• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پوهې او پوهانو ویره؛ ولې؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۳۲ GMT+۰

له پوهې او پوهانو څخه د واکمنو وېره نوې نه ده. له ډېرو لرغونو زمانو څخه ګڼ داسې روایتونه راپاتې دي، چې مستبدو واکمنو د خلکو پوهېدل د خپلو واکمنیو د زوال په مانا انګېرل او هڅه یې کوله خلک بې‌خبره او ناپوهه وساتي.

عجیبه دا ده، چې د ښځمنو له پوهنې څخه دا ویره دوه چنده زیاته وه او لا هم ده.مستبد واکمن له پخوا دې ته متوجه وو، چې د ښځو پوهه د باخبره او پوهو نسلونو د زیاتېدو لامل ګرځي. د ټولنیز ساینس پر بنسټ د ښځمنو پوهه او له علمي مسایلو خبرېدل په ټولنه کې د پوهې د خپرېدو بهیر چټکوي او له دې نظره مضاعفه او متصاعده پراختیا رامنځته کوي. د ښځو زدکړه ټولیز او ټولنیز تفکر په خپل توان کې ضربوي او پوهه داسې په چټکۍ خپریږي، لکه د سرې اور.

یوه پیداګوژیکه نظریه:

روزنپوهان فکر کوي، چې د نارینه وو پوهېدل، پوهول او زده کړه په دې مانا ده، چې خلک په پوهنې پسې ځي. خو که ښځې په پوهنو سنبال شوې، دا په دې مانا ده، چې پوهنه په خلکو پسې کورته راغلې ده.

د تاریخ په اوږدو کې ټولو مستبدو، بنسټ‌پالو یا پر مذهبي افراط ولاړو واکمنیو د پوهنې او په تېره بیا د ښځینه زدکړو په وړاندې مخالفت او حساسیت ښوولی. لامل یې نه فرهنګي – دودیز دی، نه اخلاقي – مذهبي، بلکې اصلي او حقیقي لامل یې د خلکو له شعوري ویښتیا او روښانتیا څخه د واکمنو ویره او ډار دی.

مثبته علوم ( ریاضیات، فیزیک، بیولوژي، جغرافیه، کیمیا او نور) د طبیعت په اړه تفکر ته لاره هواروي او بشري علوم د ټولنیز نظم بنسټونه پیاوړي کوي. د علومو ځانګړنه دا ده، چې نوي‌کېدونکي Renewable او په ورځېدونکي Updatable دي او هره ورځ د نویو تجربو او موندنو پربنسټ نویو پایلو ته رسیږي. هغوی چې په ولاړو، ډبره‌شویو (متحجرو) او ساکت و صامت نظریو باورمن دي، د مثبته علومو له دغې نوي‌کېدونې ځانګړنې څخه سخته کرکه او ویره لري.

په ۱۵۱۲ میلادي کال کې پولندي – جرمني پوه نیکلاس کوپرنیک دا نظریه وړاندې کړه، چې زمکه پر لمر راڅرخي، کاتولیکې کلیسا د دې نظريې پلویان وځپل. شاوخوا سل کاله روسته ایټالیايي پوه، ګالیلو، چې د شمسي نظام حقیقت او د کوپرنیک نظریه یې د خپل جوړکړي تلسکوپ په مرسته ثابته کړې وه، د کاتولیکې کلیسا له خوا محکمه شو، نږدې و محکمه حکم وکړي، چې ګالیلو ژوندی په اور کې وسیزل شي، خو ده له خپلې نظریې رسماً توبه وایستله، ګڼ شمېر پوهان په دې باور دي، چې د ګالیلو علمي موندنې د مسیحي اروپا په زړو باورونو کې درزونه رامنځته کړل. که څه هم ګالیلو توبه وایسته، خو هماغسې چې زمکه پر لمر راڅرخېده او شمسي نظام یو علمي حقیقت و، هماغسې خلک تفکر ته اړ شول او په دې پوه شول، چې په ګڼو برخو کې کلیسا او په کلیسا پورې تړلې واکمنۍ پېړۍ پېړۍ دوی ته دروغ ویلي دي. ګالیلو توبه وایسته، خو په خپله علمي موندنه یې د کلیسا زرکلنې واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود.

د کلیسا او له هغې سره تړلیو اروپاييمستبدو واکمنیو لمن پوهنې ورټوله کړه. نوې اروپا نه صلیبي جګړو رامنځته کړې او نه هم خپلمنځي څوسوه کلنو جنګونو، رېنېسانس یا بیاویښېدنه د علمي، فرهنګي او هنري انقلابونو په پایله کې رامنځته شوه، د بشریت همدغه ځلانده تجربه بس ده، چې مستبدې او متحجرې واکمنۍ له پوهې او پوهانو څخه د مرګ تر بریده وویریږي.

قران‌مجید په تکرار سره په «تفکر» ټینګار کوي، تفکر یوه پروسه ده، یعنې د باور له یوه ټکي تر بل ټکي پورې د مختګ پروسه. تاسو باید د پوهې و تفکر په مرسته له پرون څخه نن او له نن څخه سبا ته مختګ وکړئ او د کایناتو، طبیعت، ژوند، ټولنې، انسانانو او د انساني ژوند د شرایطو په اړه نویو پایلو ته ورسیږئ، له بده مرغه سیاسي کړای شوی دیني پوړ د سپېڅلي کتاب دغه مکرر حکم ته پام نه ساتي او له ټولنې څخه د تفکر امکانات د دې لپاره تروړي، چې خلک د تفکر په وسیله خپل حقونه ونه‌پېژني او بدلون و انقلاب ته لاره هواره نه کړي.

مونتسکیو د روح القوانین په نهم فصل کې « د استبدادي حکومت اصول» تر سرلیک لاندې لیکي:

« په استبدادي حکومت کې د ډار وجود اساسي شرط دی، هلته تقوا لازمه نه ده او شرافت‌لرل خطرناک دي. په استبدادي دولت کې واکمن له ټولو هغو کسانو ډاریږي، چې ځان ته ارزښت قایل دي او کړلای شي انقلاب تولید کړي، په دې برخه کې هر جسارت ځپل کیږي او د حق‌غوښتنې تر ټولو کوشنی حس هم وژل کیږي.»

پوښتنه دا ده، چې څوک ځانته ارزښت قایل دی؟

ځواب څرګند دی: هغوی، چې خپل انساني حقونه پېژني او په ټولنه کې د خپلې سیاسي- شعوري ارادې پلي کول غواړي.

امیرحبیب الله خان په ۱۹۰۳ کې د حبیبیې لیسه پرانیسته او د عصري علومو تدریس پیل شو، له دې سره د ویښتیا او روښانتیا وړانګې خپرې شوې. لومړی مشروطیت رامنځ ته شو او د خلکو په ګټه د قوانینو تصویب وغوښتل شو. د اصلاحاتو او سمون نهضت له حبیبیي لیسي سر راپورته کړ. د مشروطه غوښتونکیو یوه غوښتنه دا وه، چې شاهي دې په ریاستي نظام بدله شي. امیرحبیب الله خان وډار شو او مشروطیت یې د توپ خولې ته وتاړه. حبیبیې لیسه او د معارف نهضت له پامه وغورځېد، تر دې بریده، چې نایب‌‌السلطنه سردار نصرالله خان امیر ته وړاندیز وکړ، چې ټول معارف وتړي، ځکه: « له معارف څخه مشروطه رازیږي او مشروطه د سلطان د شرعي واکمنۍ پر ضد ده!»

خو د دې پرعکس، اعلیحضرت شاه امان الله چې غوښتل استبداد له منځ یوسي، لومړنی پیل یې له معارف څخه وکړ. ګڼې لیسې و ښوونځي یې جوړ کړل، اخبار یې خپور کړ، راډیو او د ویښتیا نور وسایل یې راوړل. مترقي پاچا د ښځو په پوهنه ځانګړی ټینګار کاوه، د ښځو ښوونځي یې پرانیستل، ارشادالنسوان خپورشو او د لومړي ځل لپاره افغان نجونې د لوړو روغتیايي زدکړو لپاره بهر ته واستول شوې.

اماني واکمنۍ د خلکو له پوهېدو او پوهنې نه‌ویرېده. شاه امان الله پوهېده، چې لوستي او پوه خلک د ده د واکمنۍ ملاتړي دي، نه دوښمنان.

ټولې روښانه او ملي واکمنۍ هڅه کوي، خلک وپوهوي، له خپلو حقونو یې خبر کړي او خپلو ټولو قانونمنده حقونو ته د وررسېدو په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

پوهاند عبدالحی حبیبي په خپل کتاب «جنبش مشروطیت»کې د ارواښاد عبدالهادي داوي په اړه د سردار محمد هاشم خان یوه جالبه خبره رانقل کړې ده، استاد حبیبي لیکلي:

«... پریشان (عبدالهادي داوي) ورو او سنجیده خبرې کولې او اورېدونکي په تېره ځوانان یې په کراره تر اغېز لاندې راوستل، د محمدهاشم خان د کابینې په دوران کې بندي و، کله چې د صدارت مشاور سیداحمدخان کندهاري محمد‌هاشم خان ته وریاده کړه، چې که دغه بې‌ازاره سړي (داوي) ته له توپ او ټوپکو سره یوځای یوه منظمه فرقه ورکړل شي هم دی د چا په ضد دغه ځواک کارولای نه‌شي، نو ولې مو بندي کړی دی؟

محمدهاشم ورته ویلي وو: تاسو دا سړی نه پېژنئ، له خپلې دغې ارامې و صالح څېرې سره یې هره خبره د توپ له ډزو ډېر اغېز لري.»

مستبدې واکمنۍ له لښکرو نه، بلکې د پوهانو له خبرو ویریږي.

په افغانستان کې شل کاله معارف او له نړۍ سره ژوندیو اړیکیو ګڼ خلک له فکر کولو سره عادت کړي دي، لوستي او په علومو سنبال خلک فکر کوي او لاتراوسه د سانسور داسې دستګاه جوړه شوې نه ده، چې خلک دې له فکر کولو راوګرځولای شي. همدا کافي ده، چې خلک د خپلو حقونو، برخلیک، ژوند او د ژوند د شرایطو په اړه فکر وکړي . خلک اوس پوهیږي، چې پوهېدل او فکر کول ګناه نه ده.

د بشري ټولنې ځانګړنه همدا ده، چې فکر کوونکي انسانان بالاخره د خپل حالت د مثبت بدلون لپاره عمل هم کوي.

پوهنه په انسانانو کې د فکر کولو او عملي پایلې ته د رسېدلو توان روزي. استبداد، تحجر، بنسټ‌پالنه او شاتګپالنه د پوهنې په وړاندې داسې ده، لکه د لمر په وړاندې کنګل.

تاسو به پر ګالیلو توبه وباسئ، خو لمر به د شمسي نظام منځی وي او زمکه به پرې راڅرخي. استبداد که زرکاله هم دوام وکړي، ځان پوهول انساني غریزه ده، دا غریزه به بالاخره ډارن انسانان هم د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره عمل کولو ته اړ کړي او استبداد به راوپرځيږي. دا د تاریخ دود دی او دا دود بدلېدلای نه شي.

یادونه: پورته لیکنه د لیکوال نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جمهوري‌غوښتونکي: یوناما په مبهمه توګه له واکمنې مستبدې ډلې سره پر نړۍوال تعامل ټینګار کوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د جمهوري‌غوښتونکو خوځښت د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې یوناما د افغانستان د ستونزې د حل په برخه کې د یوې نړۍوالې اجماع رامنځته کولو کې پاتې راغلې او په مبهمه توګه له واکمنې مستبدې ډلې سره د نړۍوال تعامل په پراخولو ټینګار کوي.

د جمهوري غوښتونکي خوځښت په باور د یوناما داسې هڅې په افغانانو کې د ملګرو ملتونو اعتبار او حیثیت ته زیان اړولی.

دغه خوځښت ټینګار کوي، چې نړۍ ته ښايي، چې په سوله‌ییزه بڼه افغانانو ته د خپلې سیاسي ارادې د پلي کولو لار هواره کړي.

د دغه خوځښټ په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ستونزه د کورنۍ ستونزې ترڅنګ نړۍوال او سیمه ییز اړخونه هم لري.

د جممهوري غوښټونکي ځوځښت په اعلامیه لیکل شوي: ‌”نور نو د افغانستان خلک وروستیو پېښو ته په پام نه د سیمې او نه هم په نورو ځواکمنو هېوادونو باور لري، چې په یوازې سر دې د افغانستان د ستونزې په حل کې څه وکړلی شي. د کورني مشروعیت او اجماع تر څنګ د دغې کشالې د حل لپاره یوې نړۍوالې اجماع ته هم اړتیا شته، چې ښايي یوازې د ملګرو ملتونو په شان د یوه معتبر او اعتماد وړ سازمان په عملي هڅو راجوړه شي.“

دغه خوځښت په دې باور دی، چې یوناما په دې وروستیو کې اړمنو افغانانو ته ان د بشري مرستو رسولو په برخه کې هم کومه ځانګړې وړتیا ښودلې نه ده او په سیاسي برخه کې یې د افغانستان د خلکو اساسي بشري حقونه، د ښځو محرومیتونه او د هغوی په وړاندې جنسیتي تبعیض په پام کې نه دی نیولی او د ټولو افغانانو په ګډون د یوه ولسواک او قانونمند ملي حکومت د جوړېدو لپاره کار نه دی کړی.

په اعلامیه کې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو ورځو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د افغانستان په اړه تصویب شوي پرېکړه‌ لیک ته اشاره شوې او ویل شوي، چې کېدی شي دا پرېکړه لیک تر یو بریده د افغانستان ستونزې ته د نړۍوالو د پام اړولو یوه نښه وبلل شي.

د دغه خوځښت اعلامیه کې راغلي:‌”په دې پرېکړه لیک کې د افغانستان د وضعیت په اړه د څرګندو اندېښنو د بیان پر بنسټ د دغه هېواد لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د یوه ځانګړي استازي د ټاکل کېدو پرېکړه هم شوې ده، چې ښايي د افغانستان حالاتو ته د نړۍ د دغه تر ټولو مهم سیاسي – بشري سازمان نوي تعامل ته لار هواره کړي.“

دغه غورځنګ په دې باور دی، چې د افغانستان ستونزه د نیابتي جګړو په اوږدېدو حل کېدلی نه‌شي؛ له بلې خوا حاکم استبداد او په وطن کې روان بشري ناورین هم نور د زغملو وړ نه دی.

د جمهوري غوښتونکي خوځښت اعلامیه کاږي:‌”موږ فکر کوو، چې که دې ټولو واقعیتونو ته په پام د سرمنشي یو باصلاحیته استازی وکړی شي، د یوې نړۍوالې اجماع په رامنځته کولو د افغانستان سیاسي – بشري ستونزه حل ته نېږدې کړي، ښايي د یاد سازمان د لا نور بې‌باوره کېدو مخه به یې تریوه بریده نیولي وي.“

متحده عربي اماراتو افغان لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې په دویمه شل اوره نړۍواله لوبه کې افغان لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه. د افغان کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې؛ سیالې لوبډلې د اوو وېکټو په بایللو سره په شلو اورونو کې دا هدف ټاکلی دی او اوس یې په مقابل کې افغان لوبډله لوبېږي.

دغه لوبلړۍ د متحده عربې امارتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې تر سره کیږي او لومړۍ لوبه افغانستان د ۷۲ منډو په توپیر له کوربه لوبډلې ګټلې وه.

له بلې خوا له نولس کلونو کم عمره افغان لوبډلې نن سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې؛ خو سیاله لوبډله د هدف پوره کولو کې پاتې راغله.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ لوبډلې سویلي افریقا ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د افغانستان نولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې د سویلې افریقا نولس کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې افغان لوبغاړو عرب ګل مومند او الله غضنفر د غوره توپ اچونې پر مټ د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

لومړی افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه، چې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

افغان ځوانانو د غوره توپ اچونې په پایله کې سیاله لوبډله په ۳۰،۴ اورونو کې په ۱۲۹ منډو له ډګره بهره کړه او په ۴۷ منډو یې بریا خپله کړه.

د افغان لوبډلې په ګټه عرب ګل مومند او الله محمد غضنفر څلور او فریدون داودزي او بشیر احمد افغان یوه - یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغان ځوانان به د راتلونکې پنچشنبې په ورځ د روانو سیالیو په ترڅ کې خپله درېیمه لوبه کې به هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

ایراني چارواکي: په تېرو ۹ میاشتو کې په ګیلان کې ۵۰۰ بې اسناده افغان کارګران نیول شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د ايران د ګيلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو د هماهنګۍ رييس وايي، چې د روان کال د چنګاښ د مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٥٠٧ بهرني کارکوونکي له قانوني اسنادو پرته نيول شوي دي. سيووش اقاجي وويل، چې ډېرى بنديان یې افغانان دي.

هغه زياته کړه، چې يواځې د جدي په ١٠مه په ګيلان کې ١٦ افغان کارکوونکي وپېژندل شول او ونيول شول.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې اوه نیول شوي کارګران د یکشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې او نهه نور په یوه ودانۍ کې کار کاوه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ګیلان یو له هغو ښارونو څخه دی، چې د استوګنې له اجازې پرته د بهرنیو اتباعو کار پکې منع دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د کابل بشپړ کنټرول تر لاسه شو، ډېری افغانان د طالبانو د انتقام، پراخې بې وزلۍ او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کار وزارت د روان کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه مهاجرین چې د کار اجازه، د کار موقتي جواز یا موقتي کار کارت نه لري په دې هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې؛ په ایران کې د افغانانو لپاره د ژوند او کار شرایط د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کیږي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د مهاجرت د ملي ادارې مشر ویلي؛ هغه کسان چې له رسمي اسنادو پرته مهاجرو ته سیم کارتونه، د اوسېدو ځای او ترانسپورټي خدمات وړاندې کوي، وبه پېژندل شي او مجازات به شي.
​

ترک رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې یو افغان کارګر په بوږنوونکي ډول وژل شوی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې په شمالي ښار کاستامونو کې د یوه افغان کارګر مړی د څارویو د خوراکي توکو په یوه مکسر کې موندل شوی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه کارګر په اکدوغان کلي کې د پیو یا لبنیاتو په یوه فارم کې شپون و.

ترکي رسنیو لیکلي، چې دغه کارګر شپږ ورځې وړاندې مړ شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ لومړنۍ موندنې ښيي چې دغه کارګر کار کاوه او د پښې له ښوېدو وروسته د مکسر ماشین ته ولوېد او په بوږنوونکي حالت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ځایي چارواکو ویلي دي، چې د کډوال کارګر د مړینې په اړه نور څیرنې پیل شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ترکیه کې د یوه افغان کارګر د وژل کېدو خبرونه ددغه هېواد په رسنیو کې خپرېږي.

تر دې مخکې د ترکیې په شمال کې د زونگولداک د ډبرو سکرو په کان کې د وزیر محمد نورتاني په نوم یو افغان کارګر مړ شوی و.

ویل شوي، چې د دغه کارګر تر وژل کېدو وروسته د کار صاحب د هغه جسد ځنګل ته وړی او اور یې ور اچولی دی.