د طالبانو ستره محکمه: په عام محضر کې پر دوو کسانو د قصاص حکم پلی شو

پر هغو دوو کسانو چې طالبانو په غزني ولایت کې د قصاص حکم عملي کړی، یو یې د میدان وردک او بل یې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی و. طالبان وايي، پر یادو کسانو یې د ملا هبت الله په امر د قصاص حکم عملي کړ.