• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پروان کې طالبانو له رسنيو غوښتي چې «اسلامي شریعت او اصول» عملي کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۳ GMT+۱

په پروان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له رسنيو او خبریالانو سره په ناسته کې له هغوی څخه غوښتي، چې «اسلامي شریعت پلی او د دوی اصول» عملي کړي. طالبان وايي، چې له خبريالانو سره یې دا ناسته د اسانتياو، د همږغۍ د رامنځته کولو او پېژندګلوۍ په موخه کړې ده.

د پروان ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن یکشنبې د يوې خبرپانې په خپرولو سره د خبريالانو او رسنیو له استازو سره د ناستې خبر ورکړی دی.

په دې ناسته کې د طالبانو د اطلاعاتو او استخباراتو مسوولينو برخه درلوده.

په اعلامیه کې راغلي، چې خبريالانو د طالبانو له ولایتي مسولينو څخه معلوماتو ته د پر وخت لاس رسي او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په دې ناسته کې طالب مسولينو له خبريالانو غوښتي، چې «اسلامي شریعت پلی او د د دوی اصول درک او عملي» کړي.

د طالبانو استخباراتو په ډېرو ولایتونو کې له خبريالانو ورته غوښتنې کړې او په شفاهي ډول يې ورته ويلي، چې که د دوی له اصولو خلاف، منفي او انتقادي موضوعاتو ته انعکاس ورکړي د دوی له غبرګون سره به مخ شي.

واک ته د طالبانو په رسېدو دې ډلې پر رسنيو او خبريالانو سخت بنديزونه لګولي او چا ته اجازه نه ورکوي، چې تر ډېره د خلکو ستونزې او غوښتنې انعکاس شي.

طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د يو شمېر رسنیو د بندولو ترڅنګ ځيني خبريالان وهلي، بندي کړي او شکنجه کړي دي.

د رسنيو بنسټونو د طالبانو دا ډول کړنې د بیان د ازادۍ ضد یادې کړي او له دې ډلې يې غوښتي، چې پر رسنيو او خبريالانو دې شته بنديزونه لېرې کړي؛ خو دې ډلې لا تر اوسه په عملي ډول په خپلو چارو کې مثبت بدلون ندی راوستلی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په فاریاب کې د سېلابونو له امله ۸۰ کسان مړه شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د فاریاب سیمه ییزې څانګې د راپور له مخې د یاد ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی. د طالبانو رسمي ویندویانو لا په دې اړه شمېرې نه دي خپرې کړې.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د فاریاب ولایتي څانګې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۳۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تر دې دمه په فاریاب ولایت کې د سېلابونو له امله ۸۰ تنه مړه شوي.

همدارنګه زیاتوي؛ چې د سېلابونو له امله پنځه کسان ورک او پنځه تنه نور ټپیان دي.

په فاریاب کې د طالبانو ملي ټلویزیون ولایتي څانګي د معلوماتو له مخې، سېلابونو د فاریاب بلچراغ، ګرزبان، قیصار، المار، چهل‌ګزي او خیبر ولسوالیو کې د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم اوړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اونۍ راهیسې سېلابونو په بغلان او غور کې هم سلګونه کسان مړه کړي.

روسی چارواکی: مسکو چمتو دی چې د افغان ـ ټرانس پټلۍ په جوړولو کې مرسته وکړي

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوچوک وايي، د دغه هېواد چارواکي او طالبان د افغان ـ ټرانس اورګاډي د پټلۍ جوړولو په اړه خبرې کوي. نوموړي د دغو خبرو د جزیاتو له ورکولو پرته وویل مسکو په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتو دی.

د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په کازان کې د روسیې ـ اسلامي نړېوال اقتصادي فورم په څنډه کې وویل، چې د افغان ـ ټرانس د اورګاډي پټلۍ پروژه په ډير تفصیل سره څېړل کیږي.

الیکسي اورچوک ټینګار وکړ چې روسیه اړین ظرفیتونه لري او له همدې امله چمتو دی چې د افغان ـ ټرانس اورګاډي په پروژه کې برخه واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان ـ ټرانس اورګاډي پټلۍ د پروژې د سنجولو په موخه یې یو تخنیکي ډله کابل ته راوستلې ده چې عملي چارېیې پیل شي.

د افغان – ټرانس پټلۍ پروژه د افغانستان – پاکستان او ازبکستان تر منځ یوه درې اړخیزه پروژه ده چې د ازبکستان د اورګاډي شبکه د افغانستان له لارې د پاکستان د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.

طالبانو په بدخشان کې دوه تنه په عام محضر کې په دورو ووهل

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په بدخشان کې یې دوه تنه د "زنا" په تور په عام محضر کې په دورو وهلي. دغې محکمې نن یکشنبه (د غوايي ۳۰مه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه کسان یې په ٣٩ ۳۹ دورو وهلي.

طالبان وايي، دغو تورنو ته یې د یو کال او شپږ میاشتې سزاګانې هم اورولې دي.

طالبانو ویلي، چې د تورنو کسانو جسمي سزاګانې د بدخشان د لومړۍ محکمې له تصویب وروسته پلې شوې.

د طالبانو ډله هره اوونۍ په عام محضر کې یو شمېر افغانان په بېلابېلو تورونو په سزا رسوي.

د بشري حقونو مدافعانو او نړېوالې ټولنې په ځلونو د طالبانو له مشرانو غوښتي چې د تورنو کسانو د فزیکي او عامه سزاګانو مخه دې ونیسي؛ خو دغه ډله ادعا کوي چې د «اسلامي قانون» له مخې وګړو ته سزا ورکوي.

طالبان یوازې عامو وګړو ته جسمي سزاګانې ورکوي، څو میاشتې وړاندې د کابل لپاره د طالبانو د برېښنا شرکت د رییس یوه ویډیو خپره شوه، چې په کې نوموړی له خپل ساتونکي سره یو ځای څملي؛ خو نوموړي ته په عام محضر کې جسمي سزا ور نه کړل شوه او نه یې هم د جرم په اړه طالبانو کومه پرېکړه وکړه.

د ملګرو ملتونو یوې چارواکې د بغلان له سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه کړې

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۵ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د دغه هیواد شمالي سیمو بغلان ته سفر کړی. د ملګرو ملتونو دغه چارواکې وايي، په داسې حال کې چې د شینکوریزو ګازونو په خورولو کې د افغانانو ونډه صفر ده، خو بیا هم د اقلیم د کړکیچ له ویجاړونکو اغېزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي، د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې اندریکا راټوټ د افغانستان شمالي ولایت بغلان ته په دې موخه سفر کړی چې د وروستیو خونړیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو او له سېلاب ځپلو سره د ملګرو ملتونو مرستو څارنه وکړي.

هغې همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره د اغیزمن شویو کسانو سره د بشردوستانه مرستو د چمتو کولو په اړه خبرې اترې کړې.

د غوايي میاشتې په ۲۱مه نیټه په بغلان کې د چکټو ورښتونو او سېلابونو له امله تر درې سره ډیر کسان مړه او د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د کورونو په نړېدو سره دروند مالي زیانونه اوښتي دي

طالبان: له ۵۰۰ ډیر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول

۳۰ غویی ۱۴۰۳ - ۱۹ می ۲۰۲۴، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د کندهار د سپین بولدک له لارې نږدې سل کورنۍ په جبري توګه له پاکستانه راستنې کړل شوې. دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ د (غوايي ۲۹مه) نېټه ۵۴۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د طالبانو دغه وزارت د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې لیکلي، چې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمیر ۵۴۰ تنو ته رسیږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه په جبري توګه تازه راستنې شوې کورنۍ یې تر نوم لیکلنې وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د خوړو او کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندلي دي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د اېستلو بهیرروان ساتلی چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې له اسلام اباده وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»