جرمني کې پولیسو هغه افغان وواژه چې بل افغان یې وژلی او د فوټبال پر مینه والو یې برید وکړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۶

د جرمني پولیسو نن وویل، په ختیځ جرمني کې یې یو افغان وروسته له هغه وژلی چې د یورو ۲۰۲۴ فوټبال ټورنمنټ د پرانیستې لوبو د لیدلو پر مهال یو افغان وژلی او درې نور کسان یې ټپي کړي وو.

دغه بریګر وروسته درې نور جرمنان هم ټپیان کړي او د پولیسو سره په ځوابي ډزو کې ټپي او بیا مړ شوی دی.

د پولیسو په خبره، دغه ۲۷ کلن افغان لومړی د جمعې په ماښام د برلین لوېدیځ ته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې په یوه کوچني ښار ولمیرستیت کې د چاقو په ګوزارونو خپل یو ۲۳ کلن هېوادوال مرګونۍ ټپي کړ، چې وروسته د خپلو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شو.

د پولیسو په وینا دغه بریدګر وروسته بیا د خلکو پر یوې ډلې برید وکړ چې د جرمني او سکاټلینډ ترمنځ د فوټبال لوبه یې د خپل کور په انګړ کې لیدله، په دغه برید کې درې جرمني نارینه یې ټپیان شول، چې د دوو کسانو روغتیايي وضعیت د اندې وړ دی.

پولیسو ویلي، چې بریدګر د پېښې ځای ته په راغلو پولیسو هم برید کړی خو د پولیسو په ځوابي ډزو کې بریدګر سخت ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې.

پولیسو ویلي دي، چې د برید انګیزه نه ده څرګنده شوې. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی.

د فوټبال سیالۍ د جرمني په ښارونو کې ترسره کیږي او د جولای تر 14 پورې دوام کوي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۱۱ مه یو ۲۵ کلن افغان ځوان سلیمان عطايي په منهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې په برید کې یو پولیس وواژه او پنځه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.

نور خبرونه

رادیو