د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال وايي، طالبان هغه «بم دی چې فیوز یې اېستل شوی»

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال طالبان له هغه لاسي بم سره پرتله کړل، چې فیوز یې اېستل شوی او ژر یا وروسته به چاودنه وکړي. عتیق الله بریالي وویل، طالبانو د ترهګرۍ لپاره یو بستر جوړ کړی او نړۍ بې پروا نه شي پاتې کېدای، خو موږ باید د بهرنیانو انتظار ونه کړو.