کابل کې د امنیت او ټیکاو د ښودلو په پار د پېسو ډکو کڅوړو انځورونو، پراخ غبرګونونه راپارولي

AP ۱۴۰۲ کب ۴

له هغه مهاله چې په خواله رسنیو کې د یو شمېر کسانو په لاسونو کې د پېسو ډکې کڅوړې لاس په لاس شوې؛ نو ورسره هم مهاله ګڼو کسانو یې په اړه بېلابېل غبرګونونه هم په ډاګه کړل.

ځینو په خواله رسنیو کې دغه کار د طالب چارواکو له‌خوا یو تیلیغاتي کمپاین یاد کړی او د دوی په وینا، طالبان غواړي په دې توګه د خلکو ذهنونه بلې خوا ته واړوي.
د کابل ښار یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه وویل: تر اوسه هیچا هم داسې نه دي لیدلي، چې څوک دې پیسې په بربنډه کڅوړو کې له یو ځایه بل ځای ته ولېږدوي. نن سبا خلک خپله عادي سودا او توکي هم په سپینو پلاستیکي کڅوړو کې نه وړي، دا تش یوه تبلیغاتي هڅه ده او په انځورونو کې هم مالومېږي چې د دغو پېسو لېږدونکي په خپله طالبان دي.


د خواله رسنیو یو بل تن کاروونکی بیا وایي، که خبره د امنیت وي؛ نو همدغه کسان دې د ښار له زړه او څلورو لارو د باندې د زمان خان کلا، هودخېلو، کارته نو، خوشحال خان مېنې یا الوخېلو سیمو ته د دغو کڅوړو سره ورشي چې ورته بیا مالومه شي چې امنیت یعنې څه؟

دغه د کابل اوسېدونکی وایي، اوس هم هره ورځ د کابل په بېلابېلو سیمو کې له خلکو ګرځنده ټیلیفونونه تښتول کېږي او د خلکو جېبونه لوټل کېږي.
یو شمېر خلک بیا وایي، نن سبا په افغانستان کې وزګارتیا، لوږې او غریبۍ د غلا غدیو پېښې زیاتې کړې او ان د غلو له لاسه یو شمېر کسان وژل شوي هم دي؛ خو طالبان په دې توګه غواړي د خلکو ذهنونه بدل کړي او په لوی لاس د خلکو په سترګو کې خاورې وشېندي.
په ټوله کې ډېری کسان په دې باور دي، چې د غلو پر ځای دې د غلاوو لاملونه وپلټل شي او د لاملونو په له منځه وړلو کې یې باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.
د دغو خلکو په باور اوسنیو واکمنو ته په کار دي، چې خلکو ته د کار او روزګار په موندلو کې لاس په کار شي، نه دا چې په تشو تبلیغاتو هم ځان تېر باسي او هم غواړي چې نور خلک پر دغسې انځورونو وغولوي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ