امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا د تېلو او ګازو مرستیال ‏باتر امانوف سره لیدلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد په اېکس پاڼه لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي او افغانستان ته د اوبلن ګاز د لېږد په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

هغه د امیرخان متقي له قوله لیکلي،:« خوشاله یو، چې د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل چارې چټکې شوې دي.»
متقي ویلي، چې ډله یې د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل ته ژمنه ده او هیله یې څرګنده کړې چې تر هرات ولایته ‏د نل لیکې لومړی پړاو ژر پیل او بشپړ شي.
هغه زیاته کړې، چې هرات د افغانستان یو ګڼ مېشتی ولایت دی او دغه ولایت ته د ټاپي پروژې له رسېدو سره هرات د ترکمنستان د ګازو ښه مارکېټ کېدلای شي.
ښاغلي ضیااحمد د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال له قوله هم لیکلي، چې د انرژۍ لېږد په ځانګړې توګه ‏د ټاپي پروژه د ترکمنستان حکومت ته ځانګړی لومړیتوب لري.
هغه ویلي، تر هرات ولایته د ټاپي پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی ارزښت لري.
‏نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د ټاپي پروژې اړوند پر شویو هوکړو کار وروستی شي؛ ترڅو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د کار پرانیسته وشي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په عشق اباد کې د «لاجورد لارې» د پراختیا په موخه په یوې ناستې کې د ګډون لپاره دوه ورځې وړاندې ترکمنستان ته رسېدلي و.
له بل پلوه امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره هم لیدلي و.
هغه په دې لیدنه کې سوداګرو ته ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لومړنی درې ورځنی نندارتون د روان کال د مارچ میاشتې له دویمې تر پنځمې نېټې په عشق اباد کې جوړېږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ