• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هوا پیژندنې ادارې په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پیژندنې ادارې د چنګاښ په ۲مه او ۳مه نېټه په ۲۳ ولایتونو کې د سخت باران، برېښنا، سېلیو، بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو هوا پیژندنې ادارې له ‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کوڼر، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننگرهار، لوگر، میدان وردک، غزنی، پکتیا، خوست، پکتیکا، دایکندی، بامیان، سمنگان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو اټکل هم شوی دی.

د راپورونو له مخې، د وروستیو سیلابونو په پایله کې په بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان، په غور کې ۵۰ او په فاریاب ولایت کې نږدې ۶۰ کسان مړه شوي وو.

تېره اونۍ په بامیان ولایت کې د طالبانو ‏د رسنیو دفتر ویلي و، چې (د غبرګولي ۲۵مه) د سېلابونو له امله د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې ۶۰ څاروي تلف شوي، ۲۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۲ کورونه او شاوخوا ۲۶ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ملا خیرخواه: په ټول هیواد کې د ګرځندوی د فرصتونو د پیاوړتیا پلان لرو

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ولایت ته د سفر پرمهال ویلي،‌ چې دغه ډله دې ته ژمنه ده چې په افغانستان کې د ګرځندوي په برخه کې کار وکړي او ګرځندویانو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي ویلي،‌ چې په ټول هیواد کې د ګرځندوی د فرصتونو د زیاتولو پلان لري او بیلابیلو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې به د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، دغه هیواد ته د سیلانیانو په تګ راتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې یوازې د اختر په شپو کې شاوخوا سل زره کسان ننګرهار ته په چکر تللي دي.

بل خوا، په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې د اختر په ورځو کې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي دي.

سره له دې چې د امریکا او بریتانیا په ګډون ډیرو هیوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي دلایلو له امله افغانستان ته سفر ونکړي، خو بیا هم د کورنیو سیلانیانو ترڅنګ،‌ ډیر شمیر بهرني سیلانیان هم افغانستان ته په چکر ځي.

د غويي میاشتې په وروستیو کې په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو د داعش په یو برید کې درې اسپانوی سیلانیان او درې افغانان وژل شوي وو. په دغه برید کې یو هسپانوي او یو لیتوانیايي وګړي ټپیان شوي هم و.

خو داسې ښکاري چې دغه برید پر بهرنیو سیلانیانو هم کوم اغېز نه دی کړی، ځکه تر هغه وروسته هم بهرنیان افغانستان ته ور مات دي.

طالبان وايي په دولتي ادارو کې د کارمنانو د حاضرۍ «جدي څارنه» یې پیل کړې

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د دې ډلې د ریس الوزرا د حکم له مخې یې د لوی اختر د رخصتۍ له پای ته رسېدو سره کارمنانو د حاضرۍ څارنه پیل کړه. له مختلفو ولایتونو افغانان وخت ناوخت افغانستان انټرنشنل ته ویډو استولو سره په دفترونو کې د کار د ځنډ اوخنډ شکایت کوي.

خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دې نیمکړتیا ته له اشارې پرته نن یوه خپرپاڼه کې وایي، په ادارو کې د مامورینو د حاضرۍ څارنه د کارونو د غوره تنظیم لپاره کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پلټنې اساسي موخه دا ده، چې په دولتي ادارو کې هیودوالو کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ نشي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپلو په وروستیو ویناو کې ټینکار کړی، چې د ادارو دروازې د ولس پر وړاندې پرانیزی او کارونه یې پر وخت ترسره کړی.

په نورو هیوادونو کې اوس مهال د ادارو حاضري برېښنايي شوې ده، چې دا چاره د مامورینو د حاضرۍ په برخه ګټوره بلل شوې.

سرچینې: پاکستاني طالبان له سرحدي سیمو د افغانستان نورو ولایتونو ته لېږدول کېږي

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

سرچینې وايي طالبان غواړي د پاکستان د تحريک طالبان غړي له سرحدي سيمو د افغانستان نورو ولايتونو ته ولېږدوي. له تېر کال راهیسې نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لېږد خبره کېږي، خو د طالبانو حکومت بیا بیا دا راپورونه او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ردوي.

خو نن بیا امنيتي او ديپلوماتيکو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان طالبانو، پاکستان او چین تر منځ له څو میاشتو خبرو وروسته دا پرېکړه شوې.

د سرچینو په وینا، په افغانستان کې طالبان هڅه کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو په ځانګړې توګه له خوست ولایت څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

په همدې حال کې، د پاکستان تحریک طالبان د خپلو جنګیالیو د لېږدولو په اړه د طالبانو په پریکړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرې لاهم روانې دي.

دا پرېکړه په پاکستان کې له وروستیو بریدونو او د پښتونخوا په بشام کې پر چینايي وګړو له بریدونو وروسته کېږي.

د پښتونخوا په بشام سيمه کې د چينايي انجنيرانو پر موټر تر بريد وروسته چې په ترڅ کې يې د پنځو چينايي وګړو په ګډون شپږ کسان ووژل شول، د چين په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو د بريدونو د مخنيوي هڅې زياتې شوې.

په تیرو دریو کلونو کې کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، د پاکستان حکومت په وار وار دغه ډله تورنه کړه، چې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکوي.

راپورونه دا هم په ډاګه کوي چې د ټي ټي پي لوړ پوړي غړي او د دې ډلې یو لوی شمیر جنګیالي په افغانستان کې شته. خو طالبانو په وار وار دغه تورونه رد کړي دي.

اوس داسې ښکاري، چې افغان طالبان چمتو دي، چې د ډیورنډ کرښې سره پرتو ولایتونو کې پاکستاني طالب جنګیالي نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

که څه هم دا نه ده معلومه چې دغه جنګیالي به کومو ولایتونو ته لېږدول کیږي، خو تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبان په پام کې لري، دغه کسان د افغانستان شمالي او لویدیځو ولایتونو ته ولیږدوي.

تر دې مخکې د ۱۴۰۲ کال د ثور په میاشت کې یوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي و، چې اسلام اباد له پولې څخه د پاکستاني طالبانو د لېږدولو لپاره د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره موافقې ته رسېدلی دی.

هغه مهال د اناتولیا خبري اژانس راپور ورکړی و، چې پاکستان د دغه لېږد مالي لګښت په غاړه اخیستی و.

طالبانو هغه مهال هم دا خبره رد کړې وه، خو د تازه خبر په هکله یې لا څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وايي، طالبان هغه «بم دی چې فیوز یې اېستل شوی»

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال طالبان له هغه لاسي بم سره پرتله کړل، چې فیوز یې اېستل شوی او ژر یا وروسته به چاودنه وکړي. عتیق الله بریالي وویل، طالبانو د ترهګرۍ لپاره یو بستر جوړ کړی او نړۍ بې پروا نه شي پاتې کېدای، خو موږ باید د بهرنیانو انتظار ونه کړو.

عتیق الله بریالی د امریکا غږ ډیوه ریډیو سره مرکه کې وایي چې افغانستان د طالبانو په ضد له وسله وال مقاومت پرته بله سیاسي حل لاره نه لري.

د افغانستان د پخواني حکومت دغه چارواکی په دې باور دی، چې د طالبانو منطق له زور پرته پر استدلال او درک باور نه لري.

دغه پخوانی چارواکی وايي، چې طالبانو د ملي پیوستون او ملي یووالي لپاره یو ګام هم نه دی پورته کړی.

د ده په وینا که طالبانو مخالفین هم ور سره خبرې پیل کړي، دا ډله له هیچا سره خبرو ته چمتو نه ده.

ښاغلی بریالی په دې مرکه کې ځینو جهادي مشرانو ته په اشاره وايي چې د طالبانو د مخالفو مشرانو یوه برخه په دې باور ده، چې لومړی باید د جګړې اسانتیاوې برابرې شي او بیا له طالبانو سره جګړې ته داخل شي.

خو جګړه د مقاومت په جبهه تپل شوې ده او دغه جبهه په لږو امکاناتو سره د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي.

عتیق الله بریالی چې د مقاومت د جبهې غړی دی وايي، د طالبانو پر وړاندې د مقاومت لیکې ورځ تر بلې پراخېږي او په ډېرو هغو سیمو کې چې د مقاومت جبهه هم نشته خلکو مقاومت کړی دی.

د پخواني حکومت دغه پوځي افسر اوس هم په استقامت سره وايي، هغه کسان چې طالبان یې واک ته رسولي او د طالبانو خدایان وو، اوس له طالبانو سره ستونزې لري.

په همدې حال کې ښاغلی بریالی په دې مرکه کې ټینګار کوي، چې که بریا ژر تر لاسه نه شي، «ښه ده چې په عزت سره ووژل شو، تر څو راتلونکی نسل پوه شي، چې ولس تسلیمي نه ده منلې او نه یې تپل شوی نظام منلی. "

امریکا: ټام وسټ او رینا امیري تر اوسه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون پلان نه لري

۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوم پلان نه لري. ویست او امیري د افغانستان په اړه د دوحې په لومړۍ او دویمه غونډو کې ګډون کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوحې په غونډه کې د امریکا د ځانګړي استازي د نه ګډون د لامل په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. دا هم معلومه نه ده چې ایا د امریکا بل استازی به د ټام وسټ او رینا امیري پر ځای دوحې ته ولاړ شي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د دوحې دریمې غوڼډې ته د مدني ټولنې د استازو د نه ګډون په هکله د افغانستان انټرنشنل د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ملګري ملتونه د دې غونډو کوربتوب کوي او دا پوښتنې باید ملګرو ملتونو ته راجع شي.

تمه کیږي چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون، د چنګاښ په لسمه او یوولسمه نېته جوړه شي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) ویلي و، چې د دې ډلې استازي به د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دوحې د غونډې د مېلمنو له لېست څخه د ښځو او مدني ټولنې د غړو د نومونو لرې کېدو د بشري حقونو د سازمانونو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشرې هم ویلي،‌ چې که د دوحې په ناسته کې د بشري او مېرمنو د حقونو فعالان برخه و نه لري او هلته د بشري حقونو موضوع له پامه غورځول کېږي؛ نو دغه غوڼډه هېڅ ډول اعتبار نه شي لرلای.

اګنس کالامار د دوحې د ناستې په درشل کې په یو پیغام کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه په خبرو اترو نه پر ځای کېږي؛ بلکې هغوی باید د ملګرو ملتونو په ناسته کې چې په دوحه کې جوړېدونکې ده رغنده ونډه ولري.