• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند له پاکستانه غوښتي چې د ممبيي مشکوک بریدګر حافظ سعید ور وسپاري

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۱ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي د جمعې په ورځ په یوه خبري غوڼډه کې خبریالانو ته ویلي، چې هند په رسمي ډول له پاکستان غوښتنه کړې چې حافظ سعید هند ته د محاکمې لپاره ور وسپاري. نوموړي د ممبيي ښار د ۲۰۰۸ کال به مرګونو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

باغچي خبریالانو ته ویلي: "مونږ د پاکستان حکومت ته دغه غوښتنه له اړوندو اسنادو سره سپارلې ده."

په ۲۰۰۸ کال د لشکر طیبه ډلې سره په تړاو شکمنو لسو پاکستانيانو په ممبيي کې پر ودانیو برید وکړ، چې ۱۶۴ کسان یې ووژل.

د بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه بریدګر وژل شوي او یو تن ژوندی پاتې شوی وو.

محمد اجمل قصاب چې د دغو بریدګرو له ډلې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس وو په ۲۰۱۲ کال کې اعدام شو.‌

دغو بریدګرو د پاکستان له کراچۍ ښار څخه ممبيي ته کښتۍ کې تللي وو.

د لارې په اوږدو کې، دوی د کب نیولو یوه کښتۍ هم تښتولې او پکې سپاره پنځه کسان یې وژلي‌ وو.‌

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پښتونخوا کې سږ کال ۱۸۵ پولیس او ۳۰۰ وسلوال وژل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د پښتونخوا د پولیسو مشر وايي، روان میلادي کال په دغه صوبه کې له وسلوالو سره نښتو کې ۱۸۵ پولیس وژل شوي او څلور سوه نور ټپیان دي. اختر حیات خان وايي، سږني میلادي کال کې یې ۹۱۷ ترهګر نیولي او درې سوه نور یې وژلي دي.

نوموړي دا خبرې له جیو نیوز سره د پوره کال د امنیتي پېښو په هکله مرکه کې کړې دي چې راتلونکې یکشنبه یې وروستۍ نېټه ده.

هغه دا هم ویلي چې پولیسو د ۱۳۷ پېښو مخه نیولې ده.

د هغه په خبره، د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت کې پولیس او استخبارات په ګډه د وسلوالو پرضد کار کوي.

اختر حیات خان د نورو پاکستاني چارواکو په څېر وايي، چې د دغه هېواد په امنیتي پېښو کې افغانان ښکېل دي.

نوموړی زیاتوي چې د سږ کال له ۱۵ پېښو یې په لسو کې د افغانانو لاس و.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې د دغه هېواد ضد وسلوال په افغانستان کې دي او خپل بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعاوې ردوي.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ لوبو لړۍ وګټله

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۷ GMT+۰

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ لړۍ دوهمه پرله پسې لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او په دې بري سره یې دا لوبلړۍ په خپل نوم کړه. دغه لوبلړۍ د اسټراليا په ملبورن ښار کې روانه ده. اسټراليا د نن په څېر لومړۍ لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د کرېکټ په دوهمه ټيسټ لوبه کې نن پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه يې انتخاب کړه.

د لوبې په لومړۍ برخه کې پاکستان د اسټراليا د ۳۱۸ منډو په مقابل کې ۲۶۴ منډې وکړې.

د لوبې په دوهمه برخه کې کوربه هېواد اسټراليا ۲۶۲ منډې جوړي کړې او پاکستان د ۲۳۷ منډو جوړولو سره دغه هدف پوره نه کړ.

اسټراليا له پاکستان د ټیسټ دا دوهمه لوبه د ۷۹ منډو په توپير وګټله او ددې سيالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی اسټراليايي توپ اچوونکی پاټ کمينز شو، نوموړي پنځه پاکستاني لوبغاړي وسوځول او په ۱۲۰ توپونو يې ۴۸ منډې جوړې کړې.

اسټراليا له پاکستان د کرېکټ د ټيسټ پيليزه لوبه هم په خورا لوی توپير ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې پاکستان په ۳۰ اورونو کې يوازې ۸۹ منډې جوړې کړې وې او اسټراليا هغه لوبه د ۳۶۰ منډو په توپير ګټلې وه.

د اسټراليا او پاکستان ترمنځ د دې سيريز وروستۍ لوبه درې ورځې وروسته د جنوري په دوهمه کېږي.

د باکو رسنۍ: اذربایجان نوی میلادي کال په کابل کې خپل سفارت پرانیځي

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د اذربايجان رسنيو، د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير جيحون بايراموف له قوله ويلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په کابل کې خپل ډيپلوماتیک ماموريت پرانيځي. دغو رسنيو ليکلي، چې ښاغلي بایراموف په باکو کې خبري ناستې ته په وینا کې دا خبره وکړه.

«اپا» او «ټرند» خبري اژانسونو پرون د اذربایجان د بهرنيو چارو د وزير له قوله ليکلي،چې په نوي کې کال کې به باکو په څو نورو هېوادونو کې هم ډيپلوماتیک ماموريتونه پرانيځي.

د اذربایجان ريپورت خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې ددې هېواد د ولسمشر الهام علی اوف د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸ مه په يوه لاسلیک شوي فرمان کې الهام ممدوف د افغانستان لپاره د سفير په ټوګه ټاکلی دی.

طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له دې مخکې له اذربایجان سره د اړیکو پراخولو ته لېوالتیا ښودلې وه.

سږ کال د اذربايجاان او ارمنستان ترمنځ د جګړې پر مهال د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د تېر سپټمبر په ۱۵ د اذربایجان له سي بي سي ټلویزيون سره په مرکه کې ويلي، چې دغه ډله د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتيا ته ډېر اهميت ورکوي او ملاتړ يې کوي.

د طالبانو ویاند ویلي، چې دا ډله د ځمکنۍ بشپړتیا په مسله کې د اذربایجان ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې ښاغلي مجاهد وويل، چې طالبان له اذربایجان سره همکارۍ ته چمتو دي او غواړي د دغه هېواد سفارت په کابل کې په کار پیل وکړي او د طالبانو ډیپلوماتیک استازي په باکو کې ومنل شي.

بلوڅ پرلت کوونکي: که په یوه اونۍ کې مو غوښتنې و نه منل شي، سلامشورو لپاره بلوچستان ته ځو

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۳۸ GMT+۰

بلوڅ پرلت کونکي وایي، که په یوه اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شي بېرته بلوچستان ته ځي او د خپل ولس سره به د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي. بلوڅ پرلت کوونکي وايي، له حکومته یې غوښتي چې د دوی غوښتنې دې د ملګرو ملتونو د یو پلاوي سره په ګډه وارزوي او حل لارې دې ورته بیامومي.

دوی وايي، که په یوې اونۍ کې یې غوښتنې و نه منل شوې؛ نو بېرته بلوچستان ته ستنېږي او د خپل ولس او سیاسي ګوندونو سره به په ګډه د راتلونکي ګام په اړه سلا مشورې کوي.
بلوڅ پرلت وهونکي وايي، چې حکومت دې د دوی نسل وژنه او د خلکو د تري تم کېدو په اړه دې د ملګرو ملتونو په شتون کې له دوی سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
د پرلت کوونکو د ډلې مشرې ماه رنګ بلوڅ پرون ناوخته یوې خبري ناستې ته وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې په پلازمېنه کې له دوی سره انساني چلند نه دی شوی، د دې پر ځای چې حکومت د دوی بشري غوښتنې ومني له دوی سره یې د زور زیاتي، ربړونې او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
اغلې بلوڅ وویل، سره له دې چې حکومتي چارواکي د دوی د بندي شویو ټولو ملګرو د خلاصون خبره کړې؛ خو وايي اوس هم د دوی یو شمېر ملګري بندیان دي.
پرلت کوونکو پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه وکړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شي؛ نو ټول بلوڅان به په یوه خوله او یو اواز سره راپورته کېږي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

دوی وايي، زموږ غوښتنې پر حقه دي موږ د خپلو خلکو د تری تم کېدو او نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه کوو زموږ بندیان دې راخوشې کړای شي او هغه اداره چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه جوړه شوې هغه دې ژر تر ژره لغوه کړای شي.

دوی وایي، دغه اداره حکومت د بلوڅانو د نسل وژنې لپاره جوړه کړې ده.
د بلوڅو دغه برلت او لاریون له هغه وروسته پیل شو، چې په تېره نومبر میاشت کې د بلوچستان ایالت په تربت کې، د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» پر چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی و.

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې به د پارلماني ټاکنو وروسته افغانستان ته سفر وکړم

۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان افغانستان ته د خپل سفر نېټه اعلان کړې او ویلي یې دي، تر هغې چې په پاکستان کې پارلماني ټاکنې نه وي ترسره شوي سفر نه شي کولای.

سره له دې چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر په اړه لا له وړاندې په رسنیو کې ګڼ راپورونه خپاره شوي وو؛ خو هغه وايي چې ښايي د نوموړي سفر افغانستان ته د نوي کال د فبرورۍ په اتمه نېټه ترسره شي.

مولانا دا هم ویلي، چې افغانستان ته د هغه سفر موخه د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو تر منځ د ترینګلو اړیکو بیا رغول دي.
تر دې وړاندې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې په اسلام اباد کې د دغې ډلې شارژدافیر مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او موخه یې هم دا ښودلې وه، چې مولانا کولای شي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو په اړه د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي و، چې طالبانو ور څخه د دوی او اسلام اباد تر منځ د منځګړیتوب غوښتنه کړې؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدومره ویلي و چې مولانا فضل الرحمن یو اغېز لرونکی شخصیت دی.
د افغانستان او طالبانو تر منځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې په پاکستان کې وسله‌والو په ګڼو بریدونو کې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه په نښه او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د دغو بریدونو د پړې ګوته نېغ په نېغه طالبانو ته ونیوله او ادعا یې وکړه، چې طالبانو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله‌والو ډلو ته پټن ځایونه ورکړي او دغه وسله‌وال بریدونه له هماغې خاورې پلانیږي.


د افغانستان لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، چې دا اړیکې د لا خرابېدو لور ته روانې دي او په کار ده چې دواړه لوري یو لړ هوکړو ته سره ورسېږي.

خلیل‌ز‌اد ویلي، چې که پاکستان طالب رژیم د پاکستاني طالبانو تحریک ته په پناه ورکولو تورنوي؛ طالب رژیم هم ادعا لري چې پاکستان یې پر ضد د داعش خراسان څانګې څخه ملاتړ کوي.