اکثر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځ له ۲۰۰۸ م کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې چې د عملیاتو په نوم کومې نیابتي جګړې وکړې او له امله یې ولسي وګړو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول نو له دغو دوو ایالتونو پرته په نور پاکستان کې هم د پوځ اغېز تر پخوا کم شو او پاکستاني ولس ورسره واټن ونیو، په خواله رسنیو کې خلکو له پوځ د کرکې او په وړاندې یې د مبارزې خبرې پیل کړې، د خواله رسنیو دغو فعالانو او شنونکو پاکستانی پوځ تورن کړ چې په پښتنو سیمو او په ځانګړي ډول افغانستان کې یې جګړو ته لمن وهله او په مستقیم ډول یې له طالبانو ملاتړ کاوه چې د افغان جمهوري حکومت په وړاندې جګړه وکړي.
بلخوا سیاسي شنونکي او فعالان وايي چې ورته تور په افغان طالبانو هم دی چې دوی د پخواني جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان پوځ او نورو ادارو له کلک ملاتړ برخمن و او ان د دوی مرکزونه او کورونه په پاکستان کې دننه وو، چې د تېر افغان حکومت په وړاندې څومره جګړې کېدلې او استخباراتي معلومات په کار و د پاکستان پوځ او نورو ادارو پکې له طالبانو سره بشپړه همکاري کوله.
اوس د جګړو یو احتمال دا دی چې د پاکستان پوځ او په کابل کې طالبان له ځان څخه د دغو تورونو د لرې کولو لپاره له هیواد څخه د دفاع په نوم جګړې وکړي او دواړه لوري خپلو ولسونو ته دا وښيي چې ګنې موږ دواړه لوري یو د بل دښمنان یو او د هیواد د دفاع لپاره جګړه کوو، چې په دې سره د پاکستان پوځ او کابل کې طالبان د خپلو حکومتونو لپاره مشروعیت پیدا کړي او په ولسونو کې خپل پخوانی ملاتړ بېرته ترلاسه کړي.
هر هېواد دوست او دوښمن په خپله خوښه ټاکلی شي؛ خو هېڅ هېواد خپل ګاونډي په خپله خوښه نه شي ټاکلې.
له بده یا له نیکه مرغه، د ګاونديانو مثبت او منفي تحولات خامخا په بل ګاونډي هېواد باندې که لوی او که وړوکۍ هېواد وي، مثبت او یا منفي تاثیر لرلی شي.
د جیوپالیټکس له نظره؛ د افغانستان ګاونډیانو، په خاصه توګه ایران او پاکستان هېڅکله د افغانستان ثبات ته د مثبتې زاویې نه دي کتلي، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ په نتیجه کې به دوی هم ګټه کوي او دوی به د سیمې او نړۍ د تهدید او خطر څخه په امن کې وي.
د جیوپالټیکس له نظره؛ ایران او پاکستان همېشه افغانستان ته د منفي زاویې څخه کتلي دي، چې څنګه افغانستان کې خپل نفوذ او کنټرول د نیابتي ډلو په وسیله زیات او د افغانستان منابع لوټ کړي.
په تېرو پنځو لسیزو کې تر زیاته حده دوی د افغانستان د بې ثباتې، د رژیمونو او نظامونو په پرځولو کې ګټه کړې ده؛ خو داسې ښکاري چې نور به دا دواړه هېوادونه د تېرو غلطو پالیسیو له امله تاوان ورکوي.
د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه د دغه هېواد امنیتي دستګاه (پوځیان) او اقتصادي وضعیت د پخوا په شان په پروژويي جنګونو نه شي چلیدلی.
د هیواد نفوذ زیات دی، منابع کمې او اکثره سیاسیون او پانګوال د خپلو ګټو په خاطر خپله پانګونه په بهر کې کوي.
د دې لپاره چې پاکستان د سقوط او دېوالي کېدو (افلاس) مخه ونیول شي، پاکستان باید چې په خپلو امنیتي، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې ژور تغیرات رامنځته کړي، چې هغه هم په نږدې وخت کې ممکن نه دي.
دا چې د پاکستان بې ثباتي به په افغانستان او سیمه څه تاثیرات لري، هغه جلا بحث دی؛ ځکه د پاکستان د بې ثباتۍ سره د پاکستان ټوټه کېدل، د افراطي ډلو قدرت زیاتېدل او د اټومي سلاو خوندیتوب د ګاونډیو او هم نړۍوالو هېوادونو لپاره د تشویش وړ خبرې دي.
د ایران د جمهور رییس، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګرو د هلیکوپټر د راغورځیدلو له امله ګڼې تبصرې کیږي، چې ایا دا پېښه طبیعي پېښه وه، چې هلیلکوپټر د هوا حالاتو له امله غورځیدلې دی، که دا پېښه د ایران د داخلي سیاسي رقابتونو په نتیجه کې کومه دسیسه وه او که دا پېښه د منځني ختیځ د پېښو پورې تړاو لري او د کوم بهرني هېواد په خاصه توګه د اسراییل لاس په دې پیښه کې شامل دی؟
دا پوښتنې به وروسته د ایران حکومت د خپلو تحقیقاتو او هم د خپلو ګټو په چوکاټ کې اعلان کړي او خپل تصمیم به د راتلوتکي عکس العمل په هکله نیسي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده، چې د دې پېښې مثبت او منفي تاثیرات به په افغانانو څه وي؟
د غمرازۍ څخه سربېره ایا طالب چارواکو او هم نورو افغانانو د خپلو ګټو د جیوپالټیسکس په چوکاټ کې فکر کړی دی او که نه؟ په هغه هېوادونو کې چې د دیکتاتورۍ، کلیپتوکراسې او یا ملاکراسې ریښې ژورې وي، هلته د یو کس او دوه کسو په تللو سره په عمومي پالیسیو کې ډېر ژر ژور تغیر نه شي راتللی.
که د ایران وروستۍ پېښه طبعي پېښه وي؛ نو بیا خو د ایران په پالیسیو کې هېڅ تغیر نه شي راتلای او یوازې په اداري او تخنیکي لحاظ به څېړنې او پلټنې کوي او لازم اصلاحات به راولي.
خو که دا پېښه د ایران د اخوندانو او سياسیونو تر منځ د داخلي جنجالونو له امله وي، بیا هم ژور تغیر ژر نه شي رامنځته کېدلی؛ ځکه تصمیم نیونکي اخوندان او چارواکي به د خپلې ډلې د قدرت د ساتلو لپاره لا نورې هم خپلې پالیسۍ سختوي.
ولس به لا نور هم د شکنجې او روحي تشویش لاندې شپې او ورځې تېروي.
دا حالت به تر هغې پورې روان وي؛ تر څو د بخار دیګ په شان داخلي فشار دې ته حد ته ورسیږي چې د بخار دیګ وچوي.
که دا پېښه د کوم بهرني هېواد د دسیسې او په خاصه تو ګه د اسراییل د دسیسې په اساس وي؛ نو د دې عواقب د ایرانیانو لپاره او هم د سیمې لپاره دردوونکې پیلامې لري.
د ایران اخوندي رژیم به خپلې منګولې د قدرت ساتلو لپاره نورې هم کلکې کړي، ولس به نور هم د شکنجې او روحي تشویش سره مخامخ کړي او د منځني ختیځ جنګ به یو نوي پړاو ته داخل شي.
په سوریه کې د اسراییل له پلوه د ایران په قونسلګری هوایي برید کې چې په نتیجه کې ایران د اسراییل پر خاوره وکړی شول چې هوایي برید وکړي او په سیمه کې د اسراییل پوځي هژوموني (پوځي برلاسي) ته ستر ګواښ یې مخامخ کړ.
ایران به د خپلو نیابتي ډلو او هم که لازمه وي، مستقیماً په یو بل جنګ کې د اسراییل سره لاس او ګریوان شي.
د دغه جنګ پیلامې د عربي هېوادونو او هم نورو نړۍوالو لوبغاړو لپاره به د دنیا د څو قطبي کېدو د جنګ نوې یا پوځي هژمونيک جنګ وي.
د امریکا جمهور ریيس په داخل د امریکا کې د راتلونکو ټاکنو له امله د سختو چیلنجونو سره مخامخ دی او پراخه جنګ به د هغه د بیا واکمن کېدو چانس نور هم کم کړي.
البته امریکا په داخل او بهر کې د ښو بدیلونو سره مخامخ نه ده. د بد او بدتر حالت تر منځ به پرېکړه کوي.
خو افغانان په دې فکر نه کوي، چې د دې تغیراتو ګټه او تاوان به یې د افغانستان او افغانانو لپاره څه وي؟
څنګه کولی شو، چې د تاوان څخه ځان وساتو او د خپلو ګټو لپاره په خپلو کې سره متحد شو او یو بل د قانون په چوکاټ کې ومنو؟
څنګه د انحصار د قدرت او د نفې سیاست له منځه یوسو او په عوض یې د قانون په چوکاټ کې ولسواکي حاکمه کړو؟
په داسې بغرنج حالت کې چې افغانستان د خپلو ګټو لپاره هېڅ ډول متبادل بدیلونه نه لري، څه پکار دی؟
د افغانانو لپاره په اوسني وخت کې صرف دوه بدیله شته دی، چې د دنیا او سیمې د نیابتي جګړو څخه ځانونه بچ کړي.
لومړی دا دی، چې افغانستان د نورو سیمو او ملکونو جنګونه خپل هېواد ته رانه وړي. هوښیار ملتونه هغه دي، چې د نورو په جنګونو کې ځانونه ښکیل نه کړي.
دلته جګړه او رقابتونه د دین، مذهب، قوم، ژبې او سمت پر بنیاد نه دي؛ بلکې د هېوادونو د ګټو پر اساس، هر ملک تصمیم نیسي.
د افغانانو لپاره هم دا پکار ده، چې د خپلو ګټو پر اساس د نیابتي جګړو څخه ځان وساتي.
دویم بدیل د افغانانو لپاره دا دی، چې افغانانو په خپلو منځو کې د یو قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام د راوستو لپاره زمینه مساعده کړي.
که افغانان په دې تمه شي، چې نور به دوی ته دا زمنیه مساعدوي، دا هم په لنډ وخت کې په نظر نه ښکاري ځکه د سیمې او د نړۍ هېوادونه په ډېرو نورو جیوستراتیژیک مسایلو کې بوخت دي او د افغانستان ثبات د دوی لپاره لومړیتوب نه دی.
د دېکتاتورۍ، کلیپتوکراسۍ او ملاکراسۍ انجام زوال دی؛ خو د یو دم زوال سره د ملت زوال هم شامیلیدونکی دی.
مخکې له دی چې ټول ملت د بدتر زوال سره مخامخ شي او د سیلاب غوندې ټول په سمندر لاهو کړي، ښه به دا وي، چې د راتلونکو سېلابونو مخه ونیول شي. هوښیار مشران او ملتونه هغه دي، چې د بخار دیګ چاودنې ته پرې نه ږدي او د خپل ملت په خیر، د خپل ملت د ځپلو په عوض، د ملت دردونو ته ملهم ولګوي او د ولسواکۍ لپاره شرایط برابر کړي؛ ځکه حکومتونه همېشه د ولس حمایت لپاره اړتیا لري.
هېڅ حکومت او هېڅ ډول رژیم د ولس د حمایت څخه په غیر دوام نه شي کولې.
له اسراییل او امریکا سره یې ډغرې دي، په ګڼو سیمهییزو او ان نړیوالو لانجو کې یې نیابتي یا مخامخ حضور لیدلای شئ، په یوکراین کې ښکېل دی، په افغانستان و پاکیستان کې هم. د لبنان له حزب الله و فلسطیني حماس نه رانیوې تر یمني حوثیانو او د سوریې تر بشارالاسد او بیا د لاتینې امریکا تر امریکا ضد لانجو او په افریقا کې د ځینو سیاسي پوځي جوړښتونو تر ملګرتیا پورې هرځای یې پل ښکاري.
دا هېواد په کور دننه هم د ډېرو پېچلیو سیاسي سیالیو، دوښمنیو او مخامختیاوو شاهد دی.
څه برخه ایرانیان د روان مذهبي نظام مخالفان دي، څه نور قومي و مذهبي ربړې لري. د سیستان بلوچستان او نورو سیمو بلوڅان او سُنيمذهبه مخالفان خپلې اورپکې ډلې لري.
د اذربایجان و ارمنستان د لانجو یوه برخه ریښه په ایران کې ده. ایران په عراق کې دومره ښکېل دی، چې هېڅ بل هېواد به له خپل ګاونډي سره دومره اېل و غېل نه وي.
په عراق کې د امریکايي هډو ترڅنګ د ایران پوځي حضور او په سوریه کې د امریکا او روسیې تر منځ د سیالیو په ډګر کې د دغه هېواد لکه غاړه، په عرب سمندرګي او فارس خلیج کې کشالې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې ستراتيژیک پام د دغه هېواد نړیوال جنجالي حضور څرګندوي.
په کور دننه د دغه هېواد د مذهبي مشر ( چې د سیاستونو او واک اصلي مرجع ده) پر ځایناستۍ تاوده بحثونه هم له روستۍ مرګونې پېښې سره مخامخ اړیکي لرلای شي. بهرمیشتي ایرانیان د دغه هېواد پر پېښو اغېز لري، د پهلوي پاچا کورنۍ لا په بهر کې فعال دي او د مجاهدین خلق له ډلې رانیولې تر جیشالعدل و نورو قسم خوړلیو خونړیو ډلو پورې هم هرې پېښې ته په څو ناست دي.
د ایراني سرکار لپاره یوه لویه اندېښنه د سیاسي مشروعیت کمرنګه کېدل هم دي، په روستیو ټاکنو کې د خلکو ګډون سوړ و، مدني و روښانفکرانه غورځنګونه، د ښځو او بشري حقونو د فعالینو پاڅونونه او بیا یې تاوتریخجن ځپل دې ټولو لانجو پر ټاکنو باور ته زیان اړولی دی.
اوس چې جمهور رییس وژل شوی، باید په پنځوسو ورځو کې بیاځلې انتخابات وشي، مهمه پوښتنه دا ده، چې د رئیسې مرګ به په دغو ټاکنو کې د خلکو پر ګډون مثبته که منفي اغېز ولري؟
په کور دننه خلک د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله بېوزلي او ستومانه دي. انقلابي روحیه هم کمزورې کېدونکې ده، خو دا چې راروانې ورځې به څه پېښیږي او د دغې ډراماتیکې پېښې اغېز به پر سیمه او نړیوالو پېښو څه وي؟ د یوشمېر نورو پوښتنو په ځواب پورې اړه لري، چې ښايي سپیناوی به یې څېړنې او زمان وکړي.
دا کومې پوښتنې دي؟
څو ورځې مخکې ایراني لوري ومنله، چې په عمان کې یې له امریکایانو سره (نامخامخ) خبرې کړې دي. دا خبرې څه وې؟
د اسراییل او ایران جنګي مانورونه هماغه وو، چې پېښ شول؟ که نه : دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی؟
ایا امریکا په ایران کې د واک د دستګاه بېخلن بدلول غواړي، که له سیمهییزو او نړیوالو لانجو څخه یوازې د دغه هېواد لاسونه لنډوي؟ او که نه د دغه ظاهراً دوښمن هېواد په مرسته اوبه لا پسې خړوي او له روسيې و چین سره د ډغرو ماهیان په کې نیسي؟
ایران له افغانستان سره پر ټوله پوله د دیوال جوړولو چاره پیل کړې ده، دا پر کابل واکمنو ته ښه خبر نه دی. د ایران پخواني خارجه وزیر جواد ظریف هم له ځینو هغه مرموزو اړیکو پرده پورته کړه، چې پرافغانستان د واکمنې ډلې په اړه یې د ایران راتلونکي ته اندېښنې څرګندولې.
ایران و روسیې په ښکاره څرګنده کړې وه، چې دوی پر افغانستان له واکمنې ډلې سره کومه ایډیولوژیکه یا سیاسي خیښي نه لري، یوازې له دوی سره تعامل د دې لپاره کوي، چې له دیفکتو افغانستان څخه ورانکارې ډلې د دوی د امنیت په ضد ونه کارول شي.ایران و روسیه په دوو کې حیران وو، چې د واکمنې ډلې پخوانی امریکا ضد جګړه ریښتینې وه؟ که د دوحې تړون له مخې یې اوسنۍ یارانه ریښتینې ده؟
که د دوحې تړون او د هغو د پټو ضمایمو، اونیزو څلویښت میلون ډالري کڅوړو یارانه ریښتیا وي، بیا خو دغو دواړو هېوادونو ته له دوی څخه ورپېښېدونکی ګواښ هم ریښتینی دی. په دې اړه جدي پوښتنو د ایران، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو هغه تودې منډې و غورځې پرځې کرختې و سړې کړې، چې د « سیمه ییز مقاومت ډلې» د جوړولو په نامه یې راپیل کړې وې.
د دغه مقاومت یو مخکښ ایران و، خو له څو میاشتو راروسته یې دغه اصطلاح هېره کړې ده.
داسې ګونګوسې هم شته، چې د افغانستان په اړه د ایران و روسیې یو پر بل باور هم وروست شوی دی.د سیمه ییز مقاومت د جوړولو د نوښت غړیو هېوادونو ولیدل، چې د عراق و سوریې داعش په افغانستان کې له فعال داعش او په پاکیستان کې له راټولېدونکي داعش سره د اهدافو له مخې توپیرونه لري، خو مرموزه او ورکه سرچینه یې یوه ښکاري.
له پاکیستان سره هم د ایران اړیکي د مینې و کرکې Hate & Love اړیکي دي. پاکیستان د خپلو هغو شیعه وګړیو په اړه کوټليو اقداماتو ته مټې رانغښتي، چې ایران یې د زینبیونو په ټولي کې په عراق و سوریه کې جنګوي.
ایران دا هم پسې کنجوغه کړې ده، چې له پاکیستان سره به هم پرخپله پوله دیوال نېغ کړي.
امریکا هیندوستان ته ګوته څنډلې وه، چې له ایران سره د چابهار په برخه کې انډیوالي به ورته ښه پرېنوځي.
بله کیسه دا ده، چې ایران اټومي وسلې ته له بشپړې لاسرسۍ یو ګام لرې دی. د وژل شوي رئیسې په دوران کې د ایران پر اټومي پروګرام د خبرو لړۍ وشلېده، ایران غوښتل برجام ته ورستون شي، خو نړیوال لوري، په تېره اروپایانو غوښتل نوی تړون له نویو شرایطو سره پرې ومني، دا کیسه ګونګه پاتې شوه، له اسراییل سره د لاس و ګریوان کېدو په ورځو شپو کې دا ګنګوسه توده وه، چې ایران ښايي اتومي وسله جوړه کړي.
یوځل له اسراییل سره د ایران مخامختیا ډېرې نازکې شېبې ته ورسېده، اسرائیلو غوښتل چې له ایران سره په سرجنګولو خپله برخلیک ټاکونکې او روستۍ جګړه پیل کړي، خو نه امریکا دې شخړې ته زړه ښه کړ او نه ایران وار وپار خطا کړ، د یوه مدیریت شوي او مهندسي شوي احتیاط له مخې له دې لانجې د پښې ایستلو مانور ښايي امریکا هم د ایران نوي دریځ ته متوجه کړې وي.
هغه څه چې د دومره پېچلو، ګډو وډو او څو پوړیزه سیاسي، پوځي او استخباراتي وضعیت تر شاه څرګندیږي، دا دي چې په سیاستونو کې د جدي بدلونونو او شاته کېدلو لپاره یوې لویې سیاسي پېښې ته اړتیا وي.
د جمهور رییس او بهرنیو چارو د وزیر وژل کېدل دغسې یوه پېښه کېدلای شي، چې د عطف د ټکي په توګه یې له امله د شاګرځ بولۍ ورکړل شي او په همدې پلمه هم ایران او هم امریکا له خپلو سرټمبګیو په شا شي.
په منفي جهت کې دا پېښه سرچپه پایلې هم لرلای شي، چې ښايي پایلې به یې سیمې او نړۍ ته ترخې وي.
هم په دغو ورځو کې د افغانستان په شمالی ولایاتو کې د تیزو سیلیو سره شګلن توپان هم راغلی دی، چې د شمال غرب نه یې د شرق په لور خوځښت درلود.
د دغه شګلن توپان له امله په کندوز کې په لارو په تګ او راتګ کې خلل راغلی دی.
د اوبو زېرمولو کې بې وسه افغانستان
په سیلاب ځپلو سیمو کې ډیرې هغه سیمې هم شاملې دي چې په تیرو څو کلونو کې د وچوبي ښکار شوې وې او هلته زراعت او مالدارۍ ډیر زیان لیدلی و، حتا د ځینو سیمو نه خلک په کوچیدو مجبور شوي وو، ځکه چې د بنیادمو او څاروو د څښلو اوبه نه وې او اوس د توپاني بارانونو او سیلابونو سره مسلې بل شکل غوره کړ چې بنیادم او څاروي اوبو یووړل.
که څه هم له دغو بارانونو سره د نوې کروندې لپاره شرایط مساعد شوي دي، خو دغه استفاده په موقتي توګه کیدای شی، مسله دا ده چې د وړو بندونو د زیربنا د نشتوالي له امله افغانستان د بارانونو د اوبو او د سیلابي اوبو د زیرمه کولو توان نه لري.
دغه اوبه له افغانستان بیرون ځي او د ګاونډیو هیوادونو ساحې ته داخلیږي، که د افغانستان د اوبو د زیرمه کولو توان د ګاونډیو هیوادونو له توان سره مقایسه شي نو ډیر ښکاره توپیر لري.
د اوبو د مدیریت د متخصصینو په وینا د افغانستان د اوبو زیرمولو زیربنا له ایران ۲۲ چنده او له پاکستان ۱۳ چنده کمه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوبو د تولید کچه د ایران په مقایسه لوړه ده خو دا هیواد د دغو اوبو د مهارولو توان نه لري.
په افغانستان کې په خوا جوړ شوي بندونه له خړې یا رسوبونو نه ډک شوي او د انکشاف په نویو پلانونو کې د اوبو د مهارولو لپاره د نویو بندونو جوړولو کار ته اولیت نه دې ورکړل شوی.
اساسي مسله ده چې د متخصصینو د تحلیل سره سم افغانستان په نړۍ کې له اقلیمی بدلون تر ټولو زیات اغیزمنیدونکې څلورم هیواد دی او د نزدې ورځو د سیلابونو تباهي اخري نه ده.
په نن سبا کې متخصصینو د افغانستان په شمالي ولایاتو کې د سیلابي بارانونو د یوې نوې څپې پیش بیني کړې ده، چې د لا زیاتو خلکو ترې د زیانمنیدو امکان موجود دی، خو دغه قدرتي افت په داسې وخت راځي چې په افغانستان کې یو منظم او د واکمنۍ په مدیریت سنبال دولتي او حکومتي نظام نشته.
د طالبانو بې مسوولیته واکمني او بحران زیاتېدل
د ترکیې مرستې چې تازه افغانستان ته رسېدلې دي
د طالبانو امارت برسیره پر دې چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري، کار د اهلکارو ته د سپارلو اصول هم نه لري، دا یوه په داخلي او خارجی توګه تجرید شوې داسې واکمني ده چې د نظام اساس یې ټوپک او خشونت دی، نو ځکه په میلیونونو خلک د هیواد څخه بهر ولاړ دي.
په دې کې هغه باسواده ، مجرب او متخصص افراد هم شامل دي چې د دولتي او حکومتي نظامونو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، خو د شایسته او په تعلیمي استعداد سنبال دولتي کادرونو نشتوالی یوازینی چیلنج نه دی، که کوم علمي استعداد او د کار تجربه لرونکي کادرونه په هیواد کې شته، نو په هغوی باندې طالبانو د کار دروازې تړلې دي، ځکه چې طالبانو د هر کار د پاره تش ملایان ګمارلي دي څوک چې د نوموړي کار د تر سره کولو اهلیت نه لري.
د وینا پرمهال د ملا هبت الله اخوندزاده سره په څنګ کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دده لومړی معاون محمد نبي عمري ناست وو.
د ملا هبت الله اخوندزاده د وینا مهم ټکي:
نوموړي په دغه غونډه کې طالب والیانو او نورو چارواکو ته ویلي چې په مسووليت کې «قوم او خپلولي په نظر کې مه نيسئ او داسې خلک نظام ته را داخل کړئ چې نظام ته يې ګټه وي.»
د هغه په خبره، طالبان دې مسووليت اهل ته وسپاري، د خپلوۍ او ملګرتيا له وجې دې په دندو ګمارنې نه کوي. ملا هبت الله دا هم ویلي چې طالبان دې د ژبې، سمت، پښتو او فارسي په اړه تفرقه نه کوي؛ اوکه چا دا کار کاوه، «ويې نيسئ او محکمې ته يې وسپارئ چې سزا ورکړي.»
په ارګ کې د ملا هبت الله غونډه
د معلوماتو له مخې د ارګ غونډه له ماښام لمانځه وروسته پیل شوه.
په دې غونډه کې له ملا هبت الله سره د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، ریاست الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترڅنګ له کندهار خه راغلي د ملا هبت الله مشاورینو مولوي احمد جان، مولوي محمد رسول، مولوي محمد عيسا، مولوي عبيدالله اخوند او ابوالمغفور حضور درلود.
خو ملا حسن اخوند چې لا د مخه کندهار کې و دې غونډه کې یې حضور نه درلود.
په دغه ناسته کي ملا هبت الله په خپلو خبرو کې د دې ډلې بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ته بهرنۍ سیاست کې هر اړخيزه صلاحيت د شريعت او اسلامي اصولو رڼا کي ور کړ، خو ملا هبت لله اخوندزاده په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو لخوا د ځانګړي استازي ټاکل کېدو د مخالفت ترڅنګ وویل، چي په افغانستان کي یوناما فعال حضور لري نو د بل ځانګړي استازي ټاکل د نمنلو نه دی.
دغه ناسته د ماخستن لمانځه پورې پای ته ورسېده.
په ستره محکمه کې د ملا هبت الله اخوندزاده ناسته
د باخبره سرچېنو د معلوماتو له مخې ملا هبت الله اخوندزاده په کابل کي د جمعې په ورځ د غويي ۲۸ مه د ستري محاکمې په مرکزي دارالافتاء کي د ستري محاکمې له مسوولینو سره د افغانستان د جزا کوډ په اړه پر بحث سربېره د شرعي حدود پر جاري کولو او د غلو لپاره د سزا پر ټاکلو بحث وکړ، چي نتيجه به يې ډېر ژر د طالبانو ستري محاکمې لخوا نشر شي.
ملا هبت اخوندزاده کومو غونډو کې کډون او د چا د لیدونو غوښتنې رد کړې د معلوماتو له مخې کابل ته د ملا هبت الله اخوندزاده خپل دوه ورځني سفر کې د دوو غونډو دعوت د نامناسبو شریطو له امله رد کړي.
زه ټینګ باور باور لرم، چې د افغانستان ستونزه هیڅکله قومي نه وه او نه ده، ځکه په قومي ستېژ لوبېدونکي لوبغاړي هيڅکله د هېڅ قوم استازي نه دي، بلکې تل یو له بهره راتپل شوی جنګ دی، چې په کې قومي تفاوتونه او تنوع د ابزارو او وسیلو په توګه کارول کیږي.افغانان خپلمنځي قومي دوښمني نه لري، خو که پردي استخبارات د پيسو او وسلو په زور بېلابېل لوري تر خوا ونیسي بیا نو په قومي حُب و بغض کې سره جنګېدلای شي.
یوه بله ستونزه چې دوښمنانو پېژندلې، خو موږ لا هم نه یو پرې پوهېدلي هغه د ملتپالنې او ملتپالو اسیب پذیري او مظلومیت دی. ملتپال بهیرونه او شخصیتونه د پردیو دوښمنو ځواکونو د لارې تر ټولو مهم خنډونه دي. دوی چې د قومي شخړو مخالف دي هم د جهادیانو له خوا تکفیریږي او هم د قومي سکټاریستانو له لوري ښکنځل کیږي. هغوی چې په افغانستان کې د ملت –دولت په پیاوړتیا باور لري له دواړو لوریو تر ګوزارونو لاندې دي.
هغوی چې د قومي شخړو پر اور تېل شیندي او د قومي کرکې و نفرت روایتونه او ادبیات تولیدوي له څو اړخو مجبور دي، یو دا چې د سیاست کولو لپاره بل فکر او سیاسي لار وچار نه پېژني. دا تر ډېره بریده د کمزوري سیاسي سواد خاوندان، د شهرت وږي، د مادي ګټو اړمن او د ځان مطرح کولو سخت تږي دي. د شهرت بله وسیله نه پېژني او که سیلاو هم راشي، نو لکه خوږهخولی توتي قومي بابولاله پیل کړي او وايي، چې سیلاوونه او زلزلې د پلاني قوم له لاسه پېښیږي. بله کیسه دا ده، چې د نړیوالو ښکېلاکي استخباراتو له خوا د داسې وګړیو له محرومیت او اقتصادي اړتیا څخه په سوءاستفاده د همدې قومي شخړو جوړولو لپاره استخدامیږي.په بله وینا د قومي شخړو جوړول د دوی د روزي بودولو ایکي یوازینۍ لارې دي.
عجیبه دا ده، چې د سپینو په خوا ولاړ له قومي سنګره جنګېدونکي او د تورو یا شنو او برګو خواته ولاړ سکټاریستان له یوې خزانې څخه تنخوا اخلي او لکه د مداري په میدان کې جنګیدونکي مار و موشخورما سره نښتي وي، خبر نه دي، چې دواړو ته خواړه د مداري له یوې کڅوړې ورکول کیږي.
څه باید وشي؟
سیاسي، فرهنګي، ټولنیز او ملي بحثونه باید د ملتپال او افغانستان محوره لیدلوري په ګټه مدیریت شي.دا شعور باید عام شي؛ هغه څه چې په سیمه او زموږ پر هېواد راتلونکي دي، موږ یې باید په وړاندې د یوه ملت په حیث ودریږو، نه د سره مخالفو قومونو په سنګرونو کې. که داسې وکړو، د ټولو پر سر ولاړ مشترک چت (افغانستان) راباندې پریوځي او تر لاندې به ټول سټ شو.
ملي، ملتپال او افغانستانګډونه روایتونه باید هم له تکفیر څخه وژغورو او هم د نړیوال نوي ښکېلاک له منظمو زهري نیښونو څخه چې په دې ورځو کې د سکټاریستو ډلګیو او شخصیتونو په وسله بدل شوي دي.
دا باید عامه کړو، چې د افغانستان ستونزه دوه لوري لري، یو لوری د تحجر، استبداد، نفی او انحصار ایډیولوژیک محور دی، چې د پردیو په مټ او د یوې نړیوالې دسیسې په ترڅ کې پر افغانستان حاکم شوی دی، په دوی کې د ټولو قومونو ایډیولوژیک او د منځنیو پېړیو د روایتونو پلویان شامل دي او تاوان و دوښمني یې هم د افغانستان له ټولو قومونو، سیمو، ژبو او انسانانو سره یو شان ده، څوک چې په شمېر زیات دي زیات زیان ویني.
بلخوا روښانفکر، ملي، په بشري حقونو، ولسواکي، قانونمندۍ او د انساني ژوند پر ارزښتونو باورمن افغانان دي، چې په دوی کې هم د هرقوم، هرې سیمې، هرې ژبې او هر مذهب خلک شته، چې یو ودان او سرلوړی، ولسواک، جمهوري او خپلواک افغانستان غواړي. که منسجمه او هماهنګه مبارزه وکړي، ان له سوله ییزو لارو چارو او د ملت د یووالي او شعوري ویښتیا په وسله بریالی کېدلای شي، چې د دغې بریا امتیاز به هم د ټولو افغانانو ګډه روښانه راتلونکي وي.