• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ لوی درستیز له افغانستان سره د دغه هېواد له ګاونډیو سیمو لیدنه کړې

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱
placeholder

د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه له پرتو سیمو لیدنه وکړه. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د چهارشنبې په ورځ لیکلي، چې لوی درستیز د پوځ عملیاتي چمتووالی او د ډېورنډ د کرښې له امنیتي وضعیت څارنه وکړه.

د پاکستاني پوځ لوی درستیز د خوست ولايت سره نږدې د شمالي وزيرستان ميرانشاه او سپين وام باندې دوره کړې ده.

دا پر خوست او پکتیکا د دغه هېواد له هوايي بریدونو وروسته د پاکستان د پوځ د مشر لومړی سفر دی.

د پاکستان هوايي ځواک د اګست په ۲۸مه سهار وختي په پکتیکا او خوست هوايي بریدونه وکړل.

د پوځ په وینا؛ د برید هدف په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان ځواکونه وو.

که څه هم افغان طالبان د اسلام اباد متحد بلل کېږي؛ خو واک ته د دې ډلې له راتګ وروسته په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو د فعالیتونو له امله د پاکستان امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزير د مختلفو هېوادونو مشرانو ته د اختر مبارکي لپاره ټلیفون وکړ

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۵:۳۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير د مالیزیا، ترکيې، قطر، بحرين، عمان او محتده عربي اماراتو مشرانو ته ټلیفون سره د اختر مبارکي ور کړه. شهباز شریف وايي، له دې مشرانو سره یې پر مبارکۍ سربېره د اسلامي هيوادونو پر ګډه ملګرتيا، د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا او په سېمه کې پر سوله او ثبات خبرې کړي.

د پاکستان لومړۍ وزير شهباز شريف نن چهار شنبه د کوچني په لومړۍ ورځ پر خپله اېکس پاڼه د هغو هيوادونو د مشرانو یادونه کړې چې ده ور سره نن او یا پرون د اختر مبارکي لپاره ټلیفون کړی دی.

شهباز شريف د مالیزیا لومړي وزیر انوار ابراهیم، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن محمد الثانی، د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید النهیان، د عمان پاچا سلطان هشام بن طارم او د بحرين پاچا حمد بن عیسا ال خلیفه ته زنګ وهلی دی.

شهباز شریف دغو ټولو هيوادونو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ د همکارۍ غوښتنه کړې او د «اسلامي هيوادونو» د اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.

شهباز شریف پرون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان له دوه ورځني سفر هېواد ته ستون شو.

د سعودي چارواکو له نوموړي سره د پاکستان د خراب اقتصادي حالت په ښه کولو کې د مرستې ژمنه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د تجارت کړکېچونه

۲۲ وری ۱۴۰۳ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۰:۳۰ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

د تېر مارچ په ۲۵ د پاکستان د تجارت د وزارت معین خرم اغا په مشرۍ دولتي پلاوي کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو د تجارت د وزارت او نورو مقاماتو سره پر خپلمنځي تجارتي اړیکو کې د ستونځو پر هوارولو خبرې وکړي او د رکود ښکار دوه اړخیزه تجارت او ټرانزیټي تجارت د بیا روانولو لارې پرانیځي.

په دغه درې ورځني سفر کې پاکستاني هیت د طالبانو د تجارت وزیر نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

په ابتدا کې د خبرو برنامه تر دوو ورځو محدوده وه، خو چې دواړو خواوو ولیدل چې په دوو ورځو کې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت ته د ورپیښو مسلو په ټولو اړخونو بحث تکمیل نه شو نو دوی په دریمه ورځ هم خبرو ته ادامه ورکړه.

چون د امنیت مسلې هم له تجارتي چارو سره تړاو لري نو ځکه په پاکستاني پلاوي کې د داخله وزارت یوه لوړ پوړي افسر خوشال خان هم ګډون درلود.

د پاکستان تورونه او تجارت ته خنډونه

په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه
100%
په مارچ کې کابل ته تللي پاکستاني پلاوي د ستونزو هوارولو ژمنه وکړه

پاکستان پر افغانستان دا تور لګوي چې هغه د ټرانزېټ له لارې وارد شوی مال په قاچاقي توګه پاکستان ته لیږي او دغه قاچاق د پاکستان تجارت او صنعت دواړو ته سخت تاوان رسوي.

افغان اړخ د پاکستان هیت ته ډاډ ور کړ چې د قاچاق په مخنیوي کې د پاکستان کومک ته اماده دی، خو باید پاکستان په خپله ساحه کې د قاچاق د مخه نیولو غم وکړي.

افغان اړخ هغه مشکلات په ګوته کړل چې د پاکستان له خوا د نویو قیوداتو د تحمیل په وجه منځ ته راغلي دي.

پاکستان د کال ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د افغانستان له خوا په ټرانزیټي تجارت کې د ځینی شیونو په واردولو بندیز ولګاوه او په دې لړ کې یې په اصطلاح یو منفي لیست هم اعلان کړ، چې د دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټي تجارت د ۲۰۱۰ کال د معاهدې او له بین المللي قوانینو او مقرراتو نه سرغړونه ده.

پر دې برسیره پاکستان د عادی اشیاوو په راتیرولو ۱۰ فیصده ټیکس ولګاوه چې دا په افغانانو باندې یو بې ځایه اقتصادي بار دی.

په دې د پاسه پاکستان د ټرانزیټي مال لپاره د څرخیدونکې بیمې تضمین یا انشورنس ګارنټي په بانکي تضمینونو بدله کړه، چې په ټرانزیټي تجارت کې د افغان تاجرانو مصارف لوړوي.

د کرښې د پاسه د عبور او مرور لپاره د پاکستان له خوا د پاسپورټ او ویزې یو جانبه شرط هم مشکل جوړ کړی دی.

د طالبانو امارت د پاکستان پر سیتروس میوو ټیکس زیات کړی دی او د ډبرو سکرو بیه خو یې له څه وخت وړاندې لوړه کړې وه.

د دغو منفي پرمختګونو له امله د دواړو د هیوادونو په منځ کې د تجارت کچه ډیره ټیټه شوه.

د ایران لارې ته د افغان ټرانزېټ اوښتل

د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي
100%
د پاکستان د خنډونو له امله افغان سوداګر اوس تر کراچۍ ایران غوره بولي

د طالبانو د تجارت وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي، چې د پاکستان له خوا د افغان تاجرانو لپاره د بې ځایه مشکلاتو پیدا کولو په وجه د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي تجارت پنځوس فیصده کم شوی دی او افغان تاجران اوس د ټرانزیټ تجارت لپاره ایران ته په مخه کولو مجبور شوي دي.

خو د پاکستان یوې ورځپاڼې ډیلي میل د خبر سره سم د پیښور یو تاجر ضیا الحق سرحدي وايي چې د ۲۰۲۴ کال نه د افغانستان د ټرانزیټي تجارت اویا فیصدي اوس د ایران له لارې کیږي.

ضیا الحق سرحدي دا هم وايي چې پخوا د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت له دریو میلیارد ډالرو نه لوړ شوی و او دواړو هیوادونو غوښتل چې د دوه اړخیز تجارت کچه تر پنځو میلیاردو ډالرو لوړه کړي، خو د پورته ذکر شویو مسایلو په وجه دغه تجارت اوس له یو میلیارد ډالرو نه هم ښکته راغلی دی.

د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د پاکستان او افغانستان د تجارت او صنعت ګډ اتاق رییس جنید مکدا له ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې باید د پاکستان حکومت د افغانستان په ټرانزیټي تجارت لګول شوي یو اړخیز بندیزونه لرې کړي.

د هغه په خبره، د پاکستان د دغو بندیزونو له امله د داوړو هیوادونو تر مینځ دوه اړخیز تجارت د کچې پر ټیټیدو برسیره د دواړو خواوو تاجرانو هم ډیر تاوان لیدلی دی او په دې مسایلو د دواړو اړخونو تر مینځه خبرې له بن بست یا بندون سره مخامخ شوې دي.

نو داسې ښکاری چې د مارچ میاشتې خبرې د پورته ذکر شوي بندون د ختمولو په خاطر وشولې، پاکستاني هیت له طالب چارواکو سره لوظ هم وکړ چې دوی به پاکستان ته د بیر ته تګ نه پس خپل مشرتابه ته په ټرانزیټي تجارت کې افغانانو ته د ورپیښو ستونځو د حل لپاره سپارښتنې وکړي.

له دې سره ځینې شنونکي په دې اند دي، چې په افغانستان کې د پاکستاني الوتکو له بمبار یوه اونۍ وروسته د پاکستان د تجارتي هیت کابل ته د سفر اصلي موخه د هغه شدید تاوتریخوالي کمول و چې د پاکستاني الوتکو د برید له امله زیږیدلی و.

ټرانزېټ پاکستان ته د فشار اله

100%

که موږ په تاریخ نظر واچوو نو په دې خبره پوهیدل ګران نه دي چې پاکستان له ډیر پخوا نه د افغانستان د ټرانزیټ تجارت نه د فشار د یوې الې په توګه کار اخستی دی.

کله چې د دواړو هیوادونو په سیاسي مناسباتو کې کوم اړی ګړی راغلی دی، نو پاکستان سملاسي د افغانستان په تجارت خپلې لارې پوره په ډیر کبر سره تړلې دي او ټولې معاهدې او مقررات یې تر پښو لاندې کړي دي، که هغه دواړو هیوادونو تر منځه د ټرانزیټ تجارت د کال ۱۹۶۵ معاهده وه او که په ۲۰۱۰ کې امضا شوې لوظنامه ده.

د پاکستان له خوا په وار وار د دغه عمل تکرار دا خبره په اثبات رسوي چې پاکستان ځان د خپلو بین المللي لوظنامو پابند نه ګڼي او د حقوقي ژمنتیا په ځای د خپلې خوښې او ناخوښې په اساس عمل کوي، په خاصه توګه له افغانستان سره د یوه مستقل ګاونډي هیواد په ځای د یو تحت الحمایه سیمې غوندې برخورد کوي او دغه برخورد د داړو هیوادونو په مناسباتو کې د کړکیچونو د زیږیدو سبب ګرځي.

افغانستان کې تر تجارت تاوتریخوالی غوره کول

ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول
100%
ایران، ترکمنستان او ازبکستان له افغانستان سره ځانونه پر پټلۍ ونښلول

د ډیرو مساعدو جغرافیايي او تاریخي شرایطو باوجود له افغانستان سره د پاکستان د تجارتي او اقتصادي اړیکو د ضعف یو بل مهم علت دا دی چې پاکستان د خپل تاسیس نه سملاسي پس له افغانستان سره خپلو اړیکو ته تل له ستراتیجیکو عینکو کتلي دي، چې پخوا د بریتانوي امپراتورۍ سیاست و، تر دې چې کله د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو نه وروسته په نړۍ کې پخوانی سوړ جنګ پای ته ورسید، نو بیا هم پاکستان خپل کرغیړن زاړه سیاست ته د پای ټکی نه کیښود.

د مثال په توګه په تیرو پنځو څلویښتو کلونو کې چې پاکستان څومره پاملرنه په افغانستان کې جنګ ته لمن وهلو ته او د ټوپکمارو لیږلوته کړې ده، د هغې شلمه برخه یې هم د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخولو ته نه ده کړې.

په ۱۹۹۲ کې په افغانستان کې د مجاهدینو د حکومت له جوړیدو نه پس د پاکستان حکومت د پیښور نه تر تورخم پورې د ۴۰ میله سړک د پراخولو او دوه رویه کولو اعلان کړی و، خو تر اوسه یې دا کار نه دی کړی.

په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان درې ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان او ایران له افغانستان سره خپل ځانونه په پټلۍ او د ریل ګاډي په ذریعه وصل کړي دي.

د پاکستان لپاره پټلۍ خو لرې خبره ده ، دغه هیواد د افغانستان لوري ته هیڅ کومه نوې تجارتي لار هم نه ده جوړه کړې، ځکه چې هغه خپل ټول وس او توان یې د ټوپکمارو په لیږلو مصرف کړی دی.

د جګړې سیاست خپله پاکستان ته هم ډیر تاوان رسولی دی او پاکستان یې په ژورو اقتصادي او سیاسي بحرانونو اخته کړی دی،ځکه د دغه سیاست بدلول ډیر اړین دي او د دواړو هیوادونو په ګټه تمامیدېدلی شي.

یادونه: پورته مقاله د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

سعودي عربستان د پاکستان د بانکي زېرمو اندازه له ۳ څخه ۵ میلیاردو ډالرو ته لوړوي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د سعودي عربستان د هولډنګ کمپنۍ مشر محمد القحطاني په یوه بیان کې ویلي، چې پاکستان او سعودي عربستان د ۵ میلیاردو ډالرو پانګونې پروژې د عملي کولو چارې ګړندۍ کړي.

محمد القحطاني وویل، چې سعودي عربستان به د پاکستان په مرکزي بانک کې زېرمې له ۳ میلیاردو څخه ۵ میلیاردو ډالرو ته لوړې کړي، سعودي عربستان به د تېلو په تصفیه خانو او د مسو په کانونو کې پانګونه وکړي.

محمد القحطاني وويل، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ٢١ ميليارده ډالرو د پانګونې په اړه خبرې کوي، د دې پروژې له مخې به ٧ مليارده ډالره د مسو په کان او ١٤ ميليارده ډالره د تېلو په تصفیه خانو کې ولګول شي.

د هغه په وینا؛ د سعودي عربستان دا پانګونه پاكستان سره د اقتصادي اړيكو د زياتولو لپاره يو مثبت ګام دی.

محمد القحطاني وايي؛ لومړي وزیر شهباز شریف دغه تړونونه د پاکستان او سعودي د اړیکو لپاره یو تاریخي پړاو بللی دی.

د پاکستان تر سلو زرو زیات امنیتي ځواکونه د اختر د امنیت لپاره ګومارلي دي

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۴ GMT+۱

پاکستان د کوچني اختر په مناسبت د ټول هېواد په جوماتونو او بازارونو کې له سلو زرو څخه زیات پولیس ځای پر ځای کړي دي. د پاکستان استخباراتي ادارو خبرداری ورکړی، چې د اختر په رخصتیو کې احتمال شته چې وسله وال پر ملکي وګړو، حکومتي مرکزونو، پوځ او پولیسو بریدونه وکړي.

د اسوشېټیډ پرېس په وینا؛ د جوماتونو او بازارونو سربېره په هغو ځایونو کې چې مهم شخصیتونه د اختر د لمانځه لپاره ځي، امنیتي تدابیر پکې زیات شوي دي.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې تروریستي بریدونه زیات شوي، چې په عمده توګه د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون غوښتونکو له خوا ترسره کیږي.

د پنجاب د پولیسو د بیان له مخې؛ د اختر د امنیتي پلان د یوې برخې په توګه په جوماتونو کې تر ۵۲ زره زیات پولیس ګومارل شوي دي.

له دې جملې څخه شاوخوا اته زره پولیس د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې حساسو ځایونو او بازارونو ته استول شوي دي.

پنجاب د پاکستان تر ټولو زیات نفوس لرونکی ایالت او د لومړي وزیر شهباز شریف ټاټوبی دی.

د برېتانيا د خبريالانو اتحاديې په پاکستان کې پر افغان خبريال د بريد د څېړلو غوښتنه وکړه

۲۱ وری ۱۴۰۳ - ۹ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحادیې له پاکستانه غوښتي، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبريال احمد هنایش د برید په اړه سمدستي پلټنې وکړي. پر ښاغلي هنایش د چهارشنبې په شپه د (وري ۱۵مه) د دوو وسله والو موټر سایکل سپرو له خوا برید وشو.

د برېتانيا د خبريالانو ملي اتحاديې د سې شنبې په ورځ (وري ۲۱مه) اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د خبريالانو مشرتابه د پاکستان له حکومت او د دغه هېواد د خبريالانو له بنسټونو غواړي، چې دا موضوع جدي ونيسي او عاملين يې په ګوته کړي.

د برېتانيا د ژورناليستانو ملي اتحاديه د ښاغلي هنایش د ښې روغتيا او ژر تر ژره رغېدو هيله کړې او ويلي يې دي چې اوس يې درملنه روانه ده او روغتيا يې ښه ده.

د ازادي راډیو خبریال احمد هنايش له تېرې یوې میاشتې راهیسې په اسلام اباد کې ژوند کوي.

له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د افغان خبریالانو د مرکز د مدیره هیيت غړی و او ویل کیږي، چې له جلاوطنه افغان رسنیو سره یې اړېکې درلودې.

د خبریالانو د دفاع سازمانونو په داسې حال کې په پاکستان کې پر افغان خبریال د برید د څېړلو غوښتنه کړې، چې په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو اعلان وکړ، چې په اسلام اباد کې پر افغان خبریال د برید په اړه څېړنې کوي.