• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: په تېرو ۹ میاشتو کې په ګیلان کې ۵۰۰ بې اسناده افغان کارګران نیول شوي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۴ GMT+۰

د ايران د ګيلان ولايت د کار او ټولنيزو چارو د هماهنګۍ رييس وايي، چې د روان کال د چنګاښ د مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ٥٠٧ بهرني کارکوونکي له قانوني اسنادو پرته نيول شوي دي. سيووش اقاجي وويل، چې ډېرى بنديان یې افغانان دي.

هغه زياته کړه، چې يواځې د جدي په ١٠مه په ګيلان کې ١٦ افغان کارکوونکي وپېژندل شول او ونيول شول.

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس (ایرنا) راپور ورکړی، چې اوه نیول شوي کارګران د یکشنبې په ورځ په یوه رستورانت کې او نهه نور په یوه ودانۍ کې کار کاوه.

د ایرنا د خبر له مخې؛ ګیلان یو له هغو ښارونو څخه دی، چې د استوګنې له اجازې پرته د بهرنیو اتباعو کار پکې منع دی.

وروسته له هغې چې د طالبانو له خوا د کابل بشپړ کنټرول تر لاسه شو، ډېری افغانان د طالبانو د انتقام، پراخې بې وزلۍ او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د کار وزارت د روان کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه مهاجرین چې د کار اجازه، د کار موقتي جواز یا موقتي کار کارت نه لري په دې هېواد کې د کار کولو اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې؛ په ایران کې د افغانانو لپاره د ژوند او کار شرایط د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزمن کیږي.

په دې وروستیو کې د دغه هېواد د مهاجرت د ملي ادارې مشر ویلي؛ هغه کسان چې له رسمي اسنادو پرته مهاجرو ته سیم کارتونه، د اوسېدو ځای او ترانسپورټي خدمات وړاندې کوي، وبه پېژندل شي او مجازات به شي.
​

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ترک رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې یو افغان کارګر په بوږنوونکي ډول وژل شوی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۱ GMT+۰

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې په شمالي ښار کاستامونو کې د یوه افغان کارګر مړی د څارویو د خوراکي توکو په یوه مکسر کې موندل شوی دی. د راپورونو له مخې؛ دغه کارګر په اکدوغان کلي کې د پیو یا لبنیاتو په یوه فارم کې شپون و.

ترکي رسنیو لیکلي، چې دغه کارګر شپږ ورځې وړاندې مړ شوی دی.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې؛ لومړنۍ موندنې ښيي چې دغه کارګر کار کاوه او د پښې له ښوېدو وروسته د مکسر ماشین ته ولوېد او په بوږنوونکي حالت کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ځایي چارواکو ویلي دي، چې د کډوال کارګر د مړینې په اړه نور څیرنې پیل شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ترکیه کې د یوه افغان کارګر د وژل کېدو خبرونه ددغه هېواد په رسنیو کې خپرېږي.

تر دې مخکې د ترکیې په شمال کې د زونگولداک د ډبرو سکرو په کان کې د وزیر محمد نورتاني په نوم یو افغان کارګر مړ شوی و.

ویل شوي، چې د دغه کارګر تر وژل کېدو وروسته د کار صاحب د هغه جسد ځنګل ته وړی او اور یې ور اچولی دی.

د افغان خبریالانو ملاتړی سازمان وايي، طالبانو تر اوسه پر رسنیو ۱۴ بندیزونه لګولي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د افغان خبریالانو ملاتړي سازمان د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور کې ویلي، طالبانو په واکمنېدو سره په رسنیو ۱۴ بندیزونه لګولي. دغه راپور چې سیمه په تېره ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزو او غوښتنو ته ځانګړی، وايي د طالبانو واکمنېدو سره تر ټولو لوی زیان د بیان ازادۍ ته ورسید.

په ملي ټلویزیون کې د ښځو د کار مخنیوی، په تلویویوني خپرونو کې د ښځو لپاره د ماسک جبري کیدل، په افغانستان کې د نړیوالو ټلویزیونونو د خپرونو بندیدل، د موسیقي د خپرولو مخنیوی، د ښځینه او نارینه پرګډو خپرونو بندیز او له ممنوعه رسنیو سره د کار کولو ممانعت د هغو بندیزونو برخه ده چې طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلونو کې پر رسنیو لګولي دي.

د راپور له مخې، په دغه موده کې څه باندې ۳۰۰ رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي او پاتې نورو یې د سختو اقتصادي شرایطو او بندیزونو له امله خپل کارکوونکي کم کړي دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټ همداراز په خپل راپور کې لیکلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ د سرغړونې ۳۶۶ پيښې ثبت شوې، چې د دریو خبریالانو د وژل کیدو، د ۲۳ خبریالانو د ټپي کیدو او د ۱۷۶ رسنوالو د نیولو، د ۱۳۹ګواښونو او د ۲۵ تنو د ربړولو، وهلو او ټکولو پيښې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې راهیسې سره له دې چې سلګونه خبریالان اروپایي او امریکایي هیوادونو ته ورسیدل، خو د خبریالانو یوه لویه برخه بیا په پاکستان او ایران کې بې برخلیکه پاتې ده.

د شمیرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې کابو ۲۰۰ خبریالان له خپلو کورنیو سره اوسیږي او په دغه شمیر کې هغه کسان شامل دي چې اروپایي او امریکایي هیوادونو ته یې د کډوالۍ غوښتنلیکونه تر کار لاندې دي.

وزګارۍ، ناوړه روحي وضعیت، له خبریالانو سره دوه ګونی چلند او مالي ستونزو په پاکستان کې د افغان خبریالانو ژوند دوزخ ګرځولی دی .

له دې سره، یو شمیر خبریالان چې اوسمهال په ایران کې د ژوند سختې شپې او ورځې تیروي وایي، چې دوی له دوو لویو ګواښونو (( لوږې او مرګ)) سره مخامخ دي.

ددغو خبریالانو په خبره، که افغانستان ته وګرځي طالبان یې وژني او که په ایران کې بې برخلیکه پاتې شي، نو لوږه، بیوزلي او وزګارتیا به یې ووژني.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یو شمیر نړیوالو سازمانونو په نیوکې سره وایي، چې دغو سازمانونو په ایران او پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره تر تولو کمزوری حضور او فعالیتونه درلودل او په سمه توګه یې خبریالانو ته رسیدګي نه ده کړې.

دا سازمان له ټولو اړوندو نړیوالو بنسټونو د افغان خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي غوښتنه کوي.

ټي ټي پي: په ۲۰۲۳ کال کې مو په پاکستان کې ۸۸۱ بریدونه کړي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان په خپل کلني راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۳ عیسوي کال کې یې په پاکستان کې ټوټال ۸۸۱ بریدونه کړي دي. دا ډله زیاتوي، سږ کال یې ۲۱۹۳ پاکستاني نظاميانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې ۳۶۷ بریدونه کړی وو او سږني بریدونه یې له دوو برابرو ډېر دي.

د تحریک طالبان پاکستان د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ عیسوي کال کلنی راپور خپور کړی، چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دغې ډلې تېر کال یوازې ۵ ځانمرکي بریدونه کړي دی.

که څه هم تېر کال کې په پاکستان کې زیات ځانمرکي بریدونه شوي دي، خو دغې ډلې د هغو ځانمرکو بریدونو تعداد لیکلی چې دوی په غاړه اخیستي دي.

دغې ډلې زیات بریدونه په تېر اکست او سپټیمبر میاشتو کې کړي دي.

د پاکستان تحریک طالبان پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې زیات بریدونه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې کړي ډي، چې شمالي وزیرستان کې یې شمېر ۲۰۸ او جنوبي وزیرستان کې یې شمېر ۱۵۲ ته رسېږي.

د ټي ټي پي د کلني راپور په بنسټ دې ډلې په پیښور کې ۵۷ بریدونه کړي دی.

په ۲۰۲۳ کال کې پاکستاني طالبانو په پلوچستان کې شاوخوا ۴۰ بریدونه کړي دي.

دې ډلې په ۲۰۲۲ کال په پنجاب کې ۵ بریدونه کړي وو، خو سږکال دا بریدونه ۱۰ ته لوړ شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند احسان الله احسان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د ټي ټي پي په بریدونو کې له سل سلنه زیات زیاتوالی راغلی دی.

احسان وايي د ورځې په تېریدو سره په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه مخ په زیاتېدو دي.

نوموړی زیاتوي د پاکستاني طالبانو په انساني قوه کې هم زیاتوالی راغلی دی او د پاکستاني مدرسو او کالجونو څخه زیات شمیر ځوانان دغه تحریک کې د کډون لپاره رامات شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌

د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

له دې وړاندې د پاکستان پوځ ویلي و، چې په افغانستان د طالبانو واک ته رسېدو سره ټي تي پي پرمختللې وسلې پیدا کړې دي او په دغه خاوره کې یې بریدونه څو برابره زیات کړي دي.

پاکستان زیاتوي د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې ناست دي او له هغه ځایه بریدونه پلانوي.

خو نن د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب په یوه خبري ناسته کې وویل چې چاته اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د بل هیواد پرضد وکاروي.

هغه دا هم وویل، چې په افغانستان کې تېر دوه نیم کاله ډیر بریدونه تاجکستاني او پاکستاني وګړو کړي دي.

ملا شېرین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا ختمولو لپاره اسلام اباد ته ځي

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۴۷ GMT+۰

پاکستاني رسنیو لیکلي چې په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دې ډلې او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د ختمولو لپاره اسلام اباد ته ځي. ملا شیرین یو له هغو کسانو څخه دی چې د طالبانو مشرتابه ته نږدې دی او تر دې وړاندې یې له اسلام اباد او ټي ټي پي سره نږدې اړیکې لرلې.

ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ملا شیرین به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له لوړ پوړو پوځي او بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره وګوري.

اسلام اباد ته د ملا شیرین د سفر دقیق وخت نه دی معلوم، خو ویل کیږي چې نوموړی به په جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

تر اوسه طالبانو پاکستان ته د دغه چارواکي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

دغې ډلې تر دې مخکې د پاکستان یو مشهور مذهبي شخصیت مولانا فضل الرحمان ته کابل ته بلنه ورکړې وه چې "د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ مات کړي".

ملا محمد علي حنفي چې په ملا شیرین اخوند مشهور دی د طالبانو یو مهم شخصیت دی.

هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر د امنیت مسوولیت په غاړه درلود.

ملا شیرین په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی و.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته نوموړی لومړی د طالبانو د دفاع وزارت د استخباراتو د رئیس په توګه وټاکل شو او وروسته د طالبانو د مشرتابه په امر د کندهار د والي په توګه وټاکل شو.

د چمن پرلت کوونکي: په ټول چمن ښار کې مو له نن څخه کار بندیز پیل کړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهونکو د دوی د غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د ډیسمبر وروستۍ ورځ په چمن ښار کې کار بندیز پیل کړ.

پرلت وهونکي وايي، د دوی په ملاتړ به د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نیټه په ټول بلوچستان ایالت کې هم کار بندیز پیل شي.

د چمن د پرلت کوونکو ویاند وايي، کار بندیز یې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې اعلان کړی.

100%

نوموړی وايي، «د میلادي وروستۍ ورځ مو کاربندیز دی، یوازې به درملتون او د ډوډی پخولو کار ځایونو ته اجازه وي. موږ غواړو د دې اعتراض له لارې نړۍ ته وښیو چې پښتانه د خپل حق ترلاسه کولو لپاره په دومره سخت حالت کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.»

په چمن ښار کې د کاربندیز پر مهال په پرلت کې د دغه ښار زرګونه کسان راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد شعارونه ورکوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «که زموږ غوښتنې و نه منل شي، که د پاسپورټ پرېکړه وانه خیستل شي بیا موږ په دغه ښار کې هیڅ دولتي کارکوونکي ته د کار کولو اجازه نه ورکوو، او که موږ مجبوره شوو موږ به دلته مېشت پاکستاني نظامیان د دوی له دولتي ادارو څخه بیرون وباسو او د دې ټولو پيښو مسولیت به بیا د پاکستان د حکومت په غاړه وي.»

د پرلت د مرکزي کمیټې غړي وايي، سبا به د چمن تر څنګ د بلوچستان په مرکز کوټې ښار او د دغه ایالت په نورو ښارونو کې هم کار بندیز وشي.

دغه پرلت د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ځايي اوسیدونکو او لغړي اتحاد له لوري۷۳ ورځې مخکې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شو چې، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ جبري شو.