخوانیو کارمنانو د دینې پوښتنو په کولو سره ډېر کسان له دندو ګوښه کړل.

تېره شپه په اسلام اباد او د پېښور په ځینو سیمو کې ګڼو افغان کډوالو د یلدا شپه ونمانځله

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۲ GMT+۰

په دغو نمانځغونډو کې ګڼو شاعرانو، لیکوالانو، خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو او نورو ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه. په دغو غونډو کې مشاعرې هم وشوې او تر څنګ یې د افغانستان یو شمېر سندرغاړو ملي سندرې هم وبوللې.

100%

دا رنګه په دغو غونډو کې افغانانو دودیز خواړه او دودیزې میوې دانې هم چمتو کړې وې او ګڼو ځوانانو په ملي اتڼونو او نڅاوو سره دغه شپه ونمانځله.
د دغې نمانځغونډې یو برخه‌وال غلام حیدر افغانستان انټرنشنل ته وویل:« موږ افغانان چې هر څومره په بدو حالاتو کې ژوند تېروو او د بدو اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان یو، بیا هم خپل دود دستور له یاده نه باسو او هغه نمانځو.»
د دغو غونډو برخه‌والو ویل، که په افغانستان کې طالبانو د دوی پر دودیزو غونډو او ناستو پاستو بندیز لګولی؛ خو په کډوالۍ کې افغانان کولای شي چې په شانداره توګه دغه ورځې او شپې ونمانځي او خپل دود دستور ژوندی وساتي.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين: د نوي ښوونیز کال تر پيله وړاندې دې لګول شوي بندیزونه لرې شي

۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۳ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بندېدو له ۸۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې او یو کال کېږي، چې نجونې له پوهنتونونو منعه کړای شوې دي.

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین له خلکو غواړي، چې د دوی سره دې همغږي شي او د ښوونیز کال تر پیلېدا مخکې دې دغه بندیزونه لرې کړل شي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې په داسې تګلارې کار کوي چې له مخې یې نجونې وکړای شي په خوندي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي؛ خو د ښوونځیو له یو کاله زیاته موده وشوه چې تړلي او دا دی د پوهنتونونو د تړل کېدو هم کال پوره شو؛ خو نه د هغو تګلارو څرک ولګېد او نه هم د طالبانو په دریځ کې د بدلون نښې نښانې راڅرګندې شوې.

فاطمه چې د کابل پوهنتون د درېیم کال زده‌کړیاله ده افغانستان انټرنشنل ته وايي:« په ټوله کې طالبان د خپل واک خاوندان نه دي. هغوی د نورو په اشاره او سپارښتنه داسې کارونه کوي او همدا اوس باید دوی پوه شي، چې په هېواد کې لوږه زیاته شوې، نړۍوال له افغانستان سره مرستې نه کوي او ان تر دې چې د دوی حکومت هم څوک په رسمیت نه پېژني؛ خو دوی کله یوه پلمه کوي او کله بله پلمه او په دې نه پوهېږي دغه دوه کاله چې د زده‌کړیالانو او زده‌کوونکو ضایع شول دا به څوک او څنګه جبېره کوي.»

د ښوونې او روزنې یو شمېر کارپوهان وايي، د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه یوازې دا نه ده چې ورسره د افغانستان ځوان کول له لیک لوسته بې برخې کېږي؛ بلکې له دې سره لوږه، بدمرغي، مهاجرتونه او د وزګارتیا کچه هم زیاتېږي، چې دا په خپله یو ستره ستونزه ده.


د کابل پوهنتون یو پخوانی استاد د نوم نه ښودلو په شرط وايي، هیڅ افغان داسې پرېکړه نه کوي چې د هېواد راتلونکي نسلونه یې له نورو هېوادونو حخه وروسته پاتې شي.

هغه وايي:« زه باور نه لرم، چې دا د طالبانو خپله پرېکړه وي، دغه پرېکړه پر دوی تپل شوې؛ ځکه د نړۍ په شاوخوا پنځوسو اسلامي هېوادنو کې افغانستان یوازینی هېواد دی، چې د نجونو له پاره پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، ایا موږ له ټولې نړۍ ښه مسلمانان یو او ایا موږ له هغوی په اسلامي علومو او پوهه کې ډېر غښتلي یو.»


په تېرو څه د پاسه دوو کالو کې نړۍوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، په کور د ننه دیني عالمانو، قومی مشرانو او مخورو په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو له پاره دې پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لرې کړي؛ خو لا هم طالبانو په ډول، ډول پلمو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

دا ځل د نجونو د زده‌کړو د ملي کمپاین په نامه دغه نوی خوځښت د ټولې اسلامي نړۍ پر ديني بنسټونو غږ کړی، چې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او تر نوي ښوونیز کال مخکې د طالبان دې ته اړ کړي چې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لرې کړي.

طالبان وايي، د ایران له زندانونو تر ۲۰۰ ډېر افغان بندیان خوشې شوي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۱ GMT+۰

په نیمروز کې د طالبانو د بهرنیو چارو ریاست د پنجشنبې په ورځ ( د ډسمبر په ۲۱مه) وویل، چې د ایران له زندان څخه تر ۲۰۰ زیات افغان بندیان خوشې شوي او په نیمروز کې طالب چارواکو ته سپارل شوي دي.

یار محمد حقیار وویل، چې دغه کسان د «قانوني اسنادو د نه لرلو» په جرم بندیان وو.

حقیار زیاته کړه، چې تېره اونۍ هم د ایران له زندانونو څخه ۱۹۳ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته وسپارل شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۶ زره افغانان په ایران کې بندیان دي.

خو تر اوسه د دغو کسانو د تورونو او جرمونو په اړه معلومات نشته.

څه موده وړاندې د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د ایران د کورنیو چارو له وزیر څخه وغوښتل هغو بندیانو چې سپک جرمونه ترسره کړي دغې ډلې ته وسپاري.

عبدالغني برادر احمد وحیدي ته وویل، چې دغه بندیان دې د بند پاتې موده د افغانستان زندانونو کې تېره کړي.